د سوریې کلتور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سوریه یوه دودیزه ټولنه ده، چې یو اوږد کلتوري تاریخ لري. کورنۍ، مذهب، زده کړو او خپلې روزنې او درناوي ته ارزښت ورکول کېږي. د دودیزو هنرونو لپاره د سوریانو ذوق په نڅا کې ښکاره کېږي؛ لکه د السماح نڅا، دابکیه له ټولو بڼو سره یې او د تورو نڅا. د واده مراسم د عامیانه رسومو او ادابو د ښکارونې لپاره یو مناسبت دی. [۱][۲]

د اوګاریټ (نننی راس شمرای) کاتبانو له میلاد نه مخکې په څلورمه پېړۍ کې مېخي الفبا رامنځته کړه. دغه الفبا د انګلیسي ژبې په اوسني پېژندل شوي ترتیب سره لیکل شوې، خو توري یې توپیر لري. [۳]

لرغونپېژندونکو په لرغوني تاریخي ښار ابلا (نننی تل مردیخ) او د هغه په شاوخوا کې د عراق او مصر له سیال کلتور سره ډېری لیکنې او شواهد موندلي دي. وروسته بیا سوري پوهانو او هنرمندانو له هلنیستي او رومي کلتور او فکر سره مرسته وکړه. سیسرو په اتن کې د انتیوخوس اسکالون زده کوونکی و او د پوزیدونیوس اپامیا لیکنو پر لیوي او پلوتارک اغېز وښېنده. [۴][۵][۶]

ادبیات[سمول]

سوریانو له پېړیو راهیسې د عربي ژبې له ادبیاتو سره مرسته کړې او سوري لیکوالانو په ۱۹مه پېړۍ کې د عربي کلتور او ادب په بیا راژوندي کولو کې مهمه ونډه لرلې ده. د سوریې د اوسنیو غوره لیکوالانو له ډلې؛ آدونیس، محمد مغوت، حیدر حیدر، غاده السمان، نزار قباني او زکریا تامر دي.[۷]

په ۱۹۴۸ز کال کې د ګاونډي فلسطین وېش او د اسراییلو رامنځته کېدل د سوریې د لیکلو په سیسټم کې نوې د بدلون نقطه وه. ادب اللتزم (د سیاسي تعهد ادبیات)، چې تر ډېره له ټولنیز ریالیزم سره سمون لري، په ټوله کې د مخکینیو پېړیو د رومانټیک بهیر ځایناستی شو. حنا مینا، چې هنر د هنر لپاره یې نه مانه او د خپل دور له سیاسي او ټولنیزو مسایلو سره مخ وه، نو په دغې دوره کې د سوریې له تر ټولو غوره ناول لیکوونکو نه شمېرل کېدله. په ۱۹۶۷ز کال کې تر شپږ ورځینۍ جګړې وروسته ادب النسکا (د ماتې ادبیات) د اعرابو له ماتې سره لاس او ګرېوان وو.

د تاریخي ناول ژانر، چې د نبیل سلیمان، فواز حدید، خیری الذهبي او د سیریس بنسټ له خوا مشهور شو، ځینې وخت د  یوې وسیلې په توګه د حال زمانې د نقد لپاره د تېر وخت د انځورنې له لارې ترې کار اخیستل کېده. د سوریې عامیانه روایت، چې د تاریخي داستان یو فرعي ژانر دی، له جادویي ریالیزم سره ګډ دی او د حال زمانې د پټ انتقاد لپاره ترې د یوې وسیلې په توګه کار اخیستل کېږي. سلیم برکات په سویډن کې سوریي کډوال دی، چې د دغه ژانر غوره څېره ده. د سوریې په معاصرو ادبیاتو کې علمي تخییلي او راتلونکې ارمان ښاري (نوحاد شریف، طالب عمران) شامل دي، چې ښایي د مخالفت لپاره د یوې رسنۍ په توګه کار وکړي. 

شاعري[سمول]

سوریه تل د عربي شعر د نوښت له پلازمېنو نه وه او د شفاهي او لیکني شعر ویاړ لري. دغه شعر د عربي په کلاسیکو او دودیزو ژانرونو کې د فرانسوي رومانټیکو اثارو تر اغېز لاندې و، چې د فرانسې د حکومت پرمهال دغه هېواد ته راغلی و او ورسره یې مرسته وکړه.

د سوریې یو له غوره شاعرانو نه بدوي الجبل دی او د هغه شعري سبک د عربي کلاسیک نثر دی، چې د عباسيانو د منسوخو روایاتو پر اساس و. اثار یې تر ډېره د خپلې جلاوطنۍ، فقر او سیاسي فعالیتونو تر اغېز لاندې وو. بدوي الجبل د «لرغوني مکتب تر ټولو لوی شاعر» ګڼل کېږي. [۸]

موسیقي[سمول]

د سوریې پلازمېنه دمشق، له ډېر وخت راهیسې د عربي نړۍ د کلتوري او هنري نوښتونو پلازمېنه ده په ځانګړې توګه د عربو په کلاسیکه موسیقي کې یې مهمه ونډه لرلې ده. سوریې هم د پان عرب څو ستوري تولید کړي دي؛ لکه: اسماهان، فرید الاطرش او سندرغاړی لنا چمامیان. د حلب ښار د مووششاه، چې د اندلس د شعر یوه بڼه ده او د صبري مدالل له خوا دود شوی دی او همدارنګه د نامتو ستورو لکه د صباح فخري له امله مشهور دی. [۹][۱۰]

د سوریې فولکلوریکه موسیقي زیاتره پر عود، نی او لاسي ډولونو ولاړه ده او ورسره لږ غږېزه بڼه هم لري. په کوچیاني سیمو کې بیډوین موسیقي دود ده، چې پر میزمار او رباب ولاړه ده. [۱۱]

معماري[سمول]

د لرغونو ښارونو دودیز کورونه په دمشق، حلب او د سوريې په نورو ښارونو کې ساتل شوي دي او په بېلابېلو سیمو کې په دودیز ډول د ژوند کولو لپاره ځایونه جوړ شوي دي، چې په مینځ کې یې یوه فواره ده، چې د چینې له اوبو نه سرچینه اخلي او د سیټروس پر ونو، انګورو او ګلانو ډیزاین شوي دي. [۱۲]

رسنۍ[سمول]

په ۱۹۶۰ز کال کې په سوریه کې تلویزیون جوړ شو دا هغه مهال و، چې سوریه او مصر(چې په هماغه کال کې یې تلویزیون ومانه) د متحده عربي جمهوریت برخې وې. تر ۱۹۷۶ز کال پورې د تور او سپین په بڼه ښودل کېده. د عربو اتحادیې په رسمي ډول د سپوږمکۍ له اپرېټرانو عربسات او نیلست نه وغوښتل، چې په ۲۰۱۲ز کال کې د سوریې رسنۍ بندې کړې. [۱۳][۱۴]

د ۱۹۷۰ لسیزې تر پایه، د سوریې د سینما په برخه کې خصوصي سکټور و، خو خصوصی پانګې اچونې په هغه مهال کې د ګټورو تلویزیوني سریالونو سوداګرۍ ته غوره والی ورکړ. سوریي سریالونه په بېلابېلو سبکونو کې (خو ټول میلوډراماټیک) په ټوله ختیځه عربي نړۍ کې ښه بازار لري.[۱۵]

لوړپوړي بېلابېل استخباراتي سازمانونه اداره کوي؛ لکه: شعبت المخبره العسکریه، چې زیاتره کارکوونکي ګماري. [۱۶][۱۷]

خواړه[سمول]

سوریي خواړه د اولیه موادو له نظره غني او جلا دي او د سوریې له یوې سیمې نه چې یو ډول ځانګړي خواړه ترې سرچینه اخلي، اړه لري. سوري خواړه زیاتره د سویلي مدیترانې، یونان او د لوېدیځې سویلي اسیا له خوړو جوړ شوي دي. ځینې سوري خواړه له ترکي او فرانسوي خوړو نه هم رامنځته شوي دي؛ لکه شیشلیک کباب، شین کدو، یبرا (د انګورو پاڼې، د یاپرا کلیمه له ترکي کلیمې یاپراک نه اخیستل شوې، چې د پاڼې معنا لري).

د سوریې اصلي خواړه دا دي: کیبه، حمص، تبوله، فتوش، لبنه، شاورما، مجدره، شنکلیش، پاستیرمه، سوجوک او باقلوا. باقلوا له فیلو شیریني نه ډک شوي خواړه دي، چې له مغز لرونکو مېوو او شاتو نه جوړېږي.

سپورټ[سمول]

په سوریه کې نامتو سپورټ فوټبال، بسکېټبال، لامبو او ټینیس دي. دمشق د پان عرب د پینځم او اووم دور د لوبو کوربه و. په داسې حال کې، چې لاذقیه ښار د سوریې اصلي بندر د مدیترانه یي لوبو د لسم دور کوربه و.

که څه هم په دمشق کې د عباسین لوبغالی د سوریې د فوټبال د ملي لوبډلې کوربه دی؛ نو زیاتره ځایي ټیمونه په نورو ښارونو او سټېډیمونو کې مېشت دي. د سوریې ملي ټيم د حضور د جواز په اخیستو سره د اسیا د ملتونو د جام په څلورو لوبو کې بریاوې خپلې کړې. د دغه ټیم لومړۍ لوبه د ۱۹۴۹ز کال د نومبر په ۲۰مه وه، چې ترکیې ته یې د 7–0 وبایلله. د سوریې لویه بریا د مالدیف پر وړاندې وه، چې د ۱۹۹۴ز کال د جون په ۴مه یې هغوی ته 12-0 ماتې ورکړه. دغه لوبډله له ۲۰۱۸ز کال را په دېخوا د فیفا له خوا په نړیواله کچه ۷۵ مقام لري.

سرچينې[سمول]

  1. Hopwood, Derek (1988). Syria 1945–1986: Politics and Society. Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-04-445039-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Salamandra, Christa (2004). A New Old Damascus: Authenticity and Distinction in Urban Syria. Indiana University Press. د کتاب پاڼې 103. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-253-21722-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Gordon, Cyrus Herzl (1965). The Ancient Near East. W.W. Norton & Company Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-393-00275-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. An up-to-date account for the layman, written by the head of the archaeological team that uncovered Ebla is Paolo Matthiae, The Royal Archives of Ebla (Skira) 2007.
  5. کينډۍ:Cite EB1911
  6. Plutarch, Cicero, c. 4; Lucullus, c. 4; Cicero, Academica, ii. 19.
  7. "OCA » Syrian Arab Republic". ocasia.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ اگسټ ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Auden, W. H. (2005). "Al-Badawi, Jabal". In Alan Parker; Mark Willhardt (المحررون). Who's Who in Twentieth Century World Poetry. Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781134713769. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Традиционное искусство пения в контексте современного музыкального образования сирии". cyberleninka.ru. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "المعهد العالي للموسيقا". him-damascus.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. South, Coleman; Jermyn, Leslie (2005). Syria. د کتاب پاڼې 102. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780761420545. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Salamandra, Christa (2004). A New Old Damascus: Authenticity and Distinction in Urban Syria. Indiana University Press. د کتاب پاڼې 103. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-253-21722-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Blocking of Syrian television is justified". The National. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Syrian president to address parliament in 1st speech since January - 6/3/2012 2:36:55 AM | Newser". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Salti, Rasha (2006). Insights Into Syrian Cinema: Essays and Conversations with Contemporary Filmmakers. ArteEast. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-892494-70-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. hundreds of thousands of mukhabarat" according to dissident Riad Seif source: Wright, Robin, Dreams and shadows, the Future of the Middle East, Penguin Press, 2008, p.230
  17. "more than one dozen intelligence agencies" source: Wright, Robin, Dreams and shadows, the Future of the Middle East, Penguin Press, 2008, p.214