د سقط بحث

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د جنین د سقط بحث د هڅول شوي سقط پر سر د اخلاقي، قانوني او مذهبي وضعیت پر روانو شخړو راڅرخي. په انګلیسي ژبو هېوادونو کې، په دې بحث کې ښکېل اړخونه د «انتخاب پلوي» او «ژوند پلوي» حرکتونو په توګه تشرېح شوي. انتخاب پلوي، امېندوارۍ ته د پای ورکولو لپاره د ښځې پر ټاکنه ټینګار کوي، خو له بلې خوا، ژوند پلوي بیا په انسانیت او د مور او جنین په ژوند ټینګار کوي او داسې استدلال کوي چې جنین هم یو انسان دی او حق لري چې قانوني ملاتړ ترې وشي. دواړه اصطلاوې په اصلي رسنیو کې بار شوې په پام کې نیول شوې دي، چېرې چې په ټولیز ډول «د جنین سقط حقوق» یا «د جنین سقط ضد» اصطلاح ګانې غوره کېږي. هر حرکت، له بېلابېلو پایلو سره پر عمومي افکارو د اغېزې او د خپل موقعیت لپاره د قانوني ملاتړ د لاس ته راوړلو په لټه کې دي.[۱][۲]

ډېری کسان په دې باور دي چې د جنین سقط، په  اصل کې یوه اخلاقي موضوع ده چې د انساني شخصیت پیل، د جنین حقونو او بدني بشپړتیا پورې تړاو لري. دا بحث په ځینو هېوادونو کې په یوه سیاسي او حقوقي موضوع بدل شوی او د جنین سقط ضد کمپاینران د جنین سقط ضد قوانینو د نافذولو، ساتلو او پراخولو په لټه کې دي، په داسې حال کې چې د جنین د سقط حق کمپاینران بیا د داسې قوانینو د ردولو یا آسانولو په لټه کې دي او په همدې حال کې د جنین سقط ته لاسرسی اسانه کوي. د جنین د سقط قوانین په قضایي حوزو کې توپیر کوي، د دې کړنلارې له ښکاره منع کېدو نیولې د سقط جنین تر عمومي بودیجې پورې، خوندي سقط ته لاسرسی هم په ټوله نړۍ کې توپیر لري.

عمومي کتنه[سمول]

په لرغوني وخت کې، د جنین سقط او ماشوم وژنې په څېر موضوع ګانې د کورنۍ تنظیم، جنسیت تاکنې، نفوسو کنټرول او د پلار یا سرپرست د مالکیت حقوقو په چوکاټ کې ارزول کېدلې. په ندرت سره به د راتلونکې مور حقوقو ته پام کېده، د راتلونکي اولاد څخه ډېر کم. په هغه وخت کې، لکه اوس، دا بحثونه به د بشر د طبیعت، د اروا شتون، د ژوند د پیل وخت او د انساني شخصیت پیل پورې تړل کېدل.[۳][۴][۵]

د جنین څرګند شخصیت په هکله بحث ښایي د ماشومانو د اوسني حقوقي وضعیت له امله پېچلی وي. لکه ماشومان یا کوچنیان په آمریکا کې، جنین له قانوني اړخه یو «شخص» ندی، د بلوغ تر سن ندی رسېدلی او داسې هم نه ګڼل کېږي چې چا سره اړیکه ونیسي ترڅو شکایت وکړي یا هم ورڅخه شکایت وشي. له ۱۸۶۰ز کال راهیسې، د شمالي آیرلند په ګډون په انګلستان کې هغوی سره د محدودو موخو لپاره د شخص په وړاندې د جرم قانون په رڼا کې چلند کېږي، که څه هم دا چلند په ۱۹۶۷ز کال کې په انګلستان، سکاټلنډ او وېلز کې د جنین سقط قانون کې تعدیل شو. سربېره پر دې، له جنین سره د سلوکو په هکله ځینې لوژسټیکي ستونزې هم شته لکه «د مستقیم عمل څیز». لکه څنګه چې د نیوجرسي عالي محکمې یو قاضي وویل: «که جنین یو شخص وي، په ډېرو ځانګړو شرایطو کې قرار لري – په مکمل ډول د یوه بل شخص په بدن کې ځای لري چې له ده څخه ډېر لوی دی او معمولاً نشي کېدای چې د بل کس لخوا مخامخ هدف وګرځول شي». په اوسني بحث کې سپارښتنې له بشپړ ممنوعیته نېولې، حتا که دا چلند د مور د ژوند ژغورنې لپاره اړین هم وي، له عمومي بودېجې سره په بشپړ ډول د قانوني کېدو تر کچې پورې رسېږي.[۶][۷][۸][۹][۱۰]

اصطلاح پېژندنه[سمول]

ډېری اصطلاګانې چې په دې بحث کې کارول کېږي، د سیاسي چوکاټ له اړخه ورته کتل کېږي: داسې اصطلاحوې چې د خپل موقف د تایید او په عین حال کې د مخالفینو د موقف بې اعتباره کولو لپاره کارول کېږي. د بېلګې په توګه: د «انتخاب پلوي» او «ژوند پلوي» شعارونه د رایجو ارزښتونو لکه آزادي او د ژوند د حق په معنا دي، په داسې حال کې چې سپارښتنه کوي چې مخالفین یې باید د «انتخاب ضد» او «ژوند ضد» وي. هغه اصطلاحوې چې ځینې یې په بحث کې د مخالفینو لپاره کاروي ،هغه دا دي: «د سقط جنین پلوي» یا د «سقط پلوي».  په هرحال، دا اصطلاحوې تل د یو سیاسي لیدلوري ښکارندویي نه کوي یا هم تل دوه ګونی مفهوم نه ارائه کوي. د عمومي دین د تحقیق انسټیټوټ په یوه ټول پوښتنه کې، د هرو لسو امریکایي وګړو څخه اوه کسانو یې ځانونه د «انتخاب پلوي» توصیف کړي، په داسې حال کې چې دوه پر درېمه برخې ځانونه د «ژوند پلوي» توصیف کړي. په دې بحث کې یوه بله پېژندنه د «ابولیشنیست یا لغو کوونکي» ده چې په نولسمه پېړۍ کې د انسانانو د غلامي په ضد مبارزې ته ورګرځي. ځینو اصلي مېرمنو دا اصطلاحوې د هغوی د لیدلورو ښکاروونکو په توګه نقد کوي، ځکه چې هغوی د امېندوارۍ پرېکړه یو انتخاب نه ګڼي، بلکې یو مسئولیت یې ګڼي، او په داسې حال کې چې احساس کوي ژوند ډېر سپېڅلی دی، د جنین سقط ته هم کله کله د یوې اړتیا په توګه ګوري.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د جنین د سقط بحث کې ډېری وخت د جنین، امېندوارې مېرمنې او نورو اړخونو د حقونو له امله د نظر بدلونې غوښتنه کېږي. که چېرې د حقونو ډول نه وي په ډاګه شوی (چې آیا مدني، طبیعي یا بل ډول دی) او یا هم که فرض شي چې غوښتل شوی حق د نورو سیالو حقونو څخه پورته دی، داسې نظر بدلونې کولی شي د ګډوډۍ لامل شي. (په پوښتنه کې د پوښتنې پیدا کولو یوه بېلګه).

له زېږون څخه مخکې د انساني ارګانیزم د ټاکلو لپاره مناسبې اصطلاحوې هم د بحث وړ دي. طبي اصطلاحات لکه «جنین» یا «امبریو» د جنین سقط ضد ځینو پلویانو لخوا غیر انساني ګڼل کېږي، په داسې حال کې چې ورځنۍ اصطلاح ګانې لکه «ماشوم» یا «کوچنی» بیا د جنین سقط د حقوقو پلویانو لخوا احساساتي ګڼل کېږي.[۱۷][۱۸]

د نه زېږېدلي انساني ارګانیزم د توصیف لپاره د «ماشوم» له اصطلاح څخه ګټه اخیستنه د ځینو څېړونکو له خوا د ارګانیزم د عامل د ټاکلو لپاره یوه هڅه بلل کېږي. چې دا ټاکنه په خپله د جنیني شخصیت د جوړولو لپاره لاره هواروي.[۱۹][۲۰]

د جنین سقط ضد فعالین، له ۱۹۷۳ز کال راهیسې په متحده ایالاتو کې ترسره شویو سقطونو ته په اشارې سره ځینې وختونه د «خاموش هولوکاسټ» له اصطلاح څخه هم کار اخلي.[۲۱]

سیاسي بحث[سمول]

د جنین سقط د مقرراتو د حد په هکله ډېر زیات بحثونه شتون لري. د جنین د سقط حقوقو ځینې پلویان استدلال کوي چې د جنین د سقط قانون جوړونه باید د دولتونو لپاره له نورو طبي کړنو څخه لا ډېره غیر قانوني وي. د بحث په دواړو خواوو کې، ځینې استدلال کوي چې دولتونه باید اجازه ولري ترڅو له اوه ویشتمې اونۍ، د جنین ژوندي کېدو یا دوهم ټرایمسټر وروسته سقط منع کړي. ځینې بیا غواړي چې ټول سقطونه د امېندوارۍ مودې له پیل څخه منع کړي.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

محرمیت[سمول]

که څه هم د خصوصی حریم حق د ډېری خپلواکو هېوادونو په اساسي قانون کې په ښکاره توګه نه دی بیان شوی، ډېری خلک هغه د عملي ډیموکراسي بنسټ او پایه ګڼي. په ټوله کې، د خصوصي حریم ساتلو حق کولی شو د هیبیس کارپوس یا قضایي امنیت قانون په احکامو کې، چې په لومړي ځل یې په یوولسمه پېړۍ کې د دوهم هنري تر څار لاندې په انګلستان کې رسميت وموند، خو د آنګلوساکسون په حقوقو کې یې مخینه نه لرله، پیدا کړو. دا حکم د دولت له خپل سرې لاسوهنې څخه د آزادي حق او همدارنګه قانوني اړخ بیانوي. د خصوصي حریم د ساتنې حق دا موضوع په ټولو هغو هېوادونو کې چې انګلیسي عام قانون یې د استقبال له مخې منلی، پلي کېدونکی دی. د متحده ایالاتو قانون په دې برخه کې د انګلیسي عام قانون تابع دی.

تایم ویلي دي چې: د جسماني محرمیت موضوع د جنین د سقط اصلي بحث دی. تایم، د جنین سقط سره د خصوصي حریم تعریف داسې کړی: چې یوه ښځه د هغه څه په هکله د پرېکړې کولو توانایي لري چې د هغې بدن ته پېښېږي. په سیاسي اصطلاح کې، د خصوصي حریم درک داسې دی چې دولت په هیڅ ډول نشي کولی یو کس وڅاري او یا یې وځوروي.[۲۷][۲۸]

په دودیز ډول، آمریکایي محکمو د خصوصي حریم د ساتنې حق په څلورمه ماده، نهمه ماده، څوارلسمه ماده او همدارنګه د حقوقو د منشور تر سیوري لاندې ټاکلی دی. د Roe v Wade مهمه پرېکړه د څوارلسمې مادې پر بنسټ ده، چې تضمین کوي ترڅو فدرالي حقوق باید په یوشان د ټولو هغو کسانو لپاره چې په متحده آیالاتو کې زېږېدلي دي، پلي شي. څوارلسمې مادې د پام وړ پروسې طریقې ته رشد ورکړ، چې په کې ویل شوي د جسماني بشپړتیا په ګډون بېلابېل د خصوصي حریم حقونه باید تضمین شي.

په داسې حال کې چې دولتونه په ځینې مواردو کې اجازه لري ترڅو د خپلو وګړو خصوصي حریم ته د ننه شي، بیا هم تمه کېږي چې په ټولو هغو مواردو کې چې د دولتي ګټو قانع کوونکی دلیل ونه لري د خصوصي حریم څخه ساتنه وکړي. په متحده آیالاتو کې، د آیالتي ګټو قانع کوونکې ازموینه د دقیقې څېړنې د سټانډاردونو په پام کې نیولو سره پراخه شوې ده. په Roe v Wade کې، محکمې پرېکړه وکړه چې د ژوندي کېدو له ټکي وروسته دولت «د انساني ژوند د بالقوه وړتیا په ساتلو کې مهمې او مشروع ګټې» لري، خو له ژوندي کېدو مخکې د ښځې اساسي حقونه د دولت له حقونو څخه لا ډېر قانع کوونکي دي.

سرچينې[سمول]

  1. Groome, Thomas. “To Win Again, Democrats Must Stop Being the Abortion Party.” The New York Times. 27 March 2017. Retrieved 3 May 2022.
  2. For example: (په 31 January 2010 باندې). Wall Street Journal style guide: Vol. 23, No. 1. The Wall Street Journal
  3. See generally, "The Kindness of Strangers: The Abandonment of Children in Western Europe from Late Antiquity to the Renaissance", John Boswell کينډۍ:ISBN Nov 1998, Intro.
  4. A.O. Echekwube. Contemporary Ethics: History, Theories and Issues. Lagos, Spero Books Limited, 1999, p. 188,ISBN 97830897-4-9
  5. See generally Spivack, Carla, To Bring Down the Flowers: The Cultural Context of Abortion Law in Early Modern England. Available at SSRN: [۱] Introduction
  6. Rodham, Hillary (1973). "Children under the law". Harvard Educational Review. 43 (4): 487–514. doi:10.17763/haer.43.4.e14676283875773k. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "The law and ethics of abortion" (PDF). BMA Views, Ethics Department. 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  8. "Sister Margaret's Choice" 27 May 2010
  9. State v Loce 6 September 1991
  10. Christine Ammer; JoAnn E. Manson (February 2009). The Encyclopedia of Women's Health. Infobase Publishing. د کتاب پاڼې 7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8160-7407-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Harrington, Erin (2017). Women, Monstrosity and Horror Film: Gynaehorror. Taylor & Francis. د کتاب پاڼې 97. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-134-77933-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Thomson, Carly (Summer 2015). "The Politics of Narrative, Narrative as Politic: Rethinking Reproductive Justice Frameworks through the South Dakota Abortion Story". Feminist Formations. 27 (2): 1–26. doi:10.1353/ff.2015.0023. S2CID 145147474. کينډۍ:ProQuest. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Andrea Grimes (11 April 2014). "Portrait of an Anti-Abortion 'Abolitionist'". د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۱۵. It is no accident that Ragon both calls himself an "abolitionist" and that his group uses these so-called disturbing images. He sees himself as carrying on the tradition of 19th century anti-slavery activists, who he says similarly tried to shock their fellow Americans into action. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Irin Carmon (8 March 2014). "Meet the rebels of the anti-abortion movement". MSNBC. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۱۵. AHA activists disdain the phrase "pro-life" altogether. They prefer "abolitionists", with all slavery comparisons explicitly intended, and they want to push the larger movement to abide by their uncompromising positions. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Committed to Availability, Conflicted about Morality: What the Millennial Generation Tells Us about the Future of the Abortion Debate and the Culture Wars". Public Religion Research Institute. 9 June 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Holstein and Gubrium (2008). Handbook of Constructionist Research. Guilford Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Brennan 'Dehumanizing the vulnerable' 2000
  18. Getek, Kathryn; Cunningham, Mark (February 1996). "A Sheep in Wolf's Clothing – Language and the Abortion Debate". Princeton Progressive Review. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Petchesky, Rosalind Pollack (1987). "Fetal Images: The Power of Visual Culture in the Politics of Reproduction". Feminist Studies. 13 (2): 263–292. doi:10.2307/3177802. JSTOR 3177802. S2CID 41193716. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Murray, Thomas H. (1996). The Worth of a Child. University of California Press. د کتاب پاڼې 139. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-91530-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په 26 November 2013 باندې). The New Face of the Anti-Abortion Movement.
  22. "Abortion". Positions. British Columbia Civil Liberties Association. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مې ۲۰۰۷. …rights call for complete legal freedom to secure an abortion, in the sense that the legal status of abortion should be the same as that of other medical services that a doctor provides to a patient الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Abortion". Where We Stand—CMA Position Papers. 119 (6): 42–59. December 1973. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مې ۲۰۰۷. Good medical practice indicates that abortion should not be performed after the 20th week of pregnancy الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Lee, Ellie; Ann Furedi (February 2002). "Abortion issues today – a position paper" (PDF). Legal Issues for Pro-Choice Opinion – Abortion Law in Practice. University of Kent, Canterbury, CT2 7NY, UK. د کتاب پاڼې 2. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۶ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مې ۲۰۰۷. While most people have no difficulty accepting the legality of abortion at early stages of pregnancy, fewer are so sure about their position as pregnancy progresses – especially when the fetus is perceived to be 'viable' الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Abortion". Positions. American Medical Women's Association. 2000. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مې ۲۰۰۷. The 1973 Supreme court decision Roe v. Wade struck a fair balance between the responsibility of the state to protect a woman's right to make personal medical decisions and the responsibility of the state to protect the potentially viable third trimester fetus الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Johnston, Wm. Robert (24 December 2002). "Evaluation of the BGCT Christian Life Commission's "Abortion and the Christian Life"". Committee Report. First Baptist Church, Brownsville, Texas. مؤرشف من الأصل في ۱۱ اپرېل ۲۰۰۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ سپټمبر ۲۰۱۶. …the unique value that human life has, as a gift from God, regardless of stage of development or physical health, from the point of conception to the point of physical death الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 13 March 1972 باندې). Abortion and Privacy. TIME
  28. "Privacy". Compact Oxford English Dictionary. AskOxford.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مې ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)