د سیاچین یخچال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سیاچین یخچال هغه طبیعي یخچال دی چې د همالیا غرونو د ختیځ قره قورم په محدوده کې د ۳۵.۴۲۱۲۲۶ شمالي درجو او ۷۷.۱۰۹۵۴۰ ختیځو درجو ترمنځ د ان جې۹۸۴۲ (NJ9842) نقطې په شمال ختیځه برخه کې موقعیت لري چېرې چې د هند او پاکستان ترمنځ د پوځي کنټرول کرښه پای ته رسیږي. دغه یخچال د ۷۶ کیلومتره (۴۷ مایله) په اوږدوالي په قره قورم کې تر ټولو اوږد او د نړۍ له غیرقطبي برخو پرته دویم اوږد یخچال دی. دغه یخچال د سمندر له سطحې څخه د ۵۷۳۴ متره (۱۸۸۷۵ فوټه) په لوړوالي د هند او چین ترمنځ پولې له اندیرا کول څوکې څخه را پیلېږي او په خپله وروستۍ برخه (terminus) کې د سمندر له سطحې ۳۶۲۰ متره (۱۱۸۷۵ فوټه) لوړوالی لري. د سیاچین یخچال له خپلو ټولو اصلي کوتلونو سره یوځای په کشمیر کې د لداخ اتحادیې د قلمرو په توګه له ۱۹۸۴ زکال راهیسې د هند تر مدیریت لاندې دی. پاکستان د سیاچین په یخچال کې ځمکنۍ ادعاوې لري او د سالتورو غرونو په لویدیځ کې هغه برخې تر کنټرول لاندې لري چې د دغه یخچال له لویدیځو څنډو سره نښلي، په دغه سیمه کې پاکستانۍ پوستې په خط الراس کې د واقعو ۱۰۰ هندي پوستو څخه د ۳۰۰۰ فوټو په ټیتوالي موقعیت لري.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د سیاچین یخچال په سویل کې د اوبو د وېش لویه کرښه (خط الراس) لري چې د اوراسیا فلات د هند له نیمه لویې وچې څخه د قره قورم په پراخه یخبندان کې چې ځینې وختونه «دریم قطب» هم بلل کېږي، له یو بل څخه جلا کوي. دغه طبیعي یخچال له لویدیځ لوري څخه د سالتورو غرونو د خط الراس او په ختیځ کې د قره قورم لړۍ ترمنځ موقعیت لري. د سالتورو خط الراس له شمالي اړخ څخه د چین سره په پوله د قره قورم غرونو د لړی له سیا کانګري غره څخه سرچینه اخلي. د سالتورو د خط الرس تاج له ۵۴۵۰ مترو څخه تر ۷۷۲۰ مترو (۱۷۸۸۰ تر ۲۵۳۳۰ فوټه) پورې لوړوالی لري. له شمال څخه سویل ته د دغه خط الراس اصلي کوتلونه؛ سیالا ۵۵۸۹ متره (۱۸۳۳۶ فوټه)، بیلافونډ لا ۵۴۵۰ متره (۱۷۸۸۰ فوټه) او ګیونګ لا ۵۶۸۹ متره (۱۸۶۶۵ فوټه) لوړوالي لري. په کلنۍ کچه په کې د ژمي د موسم پر مهال له ۱۰ مترو (۳۵ فوټه) څخه زیاته واوره ورېږي او تودوخه یې آن تر منفی ۵۰ سانتي ګراد درجو (منفي ۵۸ فارنهایت درجو) را کمیږي. د دغه یخچال په خوا کې د ټولو فرعي یخچالونو په ګډون د سیاچین یخچال شاوخوا ۷۰۰ کیلومتر مربع (۲۷۰ مایل مربع) سیمه تر پوښښ لاندې لري.

د اوبو تولید[سمول]

د دغه یخچال له ویلي کېدو څخه رامنځته کېدونکې اوبه د هند په لداخ سیمه کې د نوبرا سیند اصلي سرچینه جوړوي چې بیا دغه سیند په شیوک سیند کې ور ګډ کېږي. شیوک بیا په خپل نوبت سره د ۳۰۰۰ کیلومتره په اوږدوالي بهېدو وروسته د پاکستان سند سیند ته ورګډېږي. په دې سره دغه یخچال د سند سیند اصلي منبع جوړوي او د نړۍ د اوبو کولو یو له لویو سیسټمونو څخه تغذیه کوي. [۱۲][۱۳]

چاپېریالي مسایل[سمول]

د دغه یخچال چاپېر ته سیمې تر ۱۹۸۴ زکال پورې له استوګنې خالي وې خو له دغه مهال وروسته په سیمه کې د زرګونو پوځیانو ځای پر ځای کېدل د دغې سیمې د ککړتیا او د یخچال د ویلي کېدو لامل ګرځېدلي. په سیمه کې د ځای پر ځای شوو ځواکونو د اوبو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه دغه یخونه پرې کېږي او بیا په کیمیاوي توکو ویلي کېږي.

ورته مهال په دغه سیمه کې په پریمانه کچه د نه تجزیه کېدونکو کثافاتو تخلیه او له وسلو او مهماتو څخه ګټنې په پام وړ توګه د سیمې په اکوسیسټم اغېز لرلی. [۱۴]

سرحدي شخړې[سمول]

د سیاچین د طبیعي یخچالونو سیمه د ځمکې پر سر د جګړې تر ټولو لوړ ډګر پاتې شوی، ځکه چې هند او پاکستان د ۱۹۸۴ زکال له اپریل میاشتې راهیسې په کې په متناوب ډول له یو بل سره نښتې کړې دي. دواړه هېوادونه په دغه سیمه کې د ۶۰۰۰ مترو (۲۰۰۰۰ فوټه) څخه په زیات لوړوالي پوځي تاسیسات لري. [۱۵][۱۶]

هند او پاکستان دواړو لیوالتیا لرلې چې په سیمه کې لګښتمنې پوځي اډې خوشي کړي. خو وروسته له هغه چې په ۱۹۹۹ زکال کې د کارګیل جګړې پر مهال پاکستان په دغه سیمه کې یو لړ بریدونه ترسره کړل، هند خپل دغه پلان لغو کړ چې سیاچین پرته له دې خوشی کړي تر څو چې پاکستان د هغو شته د کنټرول کرښه د رسمي پولې په توګه په رسمیت نه وي پېژندلې، ځکه چې هندي اړخ باور لري چې له دغه ډول اقدام پرته به په سیمه کې د پوستو خوشي کول د پاکستان مخکې تګ او بریدونو ته لار هواره کړي.

لومړی وزیر منموهن سنګ د هند لومړنی لومړی وزیر و چې له دغې سیمې څخه یې لیدنه وکړه او د دغې ستونزې د سوله ییز حل غوښتنه یې وکړه. له دې وروسته برحاله لومړي وزیر نرندرا مودي هم له دغې سیمې لیدنه وکړه. د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري هم په ۲۰۱۲ زکال کې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال اشفاق پرویز کیاني سره یوځای د دغو یخچالونو له ګیاري سکټور سیمې څخه لیدنه وکړه. دوی دواړو هم ژمنه وکړه چې هر څومره ژر چې کېږي د سیاچین د کړکېچ د حل په برخه کې به ګام واخلي. راتلونکی کال د هند ولسمشر عبدالکلام لومړنی ولسمشر و چې له دغې سیمې یې لیدنه وکړه. [۱۷]

د ۲۰۰۷ زکال له سپټمبر میاشتې راهیسې هند دغه سیمې ته د غره ختنې او چکر وهلو په موخه د تګ محدوده اجازه ورکړه. له سیمې څخه د سیل کوونکو په لومړۍ ډله کې د چایل پوځي ښوونځي، د ملي دفاعي اکاډمۍ، د ځوانو افسرانو د ملي روزنځای، د هند د پوځي اکاډمۍ او د رشتریا پوځي کالج زده کړیالان او د هند د وسله والو ځواکونو د افسرانو د کورنۍ غړي شامل وو. د دغه سفر موخه تر ډېره دا وه چې نړیوالو ته وښيي چې د سالتورو غرونو په کلیدي لوړو برخو کې «نږدې ټولې غالبې لوړې څوکې» د هندي سرتېرو په واک کې دي او پاکستاني سرتیري د دغه یخچال په شاوخوا کې شتون نه لري. هند د پاکستان اعتراضاتو ته په نه پام، باوري دی چې سیاچین ته د غره ختونکو په اجازې ورکولو کې د چا تائید ته اړتیا نه لري ځکه چې دا خپل قلمرو بولي. سربېره پر دې د هندي پوځ د غره ختنې انستیتیوت هم دغې سیمې ته څېرمه فعالیت کوي. [۱۸][۱۹]

د سولې د پارک وړاندیز[سمول]

د «سولې د پارک» په توګه د سیاچین منطقې د اعلانولو وړاندیز د چاپیریالي او د سولې د فعالینو له خوا په سیمه کې د اکوسیسټم د خوندیتوب په موخه وشو چې په جدي توګه په دغه سیمه کې د پوځي حضور تر اغېز لاندې دی. د ۲۰۰۳ زکال په سپټمبر میاشت کې د هند او پاکستان دولتونه د پارکونو په ۵م نړیوال کنفرانس کې چې په دوربان کې جوړ شوی و، دې ته وهڅول شول څو په سیاچین سیمه کې د سولې پارک جوړ کړي او په دې سره بیولوژیکي طبیعي سیستم بېرته رامنځته او همدارنګه د هغو ژوندیو موجوداتو ژوند وژغوري چې د منځه تلو له ګواښ سره مخ دي. ایټالوي چاپېریال پوه جولیانو تالون په دغه کنفرانس کې وویل چې په دغه سیمه کې ایکولوژیکي ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی او د سیاچین د سولې د پارک جوړولو وړاندیز یې وکړ. د سولې د دغه فرامرزي پارک له وړاندیز وروسته د غره ختنې نړیوال فدارسیون او د چاپېریال ساتنې نړیوالې اتحادیې په جینوا کې کنفرانس جوړ کړ او دغه کنفرانس ته یې هندي او پاکستاني غره ختونکي (مندیپ سنګ سوین، هاریش کاپادیا، نظیر صابر او شېر خان) راوبلل. دغه سیمه د قره قورم غرونو د یوې برخې په توګه د ملګرو ملتونو د نړیوالو میراثونو په نوملړ کې د ثبت کېدو په موخه نومانده کړای شوه، خو دغه چاره د نړیوالو میراثونو د کمېټې له خوا وځنډول شوه. د سیاچین سیمې ختیځ او لویدیځ ته اړوندې برخې د ملي پارک په توګه اعلان شوې دي: په هند کې د قره قورم د ځنګلي حیواناتو پناه ځای (Karakoram Wildlife Sanctuary) او په پاکستان کې د مرکزي قره قورم ملي پارک (Central Karakoram National Park).[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د ساندیا ملي لابراتوارونو داسې یو کنفرانس جوړ کړ چې په هغو کې یې له هند او پاکستان او همدارنګه نورو هېوادونو څخه د پوځي چارو متخصصین او چاپېریال پوهان رابللي و څو د دغې سیمې اړوند ګډې مقالې وړاندې کړي. د ساندیا لابراتوارونو د څېړنیز مرکز څېړونکي کنټ ال. بیرینګر وړاندیز وکړ چې د سیاچین علمي مرکز رامنځته شي څو د یو مخکښ څېړنیز مرکز په توګه په کې د دواړو هېوادونو پوهان او څېړونکي د یخبندان پوهنې، ځمک پوهنې، اتومسفیري علومو او نورو اړوندو برخو په اړه څېړنیزې چارې ترسره کړي. [۲۶][۲۷][۲۸]

سرچينې[سمول]

  1. Lyon, Peter (2008). Conflict Between India and Pakistan: An Encyclopedia. ABC-CLIO, 2009. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781576077122. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "The Tribune, Chandigarh, India – Opinions". The Tribune. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Siachen Glacier is ۷۶ kم (۲۴۹٬۰۰۰ فوټه) long; Tajikistan's Fedchenko Glacier is ۷۷ kم (۲۵۳٬۰۰۰ فوټه) long. The second longest in the Karakoram Mountains is the Biafo Glacier at ۶۳ kم (۲۰۷٬۰۰۰ فوټه). Measurements are from recent imagery, supplemented with Russian 1:200,000 scale topographic mapping as well as the 1990 "Orographic Sketch Map: Karakoram: Sheet 2", Swiss Foundation for Alpine Research, Zurich.
  4. Gauhar, Feryal Ali; Yusuf, Ahmed (2 November 2014). "Siachen: The place of wild roses". د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. North, Andrew (12 April 2014). "Siachen dispute: India and Pakistan's glacial fight". BBC. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "India gained control over Siachen in 1984". د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Blog: The Siachen Story, Then And Now". NDTV.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 4 August 2020 باندې). In landmark move, PM Imran unveils 'new political map' of Pakistan. Dawn.
  9. Gokhale, Nitin A (2015). Beyond NJ 9842: The SIACHEN Saga. Bloomsbury Publishing. د کتاب پاڼې 364. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789384052263. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Service, Tribune News. "Life & death in world's highest combat zone". Tribuneindia News Service. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Siachen deaths harden resolve to hold glacier: Army chief". Hindustan Times. 18 February 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. H.C. Sadangi (31 March 2007). India's Relations with Her Neighbours. Isha Books. د کتاب پاڼې 219. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-8182054387. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Rashid Faruqee (November 1999). Strategic Reforms for Agricultural Growth in Pakistan. World Bank Publications. د کتاب پاڼې 87. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0821343364. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. ActionAid (2010). Natural Resource Management in South Asia. Pearson Education. د کتاب پاڼې 58. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-8131729434. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Kamal Thakur (په 1 November 2014 باندې). 16 Things You Should Know About India's Soldiers Defending Siachen.
  16. "How a tiny line on a map led to conflict in the Himalaya". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Pakistan wants resolution of Siachen issue: Kayani". The Express Tribune. 18 April 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. India opens Siachen to trekkers The Times of India 13 September 2007
  19. India hits back at Pak over Siachen issue The Times of India 17 September 2007
  20. Teresita C. Schaffer (20 December 2005). Kashmir: The Economics of Peace Building. Center for Strategic & International Studies. د کتاب پاڼې 57. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0892064809. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Isa Daudpota (په 16 February 2007 باندې). Exchange Siachen confrontation for peace.
  22. Sujan Dutta (په 14 June 2005 باندې). Out of the box ideas for glacier: Siachen could become bio reserve or peace park.
  23. Harish Kapadia (1 December 2005). "Chapter 34: Siachen: A Peace Proposal". In Yogendra Bali, R. S. Somi (المحرر). Incredible Himalayas. Indus Books. د کتاب پاڼي 213–217. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-8173871795. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Jim Thorsell; Larry Hamilton (September 2002). "Sites deferred by the Committee which may merit re-nomination" (PDF). A Global Overview of Mountain Protected Areas on the World Heritage List. International Union for Conservation of Nature. د کتاب پاڼې 15. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۲ مې ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. G. Tamburelli (1 January 2007). Biodiversity conservation and protected areas. Giuffrè. د کتاب پاڼې 6. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-8814133657. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. K. L. Biringer (1 March 1998). Siachen Science Center: A concept for cooperation at the top of the world (Cooperative Monitoring Center Occasional Paper No. SAND—98-0505/2, 589204). Sandia National Laboratories. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Wajahat Ali (په 20 August 2004 باندې). US expert at Sandia wants Siachen converted into Science Centre.
  28. Sujan Dutta (په 14 June 2005 باندې). Out of the box ideas for glacier: Siachen could become bio reserve or peace park.