د سکاتلند تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سکاتلند ثبت شوی تاریخ ، په لومړۍ پېړۍ کې د روم د سترواکۍ را رسېدوته ورګرځي هغه وخت چې د بریتانیا  Britannia ولایت شمال خواته د انتوناین Antonine Wall دیوال ته رسېده، شمال ته یې کالیدونیا Caledonia پرته وه چې د پیکتي Picti خلک پکې مېشت و، د دې خلکو پاڅونونو د روميانو عسکري غونډونه د هادریان Hadrian's Wall دیوال پورې په شا وتمبول. کله چې رومي عسکر بلاخره له برتانیا څخه ووتل، د ګلیک Gaelic ژبې ویونکو( داد سکاتلند بومي ژبه وه)  چې سکاتي Scoti  نومیدل د لویدیځ سکاتلند او ویلز Wales سیمې یې خپل مستعمره کړل. د رومیانو څخه وړاندې، له تاریخ د مخه سکاتلند د ډبرې دورې ته په ۴۰۰۰ قبل المیلاد، د برونزو دورې ته په  ۲۰۰۰ قبل المیلاد، د وسپنې دورې ته په  ۷۰۰ قبل المیلاد کې داخل شوی دی.

د ګلیک Gaelic د دال ریاتاDál Riata شاهی دولت د سکاتلند په لودیځه څنډه کې په شپږمه پېړۍ کې جوړ شو. په راتلونکې پېړۍ کې ایرلندي مبلغینو پخواني بې دینه پیکتان pagan Picts د سلتي نژاد عیسویتCeltic Christianity ته وروپېژندل. د انګلند له تبشیری ماموریت وروسته، نیکتان Nechtan چې یو پېکتیش Pictish پاچا و داوپتیله چې د سلتیانوډیري عشایرد رومیانو د ګټې لپاره له منځه یوسی او په دې توګه د ګلیک Gaelic اغیزه په خپل شاهي دولت کمه او له انګلیایي نارتومبریا Anglian Northumbria سره د جګړې مخه ونیسي. د اتلسمې پېړۍ په پای کې، د ویکنګ Viking ( د سکاندوي جنګیالیو نوم دی چې په اروپايي هیوادونو یې یرغل کاوه) یرغلونه پېل شول چې پیکتان Picts او ګیلسان Gaels یې اړایستل چې خپلې تاریخي دښمنۍ پرېږدي او په نهمه پېړۍ کې سره یو او د سکاتلند شاهي حکومت جوړ کړي. [۱]

د الپین د سلسلي  House of Alpin په مهال سکاتلند یوموټی و خو غړي یې څو ځلو ځای ناستي توب په سرخپل منځ کې سره وجنګیدل. د الپین د سلسلې وروستي پاچا  دوهم مالکولم Malcolm II د یولسمې پېړۍ په پیل کې پرته له دې چې  نارینه وارث ترې پاتې شي  ومړ او پاچاهي د هغه د لور د ځوی  له لارې دنکلید Dunkeld یا کانمور Canmore سلسلې ته ورسېده.  دریم الکساندر د دنکلید Dunkeld د سلسلې وروستۍ پاچا و چې په ۱۲۸۶ ز کې ومړ. له هغې یوه شیرخوره لمسۍ مارګارت چې پالنه یې ناروژۍ خدمتګارې کوله د وارثې په توګه پاتې شوه چې هغه هم وروسته له څلورو کلو مړه شوه. د لومړي ادوارد Edward I په مهال  له دې مشکوک وراثت څخه ګټه پورته کړه اویو شمیر بریالیتوبونه ېې تر لاسه کړل چې د سکاتلند د خپلواکۍ د جګړې چې د بالیول Balliol  او بروس Bruce سلسلو تر منځ پاچاهی به پکې وړاندې وروسته کېده لامل شو او په پای کې سکاتلند یو خپلواک او تسلط لرونکی شاهي دولت شو.

کله چې پاچا دویم دیوید King David II پرته له وارث پرېښودو مړ شو، دهغه وراره د ستوارت Stuart د پاچاهی سلسله رامنځ ته کړه چې سکاتلند یې د درې پېړیو لپاره بې له ستونځو اداره کړ. په سکاتلند کې د ستوارت Stuart دسلسلې پاچا شپږم جیمز James VI هم په ۱۶۰۳ ز کال کې د انګلستان تخت ته ورسید او د انګلستان لومړی جیمز James I شو چې په دې سره د ستوارت Stuart د دورې پاچاهانو او ملکو دواړه مستقل شاهی حکومتونه په ۱۷۰۷ ز کال کې د یووالي د قانون تر پلي کیدو چې دواړه شاهي دولتونه یې د سترې برتانیا د شاهی حکومت په نامه سره یو کړل اداره کړل، چې ملکه انې Queen Anne د ستوارت د شاهي دورې ورستۍ ملکه وه چې هیواد یې تر ۱۷۱۴ ز کال پورې اداره کړ. له ۱۷۱۴ ز کال څخه را پدیخوا، د برتانیا د شاهی دولتونو میراث د هانور  Hanover ، سکس کوبرګ Saxe-Coburg او ګوتا ویندسور Gotha (Windsorپه دورو پورې اړونده دی چې پېل یې د ستوارت د دورې له شپږم جیمز یا لومړي جیمز له نسب څخه دی.  [۲][۳][۴]

د سکاتلندي روڼ اندۍ او صنعتي انقلاب په مهال، سکاتلند د اروپا  له سوداګریزو،فکري او صنعتي محرکه قواوو څخه وه. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د سکاتلند صنعتي ځوړ په ځانګړې توګه حاد حالت کې و. په وروستیو لسیزوکې سکاتلند له کلتورې او اقتصادي نوې شوې دورې برخمن دی چې  لامل یې تر یوه حده د مالي خدماتو غوړېدونکی سکتور او دشمال سمندر د تیلو او ګازو عواید دي. له ۱۹۵۰ ز لسیزو راپدېخوا ملتپالنه یوه غښتلې سیاسي موضوع ده چې د سکاتلند خپلواکي په اړوند جدي بحثونه او په ۲۰۱۴ ز کال کې د برتانیې د یووالي د پرېښوولو لپاره د ټولپوښتنې تر سره کول پکې شامل دي.  

له تاریخ د مخه دوره[سمول]

د برتانیا له ثبت شوي تاریخ څخه د مخه په سکاتلند کې کم له کمه د ۸۵۰۰ کلونو لپاره خلک اوسېدل. د دوو کنګلي دورو ترمنځ په وروستی دوره کې (   ۱۳۰۰۰۰-۷۰۰۰۰ کلونه له میلاد پخوا ) اروپا له نن څخه  ډېر ګرم اقلیم درلوده نو ښایي چې پخوانیو انسانانو سکاتلند ته مخه کړې وي اود سکاتلند په اصلي ځمکه او اورکني Orkney کې  هغه تبرونه موندلي وي چې د کنګل ترزمانې مخکې کاریدل. کنګلونه له دې وروسته د برتانیا  له ډېرې برخو ها خوا  هم تېر شول اوکله چې کنګلونه بیرته رامنځ ته شول، نو سکاتلند یوځل بیا ۹۶۰۰ کاله له میلاد پخوا د هستوګنې وړ شو.  د ډبرو د لومړۍ دورې پورې اړوند د ښکار او خوړووړ نباتاتو ټولونکو( داهغه خلک وه چې دښکاراو له کرهنې پرته دخوړو وړ نباتاتو دکارولو له لارې یې ژوند کاوه) کمپونه پېژندل شوي هستوګنځایونه دی، او لرغونپوهان بیګارBiggar ته نژدې یو کمپ ته  ۱۲۰۰۰ کاله له میلاد پخوا نېټه ټاکي. سکاتلند ته نژدې نور ځایونه هم موندل شوي چې هلته یو انځور دي چې  د وړوبېړیو کاروونکي خلک سامانونه له ډبرو، هډوکو او د ګوزو له ښکرو جوړوي. د هغه خورا زاړه کورشواهد چې په برتانیا کې موندل شوي  لرګینې بېضوي ډوله پایې دي چې په جنوبي کوینسفري کې دفورت خلیج ته نژدې موندل شوي دي او د ډبرو د پخوانۍ او وروستۍ تر منځ دورې پورې چې ۸۲۴۰ قبل المیلاد پورې اړه لري د ډبرو خورا پخواني ساختمانونه هغه درې کورې دي چې په جوره Jura سیمه کې موندل شوې دي چې ۶۰۰۰ قبل المیلاد پورې اړه لري. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د ډبرو د نوې دورې کرهنی دایمې هستوګنې را منځ ته کړې چې شواهد یې په ښه توګه ساتل شوي ډبرین کور دی چې د پاپا ویسترې Papa Westrayد هوآرKnap of Howar په څوکه کې پروت دی چې لرغونتوب یې ۳۵۰۰ قبل المیلاد  ته رسیږي اود ورته کورونو یو کلی دی چې د لویدیځ ماین لند Mainland  د اورکني Orkney په سکارا برې  Skara Brae کې پروت دی چې له پورته کوريې لرغونتوب ۵۰۰ کاله وروسته دی.  دې اوسيدونکو له تخته ډوله ډبرو جوړې خونه لرونکې ګنبدي  ۳۵۰۰ قبل المیلاد کې دود کړي چې په مېشوMaeshowe کې شته . د ۳۰۰۰ قبل المیلاد ولاړې او دایروي  ډبرې د اورکني Orkney په اصلی ځمکه د ستینس Stenness په سیمه کې شته چې په ۳۱۰۰ قبل المیلاد پورې اړه لري دا څلور ډبرې دي چې خورا لوړه یې ۱۶ فوته یا پنځه متره لوړوالی لري. دا د هغې طرحي یو ه برخه وه چې په ورته وخت کې یې د اروپا په ډیریو سیمو کې برمختګ وکړ.  [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د تخته ډولو ډبرو  او ډبرینو یادګارونو جوړول د برونزو په دوره کې دوام وموند چې په سکاتلند کې په ۲۰۰۰ قبل المیلاد کې پېل شول. د اروپا په نورو ځایو کې په دې دوره کې لومړی غوندۍ ډوله کلاوې دود شوې چې له دې ډلې د سکاتلند سرحدو کې د میلروس Melrose ته نژدې د ایلدون  Eildon Hil غونډۍ ده چې په یوه ټینګه کړل شوې غونډۍ باندې یې څو سوو کورونوته ځای ورکړی دی. د برونزو له لومړۍ او منځنۍ دورو نه پاتې د ډبرو ګرد سورې لرونکي کورونو شواهد هم شته چې د شېتلند Shetland په جارلشاف  Jarlshof او سمبرغ Sumburgh سیمو کې پراته دي. د کرانوګس crannogs په جزیره کې د دایروي کورونو شواهد  هم شته چې په بشپړ ډول یا نیمایي ډول په مصنوعي جزیرو معمولا خلیجونو، سیندونو او د اوبو دوتلو په ځای کې جوړشوي وه . [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د وسپنې د دورې په لومړیو کې، د قبل المیلاد د اومې پېړۍ څخه را دېخوا، په شمالي کوچنیو جزیرو کې د سورې لرونکي کورونو ځای دایروي اتلنتیک ډوله کورونو ونیو چې ټينګو ودانۍ وې چې له وچې سنګکارۍ جوړیدلۍ. له ۴۰۰ قبل المیلاد را دې خوا لا پېچلي اتلنتیک ډوله کورونو جوړیدل پېل شول لکه په هووې Howe ، اورکنې Orkney ، کراسکریک Crosskirk او کایتنس  Caithness کې.  خورا ستر ساختمانونه چې په دې عصر پورې اړوند دي د بروچ broch برجونه دي چې احتمالا په ۲۰۰ قبل المیلاد کال پورې به اړه ولري. دا دوره د لومړیو عرابه ډوله کورونو شاهده هم وه، داهم یو ډول ګرد کورونه وه چې د ځانګړي نښان درلودونکې بهرنی دیوال یې درلود چې په هغه کې  ډبرینې پایې داسې نصب شوې وي چې  د عرابې څرخ ته یې ورته والی درلوده خو دا ډول کورونه د رومیانو د اشغال په عصر کې ډیر دود وه.  په سکاتلند کې څه ناڅه ۱۰۰۰ غونډۍ ډوله کلاوې هم شته چې د وسپنې په دورې پورې اړه لري او ډیری یې د کلاید فورت Clyde-Forth line تر کرښې لاندې پراته دي چې ځينې لرغون پېژندونکې یې د وړوکو فرمان چلوونکو او جنګیالیو مشرانو د ټولنې په  ظهور پورې چې د رومیانو له روایاتو دپېژندنې وړ دي اړوند بولي. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

سرچينې [سمول]

  1. "Scots and Picts". BBC Education Scotland. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Uniting the kingdom?". National Archives. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جولای ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Union of Crowns to Union of Parliaments: The Union of the Parliaments 1707". Education Scotland. د اصلي آرشيف څخه پر 21 نومبر 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه 23 نومبر 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Union with England Act 1707, Article II.
  5. "'Incredibly exciting' rare pre-Ice Age handaxe discovered on Orkney". STV News. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ نومبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. F. Pryor, Britain B.C.: Life in Britain and Ireland before the Romans (Harper Collins, 2003), p. 99.
  7. (په 9 April 2009 باندې). Signs of Earliest Scots Unearthed. BBC News.
  8. "Biggar Archaeology News – Early Mesolithic flint assemblage found". biggararchaeology.org.uk. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. P. J. Ashmore, Neolithic and Bronze Age Scotland: an Authoritative and Lively Account of an Enigmatic Period of Scottish Prehistory (Batsford, 2003).
  10. R. Gray, "Bridge works uncover nation's oldest house", The Herald (Glasgow), 18 November 2012. Retrieved 7 December 2012.
  11. A. Moffat, Before Scotland: The Story of Scotland Before History (Thames & Hudson, 2005), pp. 90–1.
  12. I. Maxwell, "A History of Scotland's Masonry Construction" in P. Wilson, ed., Building with Scottish Stone (Arcamedia, 2005), p. 19.
  13. F. Lynch, Megalithic Tombs and Long Barrows in Britain (Osprey, 1997), p. 9.
  14. C. Wickham-Jones, Orkney: A Historical Guide (Birlinn, 2007), p. 28.
  15. F. Somerset Fry and P. Somerset Fry, The History of Scotland (Routledge, 1992), p. 7.
  16. Pryor, Britain BC, pp. 98–104 and 246–50.
  17. C. Scarre, Monuments and Landscape in Atlantic Europe: Perception and Society During the Neolithic and Early Bronze Age (Routledge, 2002), p. 125.
  18. Moffat, Before Scotland, p. 182.
  19. B. Cunliffe, Iron Age Communities in Britain: An Account of England, Scotland and Wales from the Seventh Century BC Until the Roman Conquest (Routledge, 2004), p. 60.
  20. N. Dixon The Crannogs of Scotland: An Underwater Archaeology (Tempus, 2004).
  21. Cunliffe, Iron Age Communities in Britain, p. 325.
  22. V. Turner, Ancient Shetland (B. T. Batsford/Historic Scotland, 1999), p. 81.
  23. J. D. Hill, "How did British middle and late pre-Roman societies work (if they did)?", in T. Moore, X.-L. Armada, eds, Atlantic Europe in the First Millennium BC: Crossing the Divide (Oxford University Press, 2012), p. 244.
  24. J-D. G. G. Lepage, British Fortifications Through the Reign of Richard III: An Illustrated History (McFarland, 2012), pp. 25 and 31.