د سویلي تایلنډ بلوا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سویلي تایلنډ بلوا (په تایلنډي ژپه کې: ความไม่สงบในชายแดนภาคใต้ของประเทศไทย; ؛ په ملاوي ژبه کې: Pemberontakan di Thailand Selatan) په سویلي تایلنډ کې روانې شخړې دي. دا شخړې په ۱۹۴۸ ز کال کې د توکمیزه او دیني بېلتون پلوه بلوا په بڼه په تاریخي ملاوي پتاني سیمه کې را پورته شوې، چې د تایلنډ دری سویلي ولایتونه او د څلورم ولایت یوه برخه تر پوښښ لاندې راولي، خو د ۲۰۰۰م کلونو له پیل راهیسې د مخدره توکو د ډلو (کارتلونو)، د تېلو د قاچاق د کړیو او کله ناکله د سمندري غلو د بریدونو له امله یې پېچلی او پراخېدونکې بڼه خپله کړې ده. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

د پټاني پخوانی سلطنت چې د سویلي تایلنډ پټاني، یالا، ناراتیوات (مینارا) یې تر پوښښ لاندې وو او د دریو سویلي سرحدي ولایتونو (SBP) په نوم هم یادېږي، او همدارنګه د ګاونډي سونګکلا (سینګولا) ولایت ځینې برخې او د مالیزیا شمال ختیځه برخه (کېلانتان) یې تر پوښښ لاندې وو، د سیام د سلطنت له لوري په ۱۷۸۵ کال ونیول شوې، له هغه وخت راهیسې، پرته له کېلانتان څخه، د تایلنډ له خوا اداره کېږي. [۷]

که څه هم د ټیټې کچې د بېلتون غوښتونکو تاوتریخوالی د څو لسیزو راهیسې په سیمه کې موجود و، دا مبارزې له ۲۰۰۱ کال وروسته پراخې شوې چې په ۲۰۰۴ کال کې بیا تکرار شوې او ځینې وختوته نورو ولایتونو ته هم غځېدلې دي. په هغه پېښېو کې چې په بنکاک او فوکیټ کې را منځ ته شوې دي، سویلي بلواګر په کې ملامت ګڼل کېږي.  [۸][۹]

لومړي وزیر تاکسین شیناواترا د ۲۰۰۵ کال په جولای کې، د سویلي تاوتریخوالی سره د مبارزې لپاره پراخ بېړني واکونه په غاړه واخیستل، خو بلوا لا نوره هم پراخه شوه. تاکسین شیناواترا د ۲۰۰۶ کال کال د سپتمبر په ۹۱ نېټه د یوې پوځي ډلې د کودتا پر مټ له واکه لرې شو. پوځې ډلې د تاکسین د پخوانۍ کړنلارې پر ځای د بلواګرو د "زړونو او ذهنونو" د ګټلو د کمپاین یو لوی سیاسي بدلون په لاره واچو. پوځې ډلې د تاوتریخوالي په مخنیوي کې د لږ پرمختګ تر څنګ، اعلان وکړ چې امنیت ښه شوی او په ۲۰۰۸ کال کې به په سیمه کې سوله راشي. خو د مړینو شمېر د ۲۰۰۸ کال تر مارچ پورې له ۳۰۰۰ واوښت.  [۱۰][۱۱][۱۲]

د ابیسیت ویجاجیوا تر مشرۍ لاندې د دیموکرات حکومت په اوږدو کې، د بهرنیو چارو وزیر کاسیت پیرومیا د "خوشبیني" وښوده او ویې ویل چې په ۲۰۱۰ کال کې سیمې ته د سولې په راوستلو باوري دی. خو د ۲۰۱۰ کال په پای کې د بلواګرو تاوتریخوالي نور هم زور وموند چې د حکومت خوشبیني یې ګډوډه کړه. په پایله کې حکومت د ۲۰۱۱ کال په مارچ میاشت کې ومنله چې تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی او په څو میاشتو کې د حل وړ ندی.  [۱۳][۱۴][۱۵]

له تایلنډ څخه د پټاني سیمې لپاره ځايي مشرانو په پرله پسې ډول د لږ تر لږه یوې کچې خپلواکۍ غوښتنه کړې او یو شمېر بلواګرو بېلتون غوښتونکو غورځنګونو د سولې د خبرو اترو لپاره یو لړ غوښتنې وړاندې کړې دي. خو دا ډلې تر ډېره حده د باریسان انقلابي ناسیونال – کواردیناسی له لوري، چې دا ډله د بلواګرۍ مشري کوي، په پراخه کچه څنډو ته ګوښه شوي دي. نوموړې ډله د خبرو لپاره هېڅ دلیل نه ویني او له نورو یاغي ډلو سره د خبرو په اړه مخالفت کوي. د خپل نږدې هدف په توګه، BRN-C غواړي سویلي تایلنډ له کڼتروله وباسي او په دې کار تر ډېره حده بریالي شوي هم دي.[۱۶]

د بلواګرو د ځواک اټکلونه په پراخه کچه توپیر لري. جنرال پالوپ پنماني په ۲۰۰۴ کې ادعا وکړه چې په دې ځای کې یوازې ۵۰۰ سخت دریځه جهادیان شته. د نورو اټکلونو له مخې تر ۱۵۰۰۰ پورې وسله وال بلواګر موجود دي. د تایلنډ ځینې شنونکي د ۲۰۰۴ په شاوخوا کې په دې اند وو چې بهرنۍ اسلامي ترهګرې ډلې سیمې ته نفوذ په حال کې دي او بهرنۍ مرستې او وسلې راوړل کېږي، خو بیا هم، دا ډول ادعاګانې د اوړوند نورو نظرو پر بنسټ رد شوې او وړاندیز کوي چې دا یوه څرګنده سیمه ییزه شخړه ده.

په دې پخوانۍ توکمیزه بېلتونپاله بلوا کې د ۲۰۰۴ او ۲۰۱۵ کلونو تر منځ له ۶۵۰۰ ډېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۱۲۰۰۰ نور ټپیان شوي دي، چې اوس مهال یې د سخت دریځو جهادي ډلو له لوري مشري کېږي او د تایلنډي بودايي لږکیو او ځايي مسلمانانو پر وړاندې چې منځلاری چلند لري، یا دا چې د تایلنډ د حکومت ملاتړ کوي، فعالیت کوي.

سرچينې[سمول]

  1. "Thailand/Malay Muslims (1948–present)". University of Central Arkansas. مؤرشف من الأصل في ۳۰ سپټمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "ยาเสพติด : ปัญหาภัยแทรกซ้อนในจังหวัดชายแดนภาคใต้" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۵ ډيسمبر ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "ยิ่งจับยิ่งเยอะ รวบแก๊งค้ายาบ้าจังหวัดชายแดนใต้ พร้อมของกลางกว่า 7 แสนเม็ด". 29 November 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "ผ่าเครือข่ายน้ำมันเถื่อนใต้ ผลประโยชน์หมื่นล้าน". bangkokbiznews.com/. 8 August 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "แกะรอยเส้นทาง'เสี่ยโจ้'คนโตชายแดนใต้?". bangkokbiznews.com/. 20 June 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "จับ8โจรสลัดปล้นเรืออินโดฯรุกน่านน้ำไทย". posttoday.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "South Thailand Security Report – July 2014". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 14 June 2007 باندې). Police say bomb at soccer match in southern Thailand wounds 14 officers. The San Diego Union-Tribute
  9. "27 wounded as 3 blasts hit Songkhla tourist area". Bangkok Post. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  10. "Mid-November 2007 update on the insurgency". Janes.com. 19 November 2007. مؤرشف من الأصل في ۰۳ ډيسمبر ۲۰۰۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 1 May 2008 باندې). Thai military says security improving. USA Today.
  12. "Bloodshed part of daily life in Thailand's Muslim south". 19 March 2008. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ مې ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Thailand can quash insurgency by year-end: minister". 2 February 2010. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ فبروري ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Giglio, Mike (14 January 2011). "Thailand Tries to Project Normality". Newsweek. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ جنوري ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په 7 March 2011 باندې). Thailand says southern unrest worsening.
  16. Zachary Abuza, The Ongoing Insurgency in Southern Thailand, INSS, p. 20