Jump to content

د شوروي د 1930-1933 کلونو قحطي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په 1930-1933ز کلونو کې د شوروي قحطي (لوږه/وچکالي)، د اوکراين او د شمالي قفقاز، کوبان سيمه، وولګا سيمه، قزاقستان، سويلي اورالز، او لوېديځې سربيا په ګډون د روسيې په مختلفو برخو کې، د شوروي اتحاد په هغو سيمو کې يوه قحطي وه چېرته چې په زياته اندازه غلې دانې توليد کېدې. د اټکلونو تر مخې په ټول شوروي اتحاد کې له 5.7 څخه تر 8.7 ميليونه  پورې خلک د قطحې له امله مړه شول. په دې قحطۍ کې مهم ونډه لرونکو لاملونو کې دا شامل دي: د لومړي پنځه کلن پلان د يوې برخې په توګه د کرنې جبري اشتراکي عمل، او په زور سره د غلو دانو رانيول، تر څنګ يې په چټکۍ سره صنعتي کېدل او کمېدونکی کرنيز کاري ځواک. سرچينې د وچکالۍ په ممکنه ونډې متفقې نه دي. په دې موده کې شوروي حکومت د کولاک (په شوروي اتحاد کې شتمنه کروندګره طبقه کولاک بلل کېدل) پر ضد خپله ځورونه زیاته کړه. د شوروي رهبر جوزف سټالن امر کړی و چې کلاک دې "د يوې طبقې په توګه دې له منځه يوړل شي"، له همدې امله دوی د دولت هدف وګرځېدل. د روسيې له کورنۍ جګړې وروسته د کولاک تعقيب او ځورونه روانه وه، او کله هم په بشپړ ډول ارامه نه شوه. کله چې اشتراکيت په پراخه کچه پلی کړای شو، د کولاک پر ضد ظلم کې زياتوالی راغی، کوم چې په 1929-1932ز کلونو کې د کولاک د نيولو، له هېواده ايستلو، او په زیات شمېر د وژنو په ګډون، د شوروي اتحاد له خوا په سياسي فشار پای ته ورسېد. ځينو کولاکانو د څارويو د وژلو، او د کارخانو د کارکونکو د استعمال لپاره چمتو شويو فصلونو په ويجاړولو سره د ګډوډۍ په اعمالو تر سره کولو غبرګون وښود. د مړينې په شمېر کې د زياتوالي سره سره، سټالين پنځه کلن پلان او اشتراکيت ته دوام ورکړ. تر 1934ز کال پورې، شوروي اتحاد يوه صنعتي بنسټلیکه جوړه کړې وه، په هر حال، دا صنعتي بنسټلیکه د ميليونونو کسانو په مړينه تر لاسه شوه.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

ځينو پوهانو په اوکراين او قزاقستان کې قحطي د نسل وژنې په توګه ډلبندي کړې ده، کوم چې د سټالين حکومت تر سره کړې وه، او توکميز اوکرانيان او قزاقان يې په نښه کړي وو. نور بيا د کوم ډول اړوند توکميز محرک سره مخالت څرګندوي، څه ډول چې په دې اصطلاح سره عموماً نسل وژنې ته اشاره کېږي، او په طبقاتي محرکاتو تمرکز لري، کوم محرکات چې د شخصي شتمنيو په ملکيت کې اېښودل شويو پیاوړو سياسي ګټو درلودلو سره د ځمکې د څښتنانو کروندګرو (کولاک)، او د واکمن شوروي کمونست ګوند د اصولو تر منځ موجود و، کوم اصول کې چې په قطعي ډول د يادو ګټو سره په ټکر کې وو. «ګيرت جونز» لومړی لوېديځ ژورنالست و، چې د دې تباهۍ راپور يې ورکړ.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

علمي ليدنې

[سمول]

د نسل وژنې بحثونه

[سمول]

د «هولوډومور» نسل وژنې پوښتنه په نوي سياست کې يوه مهمه موضوع ګرځېدلې، او دا بحث چې ايا د شوروي تګلارې د نسل وژنې د قانوني تعريف لاندې راځي که نه، د اختلاف موضوع ده. د « J. Arch Getty، Stephen G. Wheatcroft، R. W. Davies» او « Mark Tauger» په ګډون ډېرو پوهانو له دې ادعاوو سره مخالفت څرګند کړی چې دا قحطي د نسل وژنې يو اقدام و، چې د شوروي د حکومت له خوا تر سره شوی و. Getty وايي چې "په نويو ارشيفونو کې د کار کونکو پوهانو تر منځ دا نظر زيات وزن لري... چې د 1930ز لسيزې وېرونکې (سونځ) قحطي د نسل وژنې د کوم پلان پر ځای د سټالنستي ګډوډۍ او سختۍ پايله وه". Wheatcroft وايي چې د قحطې پر مهال د شوروي د حکومت تګلارې د درغلۍ او ټولوژنې مجرمانه کارونه وو، په داسې حال کې چې په ټوله کې وژنې يا نسل وژنې نه وې. د جوزف سټالن ژوند ليکونکی «سټيفن کوټکن» وايي "د قحطۍ لپاره د سټالين په مسئولیت کې هېڅ شک نه شته" او د ډېرو مړينو مخه نيول کېدای شوه، که د شوروي د سرچپه پايلو لرونکي او کم اقدامات نه وای، خو د سټالين له خوا د اوکرانيانو په قصدي ډول وژلو ارادې کوم ثبوت نه شته. د تاريخ پروفيسر «رونالډ ګريګور سني» وايي، ډېر پوهان دا نظريه ردوي چې دا قحطي د نسل وژنې عمل و، د دې پر ځای دا قحطي د شوروي اتحاد د اقتصادي تګلارو ناسم تصور او ناسم اټکل پايله بولي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د اقتصاد پروفيسر «مايکل ايلمين» د «ډيوس» او «وهيټ کرافټ» د قصد په اړه اند ډېر تنګ بللی او تر نيوکې لاندې نيولی دی: "د دوی په وينا [ډيوس او وهيټ کرافټ]، يوازې يو داسې اقدام کول د کوم يوازينۍ موخه چې د کروندګرو په منځ کې د مړينې لامل ګرځېدل وي، اراده بلل کېږي. په يو بل هدف کوم اقدام کول (لکه، د ماشينونو د واردولو لپاره د غلو دانو صادرول)، خو د کوم په اړه چې تر سره کونکی په باوري ډول پوهېږي چې د کروندګرو له لوږې څخه مړينه به د کروندګرو په قصدي ډول مړينه ونه بلل شي. په هر حال، دا د ارادې (قصدي عمل) يو تفسير دی، کوم چې د عام حقوقي تفسير سره په ټوله معنا مخالف دی. ټولنپوه «مارټن شا» دا نظريه تاييدوي، لکه څنګه چې هغه وايي که چېرې يو رهبر ته معلومه وي چې د هغه د تګلارو حتمي پايله د قحطۍ له امله په پراخه پيمانه د مړينې په بڼه منځ ته راځي، او بيا هم په هر صورت کې دا تګلارې پلې کوي، نو دا مړينې قصدي بلل کېږي، که څه هم دا د دې تګلارو يوازينۍ موخه نه وي. د دې په مقابل کې، «وهيټ کرافټ» د شوروي د قحطۍ په اړه دا نظريه تر نيوکې لاندې نيسي، ځکه هغه باور لري چې د اساسي پلان جوړونکو لوړې هيلې د هغوی د کارونو د حتمي پایلې څخه د بې خبرۍ ښودنې لپاره پوره وو، او دا چې پايله به يې د قحطۍ په توګه منځ ته راځي. «ايلمين» وايي چې سټالين په څرګند ډول د بشريت ضد جرايم تر سره کړي دي، خو ايا دا چې هغه نسل وژنه کړې که نه، دا د نسل کشۍ په تعريفونو پورې تړلې ده: 681-682، 686 او ډېرې نورې پېښې به هم بيا نسل وژنې وبلل شي. سربېره پر دې، کله چې له قحطۍ څخه د مړينو خبره کېږي، نو «ايلمين» د "يوې ځانګړي سټالنسټي بدۍ" په ټاکلو نيوکه کوي، او دليل وړاندې کوي چې قحطي او وچکالي په ټول روسي تاريخ کې يوه عامه پېښه پاتې شوې، د 1921-1922ز کلونو د روسي د قحطۍ په ګډون، چې واک ته د سټالين له رسېدو مخکې منځ ته راغلې وه. نوموړی همدا راز وايي چې په نولسمه او شلمه پېړۍ کې د چين، هندوستان، ايرلينډ او روسيې په څېر هېوادونو کې قحطي په ټوله نړۍ کې خپره شوې وه. د «ايلمين» په وينا، "جي 8" د جنايي غفلت له امله په پراخه کچه د ټولوژنې يا ډله ييزو مړينو مرتکبين دي، ځکه چې هغوی د مړينو د کمولو لپاره په څرګند ډول په پراخه کچه اقدامات نه و کړي، او د سټالين رويه په نولسمه او شلمه پېړۍ کې د ډېرو نورو واکمنو حخه بده نه وه.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

«ټاګر» طبيعي ناورين زیات مهم بولي، پر دې سربېره، د فصلونو کم توليد، کمې مرستندويه هڅې، او د شوروي د مشرانو په برخه کې، بې کفايتي، او د بهرنيو ګواښونو او د کروندګرو د احتکار په اړه وېره يادوي، او د قحطۍ په تشريح کولو سره وايي چې "د 1932-1933 کلونو سخت پيرود يوازې له ښاري سيمو څخه قحطي و ايستله"، خو کم فصل "قحطي هرو مرو پېښېدونکې وګرځوله". «ټاګر» ويلي چې "د 1932ز کال د غلو دانو د رانيولو په پايله کې، او د نسل وژنې د شعوري کړنې په توګه د قحطۍ منل ستونزمن دي"، خو بيا هم "حکومت د 1930ز لسيزې په لومړيو کې د شوروي د وګړو د محروميتونو او مصيبتونو مسئول و"، او که چېرې هر څه وي، دا معلومات ښيي چې د [اشتراکيت او جبري صنعتي کول] اغېزې له اټکل ډېرې بدې وې.[۳۲][۳۳]

سرچينې

[سمول]
  1. Ohayon, Isabelle (28 September 2013). "The Kazakh Famine: The Beginnings of Sedentarization". Sciences Po. Paris Institute of Political Studies. بياځلي په 19 December 2021.{{cite web}}: CS1 maint: url-status (link)
  2. Cameron, Sarah (10 September 2016). "The Kazakh Famine of 1930–33: Current Research and New Directions". East/West: Journal of Ukrainian Studies. 3 (2): 117–132. doi:10.21226/T2T59X. ISSN 2292-7956. S2CID 132830478. بياځلي په 19 November 2021 – via ResearchGate.
  3. "Famine on the South Siberia". Human Science. 2 (98). RU: 15.
  4. "Demographic aftermath of the famine in Kazakhstan". Weekly. RU. Jan 1, 2003.
  5. Conquest, Robert (1986). The Harvest of Sorrow: Soviet Collectivization and the Terror-Famine (in English). New York: Oxford University Press. p. 117. ISBN 978-0195051803.{{cite book}}: CS1 maint: unrecognized language (link)
  6. Fitzpatrick, Sheila (2000). "The Party Is Always Right". Everyday Stalinism: Ordinary Life in Extraordinary Times: Soviet Russia in the 1930s (paperback ed.). Oxford: Oxford University Press. p. 22. ISBN 9780195050011. The Soviet regime was adept at creating its own enemies, whom it then suspected of conspiracy against the state. It did so first by declaring that all members of certain social classes and estates—primarily former nobles, members of the bourgeoisie, priests, and kulaks—were by definition 'class enemies,' resentful of their loss of privilege and likely to engage in counterrevolutionary conspiracy to recover them. The next step, taken at the end of the 1920s, was the 'liquidation as a class' of certain categories of class enemies, notably kulaks and, to a lesser extent, Nepmen and priests. This meant that the victims were expropriated, deprived of the possibility of continuing their previous way of earning a living, and often arrested and exiled.
  7. Naimark, Norman M (2010), Stalin's Genocides (Human Rights and Crimes against Humanity), Princeton University Press, p. 131, ISBN 978-0-691-14784-0.
  8. Yugow, A. (1947). "Economic Statistics in the U.S.S.R." The Review of Economics and Statistics. 29 (4): 242–246. doi:10.2307/1927822. ISSN 0034-6535. JSTOR 1927822.
  9. Cernak, Linda (2016). Joseph Stalin : dictator of the Soviet Union. Steven Anthony Barnes. Minneapolis, Minnesota. ISBN 978-1-62969-993-6. OCLC 918898278.{{cite book}}: CS1 maint: location missing publisher (link)
  10. Cameron, Sarah (10 September 2016). "The Kazakh Famine of 1930–33: Current Research and New Directions". East/West: Journal of Ukrainian Studies. 3 (2): 117–132. doi:10.21226/T2T59X. ISSN 2292-7956. S2CID 132830478. بياځلي په 19 November 2021 – via ResearchGate.
  11. Engerman 2004، م. 194.
  12. "International Recognition of the Holodomor". Holodomor Education. خوندي شوی له اصلي څخه په 31 December 2015. بياځلي په 26 December 2015.
  13. Sabol, Steven (2017). "The Touch of Civilization": Comparing American and Russian Internal Colonization. University Press of Colorado. p. 47. ISBN 978-1607325505.
  14. Marples, David R. (May 2009). "Ethnic Issues in the Famine of 1932–1933 in Ukraine". Europe-Asia Studies. 61 (3): 505–518 [507]. doi:10.1080/09668130902753325. S2CID 67783643. Geoffrey A. Hosking concluded that: Conquest's research establishes beyond doubt, however, that the famine was deliberately inflicted there [in Ukraine] for ethnic reasons...Craig Whitney, however, disagreed with the theory of genocide
  15. "Welsh journalist who exposed a Soviet tragedy". Wales Online. 13 November 2009. بياځلي په 28 November 2021.
  16. Brown, Mark (12 November 2009). "1930s journalist Gareth Jones to have story retold: Correspondent who exposed Soviet Ukraine's manmade famine to be focus of new documentary". The Guardian. بياځلي په 28 November 2021.
  17. Marples, David R. (30 November 2005). "The great famine debate goes on..." Edmont Journal. University of Alberta. خوندي شوی له the original on 15 June 2008. بياځلي په 28 November 2021 – via ExpressNews.
  18. Kulchytsky, Stanislav (17 February 2007). "Holodomor 1932–1933 rr. yak henotsyd: prohalyny u dokazovii bazi" Голодомор 1932 — 1933 рр. як геноцид: прогалини у доказовій базі [Holodomor 1932–1933 as genocide: gaps in the evidence]. Den (in اوکرايني). بياځلي په 19 January 2021.{{cite news}}: CS1 maint: url-status (link)
  19. Getty, J. Arch (1 March 2000). "The Future Did Not Work". The Atlantic. بياځلي په 2 March 2021. Similarly, the overwhelming weight of opinion among scholars working in the new archives (including Courtois's co-editor Werth) is that the terrible famine of the 1930s was the result of Stalinist bungling and rigidity rather than some genocidal plan.
  20. Davies, Robert W.; Wheatcroft, Stephen (2009). The Industrialisation of Soviet Russia Volume 5: The Years of Hunger: Soviet Agriculture 1931–1933. Palgrave Macmillan UK. p. xiv. ISBN 978-0-230-27397-9.
  21. Tauger, Mark (1 July 2018). "Review of Anne Applebaum's 'Red Famine: Stalin's War on Ukraine'". History News Network. George Washington University. بياځلي په 22 October 2019.
  22. Getty, J. Arch (1 March 2000). "The Future Did Not Work". The Atlantic. بياځلي په 2 March 2021. Similarly, the overwhelming weight of opinion among scholars working in the new archives (including Courtois's co-editor Werth) is that the terrible famine of the 1930s was the result of Stalinist bungling and rigidity rather than some genocidal plan.
  23. Wheatcroft, Stephen G. (August 2020). "The Complexity of the Kazakh Famine: Food Problems and Faulty Perceptions". Journal of Genocide Research. 23 (4): 593–597. doi:10.1080/14623528.2020.1807143. S2CID 225333205.
  24. کينډۍ:Cite interview
  25. Suny, Ronald Grigor (2017). Red Flag Unfurled: History, Historians, and the Russian Revolution. Verso. pp. 94–95. ISBN 978-1784785642. Most scholars rejected this claim, seeing the famine as following from a badly conceived and miscalculated policy of excessive requisitioning of grain, but not as directed specifically against ethnic Ukrainians.
  26. Ellman, Michael (June 2007). "Stalin and the Soviet famine of 1932–1933 Revisited" (PDF). Europe-Asia Studies. 59 (4). Routledge: 663–693. doi:10.1080/09668130701291899. S2CID 53655536. خوندي شوی له اصلي څخه په 14 October 2007. بياځلي په 4 September 2023. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= and |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= and |archive-url= specified (help)
  27. Shaw, Martin (2015). What is Genocide? (1st ed.). Hoboken, New Jersey: John Wiley & Sons. p. 183. ISBN 9780745631837. بياځلي په 21 November 2021 – via Google Books.
  28. Hiroaki, Kuromiya (June 2008). "The Soviet Famine of 1932–1933 Reconsidered". Europe-Asia Studies. 60 (4). Routledge: 663–675. doi:10.1080/09668130801999912. JSTOR 20451530. S2CID 143876370.
  29. Wheatcroft, Stephen G. (August 2020). "The Complexity of the Kazakh Famine: Food Problems and Faulty Perceptions". Journal of Genocide Research. 23 (4): 593–597. doi:10.1080/14623528.2020.1807143. S2CID 225333205.
  30. Ellman, Michael (June 2007). "Stalin and the Soviet famine of 1932–1933 Revisited" (PDF). Europe-Asia Studies. 59 (4). Routledge: 663–693. doi:10.1080/09668130701291899. S2CID 53655536. خوندي شوی له اصلي څخه په 14 October 2007. بياځلي په 4 September 2023. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= and |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= and |archive-url= specified (help)
  31. Ellman, Michael (November 2002). "Soviet Repression Statistics: Some Comments" (PDF). Europe-Asia Studies. 54 (7). Routledge: 1151–1172. doi:10.1080/0966813022000017177. S2CID 43510161. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 25 May 2019. بياځلي په 26 November 2021 – via Soviet Studies. Relevant passages at p. 1172.{{cite journal}}: CS1 maint: postscript (link)
  32. Tauger, Mark (1 July 2018). "Review of Anne Applebaum's 'Red Famine: Stalin's War on Ukraine'". History News Network. George Washington University. بياځلي په 22 January 2022. Stalin and other leaders made concessions to Ukraine in procurements and were clearly trying to balance the subsistence needs of Ukraine and other regions, especially people in towns and industrial sites who could not access the surrogate foods that some peasants relied on to survive ... . Soviet leaders did not understand the 1932 crop failure: they thought that peasants were withholding food to drive up prices on the private market, as some of them had in 1928. They worried about the Japanese take-over of Manchuria in 1931–1932 and the Nazi victory in Germany in early 1933, and feared nationalist groups in Poland and Austria could inspire a nationalist rebellion in Ukraine. Faced with these 'threats,' Soviet leaders were reluctant to make the USSR appear weak by admitting the famine and importing a lot of food, both of which they had done repeatedly earlier. The famine and the Soviets' insufficient relief can be attributed to crop failure, and to leaders' incompetence and paranoia regarding foreign threats and peasant speculators: a retaliatory version of the moral economy.
  33. Tauger, Mark (1991). "The 1932 Harvest and the Famine of 1933". Slavic Review. 50 (1): 70–89. doi:10.2307/2500600. JSTOR 2500600. S2CID 163767073.