د شعور ستونزمنه مسئله
د شعور ستونزمنه مسأله د هغه بیان مسأله ده چې «موږ ولې او څرنګه کیفي یا ښکارندیزې تجربې لرو».
دا د هغو فزیکي سیسټمونو د بیانولو له «اسانو مسألو» سره توپیر لري چې موږ او نورو ژویو ته د پېژندنې، د معلوماتو یوځای کولو او… وړتیا ورکوي. دغه مسألې په نسبي توګه ساده برېښي، ځکه چې د حلولو لپاره یې یوازې د هغو میکانیزمونو ځانګړَونه اړینه ده چې دغسې کارکړنې ترسره کوي. فېلسوف دېوېد چالمرز ادعا کوي چې: ان که چېرې د ماغزو او تجربې په هکله د دغو په څېر ټولې مسألې مو حل کړې وي، ستونزمنه مسأله به لا هم پاتې وي.
د یوې «ستونزمنې مسئلې» شتون یو لانجمن بحث دی او د جوزف لېوین، کالین مکګین او نېد بلاک په څېر د ذهني فیلسوفانو او د فرانسېسکو وارېلا، جولیو تونوني او کریستوف کوخ په څېر ادراکي عصبپوهانو لهخوا منل شوی دی. سره لهدې، د «ستونزمنې مسئلې» شتون، د دانیل دېنېټ، ماسیمو پیګلیوچي، توماس متزینګر، پاتریشیا چرچلند او کیت فرانکېش په څېر فیلسوفانو او د د استانیسلاس دیهان، برنارد بارس، انیل ست او آنتونیو داماسیو په څېر ادراکي عصبپوهانو ترمنځ د یوه ناندریز بحث په توګه پاتې شوی دی.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
ټولیزه کتنه
[سمول]اناکا هریس «ستونزمنه مسئله» له دغې پوښتنې سره مطرح کوي: «تجربه څرنګه له یوې غیرحسي مادې څخه رامنځته کېږي؟». دېوېد چالمرز دغه مسئله د «شعور له مسئلې سره مخامخ کېدل» (۱۹۹۵ز) تر سرلیک لاندې خپله مقاله کې فورمولیزه او وروسته یې بیا په خپل کتاب – باخبره ذهن (۱۹۹۶ز) – کې پراخه کړه. د هغه اثرونه لمسوونکي ارزول شوي دي. د دېوېد لویس او ستیفن پینکر په څېر ځینو نورو چالمرز د استدلالي جدیت او «بېعیبه وضاحت» له امله ستایلی دی. د دانیل دېنېټ او پاتریشیا چرچلند په څېر، ځیني نور بیا پر دې باور دي چې ،په حقیقت کې ستونزمنه مسئله د یو لړ اسانو ستونزو د ټولګې په پرتله پراخه ده او د ماغزو او چلند د لا زیاتې شننې له لارې حلېدلای شي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
شعور یوه ګونګه ګړنه ده. کولای شو، هغه د فهم، باخبري او ویښتیا یا هوښیارتیا په معنا وکاروو. چالمرز د شعور لپاره د توماس ناګل تعریف کاروي: «د یوه څیز په څېر کېدل/پاتې کېدل څه معنا لري؟». شعور، په دغه معنا کې، د «تجربې» مترادفه بڼه ده. [۱۷][۱۸]
د چالمرز د قاعدې جوړښت
[سمول]…ان کله چې د تجربې تر څېرمه مو د ټولو ادراکي او چلندي کارکړنو پایلې بیان کړې – ادراکي پېژندنه ډلبندي، دننني لاسرسي، شفاهي راپور، خو لا هم یوه پوښتنه بېځوابه پاتې ده: د دغو کارکړنو پایلې ولې له تجربې سره مل دي؟ — دېوېد چالمرز، د شعور له ستونزمنې مسئلې سره مخامخ کېدل
د چالمرز د ادعا له مخې، د شعور مسئلې دوه دي: اسانې مسئلې او ستونزمنې مسئلې. په اسانو مسئلو کې کېدای شي، د حسي سیسټمونو د فعالیت څرنګوالی، په ماغزو کې د دغه ډول معلوماتو د پروسس کېدلو څرنګوالی، پر چلند او یا شفاهي راپورونو باندې د دغو معلوماتو د اغېزې څرنګوالی، د فکر او احساس عصبي آري سرچینې او داسې نور شامل کړل شي. ستونزمنه مسئله، بیا دا ده چې: «ولې» او «څرنګه» دغه لړۍ له تجربې سره مل دي؟ سربېره پر دې، ولې دغه لړۍ له «هغې» ځانګړې تجربې سره مل دي، ولې له بلې تجربې سره په ملتیا کې نهراڅرګندېږي؟[۱۹]
اسانې مسألې
[سمول]د چالمرز لهخوا د اسان وییکي کارونه «پېغور ډوله» ده. څرنګه چې ستیفن پینکر وایي: هغه مریخ ته د تګ په څېر یا د سرطان ناروغۍ د درملنې په شان اسانه دي. «یعنې، ساینسپوهان لږ لږ پوهېږي چې څه شي پسې وګرځي او د ماغزو د خورا پیاوړتیا او بشپړې بودیجې په مرسته، ګنې دغه پېړۍ ماته ورکړي». اسانې مسئلې د تقلیلي پلټنو پر وړاندې انعطافمنونکې دي. څرنګه چې د وخت د بیانولو لپاره د ساعت وړتیا، د هغه د میکانیزم او جوړښت منطقي پایله ده، یا سېلۍ (توپان) د هوا د حالاتو د اوبدنې او جوړښت ځانګړو کارکړنو منطقي پایله ده، اسانې مسئلې هم د نړۍ په اړه په ټیټو پوړونو کې د واقعیتونو منطقي پایلې ګڼل کېږي. یو ساعت، یوه سېلې او یوه اسانه مسئله ، ټول د خپلو بېلابېلو برخو یوه ټولګه ده (څرنګه چې ډېري څيزونه دي). [۲۰][۲۱][۲۲]
ستونزمنه مسأله
[سمول]چالمرز ادعا کوي چې تجربه د یوې مسئلې د بېلابېلو برخو له ټولګې څخه جلا پرته ده، په بله وینا: تجربه کمښت نهمنونکې ده. د ساعت، توپان او یا اسانو مسئلو پر خلاف، د جوړښتونو او کارکړنو راسپړل، یو څیز له خپل انځور څخه بهر کوي. دغه کارکړنې او جوړښتونه کېدای شي ،د تجربې په نهشتون کې هم شتون ولري، له بلې خوا، کېدای شي د تجربو د بېلابېلو ټولګو ترڅنګ هم راڅرګند شي. په منطقي توګه شونې ده (که څه هم په طبیعي توګه به ناشوني وي) چې د چالمرز یو بشپړ موډل، په ټوله کې، هېڅ کومه تجربه ونهلري؛ له بل پلوه، په منطقي توګه شونې ده چې د چالمرز موډل د یو لړ بېلابېلو تجربو ټولګه ولري (د معکوس مرئي طیف په څېر). دې ته ورته بیان د ساعت، سېلۍ او یا نورو اسانو ستونزو په اړه وړاندې کېدلای نهشي. د ساعت یو بشپړ موډل، یوه ګړۍ، د سېلۍ لپاره یو بشپړ موډل، یوه سېلۍ او د یوه چلند لپاره تر ټولو بشپړ موډل، پهخپله همهغه چلند دی. د چالمرز ادعا له مخې: تجربه، په منطقي توګه، د ټیټ پوړو جوړښتونو او کارکړنو شتون پورې اړه نهده، تجربه د خپلو فزیکي برخو ټولګه نهده؛ په دې معناچې، تجربه د تقلیلي شننې پر وړاندې نفوذ منونکې نهده، نو له دې امله ستونزمنه مسئله راپاروي. [۲۳]
بلْوَنج قاعدهیي جوړښتونه
[سمول]د ستونزمنې مسألې نورو قاعدو جوړولو کې لاندې پوښتنې رانغاړل کېږي:
- «څرنګه ځیني موجودات د تجربې د سکالو په بڼه راڅرګندېږي؟»
- «په ټوله کې، ولې د حسي معلوماتو په هکله باخبري شتون لري؟»
- «ولې ذهني کیفیات شتون لري؟»
- «د تجربې لپاره ولې یوه ذهني برخه شتون لري؟»
- «ولې موږ فلسفي زامبیان نهیاستو؟»
فیلسوف رامي مجید په ۲۰۱۶ز کې ادعا وکړه چې: ستونزمنه مسأله ، په حقیقت کې، له دوو «څرګندنیو یا توضېحي موخو» سره اړیکه لري:[۲۴]
- [PQ] د فزیکي پروسس کېدلو په ترڅ کې، تجربې له یوه ښکارندیز شخصیت سره راولاړېږي.
- [Q] زموږ ښکارندیزې ځانګړتیاوې (کیفیات) همدا راز دي.
لومړی واقعیت، د یوې ښکارندې په فزیکي او ښکارندیزو ځانګړتیاوو پورې تړاو لري (د بېلګې په توګه: څرنګه او ولې ځیني فزیکي حالتونه، احساس شوي حالتونه دي)، په داسې حال کې چې دویم واقعیت د اړوندې ښکارندې له ماهیت سره اړیکه لري (په احساس شوي حالت کې پاتې کېدل/اوسېدل څه ډول احساس لري؟).
ولفګانګ فاشېنګ استدلال کوي چې: ستونزمنه مسئله، د ذهني کیفیاتو په اړه نهده، بلکې د ناګل د مفهوم په څېر، په کره توګه، د یوې تجربې د«څه ډول احساس درلودلو» حالت او د هرې ښکارندیزو منځپانګو د ماهیت په اړه ده:
اوسمهال زښته ډېره لېوالتیا شتون لري چې، په ساده توګه، شعور او ذهني کیفیات یوشان وانګېرل شي. سره لهدې، په ښکاره ډول یو څه شتون لري چې، د دغې انګېرنې په اړه، په بشپړه توګه سم نهدي. «د خارښت خارښتتوب» او «د درد د خوږېدلو احساس» هغه ځانګړنې دي چې په اړه یې پوهېږو. نو لهدې امله، د ذهن فلسفه لېواله ده، ترڅو له «شعور» سره داسې چلند وکړي چې ګنې شعور یوازې د خپلو له دننیو برخو (ښکارندیزو ځانګړتیاوو) څخه رامنځته شوی دی، په داسې حال کې چې هغه، له آره، په دقیقه توګه د دننیو برخو شعور دی، د هر هغه څه وړاندې کول، چې په ذهني توګه راڅرګندېږي. نو لهدې امله، د شعور ستونزه د ځینو «مرموزو او غیرعمومي ادعایي څیزونو» پورې هغومره اړه نهلري (د بېلګې په توګه: هغه څیزونه چې یوازې په اړونده سکالو کې «د لیدو وړ» برېښي)، بلکې د «لیدلو» په ماهیت پورې تړاو لري (او د ذهن په اوسنۍ فلسفه کې د دغه ماهیت په اړه، په عجیبه توګه، لږ څه ویل شوي دي).[۲۵]
سرچینې
[سمول]- ↑ Levine, Joseph (2009-01-15). "The Explanatory Gap". The Oxford Handbook of Philosophy of Mind. doi:10.1093/oxfordhb/9780199262618.003.0017.
- ↑ McGinn, Colin (20 February 2012). "All machine and no ghost?". New Statesman. بياځلي په 27 March 2012.
- ↑ Block, Ned (2002). "The Harder Problem of Consciousness". The Journal of Philosophy. 99 (8): 391–425. doi:10.2307/3655621. JSTOR 3655621. S2CID 111383062.
- ↑ Varela, F.J. (1 April 1996). "Neurophenomenology: a methodological remedy for the hard problem". Journal of Consciousness Studies. 3 (4): 330–349.
- ↑ Tononi, Giulio; Boly, Melanie; Massimini, Marcello; Koch, Christof (July 2016). "Integrated information theory: from consciousness to its physical substrate". Nature Reviews Neuroscience. 17 (7): 450–461. doi:10.1038/nrn.2016.44. PMID 27225071. S2CID 21347087.
- ↑ Tononi, Giulio; Koch, Christof (March 2015). "Consciousness: here, there and everywhere?". Philosophical Transactions of the Royal Society B: Biological Sciences. 370 (1668): 20140167. doi:10.1098/rstb.2014.0167. PMC 4387509. PMID 25823865.
- ↑ Massimo Pigliucci (2013). "What hard problem?" (PDF). Philosophy Now (99).
- ↑ Churchland, Patricia (1996). "The Hornswoggle Problem" (PDF). Journal of Consciousness Studies. 3 (5–6): 402–408. بياځلي په 10 January 2021.
- ↑ Frankish, Keith (2016). "Illusionism as a Theory of Consciousness" (PDF). Journal of Consciousness Studies. 23 (11–12): 11–39. بياځلي په 20 December 2018.
- ↑ Edelman, Gerald; Gally, Joseph; Baars, Bernard (2011). "Biology of Consciousness". Frontiers in Psychology. 2 (4): 4. doi:10.3389/fpsyg.2011.00004. PMC 3111444. PMID 21713129.
- ↑ Seth, Anil (November 2016). "The real problem". Aeon. بياځلي په 22 April 2018.
- ↑ کينډۍ:Cite podcast
- ↑ Harris, Annaka (2020-02-27). "Consciousness Isn't Self-Centered". Nautilus. بياځلي په 2020-09-05.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Chalmers, David (1996). The Conscious Mind. New York: Oxford University Press. pp. xii–xiii, 95–106, backcover.
- ↑ Dennett, Daniel; commentary on T. Moody, O. Flanagan and T. Polger. "The Unimagined Preposterous of Zombies", Journal of Consciousness Studies vol. 2, no. 4, 1995, pp. 322–326.
- ↑ Churchland, Patricia Smith (2005). "A neurophilosophical slant on consciousness research". Cortical Function: A View from the Thalamus. Progress in Brain Research. Vol. 149. pp. 285–293. doi:10.1016/S0079-6123(05)49020-2. ISBN 9780444516794. PMID 16226591.
- ↑ Nagel, Thomas (October 1974). "What is it like to be a bat?". The Philosophical Review. 83 (4): 435–450. doi:10.2307/2183914. JSTOR 2183914. S2CID 49125889.
- ↑ Chalmers, David (1996). The Conscious Mind. New York: Oxford University Press. pp. xii–xiii, 95–106, backcover.
- ↑ Chalmers, David (1996). The Conscious Mind. New York: Oxford University Press. pp. xii–xiii, 95–106, backcover.
- ↑ "Episode 83, The David Chalmers Interview (Part I - Consciousness)". The Panpsycast Philosophy Podcast (in بريتانوی انګلیسي). بياځلي په 2020-09-05.
- ↑ Pinker, Steven (2007-01-29). "The Brain: The Mystery of Consciousness". Time (in American English). خوندي شوی له the original on 2022-02-15. بياځلي په 2022-02-15.
- ↑ Chalmers, David (1996). The Conscious Mind. New York: Oxford University Press. pp. xii–xiii, 95–106, backcover.
- ↑ Chalmers, David (1996). The Conscious Mind. New York: Oxford University Press. pp. xii–xiii, 95–106, backcover.
- ↑ Majeed, Raamy (September 2016). "The hard problem & its explanatory targets". Ratio. 29 (3): 298–311. doi:10.1111/rati.12103.
- ↑ Fasching, W. Prakāśa. A few reflections on the Advaitic understanding of consciousness as presence and its relevance for philosophy of mind. Phenom Cogn Sci (2020). https://doi.org/10.1007/s11097-020-09690-2