د سند د اوبو تړون
د سند د اوبو تړون (IWT) د هندوستان او پاکستان تر منځ د اوبو د وېش تړون دی، چې نړيوال بانک د سند په سيند او د دې سيند په مرستيالو ويالو (معاون يا مرستيال سيندونه) کې د شته اوبو د استعمال لپاره ترتيب او مذاکره کړی و. دا تړون د 1960ز کال د سپتمبر په نولسمه په کراچۍ کې د هغه مهال د هندوستان د لومړي وزير جواهر لال نهرو او د پاکستان د ولسمشر ايوب خان له خوا لاسليک شوی و.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
دا تړون د درې ختيځو سيندونو – بياس، راوي او ستلج د اوبو اوسط کلني جريان يو څلوېښت مليارده m3 (33 ميليونه ايکړه "جريب" فوټه)- واک هندوستان ته ورکوي، په داسې حال کې چې د درې لوېديځو سيندونو-سند، چناب او جهلم د اوبو اوسط کلني جريان 99 ميليارده m3- اختيار پاکستان ته ورکوي. هندوستان د سند د سيستم په مټ تر لاسه کېدونکو ټولو ابو تقريباً 20٪ په اختيار کې لري، په داسې حال کې چې پاکستان 80٪ اوبه په واک کې لري. دا تړن هندوستان ته اجازه ورکوي چې د لوېديځ سيند اوبه د محدود اوبه خور استعمال لپاره وکاروي، همدا راز د برېښنا تر لاسه کولو، بېړۍ چلولو، شتمنيو د لېږدولو، کب نيونې، او نورو په څېر فعاليتونو لپاره د غېر محدود استهلاکي استعمال اجازه ورکوي. دا تړون په لوېديځو سيندونو د پروژو په ودانۍ کې د هندوستان لپاره تفصيلي مقررات جوړوي. د دې تړون سريزه د ښه نيت (پيرزوينې)، ملګرتيا او همکارۍ پر بنسټ د سند د سيند د اوبو تر ټولو زيات استعمال کې د هر هېواد حقوق او مسئوليتونه په ګوته کوي. دې تړون د پاکستان دا اندېښنې نه دي کمې کړي چې هندوستان کولای شي په پاکستان کې په ممکنه ډول سيلابونه يا وچکالي منځ ته راوړي، په ځانګړي ډول د جګړې پر مهال.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
په 1948ز کال کې، د دې سيند سيستم د اوبو حقوق، د هندوستان او پاکستان تر منځ د اوبو پر د سر يوې شخړې مرکزيت و. په 1960ز کال کې د دې تړون د تاييد څخه راوروسته، په ګڼو پوځي ټکرونو کې د ښکېلتيا سره سره، هندوستان او پاکستان د اوبو پر سر هېڅ ډول جګړه کې نه دي ښکېل شوي. ډېر مخالفتونه او شخړې د هغو حقوقي کړنلارو له لارې حل کړای شوي چې د دې تړون په چوکاټ کې چمتو شوي دي.[۱۲]
د سند د اوبو تړون په اوسنۍ نړۍ کې د اوبو د وېش له تر ټولو برياليو هڅو يوه شمېرل کېږي، سره له دې چې شنونکي د يو شمېر تخنيکي ځانګړتياوو د نويو کولو او د موسمي بدلونونو سره د مقابلې لپاره د تړون د حدودو د زياتولو اړتيا هم مني.[۱۳][۱۴]
د تړون مادې
[سمول]د سند د سيندونو سيستم له درې لوېديځو سيندونو – هر يو سند، جهلم او چناب – او درې ختيځو سيندونو – هر يو ستلج، بياس او راوي- څخه جوړ دی. د سند د اوبو د تړون د لومړۍ مادې سره سم، د سند د سيندونو د سيستم هر سيند/مرستياله وياله او د هغې اوبه ييزه حوزه چې د نورو پنځو سيندونو برخه نه وي، د سند د سيند برخه دي، چې نهرونه، ډلټا کانالونه، نښتي جهيلونه او نور شامل دي. د دې تړون تر مخې، ختيځ سيندونه په پاکستان کې د اوبو د کارولو له اجازې وروسته، د هندوستان له خوا په ځانګړي ډول د اوبو د استعمال لپاره مختص کېږي، خو مخکې تر دې چې دا اوبه بالاخره پاکستان ته وبهېږي. په ورته توګه، په هندوستان کې د اوبو د کارولو له اجازې وروسته، پاکستان د لوېديځو سيندونو د اوبو د ځانګړي استعمال حق لري. د IWT IV (14) ماده وايي چې د بل هېواد تر کارولو لاندې اوبو څخه چمتو شويو اوبو استعمال، د وخت د تېرېدو له امله د اوبو د استعمال حقوق نه شي تر لاسه کولای. تر ډېره بريده، د تړون په پايله کې د سيندونو د اوبو د وېش پر ځای د سيندونو وېش شوی دی.[۱۵][۱۶]
د لسو کلونو انتقالي دورې اجازه ورکړل شوې وه، په کومه کې چې هندوستان د خپلو ختيځو سيندونو څخه پاکستان ته د اوبو ورکولو پابند و، تر هغه وخته تر څو پاکستان د لوېديځو سيندونو د اوبود کارولو لپاره د نهرونو نظام جوړولو وړتيا پيدا کړي. د IWT د 5.1 مادې تر مخې، هندوستان موافقه کړې وه چې 62060000/ انګلستاني پاونډ سټرنګه = (يوازې دوه شپېته ميليونه او شپېته زره پاونډ سټرلنګه يا 125 ميټرک ټنه سره زر، که د سرو زرو معيار تعقيب شي) به د ټاکلې مرستې په توګه، د پنجاب ايالت د لوېديځو سيندونو څخه د اوبه خور لپاره د نوې ودانۍ د کارونو او کانال سيستم د جوړولو لپاره ورکوي. هندوستان د 1965ز کال د پاکستان او هندوستان تر منځ د جګړې سره سره، بيا هم ټول مبلغ په لسو برابرو کلنيو قسطونو کې تاديه کړی و. دواړو هېوادونو په تړون کې د معلوماتو د تبادلې او د سند سيستم د سيندونو د اوبو د تر ټولو غوره استعمال کې يو له بل سره په مرسته موافقه کړې. د دې موخې تر لاسه کولو لپاره، دې تړون د سند دایمي کميسيون جوړ کړی، چې هر هېواد ورته کميشنر ټاکي. دا کميسيون، په راتلونکي کې د تړون د پلې کولو يا تشريح پر مهال منځ ته راتلونکو هر ډول اختلافاتو او شخړو په اړوند د پرېکړې کولو لپاره پر ټاکل شويو کړنلارو عمل کوي. دا کميسيون له درې جګړو څخه خوندي پاتې دی، او د څېړنې، معلوماتو د تبادلې او کتنو په مټ د مشورو او شخړو د حل لپاره يوه دوامداره کړنلاره وړاندې کوي. په کال کې لږ تر لږه يو ځل اړتيا ده چې دا کميسیون ناسته وکړي، تر څو د اټکلي شخړو تر څنګ د سند سيستم د سيندونو د پرمختګ لپاره د مرستې پر بنسټ اقداماتو په اړوند بحث وکړي. د تړون د VIII (8) مادې تر مخې، دواړه کميشنران بايد په شريکه د خپلو کارونو په اړوند خپلو هېوادونو ته په کلني بنسټ راپور ورکړي. خو دا کلني راپورونه کله هم د پاکستان له خوا نه خپرېږي، کوم هېواد چې د هندوستان له خوا د تړون څخه د بيا بيا سرغړونو ادعا لري.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]
هر لوری بايد بل لوري ته د انجنيرۍ د هغو ودانيزو پلانونو څخه خبر کړي، کوم چې دويم لوری اغېزمن کولای شي او بايد د دا ډول کارونو په اړه معلومات ورکړي. په نيمه لويه وچه کې د تاوتریخوالي څخه له اندېښنو پرته، کلنۍ څېړنې اود معلوماتو تبادله دوام لري. سلال د اوبو بند (ډيم) د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخيزې موافقې څخه وروسته جوړ شو. د هندوستان او پاکستان تر منځ د اوږدو خبرو اترو څخه وروسته بيا هم د تلبل پروژه د څو لسيزو راهيسې د تايید لپاره ځنډېدلې ده. د شخړې يا مخالفتونو په صورتونو کې، په ترتيب سره د منځګړیتوب دايمي محکمه (PCA) يا يو بې پری تخنيکي ماهر د منځګړيتوب لپاره راغوښتل کېږي. د بګليهار برېښنا مرکز د تصفيې لپاره د تخنیکي ماهر پرېکړه تعقيب شوې وه، او د کشن ګنګا د اوبو برېښنايي مرکز د تصفيې لپاره د PCA پرېکړه عملي شوې وه. پاکستان د 850 MW (Ratle Hydroelectric Plant) په اړوند له تړون څخه د سرغړونې ادعا لري او د منځګړيتوب د محکمې (PCA) د جوړېدو غوښتنه کوي، په داسې حال کې چې هندوستان د بې پری ماهر د ټاکنې غوښتونکی دی. هندوستان تر اوسه د پاکستان له خوا د IWT د II مادې څخه د کومې سرغړونې خبره نه ده راپورته کړې، سره له دې چې پاکستان راوي او ستلج د ډنډونو په سيمه کې د ځمکې اوبه په بېلا بېلو لارو، له هغې مخکې کاروي چې دا سيند پاکستان ته داخل شي. پاکستان همدا راز په خپله سيمه کې د سيند د سيلاب د کمولو او د IV(3a) مادې څخه په سرغړونې سره، سمندري جريان کنترول په داسې ډول جوړ کړی، چې په خپله سيمه کې د سيند سيلابي کېدل کموي، او د هندوستان د کچي سيمې په (Great Rann) کې سيلاب زياتوي. د پاکستان له خوا د شخړو راپورته کېدل او د هندوستان د پروژو پر وړاندې PCA ته مراجعه کول، کولای شي IWT له منځه يوسي، هغه مهال کله چې د دې تړون مادې د PCA د پرېکړو پر مټ په تفصيل سره تشریح شي. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]
سرچينې
[سمول]- ↑ Patricia Bauer. "Indus Waters Treaty:India-Pakistan [1960]". Encyclopedia Britannica website. بياځلي په 27 July 2020.
- ↑ Daniel Haines (8 March 2017). "The Rivers Run Wild (Indus Waters Treaty-1960) - Nearly 60 Years Since Their Landmark Treaty, The Pakistan-India Water Dispute Remains Contentious". Newsweek (magazine). بياځلي په 28 October 2019.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Full text of 'Indus Water Treaty' with Annexures, World Bank" (PDF). 1960. بياځلي په 30 October 2014.
- ↑ "War over water". The Guardian. 3 June 2002. بياځلي په 30 June 2018.
- ↑ "How the Indus Treaty was signed". The Hindu. 28 September 2016. بياځلي په 30 October 2017.
- ↑ Patricia Bauer. "Indus Waters Treaty:India-Pakistan [1960]". Encyclopedia Britannica website. بياځلي په 27 July 2020.
- ↑ Khaki, Saadat Bilal (26 July 2018). "Indo-Pak and Hydro-politics". Greater Kashmir.
- ↑ "Pakistan: Getting More from Water (see Table 3.1)" (PDF). World Bank. بياځلي په 29 March 2019.
- ↑ Andrew Keller; Jack Keller; David Seckler. "Integrated Water Resource Systems: Theory and Policy Implications" (PDF). بياځلي په 31 January 2020.
- ↑ "Preamble of Indus water treaty" (PDF). بياځلي په 30 October 2017.
- ↑ "Indus Water Treaty: Review is not an Option". بياځلي په 30 July 2018.
- ↑ Chaturvedi, A. K. (Spring 2017), "Indus Water Treaty: Options for India" (PDF), Scholar Warrior, Centre for Land Warfare Studies, خوندي شوی له the original (PDF) on 9 July 2018
- ↑ "Scrapping water treaty is no solution", says Pakistan's Indus waters commissioner, 2014, بياځلي په 23 March 2020
- ↑ Bakshi, Gitanjali; Trivedi, Sahiba (2011), Indus Equation (PDF), Strategic Foresight Group, بياځلي په 28 October 2014
- ↑ "Indus water treaty" (PDF). World Bank. بياځلي په 28 July 2019.
- ↑ "Water Sharing Conflicts Between Countries, and Approaches to Resolving Them" (PDF). Honolulu: Global Environment and Energy in the 21st century. p. 98. خوندي شوی له the original (PDF) on August 21, 2007. بياځلي په 2010-04-14.
- ↑ "The struggle for power over Indus". بياځلي په 29 April 2018.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Shreyan, Sengupta. "Transboundary water disputes" (PDF). ETH Zurich. بياځلي په 24 September 2013.
- ↑ Garg, Santosh Kumar (1999). International and interstate river water disputes. Laxmi Publications. pp. 54–55. ISBN 81-7008-068-1.
- ↑ "Indus water treaty" (PDF). World Bank. بياځلي په 28 July 2019.
- ↑ "Energizing the Indus Waters Treaty". بياځلي په 22 April 2023.
- ↑ "India, Pakistan water deal must be an 'instrument of peace'". 17 February 2020. بياځلي په 17 February 2020.
- ↑ "Agreement for the Salal project between India and Pakistan dated 14 April 1978" (PDF). بياځلي په 13 June 2018.
- ↑ "Wullar Barrage: An Unresolved 'Question'". 27 June 2010. بياځلي په 29 August 2018.
- ↑ "Baglihar Hydroelectric Plant: Expert Determination" (PDF). بياځلي په 15 April 2018.
- ↑ "The Baglihar difference and its resolution process - a triumph for the Indus Waters Treaty?" (PDF). 2008. بياځلي په 22 September 2017.
- ↑ "Verdict of Permanent Court of Arbitration on Kishanganga Hydroelectric Plant". February 2013. بياځلي په 22 September 2022.
- ↑ "Controversial Kishenganga and Ratle hydropower projects: WB to hand over projects' papers to arbiters, neutral experts on 21st". بياځلي په 17 November 2022.
- ↑ "World Bank Makes Appointments Under the Indus Waters Treaty". World Bank. 2022. بياځلي په 23 October 2022.
- ↑ "Indus Basin Floods" (PDF). Asian Development Bank. 2013. بياځلي په 20 May 2019.
- ↑ "Pakistan to take Kishanganga Dam dispute to International Court of Arbitration". Arab News. بياځلي په 22 July 2018.