د سعودي عربستان کلتور
د سعودي عربستان کلتوري چاپېریال د عربي او اسلامي کلتور له خوا خورا اغیزمن شوی دی. په ټولیزه توګه ټولنه خورا مذهبي، محافظه کاره، دودیزه او کورنۍ پورې تړلې ده. د ډیریو انګېرنو او دودونو لرغونوالی تر څو پېړیو پورې رسېږي چې له عربي تمدن او اسلامي میراث نه اخیستل شوي دي. په هرحال، د سعودي عربستان کلتور د چټک بدلون له کبله خورا اغیزمن شوی، ځکه چې دا هیواد د ۱۹۷۰ لسیزې یوازې په څوو کلونو کې له یوې بې وزله کوچیاني ټولنې نه د اجناسو په بډایه تولیدونکي هېواد بدل شو. دا بدلون د یو شمېر نورو عواملو لکه د مخابراتو انقلاب او بهرني بورسونو له خوا هم اغیزمن شوی. د سعودي عربستان تر ټولو وروستی واکمن یا پاچا، ملک سلمان دی.[۱]
وهابي اسلامي غورځنګ، چې ځینې وختونه د شدیده پاک دینه په نامه هم یادېږي په اتلسمه پېړۍ کې راڅرګند شو، او اوس په هېواد کې برلاسی غورځنګ دی. د «امر بالمعروف او نهي عن المنکر» د اصولو په مراعتولو سره، د سلوکو او کالیو په برخه کې ډیری محدودیتونه او ممانعتونه شتون لري چې په قانوني او ټولنیز ډول د نورو مسلمانو هیوادونو په پرتله په کلکه پلي کیږي. په هرحال، دې وروستیو کې ډیری دودیز محدودیتونه د حکومت له خوا لیرې شوي چې په هغې ډله کې ښځو ته د موټر چلولو اجازه او د ښځو پورې اړوند ډیری مسلې شاملې دي. له بلې خوا، هغه څه چې د اسلام له خوا منع شوي په هیواد کې منع دي، د بیلګې په توګه، الکولي مشروبات په کلکه منع دي.
ورځنی ژوند د اسلامي شعایرو تر کنټرول لاندې دی. په ټول هېواد کې هره ورځ پنځه ځله، مسلمانان د جوماتونو له منارونو نه د لمانځه لپاره بلل کېږي. ددې لپاره چې جمعه د مسلمانانو لپاره تر ټولو سپېڅلې ورځ ده، نو د اونۍ پای د جمعې او شنبې ورځې دي. وهابي عقیدې سره سم، یوازې دوه مذهبي رخصتۍ، عید الفطر یا کوچنۍ اختر او عید الاضحی یا لوی اختر په رسمیت پیژندل شوي، تر دې چې په ۲۰۰۶ کال کې غیر مذهبي رخصتۍ د سپتمبر ۲۳ ملي رخصتۍ (چې د پاچاهۍ د یووالي یادونه کوي) بیا دود شوه. د جنسیتي اړیکو په برخه کې، د سعودي عربستان اصول معمولا د جنسونو ترمنځ له کورنیو اړیکو پرته د ازاد اختلاط مخه نیسي.[۲][۳][۴][۵]
دین
[سمول]د حجاز ځمکه، په ځانګړې توګه مکه مکرمه او مدینه منوره، دا هغه ځای دی چې په لومړي ځل د اسلام دین په کې رامنځته شو. په دې توګه، د نفوس ډېری برخه مسلمانان دي. سربیره پردې، قران د سعودي عربستان اساسي قانون ګڼل کیږي او اسلامي قانون «شریعت» اصلي حقوقي سرچینه ده. په سعودي عربستان کې، نه یوازې دا چې اسلام د حکومت له خوا په سیاسي ډګر کې عملي کیږي، بلکې د خلکو په کلتور او ورځني ژوند یې هم خورا لوی اغېز ښندلی دی. [۶][۷]
ټولنیز ژوند او دودونه
[سمول]د سعودي عربستان ټولنه د دودونو او رواجونو په دایره کې ژوند کوي چې د اسلام عربي کلتور او اسلامي کلتور پر بنسټ رامنځته شوی دی، خو د پاچاهۍ سیمې د جامو، خواړو، لهجو، سندرو او ان د واده په دودونو کې له یو او بل سره توپیر لري. کورنۍ په سعودي عربستان کې ترټولو مهم ټولنیز بنسټ دی، نو ځکه یې د غړو ترمنځ اړیکې قوي وي او د دوی تر منځ اطاعت او متقابل احترام شتون لري. [۸]
کورنۍ
[سمول]دا چې د سعودي عربستان ټولنه کورنۍ محوره یا له کورنۍ پورې تړلې ټولنه ده، نو سعوديان د بهرنیانو په پرتله که هغه پردي وي، یا بهرنیان او یا د نورو قبیلو سعوديان وي، د کورنۍ له غړو سره سوداګرۍ، اجتماعي کېدلو او اړیکو ټینګولو ته ترجیح ورکوي. لویې یا پراخې کورنۍ د امکان تر بریده دې ته ترجیح ورکوي چې په ښارونو کې د کورنۍ په انګړ کې ژوند وکړي او که امکان یې نه وي نو د ګرځنده ټلیفون له لارې په تماس کې پاتې کیږي. د کورنۍ د مشرانو لپاره دا دود دی چې د کورنۍ د غړو د ګټې لپاره خپل نفوذ (واستا wasta) وکاروي. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]
واده
[سمول]په دودیز ډول، په سعودي عربستان (او د خلیج فارس په نورو هیوادونو) کې، کورنۍ د ټبر یا قبیلې او د کورنیو ملاحظاتو په پام کې نیولو سره ودونه تنظیموي. په جبري توګه هم ودونه ترسره شوي دي. زامن او لوڼې دې ته هڅول شوي چې «د تره زوی یا لور یا نورو خپلوانو سره واده وکړي» ترڅو چې د کورنۍ او قبیلې ترمنځ اړیکې لا پیاوړې او غښتلې شي، «یا کله ناکله د شخړو یا ناخوالو د ختمولو لپاره له بلې قبیلې سره واده وکړي». لږ تر لږه په ۱۹۹۰ لسیزه کې، ډیری ودونه په سعودي عربستان کې «کورني» وو – یعنې د نږدې خپلوانو تر منځ – معمولا د تره له لومړي اولاد (لور یا زوی) یا کله ناکله دویم اولاد سره ودونه شوي. او په سعودي عربستان کې د تره اولادونو ترمنځ ودونه په نړۍ کې تر ټولو لوړه کچه ده.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]
خوراک او څښاک
[سمول]نن ورځ، سعوديان خپل ډیری دودیز عادتونه په ځانګړې توګه د خوراک او څښاک په برخه کې پالي. لکه څنګه چې په اصل کې ډیری سعوديان د پسونو او وزو درلودونکو توکمونو له ډلې څخه دي، نو په عمده توګه د سعودي عربستان ډیری خواړه د پسونو له غوښې نه جوړ شوي دي.[۲۳]
د سعودي عربستان ډېری خواړه د عربي ټاپووزمې د شاوخوا هیوادونو سره ورته دي، او د ترکي، ایراني او افریقایي خواړو تر سختې اغېزې لاندې راغلي دي. ژوي د حلالو اسلامي غذايي قوانينو سره سم حلاليږي، چې د خنزير غوښه منع (حرام) او الکول منع (حرام) بولي. د عمومي قاعدې په توګه، سعوديان (د نورو مسلمانانو په څیر) د خنزیر غوښه ناپاکه ګڼي او ترې کرکه لري، خو شراب حرام او وسوسه بولي. [۲۴]
ښځې
[سمول]په داسې حال کې چې د ۲۰۱۸ کال د جون تر ۲۴ پورې ښځې له موټر چلولو نه منع شوې وې، او په پایله کې د هغوئ فعالیت هم محدود و، هغوئ په کور کې په دودیز ډول د پام وړ غیر رسمي ځواک درلود. د ژورنالیست جودیت میلر په وینا، «ځینې سعودي ښځې په خپلو کورونو کې واقعي واکمنانې وې، هغوئ به پریکړه کوله چې ماشومان یې چیرته ښوونځي ته لاړ شي، کله او له چا سره به واده کوي، ایا د هغوئ میړونه به نوې دندې ومني، له چا سره کورنۍ ټولنیزه کېږي، او چېرې به کورنۍ اوسېږي او رخصتۍ به تېروي، هغوئ خپل مېړونه، زامن او خپلوان کلیدي دندو ته ورسول». [۲۵][۲۶]
یو شمیر سعودي میرمنې له کوره بهر په ځینو برخو کې لوړې کچې ته رسیدلي او یا یې شهرت ترلاسه کړی دی. د بېلګې په توګه، ډاکټر سلوا الحزاع په ریاض کې د ملک فیصل په تخصصي روغتون کې د سترګو د څانګې مشره ده او د مرحوم ملک فهد د سترګو شخصي متخصصه وه. [۲۷][۲۸][۲۹]
خبري رسنۍ
[سمول]لوستي سعوديان په ټولیز ډول د عربي نړۍ، اسلامي نړۍ او په ټوله کې د نړۍ له مسايلو ښه خبر دي، خو د مطبوعاتو او د عامه افکارو د بيان ازادۍ د حکومت له خوا په رسميت نه پيژندل کيږي. د پاچاهۍ «اساسي قانون» وايي چې د رسنیو دنده ښوونه او د ملي یووالي ساتنه ده، او له هغو کړنو نه چې «د ګډوډۍ او ویشلو» لامل ګرځي منع دي. خبرونه، عمومي ویناوې او نور شخصي بیانونه نه شي کولای د دودیزو اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې، یا د حکومت له سیاست سره مخالفت وکړي، یا حکومتي چارواکو ته په ځانګړې توګه شاهي کورنۍ ته سپکاوی وکړي، او د ځینو حساسو او ممنوعو موضوعاتو په هکله چې ښايي د حکومت د شرمولو یا د اختلاف د ډېروالي لامل شي، یعنې په سعودي ټولنه کې د ښځو د ونډې په برخه کې، له شیعه مسلمانانو سره چلند، د طبیعي پیښو له امله رامنځته شوي زیانونه، یا ټولنیزې ستونزې لکه د ایډز-ایچ ای وي وبا او انساني قاچاق په هکله ډېر ژور بحث نه شي کولای.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]
سرچينې
[سمول]- ↑ Tripp, Culture Shock, 2003: p.28
- ↑ "Weekend shift: A welcome change", SaudiGazette.com.sa, June 24, 2013 "Archived copy". خوندي شوی له the original on October 29, 2014. بياځلي په October 28, 2014.
{{cite web}}
: CS1 maint: archived copy as title (link) - ↑ "Encyclopædia Britannica Online: Saudi Arabia". Encyclopædia Britannica.
- ↑ Lacey, Robert (2009). Inside the Kingdom : Kings, Clerics, Modernists, Terrorists, and the Struggle for Saudi Arabia. Viking. p. 267. ISBN 9780670021185.
"... for decades the sheikhs successfully resisted attempts to add September 23 to the shortlist of official holidays. But with the accession of [King] Abdullah, the battlefield changed. If the king wanted a holiday, the king could grant it, and whatever the clerics might mutter, the people approved. Since 2006 the night of September 23 has become an occasion for national mayhem in Saudi Arabia, the streets blocked with green-flag-waving cars, many of them sprayed with green foam for the night.
- ↑ Govender, Veloshnee, and Loveday Penn-Kekana. "Gender biases and discrimination: a review of health care interpersonal interactions." Global public health 3.S1 (2008): 90–103
- ↑ "Saudi Arabia – Religion". Encyclopædia Britannica. بياځلي په February 5, 2019.
- ↑ "Islam | The Embassy of The Kingdom of Saudi Arabia". www.saudiembassy.net. بياځلي په February 5, 2019.
- ↑ Blog, Gurfati (2017-04-28). "العادات والتقاليد السعودية". Gurfati Blog (باللغة الإنجليزية). مؤرشف من الأصل في 14 أكتوبر 2018. اطلع عليه بتاريخ 11 مارس 2019.
- ↑ Long, Culture and Customs, 2005: p.37
- ↑ Long, Culture and Customs, 2005: p.39
- ↑ Long, Culture and Customs, 2005: p.38
- ↑ McDowall, Angus (January 19, 2014). "Saudi Arabia doubles private sector jobs in 30-month period". Reuters. بياځلي په May 12, 2014.
Although the official employment rate is around 12 percent, economists estimate only 30–40 percent of working-age Saudis hold jobs or actively seek work. Most Saudis in jobs are employed by the government
- ↑ Zuhur, Sherifa (October 31, 2011). Saudi Arabia. ABC-CLIO. p. 226. ISBN 9781598845716.
In Saudi Arabia, the rate of consanguineous marriage (to a close relative, a second cousin or closer, usually a first cousin) is very high, at 57.7% nationally (El-Hamzi et al. 1995); and other studies indicate it is 51.2% in Riyadh (Al Hussain and Al Bunyan 1997) and 52% in Damman (al-Abdulkareem and Ballal 1998).
- ↑ "Forced marriage: 'That man had more rights over my body than I did'".
- ↑ Long, Culture and Customs, 2005: p.67
- ↑ "Cousin marriages: tradition versus taboo". Al Jazeera. June 18, 2013. بياځلي په February 13, 2015.
- ↑ Zuhur, Sherifa (October 31, 2011). Saudi Arabia. ABC-CLIO. p. 226. ISBN 9781598845716.
In Saudi Arabia, the rate of consanguineous marriage (to a close relative, a second cousin or closer, usually a first cousin) is very high, at 57.7% nationally (El-Hamzi et al. 1995); and other studies indicate it is 51.2% in Riyadh (Al Hussain and Al Bunyan 1997) and 52% in Damman (al-Abdulkareem and Ballal 1998).
- ↑ McKay, Betsy (February 4, 2014). "Saudis Push Gene-Sequencing Research". The Wall Street Journal. خوندي شوی له the original on December 15, 2014. بياځلي په September 29, 2014.
- ↑ Schneider, Howard (January 16, 2000)"Evidence of Inbreeding Depression: Saudi Arabia". خوندي شوی له the original on December 11, 2003. بياځلي په March 20, 2011. . Washington Post. Page A01
- ↑ Saudi Arabia Awakes to the Perils of Inbreeding. The New York Times. May 1, 2003
- ↑ Balobaid, Ameera; Qari, Alya; Al-Zaidan, Hamad (2016). "Genetic counselors' scope of practice and challenges in genetic counseling services in Saudi Arabia". International Journal of Pediatrics and Adolescent Medicine. 3 (1): 1–6. doi:10.1016/j.ijpam.2015.12.002. PMC 6372413. PMID 30805460.
- ↑ Long, Culture and Customs, 2005: p.67
- ↑ "Food in Saudi Arabia - Saudi Arabian Food, Saudi Arabian Cuisine - traditional, popular, dishes, recipe, diet, history, meals, staple, rice". www.foodbycountry.com. بياځلي په 2019-03-14.
- ↑ Long, Culture and Customs, 2005: p.47
- ↑ "Saudi Arabia says to lift driving ban on women from June 24". The Staits Times. May 8, 2018. بياځلي په June 4, 2018.
- ↑ Miller, Judith (1996). God Has Ninety-Nine Names: Reporting from a Militant Middle East. Simon & Schuster. pp. 108–9. ISBN 9781439129418. بياځلي په October 19, 2014.
- ↑ Alireza, Marianne. "Women of Saudi Arabia," National Geographic (October 1987), 422–43.
- ↑ Tripp, Culture Shock, 2009: pp.52–3
- ↑ "Saudi Doctor Named Visiting Professor at Johns Hopkins University". Archive.arabnews.com. January 11, 2004. خوندي شوی له the original on April 30, 2011. بياځلي په April 28, 2011.
- ↑ "THE BASIC LAW OF GOVERNANCE". Saudi Embassy. خوندي شوی له the original on March 23, 2014. بياځلي په February 23, 2015.
Article 39 Media ... shall employ civil and polite language, contribute towards the education of the nation and strengthen unity. It is prohibited to commit acts leading to disorder and division, ...
- ↑ "Encyclopædia Britannica Online: Saudi Arabia". Encyclopædia Britannica.
- ↑ "Saudi Arabia profile". BBC News. August 22, 2013. بياځلي په August 12, 2014.
- ↑ BBC article