د علیت برهان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
انځوریزه سوترا علت او معلول، اتمه پېړۍ، جاپان

د علیت برهان کينډۍ:انگرېزي چې د لومړي علت برهان ، د سببیت برهان او ستورپوهنه هم گڼل کېږي، د فلسفې له لرغونو مسئلو څخه گڼل کېږي. ددې ویي تقریبي مانا د «د یو څیز اغیز په بل څیز باندې» یا د مرتضی مطهری په وینا «د یو واقعیت استناد په بل واقعیت باندې» کولای شو.[۱] د بل تعریف په رڼا کې، د دوه څیزونو ترمنځ داسې اړیکه چې یو د بل پنځوونکې (خالق) وي، علیت نومول کېږي.

لومړنی کس چې په پراخه توگه یې د علیت مفهوم په خپلو لیکنو کې مطرح کړ، اپلاتون او ارستو ول.

ارستو د غایي علت په طرحې سره هڅه وکړه چې له علیت څخه د څښتن تعالی د شتون لپاره د یو برهان په توگه گټه پورته کړي. غایي علت چې مسلمان فیلسوفان یې د علت‌العلل او غایةالغایات په نومونو هم یادوي، پدې بنسټ ده چې د نړۍ ټولگه له یو پیل (مبدا) څخه سرچینه اخلي، او د خپل بشپړتیایي یون په لړ کې د ډېرو وسیلو په شتون کې هم د یو موخې او مقصد پر لور درومي.

لمنلیکونه[سمول]

سرچینې[سمول]

بهرني تړن[سمول]

  1. طباطبایى، محمدحسین، اصول فلسفه و روش رئالیسم، 3 ټوک، نهمه لیکنه، ص 180، لمنلیکونه، قم: صدرا، بیتا.