د سید طیب اغا ۸ وړاندیزونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

طيب اغا: د طالبانو لپاره د "اميرالمومنين" او "امارت" نومونه جواز نه لري. نوموړي د اکتوبر 21, 2016 نیټه په قطر کې د افغان طالبانو د سياسي دفتر پخواني مشر او د ملا محمد عمر نږدې ملګري سيد محمد طيب اغا د طالبانو اوسني مشر ملا هبته الله اخوندزاده ته يو ليک لېږلی او هغه ته يې اته وړانديزونه ايښې دي. دا ليک د اکتوبر پر ۲۰مه نېټه د قطر د دفتر باوري سرچينو مشال راډيو ته سپارلی دی. ليک تر هغه وروسته ليکل شوی چې کله ملا هبته الله اخوندزاده سيد محمد طيب اغا ته يو ځل بيا په رسمي ډول د کار کولو وړانديز وکړی. دا ليک په جولای مياشت کې هبته الله اخوند زاده ته لېږل شوی او هغه ته ويل شوي چې که پر لاندې اتو وړانديزونو عمل وشي نو بيا به طيب اغا يو ځل بيا له مشرتابه سره پر يو ځای کار کولو غور وکړي. د دې ليک په اړه د طالبانو لخوا څه نه دې ويل شوي.

له پاکستانه وتل[سمول]

طيب اغا په خپل ليک کې پر ملا هبته الله اخوند زاده غږ کوي چې د طالبانو مشران او د شورا غړي دې له پاکستان څخه ووځي. د نوموړي په خبره دا ډول به پاکستان هغه څه په دوی نه مني چې د طالبانو يا افغانستان په تاوان وي. نوموړی وايي، دا کار ښايي د پاکستان په ګټه هم وي چې دا وخت له نړيوالو فشارونو سره مخ دی.

بهرنيو جنګياليو ته ځای ورکول[سمول]

طيب اغا پر مخ ليکي، په افغانستان کی په تیرو وختونو کی دا ثابته شوېده چې بهرني جنګيالي هیڅکله د مهاجر او یا مېلمه پر مرتبه نه دې قانع شوي بلکې هغوی د شراکت دار او ځينو ډلو خو آن د واکدار په حیث د اوسېدو هڅه کړې ده. نوموړی وړانديز کوي چې د زابل پیښې ته په کتلو سره دې په تیرو دوو کلونو کې د راوستل شوو غېر افغان جنګياليو فعالیتونه کنټرول او د نورو راتګ وځنډول شي.

د "امیرالمومنین" نوم لغوه کول:[سمول]

سيد محمد طيب اغا په خپل ليک کې وايي، د "امیرالمومنین" پر ځای دې د "امیر" یا "مشر" نوم وکارول شي ځکه د امیر المومنین په نامه د بیعت لپاره د جنګ کولو او فشار راوستلو لپاره دې تر هغه وخته انتظار وشي تر څو په پوره ډول د امارت يا امیر شرایط پوره شي او په هېواد کې دننه کنټرول تر لاسه کړل شي. نوموړی پرمخ ليکي چې دوی د نه بیعت په خاطر تر فشار لاندې کړل شول او د داسې حالاتو جوړېدو هڅه وشوه تر څو یا خو بیعت وکړي او یا له کوربه هیواده ووځي. اغا ليکي، د بیعت حاصلولو لپاره به د یو چا مخالفت او یا ورسره جنګ نه کېږي، او نه به هم څوک ځورول کېږي. نوموړی پرمخ ليکي، دا څنګه کېدای شي چې په پاکستان کی ناست قیادت په بل هېواد یا افغانستان کې له نورو څخه د بیعت غوښتنه کوي؟

د "امارت" له منځه وړل:[سمول]

طيب اغا په خپل ليک کې وايي، د طالبانو لپاره که د "امارت" پر ځای "تحریک" وکارول شي ښه به وي. د نوموړي په خبره "امارت" به د حکومت په معنا هغه وخت مناسب وي چې د هېواد مرکز او ورسره اکثریت خاوره د طالبانو په بشپړه کنټرول کې شي. د اغا په خبره یوازې د حکومتي تشکیلاتو په جوړولو او مطبوعاتي تبلیغاتو او پر اطرافي سیمو کنټرول او د بل په هېواد او خاوره کې د اکثرو مشرانو او تشکیلاتو وجود به په خپله خاوره کی د یو حکومت په معنا نه وي.

د سياسي دفتر رول:[سمول]

طيب اغا ليکي، د سیاسي او بهرنيو چارو لپاره دې د پخوا په شان یوازې سیاسي دفتر وکارول شي. هغه طالبان چې د پاکستاني، ایراني او نورو بهرنيو استخباراتو سره مستقیم یا غیر مستقیم اړیکې ساتي، د یو یا دوو خبرداریو وروسته دې د یو څه وخت لپاره او یا د نه اصلاح په صورت کې د ټول وخت لپاره له کاره ګوښه کړل شي، ځکه چې له دغو استخباراتو سره ارتباط شر او تباهي ته لاره هواروي. اغا ليکي، تېر وخت دا ثابته کړې ده چې د تحریک د استخباراتو کمیسیون او د ځینو نورو مسولينو لخوا د بهرنيو استخباراتو د درواغجنو او مغرضو معلوماتو پر اساس یو شمېر هېوادوال په داخل او خارج کې له منځه وړل شوي، بندیان شوي او یا ځورول شوي دي.

په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر

د مالي کمیسیون چاري:[سمول]

طيب اغا ليکي، که څوک غواړي په خپله خوښه له طالبانو سره مالي مرسته وکړي خو ښه دی، که نه باید په مرګ او بل شي تهدید نشي او نه همپه زور پیسې ور څخه واخیستل شي.

په مساجدو او نورو ځايونو کې چاودنې او وژنې:[سمول]

طيب اغا ليکي، تر څو چې یوه جامع تګلاره جوړيږي، ټولو طالبانو ته دې امر وشي چې په مساجدو کی د مخالفینو وژل او چاودنې، او بې له واقعي شرعي محاکمې د مخالفینو د بندیانو وژل په قطعي ډول جدي منع دي. نوموړي پرمخ ليکي، دا څه وخت مخکې چې د مدني حرم شریف څخه د باندې په لږه فاصله کې کومه چاودنه وشوه، پر ټوله اسلامي نړۍ کې یې ډېر بد اغېز وکړ. د ده په خبره که څه هم نور مساجد د نبوي حرم شریف په څېر نه دي، خو بیا هم هر مسجد د مسلمانانو په زړونو کې ځانګړی حرمت لري. دی طالبانو ته په مخاطب ډول وايي، چې که دوی په نورو ځایونو کې په مساجدو یا مساجدو ته نږدې چاودنې غندي، په خپله خو یې باید په هېڅ صورت ونه کړي.

نوموړی زياتوي، همدارنګه په عامو لارو کې له موټـرونو څخه د مشکوکو خلکو را کښته کول او بیا وژل چې د لساني، قومي او منطقوي دښمنیو سبب ګرځېدلی، بند شي. دی زياتوي، پر پلونه او سړکونه او نورو ټولګټو ځایونو چاودنې کول او یا د هغه جوړوونکي کاریګران او انجینران او د خیریه او تعمیراتی مو سسو کارکوونکي چې د ملت د هوساينې او د وطن د جوړېدو لپاره کار کوي، له منځه وړل یا تښتول او یا د افغاني بندیانو وژل بايد بند شي.

نوموړی پرمخ ليکي، یوازې د یوه مخالف کس د له منځه وړلو په خاطر پر روغتونونو، تعلیمي او پر نورو ملکي ادارو بریدونه کول او بې ګناه خلګ پکې وژل غېر شرعي اعمال دي نو د داسې ټولو کارونو عاملینو ته باید جزا ورکړل شي او هم د تحریک خلګو او ملت ته ور وپېژندل شي. نوموړی پرمخ ليکي، د طالبانو برخورد باید اسلامي وي نه انتقامي.

طيب اغا ملا هبته الله ته د طالبانو د تګلارې په اړه وړانديز کوي چې په قطر کې دې د طالبانو سياسي دفتر ته دنده وسپارل شي چې هغوی په نسبتاً آرامه او ازاده فضا کې د شورا د غړیو د کمیسیونونو مسولینو، په داخل او خارج کې د بې طرفه علماوو د لارښوونې او د سیاست پوهانو، د پوهنتونونو استادانو، او په هېواد مینو محققینو، مخورو او قومي مشـرانو له مشورو سره سم د اسلامي شریعت مطابق یو جامع ملکي، سیاسی او اقتصادي تګلاره جوړه کړي. http://www.mashaalradio.com/a/28067183.html