د سړک غاړې ونې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سړک غاړې ونې له هغو ونو عبارت دي چې د سرک په دواړو غاړو او مځننی برخه کې بې ثمره شنې ونې او گلان کرل له یوې خوا د سرکونو د ښکلا سبب گرځي همدارنگه له بلې خوا د ورځې له خوا په سرک باندې سیوری کوي او د شپې لخوا د مقابل لوري د موټرو د چراغونو رڼا کموي او مقابل لوري موټر چلوونکي ته مزاحمت نه کوي او د هغه سترگې نه اخلې چې په نتیجه کې د سرک څخه د موټر د کیږیدو او چپه کیدو یا ټکر څخه مخنیوی کوي.

د سرک په دواړو غاړو او منځنی برخو کې ونې د لاندې موخو او هدافو د پاره ايښودل کیږي :[سمول]

1- په سرک باندې سیوری کوي 2- د سرک د ښکلا سبب گرځي 3- د شپې لخوا مقابل لوري د موټر چراغونه مزاحمت نکوي یا کموالی پکې راځي 4- د خاورو او گرد څخه مخنیوی کوي 5- د باد پواسطه سره د خاورو او ریگ څخه مخنیوي کوي 6- د ښار دورنما ته ښایست ورکوي 7- د ونو له لرگیو څخه گټه اخیستل کیږي 8- د موټرو د غږ د امواجو د انعکاس او راتلو څخه مخنیوی کوي 9- د موټرو دود او گازات تصفیه کوي څه ډول ونې باید د سرک په غاړو کيښودل شي ؟

د سرک د غاړو د ونو انتخاب او ټاکنه په لاندې عواملو پورې اړه لري[سمول]

1- د خاورې نوعیت 2- د اوبه کولو شرایط 3- موقعیت او ځای 4- اقلیمي شرایط

انتخاب شوې ونې باید څه ډول صفات ولري ؟[سمول]

1- داسې ونې باید وي چې ډیر سیوری کوي 2- بې ثمره یا بې میوې لرونکې ونې وي 3- په آساني سره کرل یا ايښودل کیږي 4- په لږ وخت کې ډیرې غټې او لویې شي 5- ونې د شاخ بری ، ترتیب او تنظیم قابلیت ولري 6- داسې ونې وي چې عمر یې زیاد وي 7- داسې ونې وي چې تل شنې وي 8- داسې ونې وي چې له لرگي څخه یې گټه اخیستل کیږي 9- داسې ونې نه وی چې پرته له پاڼو او شاخونو څخه د چنار په شان ډیرې لوړیږي

تړلې لیکنې[سمول]

ونه کرنه