Jump to content

د عثماني سترواکۍ تجزیه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د عثماني سترواکۍ تجزیه (۳۰ اکتوبر ۱۹۱۸- ۱ نومبر ۱۹۲۲ زکال) یوه جیوپولیټیکي پېښه وه چې له نړیوالې جګړې وروسته د ۱۹۱۸ زکل په نومبر میاشت کې د بریتانوي، فرانسوي او ایټالوي ځواکونو له خوا د قسطنطنیې له اشغال وروسته رامنځته شوه. دغه تجزیه وروسته له هغه چې عثماني سترواکۍ د عثماني – جرمني اتحاد د رامنځته کولو په موخه له جرمني سره لاس یو کړ؛ د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د متفقینو ځواکونو د ګڼ شمېر هوکړو په ځانګړي ډول د کوچنۍ اسیا یا سایکس – پیکو د هوکړې له مخې طراحي شوه. د وګړو او ځمکو لویه ټوګه چې وړاندې یې عثماني سترواکي جوړوله په څو نوو ایالتونو وویشل شوه. عثماني سترواکۍ له جیوپولیټیکي، کلتوري او ایډیالوژیکي پلوه د اسلامي دولت رهبري په واک کې لرله. له جګړې وروسته د عثماني سترواکۍ پاشل کېدل په منځني ختیځ باندې د لویدیځو قدرتونو لکه د بریتانیا او فرانسې د واکمنۍ او همدارنګه د نوې عربي نړۍ او د ترکیې د جمهوریت د رامنځته کېدو لامل وګرځېدل. د دغو قدرتونو پر وړاندې دترکیې د ملي خوځښت له خوا مقاومت وشو خو له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د استعمار د چټک له منځه تلو تر مهاله پورې یې پخوانیو عثماني دولتونو ته پراختیا وه نه مونده. [۱][۲][۳]

داسې انګېرل کېږي چې په عراق او فلسطین کې د ملاتړ لاندې سیمو جوړول او همدارنګه د مشترکو اساسي کرښو پر بنسټ د سوریې ویش په منځني ختیځ کې د کړکېچ ساتلو په موخه د یوې لویې ستراتیژۍ برخه وه چې په دغو سیمو کې یې د لویدیځو استعماري قدرتونو (هغه مهال بریتانیا، فرانسه او ایټالیا) رول ته اړتیا اړینه کوله. د ملتونو د ټولنې ماموریت فرانسې ته د سوریې او لبنان سرپرستي، بریتانیا ته د بین النهرین (وروسته عراق) او فلسطین سرپرستي وسپارله چې فلسطن بیا په تر سرپرستۍ لاندې فلسطین او د اردن په ختیځ امارت وویشل شو (۱۹۲۱-۱۹۴۶ زکال). د عربستان په ټاپووزمه کې د عثماني سترواکۍ متصرفات د حجاز په پاچاهۍ واوښتل چې بیا د نجد سلطنت (د نن ورځې سعودي عربستان) او دیمن متوکلي پاچاهۍ ته د هغو د الحاق اجازه ورکړل شوه. د فارس خلیج په لویدیځو سواحلو کې د دغې سترواکۍ متصرفات (الاحسا او قطیف) د بېلابېلو لارو چارو پر مټ سعودي عربستان ځانته الحاق کړل او یا هم د بریتانیا تر ملاتړ لاندې سیمو (کویټ، بحرین او قطر) په توګه پاتې شول چې بیا وروسته د فارس خلیج په عربي هېوادونو واوښتل. [۴]

هغه مهال چې عثماني دولت په بشپړه توګه وپاشل شو، استازو یې په ۱۹۲۰ زکال د سور هوکړه لاسلیک کړه چې پر بنسټ یې د اوسنۍ ترکیې د خاورې ډېره برخه د فرانسې، بریتانیا، یونان او ایټالیا ترمنځ وویشل شوه. د ترکیې د خپلواکۍ جګړې اروپايي هېوادونه اړ کړل څو د دغې هوکړې له تصویب وړاندې هغوی بېرته د مذاکرې میز ته راوګرځي. لویدیځې اروپا او د ترکیې لوی ملي پارلمان په ۱۹۲۳ زکال کې د لوزان نوې هوکړه امضا او تصویب کړه چې د سور هوکړې ځای یې ونیو او د ډېری ځمکنیو مسایلو پر سر هوکړې ته سره ورسېدل. یو له نا حل شوو مسایلو څخه د ترکیې د جمهوریت او عراق د پاچاهۍ تر منځ د پخواني موصل ښار پر سر اختلاف و چې وروسته بیا د ۱۹۲۶ زکال پر مهال د ملتونو د ټولنې تر نظارت لاندې ورباندې مذاکره وشوه. بریتانیا او فرانسې لویه سوریه د کوچنۍ اسیا د هوکړې پر بنسټ په خپلو کې سره وویشله. له دې سربېره یو شمېر نورې پټې هوکړې له ایټالیا او روسیې سره وشوې. د بالفور اعلامیې نړیوال یهودي خوځښت وهڅاوه څو په فلسطین کې د یوې یهودي سیمې د رامنځته کولو په موخه هڅې وکړي. د درې ګوني اتحاد د یو اړخ په توګه روسیې هم د جګړې پر مهال د یو شمېر مسایلو پر سر هوکړه کړې وه؛ هغه مسایل چې روسیه یې له روسي انقلاب وروسته د عثماني سترواکۍ په ویش کې له برخه اخیستو منع کوله. [۵]

د خپلواکۍ خوځښتونه

[سمول]

هغه مهال چې عثماني سترواکي له منځه لاړه عربو په دمشق کې د یو خپلواک هېواد اعلان وکړ خو له دې امله چې له پوځي او اقتصادي پلوه کمزوري و نه یې شو کولای د اوږد مهال لپاره د اروپايي قدرتونو پر وړاندې مقاومت وکړي؛ همدا و چې بریتانیا او فرانسې ډېر ژر په سیمه بېرته کنټرول ترلاسه کړ.

د ۱۹۲۰مې او ۱۹۳۰مې لسیزې پر مهال عراق، سوریې او مصر هم د خپلواکۍ پر لور په داسې حال کې حرکت وکړ چې بریتانویانو او فرانسویانو د دویمې نړیوالې جګړې څخه تر وروسته پورې په رسمي توګه دغه سیمه خوشې نه کړه. بل پلو په فلسطین کې د عربي ملت پالنې او صهیونېزم متضاد ځواک داسې وضعیت رامنځته کړ چې انګلیسانو نه شو کولای هغه حل کړي او یا هم ځان ترې خلاص کړي. په جرمني کې د نازیانو په واک ته رسېدو سره په فلسطین کې د یو یهودي هېواد د جوړولو په موخه د یهودانو د هڅو لپاره نوی لومړیتوب رامنځته کړ چې د فلسطین – اسرائیل د جګړې لامل وګرځېد.

عرب ټاپووزمه

[سمول]

د عربستان په ټاپووزمه کې عربو وکولای شول څو خپلواک هېوادونه رامنځته کړي. په ۱۹۱۶ زکال کې د مکې شریف (امیر) حسین بن علي د حجاز پاچاهي په داسې حال کې تاسیس کړه چې د ریاض امارت د نجد سلطنت ته اړوند شو. په ۱۹۲۶ زکال کې د نجد او حجاز پاچاهي رامنځته شوه او په ۱۹۳۲ زکال د سعودي عربستان په پاچاهۍ واوښته. د یمن متوکلي پاچاهۍ په ۱۹۱۸ زکال کې خپلواکي واخیسته په داسې حال کې چې د فارس خلیج عربي هېوادونه د ډېرې لږې داخلي خپلواکۍ په لرلو د بریتانیا تر سرپرستۍ لاندې راغلل.

اناټولیا

[سمول]

روسانو، بریتانویانو، ایټالویانو، فرانسویانو، یونان یانو، آشوریانو او ارمنیانو د جګړې پر مهال د ژمنو، پوځي اقداماتو، پټو هوکړو او موافقو پر بنسټ د اناټولیا اړوند ادعاوې لرلې. د سور د هوکړې له مخې یوازې له اشوریانو پرته د نورو ټولو غوښتنې پرځای کېدلې. په پام کې وه چې ارمنستان ته د ختیځ پام وړ برخه چې په ویلسونین ارمنستان پېژندل کېده او د وان سیند له سیمې څخه د موش تر لرې لویدیځ پورې رسېده؛ یونان ته سمورنا او د هغې شاوخوا سیمي (په ډېر احتمال سره قسطنطنیه او ټوله تراکیا چې د بین المللی او غیر نظامي قلمرو په توګه اداره کېده)؛ ایټالیا ته هم د انتالیا په شاوخوا کې د اناټولیا/انادولو د لویدیځ او سویلي مرکزي سواحلو کنټرول، فرانسې ته قیلیقه او بریتانیا ته هم د ارمنیا د سویل ټولې سیمې وسپارل شي. د لوزان هوکړې ټول دغه ځمکني ترتیبات او ضمیمې له منځه یووړې.

د ترکیې جمهوریت

[سمول]

د ۱۹۱۸ زکال او ۱۹۲۳ زکال ترمنځ د مصطفی کمال اتاتورک په مشرۍ د ترکیې مقاومتي خوځښتونو یونان یان او ارمنیان اړ کړل څو اناټولیا/انادولو خوشې کړي؛ په داسې حال کې چې ایټالویانو په دغه سیمه کې حضور نه درلود. د ترکیې انقلابیونو همدارنګه په ۱۹۲۰ مه لسیزه کې د خپلواک کېدو په موخه د کردانو هڅې وځپلې. په اناټولیا یا انادولو باندې د ترکیې د مقاومت چیانو واک موندنې د سور معاهدې د شرایطو د پوره کېدو هیله له منځه یووړه.

له شوروي اتحاد سره له یوځای کېدو وړاندې د ارمنستان دیموکراتیک جمهوریت د ۱۹۲۰ زکال د ډسمبر په دریمه الکساندروپل هوکړه لاسلیک کړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په اوسنۍ پوله موافقه وکړه، په داسې حال کې چې د ارمنستان دولت وړاندې له دې د شوروي اتحاد د برید له امله د ډسمبر په ۲مه سقوط کړی و. له دې وروسته ارمنستان د شوروي اتحاد په نه جلا کېدونې برخه واوښت. دغه پوله بیاځلي د مسکو د هوکړې (۱۹۲۱ زکال) له مخې تصویب شوه چې له مخې یې بلشویکانو په قارص، ایغدیر، اردهان او ارتوین ایالتونو چې وړاندې د ترکیې تر اشغال لاندې و واک وموند او په بدل کې یې ترکیه ته د اجارا سیمه چې پلازمینه یې باتومي وه وسپارله.

ترکیې او نوي تاسیس شوي شوروي اتحاد د ارمنستان له شوروي سوسیالیستي جمهوریت او د ګرجستان له شوروي سوسیالیستي جمهوریت سره په ګډه په داسې حال کې چې هېڅ یو تر دغه مهاله په نړیواله توګه په رسمیت نه و پېژندل شوی د ۱۹۲۲ زکال د سپټمبر په ۱۱ مه د قارص هوکړه تصویب او له مخې یې د ترکیې شمال ختیځه پوله وټاکله. بالاخره د لوزان په هوکړې سره چې په ۱۹۲۳ زکال کې لاسلیک شوه او ټولو کړکېچونو ته  یې پای ټکی کېښود؛ د ترکیې نوی جمهوریت رامنځته شو.

سرچينې

[سمول]
  1. Paul C. Helmreich, From Paris to Sèvres: The Partition of the Ottoman Empire at the Peace Conference of 1919–1920 (Ohio University Press, 1974) ISBN 0-8142-0170-9
  2. Roderic H. Davison; Review "From Paris to Sèvres: The Partition of the Ottoman Empire at the Peace Conference of 1919–1920" by Paul C. Helmreich in Slavic Review, Vol. 34, No. 1 (Mar. 1975), pp. 186–187
  3. Fromkin, A Peace to End All Peace (1989), pp. 49–50.
  4. Baer, Robert. See No Evil: The True Story of a Ground Soldier in the CIA's War on Terrorism. Broadway Books.
  5. P. Helmreich, From Paris to Sèvres (Ohio State University Press, 1974)