د عراق تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عراق هغه دولت دی چې اوس مهال د لرغوني بین النهرین د تمدن ځینې برخې رانغاړي. دا تمدن د دجلې او فرات سیندونو ترمنځ منځته راغلی دی. دا سیندونه د عراق له لارې فارس خلیج ته بهیږي. د عراق هاشمي سلطنت، چې په خپل لومړني پړاو کې د جبري عراق په نوم هم پیژندل کېده، په ۱۹۲۲ ز کال کې د انګلیس-عراق تړون پر بنسټ د عراق پاڅون په پایله کې چې په ۱۹۲۰ ز کال کې د بریتانيې واکمنۍ پر وړاندې رامنځته شوی و، تاسیس شو.

مرکز یې په ښکته بین النهرین کې دی (له تاریخي بابل سره سمون لري) خو د پورتني بین النهرین ځینې برخې (له تاریخي آشور سره سمون لري) او د سوریې دښتهاو د عرب دښته هم په کې شاملې دي. د دې سیمې تاریخ د نړۍ د لومړنیو لیکنو، ادبیاتو، علومو، ریاضیاتو، قوانینو او فلسفې شاهد دی، له دې امله یې عام لقب، د تمدن زانګو دی.[۱]

مخکینی تاریخچه[سمول]

د ۱۹۵۷-۱۹۶۱ ز کلونو په اوږدو کې د شانیدار سمڅه د کولمبیا پوهنتون د رالف سولیکي او د هغه ټیم له خوا وکیندل شوه، د پخوا زمانې د انسانانو ۹ سکلېټونه چې د بېلابېلو عمرونو او حالتونو درلودونکي وو، په بشپړ او سلامت ډول (شانیدار I–IXپه نوم) کشف کړل چې د ۶۰۰۰۰-۸۰۰۰۰ کلونو تر منځ تاریخ لري.

لسم کس په دې وروستیو کې د ایم زیدر له خوا په سمیټسونین انسټیټیوټ کې له سیمې څخه د ژویو د پلټنو په ترڅ کې کشف شو. د زیدر په اند، له پاتې شویو بقایاوو څخه داسې څرګندېږي چې لرغونو انسانانو د جنازې مراسم درلودل، خپل مړي یې له ګلانو سره خښول.[۲]

کلاسیک لرغونوالی[سمول]

د هخامنشیانو او سلوکیانو واکمني[سمول]

بین النهرین په ۵۳۹ مخکې له میلاد کال کې د لوی کوروش په مشرۍ د هخامنشي پارسیانو له خوا فتح شو او د دوو پېړیو لپاره د پارسیانو تر واکمنۍ لاندې پاتې شو. د پارس سترواکي په ۳۳۱ مخکې له میلاد کې د مقدوني سکندر په لاس سقوط وکړ او د سلوکي سترواکۍ د یوې برخې په توګه د یونان تر واکمنۍ لاندې راغله. بابل په دجلي کې د سلوکیه له تاسیس وروسته، د نوې سلوکي سترواکۍ پلازمېنه له زوال سره مخامخ شوه. [۳][۴]

د پارتیانو او رومیانو واکمني[سمول]

د دویمې پیړۍ په پیل کې رومیانو، د سترواک تراجان په مشرۍ، په پارت باندې یرغل وکړ او بین النهرین یې فتح کړ او د سترواکۍ ولایت یې ترې جوړ کړ. ځنډ وروسته د تراجان د ځای ناستي هاډریان له خوا پارتیانو ته راوګرځول شو.

عیسویت په لومړۍ وروسته له میلاد پیړۍ کې بین النهرین ته ورسید او په ځانګړې توګه رومي سوریه د ختیځ عیسویت او سوریایي ادبي دود په مرکز بدله شو. داسې هم انګېرل کېږي چې منډیزم به هم یا په همدې وخت کې له دې ځایه سرچینه اخیستې وي او یا هم کله چې منډایانو له فلسطین څخه د پناه غوښتنه کړې وه، دې سیمې ته تللی وي.[۵]

منځنۍ دورې[سمول]

اسلامي سوبه[سمول]

په بین النهرین کې د یرغلګرو عربو قبیلو او د فارس نیواکګرو ترمنځ له لومړۍ تنظیم شوې شخړې څخه داسې ښکاري چې په ۶۳۴ز کال کې د پول په جنګ کې عربانو ماتې وخوړه. د ابو عبيد ثقفي تر مشرۍ لاندې د څه د پاسه پنځه ۱۰۰۰مسلمانانو ځواک و، چې د پارسيانو له خوا وځپل شو.

تر هغه وروسته د خالد بن ولید پوځي عملیات په بریالۍ توګه ترسره شول، چې د یوه کال په اوږدو کې د فارس سترواکۍ له پلازمېنې ټیسفون پرته، ټول عراق د عربو تر واکمنۍ لاندې راغی.

عباسي خلافت[سمول]

بغداد ښار په اتمې پېړۍ کې جوړ او د عباسي خلافت پلازمېنه شو. بغداد په چټک ډول له اتمې پېړۍ نه تر نهمې پېړۍ پورې د لرغونې «اسلامي زرینې دورې» په بهیر کې د اسلامي نړۍ پر لومړني کلتوري مرکز بدل شو.

په نهمه پېړۍ کې عباسي خلافت مخ پر زوال روان شو. د نهمې پېړۍ له وروستیو نه د یوولسمې پېړۍ تر لومړیو پورې، هغه دوره چې د «ایراني انټرمیزو» په نامه یادېږي، د عراق (عصري سیمې) د یو شمېر کوچنیو ایراني امارتونو له خوا اداره کېدې، چې په کې طاهریان، صفاریان، سامانیان، ال بویه او سالاریان شامل وو.

د مغولو یرغل[سمول]

د یوولسمې پېړۍ په وروستیو کې عراق د خوارزمیانو تر واکمنۍ لاندې راغی. د ترک سیکولر واکمني او هم عباسي خلافت په دیارلسمې پیړۍ کې د مغولو له یرغلونو سره پای ته ورسېدلې. د چنګیز خان تر مشرۍ لاندې مغولانو تر ۱۲۲۱ کاله پورې خوارزمیا فتح کړې وه.[۶]

مونګک خان په ۱۲۵۱ ز کال کې د مغولو د سترواکۍ بیا پراختیا پیل کړه او کله چې خلیفه المعستصمي مغولان ته تسلیم نه شو، بغداد په ۱۲۵۸ کال کې د هلاکو خان ​​له خوا محاصره او ونیول شو. د عباسي خلافت له ړنګیدو سره، هلاکو ته لاره خلاصه شوه، سوریې ته ولاړ او د سیمې د نورو مسلمانو ځواکونو پر ضد یې خوځون وکړ.[۷]

د عراق خپلواک سلطنت[سمول]

په عراق کې د عربي سنيانو نفوذ د اشوري يزدي او شيعه ګانو د نارامیو لامل شو، چې ټول په بې رحمۍ سره وځپل شول. په ۱۹۳۶ کال کې د عراق په پاچهي کې لومړۍ پوځي کودتا وشوه، چې بکر صدیقي دې ته بریالی شو، چې خپل معاون یې د سرپرست صدراعظم ځایناستی کړ. د سیاسي ناټیکاوي په بهیر کې څو کودتاګانې وشوې، چې په ۱۹۴۱ کې اوج ته ورسیدې.

د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې، د نایب عبدالله عراقي رژیم په ۱۹۴۱ کال کې د راشد علي په مشرۍ د Golden Square افسرانو له خوا نسکور شو. د عراق لنډ مهاله نازي پلوه حکومت د ۱۹۴۱ په می کې د انګلیس-عراق په جګړه کې د متحدینو له خوا (د سیمه ایزو آشوریانو او کردانو په مرسته) مات شو.[۸]

د صدام حسین تر واکمنۍ لاندې[سمول]

د ۱۹۷۹ کال په جولای میاشت کې، ولسمشر احمد حسن البکر چې د ولسمشر او د انقلابي قوماندې شورا رییس دواړه دندې یې پر غاړه اخیستې وې، د صدام حسین له خوا استعفا ته اړ شو، صدام بیا د بعث ګوند په شمول خپل مخالفین تصفیه کړل.

ګاونډیو هیوادونو ته د عراق ځمکنۍ ادعاوې

ګاونډیو هیوادونو ته د عراق ځمکنۍ ادعاوې تر ډېره بریده د موافقو هېوادونو د پلانونو او ژمنو له امله په ۱۹۱۹-۱۹۲۰ کې، هغه وخت چې عثماني سترواکي وویشل شوه، ددې په موخه چې په عراق او جزیره کې یو پراخ عربي دولت رامنځته کړي، چې د ختیځ مهمې سیمې هم په کې شاملې وې لکه سوریه، د ترکیې سویل ختیځ، د کویټ او د ایران ټولې سرحدي سیمې.

له ایران سره ځمکنۍ شخړه د اته کلنې بې پایلې او ګرانې جګړې لامل شوه، د ایران-عراق جګړې (۱۹۸۸-۱۹۸۰ د قادسیه-صدام - «صدام قدسیه» په نوم)، اقتصاد یې ویجاړ کړ. عراق په ۱۹۸۸ کې په غلطه توګه د بریا اعلان وکړ خو په حقیقت کې یوازې یو ستړي کیدونکي حالت ته راستون شول، په دې معنی چې دواړو خواوو یوازې خپلې اصلي پولې وساتلې.

جګړه هغه مهال پیل شوه کله چې عراق پر ایران برید وکړ، عراق په ۱۹۸۰ کال کې د سپټمبر په ۲۲ نیټه یې د ایران په خاوره کې د هوا او ځمکې له لارې په یو وخت یرغل پیل کړ. [۹][۱۰][۱۱]

متحده ایالاتو د ایران په وړاندې په جګړې کې له صدام حسین څخه ملاتړ وکړ. که څه هم عراق هیله درلوده چې په ایران کې له انقلابي ګډوډۍ څخه ګټه پورته کړي او له رسمي خبرتیا پرته برید وکړي، دوی یوازې په ایران کې محدود پرمختګ وکړ او د څو میاشتو په اوږدو کې د ایرانیانو له خوا په شا وتمبول شول چې د ۱۹۸۲ تر جون میاشتې پورې یې تقریبا ټولې له لاسه ورکړل شوې سیمې بیرته ترلاسه کړې.

دې جګړې له ځان سره لوی ځاني او اقتصادي زیانونه رامنځته کړل - داسې ګمان کېږي چې نیم میلیونه عراقي او ایراني سرتېري او همدارنګه ملي وګړي په جګړې کې وژل شوي او ډېری نور یې ټپیان شوي دي - خو نه یې کوم غرامت له ځانه سره درلود او نه هم په سرحدونو کې یې کوم بدلون رامنځته کړ. دا شخړه اکثرا له لومړۍ نړیوالې جګړې سره پرتله کېږي.[۱۲]

په ۲۰۰۳ کې د متحده ایالاتو یرغل[سمول]

وروسته له هغه چې په ۲۰۰۱ کال کې د اسامه بن لادن د ډلې له خوا د متحده ایالاتو پر نیویارک او واشنګټن تروریستي بریدونه ترسره شول، د امریکا بهرنی سیاست په عراق کې د بعث حکومت د ړنګولو غوښتنه وکړه.

په واشنګټن کې نوو محافظه کارو فکري ډلو له کلونو راهیسې په بغداد کې د رژیم د بدلون غوښتنه کوله. د ۱۹۹۸ کال د اګست په ۱۴مه، ولسمشر کلنټن ۱۰۵- ۲۳۵ عامه قانون لاسلیک کړ، او اعلان یې وکړ چې «د عراق دولت په مادي او نه منل کېدونکې توګه له خپلو نړیوالو تعهداتو څخه سرغړونه کوي».

امریکا له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د عراق پر ضد پوځي اقدام وکړي. د امریکا ولسمشر جورج ډبلیو بوش ویلي چې صدام څو ځله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ۱۶ پریکړه لیکونو نه سرغړونه کړې ده. د عراق حکومت د بوش دا ادعا رد کړه.

د ۲۰۰۳ز کال په مارچ میاشت کې متحده ایالاتو او بریتانیې د نورو هېوادونو په پوځي مرستو سره پر عراق یرغل وکړ.

سرچینې[سمول]

  1. "Baghdad's Treasure: Lost To The Ages", Time, 28 April 2003, د اصلي آرشيف څخه پر March 7, 2008 باندې, د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مې ۲۰۱۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Milton-Edwards, Beverley (May 2003). "Iraq, past, present and future: a thoroughly-modern mandate?". History & Policy. United Kingdom: History & Policy. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Steven C. Hause, William S. Maltby (2004). Western civilization: a history of European society. Thomson Wadsworth. د کتاب پاڼې 76. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-534-62164-3. The Greco-Macedonian Elite. The Seleucids respected the cultural and religious sensibilities of their subjects but preferred to rely on Greek or Macedonian soldiers and administrators for the day-to-day business of governing. The Greek population of the cities, reinforced until the second century BCE by immigration from Greece, formed a dominant, although not especially cohesive, elite. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Glubb, Sir John Bagot (1967). Syria, Lebanon, Jordan. Thames & Hudson. د کتاب پاڼې 34. OCLC 585939. In addition to the court and the army, Syrian cities were full of Greek businessmen, many of them pure Greeks from Greece. The senior posts in the civil service were also held by Greeks. Although the Ptolemies and the Seleucids were perpetual rivals, both dynasties were Greek and ruled by means of Greek officials and Greek soldiers. Both governments made great efforts to attract immigrants from Greece, thereby adding yet another racial element to the population. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. George Roux – Ancient Iraq
  6. Thomas T. Allsen Culture and Conquest in Mongol Eurasia, p.84
  7. Morgan. The Mongols. pp. 132–135.
  8. Robert Lyman (2006). Iraq 1941: The Battles For Basra, Habbaniya, Fallujah and Baghdad. Osprey Publishing. د کتاب پاڼي 12–17. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781841769912. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Tyler, Patrick E. "Officers Say U.S. Aided Iraq in War Despite Use of Gas" New York Times August 18, 2002.
  10. Molavi, Afshin (2005). "The Soul of Iran". Norton: 152. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  11. (په 14 March 2003 باندې). Threats And Responses: Briefly Noted; Iran-Iraq Prisoner Deal. The New York Times.
  12. Abrahamian, Ervand, A History of Modern Iran, Cambridge, 2008, p.171