د طالبانو لخوا د تیوره ولسوالۍ ښکېلول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د تیوره ولسوالۍ د طالبانو جگړه مارو له خوا وروستۍ ولسوالۍ ده چې د ۱۳۹۶لمریز کال او د جولای ۲۳مه ۲۰۱۷ز کال ونیوه. ددې ولسوالۍ په نیولو سره د ځایي ولسوال او پولیسو لخوا تیښه شوې او د ولسوالۍ ودانۍ، دولتي روغتون، امنیه قومندانۍ ټول د طالبانو لاسته راغلي دي.

په روغتون کې ډلییزه وژنه[سمول]

د غور د تیورې پر روغتون د طالبانو په حمله کې ۳۵ تنه ناروغان وژل شوي د طالبانو لاس ته د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ له لوېدو یوه ورځ وروسته څرګنده شوه چې د دې ولسوالۍ په روغتون کې وسله والو طالبانو لږترلږه ۳۵ بستر ناروغان وژلي دي. وسله والو طالبانو د یکشنبې په سهار تیوره ولسوالي ونیوله، پولیس او دولتي مامورین د ولسوالۍ مرکز ته تر ننوتو وړاندې ووتل خو په روغتون کې ناروغان، چې په منځ کې یې ټپي سرتېري هم شامل ول، پاتې شول. د غور چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د تیورې ولسوالۍ روغتون ته اور ورته کړی او په روغتون کې زیات بستر کسان د اور په لمبو او یا هم د طالبانو په ډزو وژل شوي دي. طالبانو هم په روغتون کې د ټپیانو او ناروغانو وژل کېدا تایید کړې ده خو ادعا کوي چې دا کسان پر روغتون د هوايي بمبارۍ په نتیجه کې وژل شوي دي. پرون د غور والي غلام ناصر خاضع رسنیو ته وویل، د طالبانو له پراخې حملې وروسته ولسوال او امنیتي ځواکونه له تیورې ووتل خو ټپیان او ناروغان په روغتون کې پاتې شول.[۱]

د خاضع په وینا طالبان روغتون ته ورغلل او ټپیان او ناروغان یې ووژل. خاضع پرون د وژل شویو کسانو د شمېر په اړه دقیق معلومات نه لرل خو نن وايي چې د وژل شویو شمېر ۳۵ تنو ته رسېږي.

وسله والو طالبانو نن په کابل کې هم ۳۵ تنه ووژل.

د کابل په لوېدیځ کې د کانونو د وزارت د مامورینو پر بس د طالبانو په موټربمي تروریستي برید کې د بس د سپرلیو په ګډون یو شمېر لارویان ووژل شول.

اړونده لیکنې[سمول]

د کابل ښار ۲۴ جولای ۲۰۱۷ز کال موټربم ځانمرگی

سرچینې[سمول]

  1. http://www.taand.com/archives/93498%7Cد[مړه لينکونه] طالبانو له خوا د تیورې روغتون ناروغانو وژل