د شوروي جنګي جرمونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


هغه جنګي جرمونه چې د شوروي اتحاد او د هغې د وسله والو ځواکونو له لورې له ۱۹۱۹ ز کال څخه تر ۱۹۹۱ پورې تر سره شول، هغه کړنې دي چې سور لښکر (چې وروسته شوروي لښکر شو) تر سره کړې وې. په يادو جرمونو کې د هغو کړنو په ګډون چې د NKVD کورنيو ځواکونو تر سره کړي وو؛ هغه کړنې هم شاملېږي، چې NKVD تر سره کړي وې. په ځينو حالتونو کې د سور ټاټوبي يا خاورې (Red Terror) د شوروي حکومت د تګلارې د لومړيو په سرته رسونه کې د شوروي مشر Joseph Stalin اوامر هم دې د دې کړنو مرتکب وو. په نورو پړاوونو يا بېلګو کې ذکر شوي جرمونه د شوروي ځواکونو له لوري د جګړې د بنديانو يا د هېوادنو د هغو ملکيانو پر وړاندې له اوامرو پرته تر سره شوي وو، چې له USSR سره په وسله واله نښته کې وو يا دا چې د جګړه پلوۍ پر مهال تر سره شوي وو. [۱]

د پام وړ دا ډول پېښې له دويمې نړيوالې جګړې څخه لږ مخکې، د جګړې پر مهال او ورڅخه وروسته په شمالي، مرکزي او ختيځه اروپا کې د جګړې د بنديانو د بې ځنډه ځړونې [اعدامونو] او ډله ايزې وژنې په ګډون وشوې. لکه: د Katyn په عام وژنه کې او همدارنګه د سور لښکر له لوري په نيول شويو سيمو کې د ځواکونو له لورې پر ناموس ډله ايز تيری.

کله چې د دويمې نړيوالې جګړې متحد قدرتونو له جګړې څخه وروسته، په قضايي پړاوونو کې د فعاله ونډه لرونکو شوروي ځواکونو د چارواکو په ګډون د نازي المان له لورې د جګړې پر مهال د تر سره شویو جرمونو د پلټلو په موخه نړيواله نظامي محکمه جوړه کړه؛ د متحدو ځواکونو د کړنو هيڅ پلټنه نه وه او د ځواکونو پر وړاندې يې هيڅ تورونه د يو نامات داسې ځواک د شتون له امله رانه وړل شول، چې وروسته يې د سوبمن عدالت په برخه کې د محکمې د فعاليت د تاريخي واک په کمزوري کولو سره اروپا تر خپلې نظامي نيونې [اشغال] لاندې ونيوله. [۲]

نن ورځ روسي حکومت د تاريخي نفې پلوۍ کې بوخت دی. روسي رسنۍ جنګي جرمونه د لويدځ افسانه يادوي. د روسيې په تاريخي درسي کتابونو کې ظلمونه يا وحشتونه يا په مثبت ډول د شورويانو د بيانولو لپاره بدل شوي دي او يا په بشپړ ډول له منځه تللي دي. په ۲۰۱۷ ز کال کې روسي ولسمشر ولاديمير پوتين د سټالين پلوۍ کرکه ومنله، مګر د روسيې د دښمنانو له لورې يې د سټالين پر خورا زيات demonization باندې هم نيوکه وکړه. [۳][۴][۵][۶]

تاريخچه[سمول]

شوروي اتحاد د سترواکې روسيې له لورې د ۱۸۹۹ او ۱۹۰۷ ز کلونو د Hague تړونونو لاسليکول په رسميت ونه پېژندل او په پايله کې يې تر ۱۹۵۵ز کال  پورې د يادو تړونونو په رسميت پېژندل رد کړل. دې چارې يو داسې حالت رامنځته کړ، چې د شوروي وسله والو ځواکونو له لوري جنګي جرمونه په کې بالاخره په دلايلو سره ثابتېدلی شول. د شوروي له لورې د Hague تړونونو نه منلو نازي المان ته هم د نيول شويو شوروي نظامي غړو له لورې د ناانساني چال چلند دليل ورکړ. [۷][۸]

له دويمې نړيوالې جګړې څخه مخکې[سمول]

شوروي لښکر او عامه وژنې[سمول]

د شوروي لومړنيو مشرانو په عام ډول د سامي اصالت (لکه عرب او يهود) پر وړاندې مخالفې ويناوې وکړې، William Korey وليکل: «د يهودو پر وړاندې توپيري چلند د وروستيو دېرشو کلونو راهيسې د شوروي دولت د کړنلارې يوه جامع برخه جوړه شوې وه». د شوروي واکمنانو له لوري د يهودو خلاف خرافاتو درلودلو په موخه هڅې په Baranovichi کې له ۱۹۱۹ څخه تر ۱۹۲۰ز کلونو پورې د شوروي او پولينډ تر منځ جګړې پر مهال او په تېره بیا د روسيې د کورنۍ جګړې پر مهال هر هغه وخت وشوې، چې سور لښکر پر خپرونو لاس پورې کړ. په ياده دوره کې د کمونيزم د مخالفينو او ملت پالو ځواکونو له لوري په تر سره کېدونکو پراخه ډله یيزو تيريو يا ظلمونو تر څنګ، يوازې د لږ شمېر پېښو نسبت سور لښکر ته ورکړل شو. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

يادې خپرونې د سور لښکر د لوړ [لوړ پوړي] فرمان په واسطه محکومې شوې او ګنهګار واحدونه بې وسلې شول، په داسې حال کې چې د عامې وژنې انفرادي پلويان پوځي محکمه شول. ګنهګار ثابت شوي وګړي اعدام کړای شول. که څه هم د سور پوځ د اوکرايني واحدونو له لوري عامه وژنې له دې وروسته هم پېښې شوې. يهودانو سور لښکر ته د يوازيني داسې پوځ په توګه کتل، چې د دوی د ساتنې اراده يې لرله. د اټکل له مخې ۳۴۵۰ تنه يهودان يا د روسيې د کورنۍ جګړې پر مهال د وژل کېدونکو يهودي قربانيانو ۲،۳ سلنه يې د بلشويک ځواکونو له لوري وژل شوي وو. د Morgenthau Report له مخې په يوه پرتلنه کې نږدې ۳۰۰ تنو يهودانو د پولينډيانو له لورې تر سره شويو پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. ياد کميسيون همدارنګه وموندل، چې پولينډي لښکر او کورنيو واکمنانو د دې پېښو او په راتلونکې کې يې د بيا پېښېدنې د مخنيوي په موخه خپله زياته هڅه وکړه. د Morgenthau راپور څرګنده کړه، چې د يهودانو پر وړاندې د توپيري چلند ځينې بڼې د «سامي خلاف» خاصيت په پرتله، سياسي وې او په مشخص ډول يې د «عامه وژنې» اصطلاح د کارونې مخنيوی وکړ، چې دا د هغه څه په پرتله هيڅ وو، چې د ذکر شوې اصطلاح کارونه د تېريو يوې پراخې لړۍ په اړه پلي شوه او مشخصه پېژندنه [تعريف] يې هم نه درلوده. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

سور لښکر او NKVD[سمول]

د ۱۹۲۲ ز کال د فبروري پر ۶ Cheka د دولت د سياسي ادارې يا OGPU ځايناستی شو، چې د NKVD يوه برخه وه. د NKVD بيان شوې دنده د شوروي اتحاد د دولت خونديتوب ساتل وو، چې د «ټولګي دښمنانو» پراخې کچې سياسې اعدام په واسطه تر لاسه شوه. سور لښکر زياتره وختونه د سياسي فشارونو په پلي کولو کې د NKVD ملاتړ وکړ. کورنيو ځواکونو د کورني امنيتي ځواک او د Gulag بندخونې د يو ساتونکي په توګه پر سياسي مخالفانو باندې فشار راووړ او د شوروي تاريخ په ټوله موده کې د نظامي دښمنيو د دورو پر مهال په جنګي جرمونو کې بوخت شول. دوی په مشخص ډول په Gulag کې د سياسي نظام د ساتلو او د ډله یيزو تبعيدونو او په زور بيا استوګن کولو ځواب ويونکي وو. وروستۍ کړنو يې د چيچيني، کريميايي، تاتاري او کوريايي په ګډون يو شمېر توکميزې ډلې په نښه کړې، چې شوروي چارواکو د خپلو کړنلارو دښمن ګڼلې او يا يې له دښمن سره د مرستې شونتيا وه. [۲۰][۲۱]

دويمه نړيواله جګړه[سمول]

له ۱۹۴۴ څخه تر ۱۹۴۵ ز کال پورې جنګي جرمونو تر څنګ د لويديځ اوکراين، بالتيک دولتونو او رومانيا کې د Bessarabia په ګډون سيمو کې د ۱۹۳۹ او ۱۹۴۱ز کلونو تر منځ د USSR له لوري په نيول شويو سيمو کې د ملکيانو او د جګړې د بنديانو پر وړاندې د شوروي وسله والو ځواکونو له لوري جنګي جرمونه، په يادو هېوادونو کې روانې مسئلې دي. د شوروي اتحاد له ړنګېدو راهيسې د ذکر شويو پېښو په سيمه یيز ډول اداره کېدونکی يو څه منظم بحث وشو. [۲۲]

دا چې سور لښکر د ۱۹۴۱ ز کال جرمني بريد څخه وروسته شاتګ وکړ، چې د Operation Barbarossa په نوم يادېږي، د نيول شويو جرمني Wehrmacht او Luftwaffe وګړو پر وړاندې د دښمنيو د پيل له لومړيو څخه د شوروي وسله والو ځواکونو له لوري د ګڼو جرمونو راپورنه د Wehrmacht جنګي جرمونو اداره کې په زرګونو دوسيو کې مستند شول. د جنګي جرمونو ياده اداره يا Bureau د ۱۹۳۹ ز کال سپټمبر کې د نازي المان له لوري د المان د دښمنانو له لوري د Hague او Geneva تړونونو د ظلمونو پلټلو په موخه رامنځته شوې وه. نښو له جرمني سره مرسته کوونکي او د کمونيست خلاف ټينګار خوځښتونو غړي راونغاړل. لکه: په اوکراين کې اوکرايني سرغړونکی لښکر (UPA)، په استونيا، لتويا او ليتوانيا کې Forest Brothers او پولنډي Armia Krajowa. NKVD د ۱۹۴۰ز کال  می او اپرېل کې د پولينډ د نظامي عسکرو په بيړه له ۲۰۰۰۰ څخه د زياتو بنديانو په وژنې سره د Katyn عامه وژنه هم تنظيم کړه. [۲۳]

شورويانو د Xinjiang شوروي بريد پر مهال، د اورۍ ګاز بمونه خپاره کړل، د بريد پر مهال د معمولي بمونو په واسطه ملکيان ووژل شول. [۲۴][۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. Statiev, Alexander (2010). The Soviet Counterinsurgency in the Western Borderlands. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 277. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-76833-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Davies, Norman (2006). Europe at War 1939-1945 : No Simple Victory. Macmillan. د کتاب پاڼې 198. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-333-69285-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "How Putin Manipulates Russians Using Revisionist History", Forbes, 2014-05-14 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Lucy Ash (1 May 2016), "The rape of Berlin", BBC News, د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۸ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Ola Cichowlas (8 May 2017), How Russian Kids Are Taught World War II, The Moscow Times, د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۸ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. David Filipov (26 June 2017), "For Russians, Stalin is the 'most outstanding' figure in world history, followed by Putin", The Washington Post, د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اگسټ ۲۰۱۷ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Hannikainen, Lauri; Raija Hanski; Allan Rosas (1992). Implementing humanitarian law applicable in armed conflicts: the case of Finland. د کتاب پاڼې 46. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7923-1611-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Grenkevich, Leonid D.; Glantz, David M. (1999). Glantz, David M. (المحرر). The Soviet partisan movement, 1941-1944: a critical historiographical analysis. د کتاب پاڼې 110. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7146-4874-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. William Korey, The Origins and Development of Soviet Anti-Semitism: An Analysis. Slavic Review, Vol. 31, No. 1 (Mar., 1972), pp. 111–135; included in: William Korey, Anti-Semitism in Russia, New York: Viking, 1973.
  10. John Doyle Klier (2004). Pogroms. Shlomo Lambroza. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 294. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Pogroms". United States Holocaust Museum. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Владимир Марковчин, Веди ж, Буденный, нас смелее... Sovsekretno.ru.
  13. "МОЖНО ЛИ ВЕРИТЬ РЕЧИСТЫМ БЫЛИННИКАМ". د لاسرسي‌نېټه ۱۴ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Статья "Евреи Украины в 1914–1920 гг." в Электронной еврейской энциклопедии
  15. Henry Abramson, Jewish Representation in the Independent Ukrainian Governments of 1917–1920, Slavic review, Vol. 50, No. 3 (Autumn, 1991), pp. 542–550
  16. Nora Levin The Jews in the Soviet Union Since 1917: Paradox of Survival NYU Press, 1991, کينډۍ:ISBN, p.43
  17. Encyclopaedia Judaica, "Pogroms". The Jewish Virtual Library. 2009; "...severe penalties were imposed not only on guilty individuals, who were executed, but also on complete army units, which were disbanded after their men had attacked Jews. Even though pogroms were still perpetrated after this, mainly by Ukrainian units of the Red Army at the time of its retreat from Poland (1920), in general, the Jews regarded the units of the Red Army as the only force which was able and willing to defend them." Retrieved December 29, 2014.
  18. Midlarsky, Manus I. (2005). The Killing Trap: Genocide in the Twentieth Century. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 45. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-81545-1. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Andrzej Kapiszewski, Controversial Reports on the Situation of the Jews in Poland in the Aftermath of World War Studia Judaica 7: 2004 nr 2(14) s. 257–304 (pdf)
  20. Nagorski, Andrew (2007-09-18). The Greatest Battle. Simon and Schuster. د کتاب پاڼې 83. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781416545736. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۱۵ – عبر Internet Archive. Soviet terror Poland 1940. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Applebaum, Anne (2003), Gulag: A History. Doubleday. کينډۍ:ISBN, pg 583: "both archives and memoirs indicate that it was a common practice in many camps to release prisoners who were on the point of dying, thereby lowering camp death statistics."
  22. "The Progress Report" (PDF). Latvia's History Commission. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۹ مارچ ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. De Zayas, Alfred M., The Wehrmacht War Crimes Bureau, 1939–1945, University of Nebraska Press, Lincoln, Nebraska, 1989, 3rd revised edition Picton Press, Rockland, Maine 2003. کينډۍ:OCLC Translation of: Die Wehrmacht-Untersuchungsstelle.
  24. Pearson, Graham S. "Uses of CW since the First World War". FEDERATION OF AMERICAN SCIENTISTS. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ اگسټ ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Sven Anders Hedin; Folke Bergman (1944). History of the expedition in Asia, 1927-1935, Part 3. Stockholm: Göteborg, Elanders boktryckeri aktiebolag. د کتاب پاڼې 112. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)