د صهيونيزم (صهيونيستي/صهيونيت) تاريخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عمومي باور دا دی چې «تيودور هرزل» په 1897ز کال کې، د يو منظم ملتپال خوځښت په توګه د صهيونيزم بنسټ اېښی دی. په هرحال، د صهيونيزم تاريخ له دې مخکې پيل شوی و، او دا له يهودي تاريخ او يهوديت سره تړلی دی. د Hovevei Zion (معنا. د صهيون مينان/عاشقان) سازمانونه، چې د اوسني صهيوني نظرياتو د سلف په توګه منل کېږی، همدا سازمانونه د 1870 او 1897ز کلونو تر منځ په فلسطين کې د شلو يهودي ښارګوټو د جوړولو مسئول وو (Zion يا صهيون د يهوديانو په کتاب بايبل کې يادونه شوې چې يروشلم يا د اسرايلو ځمکې ته ويل کېږي). [۱]

د صهيوني نظريې په منځ کې، په فلسطين کې د يهودي خپلواکۍ د بيا منځ ته راوړلو په مټ د يهوديانو د قومي کور دوديزه هيله وه، کومه چې بايد د يهودي بې ځايه شويو (عليا وګورئ) په مرسته تر سره کېده. هرزل د يو خپلواک يهودي دولت غوښتنه وکړه (عموماً چې د يو سیکولار دولت په توګه تعريف شوی دی، چې وګړي يې ډيری يهوديان وي، او د يو الاهي پلوه يهودي قانون پر بنسټ ولاړ دولت سره توپير ولري)، څنګه چې هغه د «pamphlet Der Judenstaat» په نوم د 1896ز کال په خپله رساله کې تشريح کړی دی. که څه هم نوموړی د دې دولت تر ليدلو ژوندی پاتې نه شو، د هغه ليدلوری په 1948ز کال کې د اسرايلو د دولت د بنسټ اېښودلو په توګه تر سره شو.

په داسې حال کې چې صهيوني ارزښتونه د اسرائیلو د فکري بنسټ په توګه کار کوي، د اسرائلو د خپلواکۍ راهيسې د يو منظم ځوځښت په توګه د صهيونيستۍ اهميت کم شوی دی.[۲]

صهيونيستي خوځښت د مختلفو سازمانونو په بڼه موجود دی، چې د اسرائلو د ملاتړ، د سام دوښمنۍ د مقابلې، د ځورول شويو يهوديانو مرستې او اسرائلو ته بې ځايه شويو يهوديانو د بېرته تګ د هڅولو په موخه کار کوي. د ا سرائيلو ډيری سياسي ګوندونه خپل ځانونه صهيوني بولي.

د صهيونيستۍ د بريا له امله، نړيوال يهودي نفوس بدلون تجربه کړی، له شمېرو څخه روښانه کېږي چې اسرائلو ته د بې ځايه شويو يهوديانو په لېږد کې په پرله پسې ډول زياتوالی راغلی دی. نن ورځ، اسرائل د نړۍ د شا اوخوا 40% يهوديانو کوربه دی، او دا يوازينی هيواد دی، په کوم کې چې يهود د نفوس اکثريت جوړوي. تر اوسني تاريخه، د بشريت په تاريخ کې د يو ملت داسې بله بېلګه نه شته چې د دومره اوږدې مودې لپاره د کډوالو په توګه له اوسېدو وروسته بيا پر ځای شوی وي.[۳]

مخينه: د صهيونيستۍ تاريخي او مذهبي بنسټونه[سمول]

بايبلي بېلګې[سمول]

خپل پلرني هېواد ته د يهوديانو د بېرته راستنېدو بېلګه، له پياوړې خدايي مداخلې څخه په اغېزمنېدو، په لومړي ځل په تورات کې څرګندېږي، او په دې ډول وروسته په مسيحي عهد قديم کې منل شوې ده. له دې وروسته چې يعقوب او د هغه زامن له قحط څخه په تېښته، ښکته مصر ته ولاړل، دوی مريان کړای شول او يو ملت وګرځېدل. وروسته، څه ډول چې خدای هغوی ته امر کړی و، موسی د فرعون مخې ته راغی، له هغه يې غوښتنه وکړه، چې "زما خلکو ته د تګ اجازه ورکړه!"، او که داسې ونه شي؛ نو د سختو پايلو وړاندوينه يې وکړه. تورات د وبا او له مصر څخه د وتلو کيسه بيانوي، کومه چې اټکلاً په 1400 مخزيږديز کال کې منځ ته راغلې ده، او همدا راز د اسرائيلو ځمکې ته د يهوديانو د سفر د پيل خبره کوي. دا تګ هر کال د پاسور (ديهوديانو کلنی مذهبي جشن يا د فصح په نوم اختر) پر مهال لمانځل کېږي، او د پاسور خوراک په دوديز ډول په دې ټکو پای ته رسېږي چې "راتلونکی کال په اورشليم "القدس" کې".

په 587 مخزېږديز کې د بابليانو له خوا د يهودا له نيولو او په بابليون کې د يهوديانو له شړلو وروسته خپل دوديز هېواد ته د بېرته ستنېدو موضوع يو ځل بيا رامخ ته شوه. د زبور په کتاب (زبور 137) کې، يهوديانو په خپلې جلا وطنۍ خفګان ښکاره کړ، په داسې حال کې چې د حزقيل په څېر پيغمبرانو د هغوی د بېرته ستنېدو وړاندوينه وکړه. په بايبل کې راغلي چې څه ډول په 538 مخزېږديز کال کې د فارس لوی سايرس بايبل ونيو او د يهوديا خلکو ته د ازادۍ ورکولو اعلان يې صادر کړ. د زربابل په مشرۍ 50000 یهوديان بېرته راستانه شول. د عذراء او نحمياه په مشرۍ 5000 کسانو يوه بله ډله په 456 کال کې يهودا ته راستنه شوه.

بنسټ اېښودونکي[سمول]

د هرقل پر ضد د يهوديانو 613 بغاوت، په لرغونې زمانه کې په فلسطين کې د خپلواکۍ تر لاسه کولو لپاره د يهوديانو وروستۍ جدي هڅه بلل کېږی. په 1160ز کال کې «ډيوډ الرويي» په لوړ بين النهرين کې د يهوديانو د بغاوت مشري وکړه، چې موخه يې د هغې ځمکې بېرته نيول و، د کومې چې ژمنه شوې وه. په 1648ز کال کې، د اوسنۍ ترکيې اوسېدنکي «سبتايي زيوي» ادعا وکړه چې هغه به يهوديان بېرته فلسطين ته بوځي. د نولسمې پېړۍ په پيل کېدو سره، د ولناګاون شاګرد پيروشيم، له ليتوانيا څخه ولاړ او په 1840ز کال کې د مسيح د بېرته راتګ په هيله د اسرائیلو په ځمکه کې مېشت شو. په 1839ز کال کې په يروشلم کې د انګلستان له کونسلګيرۍ څخه په استول شوي يو پیغام کې ويل شوي چې "د الجيرز يهوديان او د هغوی اړوند اشخاص، په فلسطين کې ډېر زيات دي....". دا مهال له منځنۍ اسيا (بخارايي يهوديان) څخه هم د پام وړ خلک کډوال شول. په 1868ز کال کې، يهودا بن شالوم فلسطين ته د يمني يهوديانو د يو ستر خوځښت مشري وکړه.

پر يهودي خوځښتونو سربېره، د سپېڅلې خاورې نفوس کرار کرار د مسيحيانو له ظلم څخه د تښتېدونکو يهوديانو په مټ پیاوړی شو، په ځانګړي ډول د الاندلس (د ايبيري ټاپووزمې عربي نوم) د تش په نوم بيا نيولو څخه وروسته. صفد ښار د «کباله» يو مهم مرکز وګرځېد. يروشلم "بيت المقدس"، هيبرون او تبرياس کې هم د پام وړ يهوديان مېشت وو.

عاليه او "له هېواده د شړل شويو راټولېدل"[سمول]

په بې ځايه شويو يهوديانو کې، Eretz اسرائيل له کلتوري، ملي، توکميز، تاريخي او مذهبي اړخه د درناوي وړ وو. دوی په راتلونکي مسيحايي پړاو کې د دې لور ته د بېرته تګ په اړه فکر وکړ. بېرته ستنېدنه د نسلونو په منځ کې يوه بيا بيا يادېدونکې موضوع وګرځېده، په ځانګړي ډول په «پاسوور» او «يوم کپور» (يوم الغفران يا د بښنې ورځ) دعاوو کې، کوم چې په دوديز ډول "راتلونکی کال په يروشلم کې" ټکو پای ته رسېږي، او په هره ورځ کې درې ځلې «اميدا» (د ولاړې لمونځ) کې موجوده وي.[۴][۵]

د يهوديانو په ورځنيو عبادتونو (دعاوو) کې "ستاسو خلک اسرائيل"، "يروشلم ته ستاسو راستنېدل"، او د اسرائيلو په ځمکه، د صهيون په ځمکه او يروشلم (عموماً د يو مسحا سره) کې د بېرته پر ځای کېدو شتون سره اړوند د ژغورنو حوالې شاملې دي؛ د بېلګې په ډول، Uva Letzion (يشعيا: 59:20): "او صهيون ته به يو ژغورونکی راشي...". عاليه (اسرائیلو ته بېرته ستنېدل) د تل لپاره د يهوديانو لپاره د یهودي قانون سره سم يو د ستاينې وړ عمل بلل کېږي، او يو شمېر «رابي» (رابي د يهودو عالمان دي) دا د يهوديت د 613 بنسټيزو احکامو څخه يو حکم بولي. له منځنيو پېړيو او له هغې وروسته، یو شمېر مهمو رابي (او اکثر د دوی پلويان) د اسرائيلو په ځمکه عاليه تر سره کړې. په دوی کې Nahmanides، د پاريس Yechiel د خپلو څو سوه شاګردانو سره، يوسف بن افراهيم کارو، د Vitebsk  Menachem Mendel او د هغه درې سوه پلويان، او له پنځه سوه څخه زيات شاګرادن ( او د دوی کورنۍ) د ولنا ګاون څخه، چې پيروشيم په نوم يې شهرت درلود، شامل وو.[۶]

د يهوديانو ځورول[سمول]

د یهوديانو ځورول (پر يهوديانو ظلم) د يهوديانو د پېژندګلو په ساتنه او د يهودي ټولنو د لنډ مهالي په ساتلو کې د پام وړ ونډه درلودلې ده، همدې وروسته د صهيونستانو د اروپايي پېژندګلو د رد کولو لپاره په هڅونه کې مهم ونډه تر سره کوله.

په کاتولیکي دولتونو کې يهوديان د ځمکې له ملکيت او د يو شمېر هنرونو له غوره کولو څخه منع کړای شوي وو. له ديارلسمې پېړۍ راهيسې، د پېژندنې لپاره يهوديان اړ وو چې ځانګړي کالي واغوندي، لکه ځانګړې خولۍ يا په کاليو باندې د ستورو د انځور درلودل. دا ډول ځورول د لسمې پېړۍ په بغداد کې پيل شوی و، او مسيحي واکمنو هم را اخيستي و. پرله پسې لرې کول او ناخونديتوب له امله يهوديان اړ شول چې د کسبګرو مسلکونه خپل کړي، کوم چې د ځايونو په منځ کې په اسانۍ سره د لېږد وړ وو (لکه نجاري يا خياطي).

  1. Rabbi Ed Snitkoff. "Secular Zionism". My Jewish Learning. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ اپرېل ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. The Oxford companion to politics of the world By Joël Krieger, Margaret E. Crahan p. 942, Oxford 2001
  3. Louza, Marcel (2011). Hamishiya: The Story of Five Friends. iUniverse Publishing. د کتاب پاڼې 48. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781462059119. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Taylor, A.R., 1971, Vision and intent in Zionist Thought, pp. 10, 11
  5. "Sound the great shofar for our freedom, raise the banner to gather our exiles and gather us together from the four corners of the earth (Isaiah 11:12) Blessed are you, O Lord, Who gathers in the dispersed of His people Israel."
  6. "Rabbi David Golinkin's Lecture for Aliyah Program | Masorti Olami". د اصلي آرشيف څخه پر April 14, 2010 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)