Jump to content

د سپېس اېکس ستورمزلي توغندي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سپېس اېکس شرکت فضا ته د خپلو سپوږمکیو د لېږلو او د خپلو نورو اکتشافي چارو د ترسره کولو په موخه ستورمزلي توغندي تولید کوي. سپېس اېکس اوس مهال د فالکون ۹ فول ټرسټ کورنۍ د منځنۍ کچې توغندي او همدارنګه دارنه فالکون توغندي تولیدوي چې دواړه د درنو فالکون توغندیو کورنۍ ته اړوندېږي – دواړه ډوله دغه توغندي د سپېس اېکس مرلین له ماشینونو څخه ګټنه کوي او همدارنګه یې په لومړنۍ برخه کې بېرته کارېدونکي وسایل کارول کېږي چې له وي ټي وي ال (VTVL) ټکنالوژۍ څخه کار اخلي. په ۲۰۲۳ زکال کې دغه شرکت د سټارشېپ په نامه توغندیو او د هغو په داسې توغوونکي سیسټم کار وکړ چې په بشپړه توګه د بیا ګټنې وړ دي او په راتلونکي کې به په بشپړه توګه د فالکون ۹ او فالکون هېوي ځای ونیسي.

د ځمکې مدار ته د سپېس اېکس لومړنی لېږل شوی توغندی فالکون ۱ و چې د مایع سون توکو څخه په کې ګټنه شوې؛ دغه توغندی په بشپړه توګه په خصوصي بڼه جوړ شوی و؛ د دغه توغندي په لومړۍ او دویمه برخه کې له مرلین او کسټرل ماشینونو څخه ګټنه شوې وې. د فالکون ۱ ډول ته اړوند توغندي له ۲۰۰۶ زکال څخه تر ۲۰۰۹ زکال پورې پنځه ځله له اوملېک ټاپو څخه فضا ته ولېږل شول – د فالکون ۱ اي (Falcon 1e) او فالکون ۵ ماډلونو د جوړولو لپاره هم پلان شتون درلود، خو هېڅکله ورباندې کار ونشو. د فالکون ۹ توغندي لومړی پرمختللی ماډل چې په دواړو برخو کې یې له پرمختللو مرلین ماشینونو څخه ګټنه شوې وه، د متحده ایالاتو د هوايي ځواک د تکامل موندلو توغندیو د پروګرام او د ناسا د سوداګریزو مداري ټرانسپورټي خدمتونو د پروګرام د برخې په توګه پراختیا ومونده. دغه توغندی د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۰ زکال کې له کېپ کاناورال څخه فضا ته ولېږل شو؛ ورپسې د فالکون ۹ وي ۱.۱ (Falcon 9 v1.1) توغندي په ۲۰۱۳ زکال کې د هغو ځای ونیو چې له ونډنبرګ څخه فضا ته وتوغوول شو. د فالکون ۹ پول ټرسټ او فالکون هېوي په نامه د توغندیو نوي ډولونه په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۸ زکلونو کې رامنځته شول او دواړه دغه ډولونه بیا له کېپ کاناورال او ونډنبرګ سربېره د کنېډې له فضايي مرکز څخه هم فضا ته لېږل کېدل.

نوم اېښودنه[سمول]

د سپېس اېکس عامل مدیر ایلان ماسک څرګنده کړې چې د فالکون ۱، ۹ او هېوي نومونه یې د سټاروارز سریال د میلینیوم فالکون توغندي څخه په اقتباس غوره کړي دي. [۱]

اوسني ستورمزلي توغندي[سمول]

Falcon Heavy[سمول]

فالکون هېوي[سمول]

فالکون هېوي فضا ته توغوول کېدونکی تر ټولو دروند توغندی دی چې د سپېس اېکس له خوا طراحي او جوړ شوی دی. فالکون هېوي د فالکون۹ توغندي ډول دی چې د هغو درې لومړنۍ برخې په کې شاملې دي: یوه پیاوړې شوې مرکزي هسته او دوه اضافي جانبي پیاوړي کوونکي یا بوسټرونه. درې واړه بوسټرونه د بیاځلي ګټنې په موخه طراحي شوي، په داسې توګه چې په اضافي الوتنو کې یې د بار د زیاتوالي شتونتیا هم شتون لري. د فالکون هېوي د لومړني پرواز لپاره ځانګړي شوي جانبي بوسټرونه د فالکون ۹ له دوه وړاندنیو ماموریتونو څخه بېرته ترلاسه شوي و. سپېس اېکس د ۲۰۱۸ زکال د فبروري په ۶مه نېټه په بریالیتوب سره وکولای شول فالکون هېوي فضا ته ولېږي، ورته مهال یې د ماسک شخصي ټېسلا روډسټر برېښنايي موټر تر هغه ځایه ورسوه چې نور د مریخ مدار ته اړوند کېده. [۲]

Falcon 9 "Full Thrust"[سمول]

فالکون ۹ «پول ټرسټ»[سمول]

د فالکون ۹ فول ټرسټ ماډل د فالکون ۹ وي ۱.۱ ماډل پرمختللې بڼه ده. دغه توغندی د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۵ زکال د ډسمبر په ۲۲مه نېټه د کېپ کاناورال د او آر بي کام- ۲ (ORBCOMM-2) له اس ال سي- ۴۰ (SLC-40) توغولو له ځای یا لنچ پډ څخه فضا ته ولېږل شو.

د دغه توغندي په لومړنۍ برخه کې د مایع اکسیجن یوې زېرمې شتون درلود چې په هغو کې مخته وړونکي یخ شوي مواد اضافه شوي و څو په پریمانه کچه سون توکي په هماغه کچه ټانکۍ کې ځای شي. په دویمه برخه کې یې هم د سون توکو د ټانکۍ ظرفیت اضافه شوی دی. دغه زیاتوالی له پخواني توغندي څخه د دغه توغندي د ۳۳ سلنه اضافي فعالیت لامل ګرځي. تر اوسه د دغه ډول توغندي پنځه فرعي برخو د خپل فعالیت ظرفیت بشپړ کړی او یوازې د فالکون ۹ پنځم بلاک لا فعال دی. [۳]

جوړښت یې هم په داسې توګه دی چې لومړۍ برخه یې بېرته راکوزېږي او بیاځلي ترې ګټنه کېږي، آن تر دې چې کېدای شي د اضافي بار د وړو لپارهم تنظیم شي.

د پراختیا په حال کې[سمول]

سټارشېپ[سمول]

سټارشېپ دوه برخې لرونکی تر ټولو لوی امریکايي توغندی دی چې اوس مهال یې پراختیايي چارې د سپېس اېکس فضايي شرکت له خوا مخته وړل کېږي. دغه توغندی اوس مهال تر ټولو لوی او ځواکمن توغندی دی چې توغوولو ته د چمتو کولو تر چارو لاندې دی. سټارشېپ په بشپړه توګه بېرته د استفادې وړ توغندی دی؛ په دې معنا چې له ماموریت وروسته یې دواړې برخې بیا هم کارول کېدونې دي او ګټنه ترې کېدای شي. [۴][۵][۶]

د سټارشېپ ستورمزلی د سپېس اېکس د فالکون ۹ او فالکون هېوي توغندیو د ځای نیونې په موخه طراحي شوی چې کولای شي د سپېس اېکس سټارلېنک سټلایټ جوړښت او همدارنګه د پرواز خدمه د ځمکې لاندني مدار او مریخ ته ولېږدوي. دغه توغندی د مریخ د استعمار په موخه د سپېس اېکس د هیلې د بشپړتیا لپاره اړین دی. سپېس اېکس هوډ لري چې له دغه توغندي څخه د سون توکو د لېږدونکي ګټنه هم وکړي او نورو سټارشېپونو ته د سون توکو په ورکولو سره هم مهاله سپوږمۍ، د ځمکې مدار او مریخ ته سفرونه وکړای شي. ورته مهال ناسا هم د سپوږمۍ په سطحه باندې د سټارشېپ د ناسته کوونکي ډول د جوړولو هوکړه کړې څو وکولای شي په ۲۰۲۵ زکال کې د آرتمیس پرورګام د برخې په توګه ستورمزلي د سپوږمۍ په سطح کښته کړي؛ د دغې چارې لپاره ټاکل شوې نېټه د ۲۰۲۶ زکال سپټمبر میاشتې ته ځنډېدلې ده. . [۷]

سټارشېپ له یو سوپرهېوي بوسټر او سټارشېپ فضايي واسطې څخه جوړ دی چې دواړه له رپټور موتورونو څخه انرژي ترلاسه کوي؛ دغه موتورونه میتان او مایع اکسیجن سوزوي. دواړې برخې د کاربن د پولیمیر پر ځای چې په پخوانیو طرحو کې ترې ګټنه شوې له نه زنګ وهونکو فولادو څخه جوړې شوې دي. د هغو بوسټر په داسې توګه طراحي شوی چې د توغوولو په برج کې د وصلو میخانیکي نیونکو برخو سره له نښلېدو وړاندې خپله چټکتیا کمه کړي.

سپېس اېکس څرګنده کړې چې د سټارشېپ لپاره یوه اوږد مهاله موخه مکررو فضایي توغوونو ته په لږ بودیجه باندې لاسرسی دی. دغه پراخېدنه د داسې تکراري او اضافه کېدونې کړنلارې څخه پیروي کوي چې په هغو کې د لومړنیو نمونو ازمیښتي الوتنې هم شاملې دي او تر ډېره پورې له منځه وړونکې هم دي. د سټارشېپ د بشپړ سیسټم لومړنۍ پروازي ازموینه د ۲۰۲۳ زکال د اپرېل په ۲۰مه نېټه ترسره شوه، په دغه ازموینه کې یو توغندی له دریو ماشینونو څخه وتوغوول شول او له توغوولو ۴ دقیقې وروسته د کنټرول د له لاسه ورکولو وروسته د توغوونکې وسیلې د له منځه تلو لامل وګرځېد. دویمه ازمیښتي الوتنه یې د ۲۰۲۳ زکال د نومبر په ۱۸مه نېټه ترسره شوه چې نږدې ۳۰ ثانیې وروسته د سوپرهېوي بوسټر د چاودنې له امله یې د بوسټ بک برن پر مهال په انجن کې ګڼ شمېر ستونزې رامنځته کړې، خو د جلاتوب پړاو ته یې لاسرسی وموند. ورته مهال پورتنۍ برخه یې وړاندې له دې چې مدار ته ورسېږي له توغوولو اته دقیقې وروسته ورکه شوه.

د سټارشېپ پراختیايي چارو د هوایي چلن د فدرال ادارې او سپېس اېکس پر وړاندې د ګڼ شمېر چاپېریال پالونکو ډلو اعتراضات راپارولي. یو شمېر چاپېریال پالونکي د تکزاس په بوکا شیکا کې د دغه ستورمزلي توغندي پراختیایي چارې په یو شمېر نوعو لکه د انقراض له ګواښ سره د مخ سمندري کیشپانو، نږدې ځنګلونو او همدارنګه د حیواناتو په ملي پناه ځایونو اغېزمنې بولي او اړوند یې اندېښنه څرګنده کړې ده. [۸][۹]

نه کارول کېدونکي[سمول]

فالکون ۱[سمول]

فالکون ۱، کوچنی او تر ډېره بریده بېرته کارول کېدونکی توغندی دی چې کولای شي څو سوه کیلوګرامه وزن د ځمکې تر لاندني مدار پورې ورسوي. همدارنګه یې د فالکون ۹ د برخو په پراختیا کې د یو ستر ازمیښتي بستر په توګه عمل کړی دی. د فالکون ۱ لومړنۍ الوتنې د آرام سمندر په کواجالین مرجاني ټاپو کې د متحده ایالاتو د دولت له وړیا ازمایښتي سایټ څخه پیل شوې چې له دغه سایټ څخه د ځمکې مدار ته د لومړني توغندي د لېږلو لومړنۍ هڅه وه. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د فالکون ۹ لومړنی ډول[سمول]

د فالکون ۹ لومړنۍ نمونې (Falcon 9 v1.0) ته له ۲۰۰۵ زکال څخه تر ۲۰۱۰ زکال پورې پراختیا ورکړل شوه او د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۰ زکال کې فضا ته وتوغوول شو؛ دغه ستورمزلی توغندی له ۲۰۱۰ زکال څخه تر ۲۰۱۳ زکال پورې پنځه ځله فضا ته وتوغوول شو، تر هغه چې له کاره ولوېد.

سرچينې[سمول]

  1. "Joseph Gordon-Levitt at SpaceX". Youtube. مخونه timeindex 2:25. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Harwood, William (2018-02-06). "SpaceX Falcon Heavy launch puts on spectacular show in maiden flight". CBS News. لاسرسي‌نېټه ۰۶ فبروري ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. SpaceX (2015-12-21). "ORBCOMM-2 Full Launch Webcast". YouTube. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. (په 2024-03-14 باندې). What Is SpaceX's Starship? It's Really a Mars Ship.. The New York Times.
  5. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  6. (په 29 September 2019 باندې). Elon Musk says SpaceX's Mars rocket will be cheaper than he once thought. Here's why. CNN Business.
  7. "Musk hopes "Mechazilla" will catch and assemble the Starship and Super Heavy boosters for rapid reuse". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  9. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  10. "Falcon 9 Overview". SpaceX. 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ جنوري ۲۰۱۲ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۱ ډيسمبر ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. (په 2007-03-22 باندې). SpaceX'sFalcon-1 Briefly Reaches Space.
  12. (په 2006-03-26 باندې). Article: Fuel Leak and Fire Led to Falcon 1 Rocket Failure, SpaceX Says.
  13. (په 2006-03-26 باندې). SpaceX's Inaugural Falcon 1 Rocket Lost Just After Launch.
  14. (په 2008-08-16 باندې). Video of SpaceX Falcon 1 Flight 3 Launch Shows Stage Separation Anomaly.
  15. "SpaceX Successfully Launches Falcon 1 To Orbit" (Press release). SpaceX. 28 September 2008. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ جنوري ۲۰۱۳ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۰۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Rowe, Aaron (2009-07-14). "SpaceX Launch Successfully Delivers Satellite Into Orbit". Wired Science. لاسرسي‌نېټه ۱۴ سپټمبر ۲۰۰۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)