د سریلانکا کورنۍ جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سریلانکا کورنۍ جګړه هغه جګړه وه چې له کال ۱۹۸۳ تر ۲۰۰۹ پورې یې دوام وموند. دا جګړه د دولت په وړاندې  د ویلوپیلای پرابهاکاران ( د دولت ضد انقلابیونو مشر و) په مشرۍ د  تامیل اېلام د آزادي پړانګانو چې د تامیل پړانګانو په نامه هم یادېدل د کورني پاڅون له امله را منځ ته شوه. د تامیل اېلام د خپلواکۍ پړانګانو د دې جزېرې شمال شرق کې د تامیل ايلام په نامه د یوه خپلواک دولت را منځ ته کولو لپاره جګړه کوله چې لامل یې هغه  دوامداره تبعیض او تاوتریخوالي ډکه  شکنجه وه چې د سینهېلیسي خلکو په مشرۍ د سریلانکا د دولت له خوا د دوی په وړاندې تر سره کېدل. [۱][۲][۳]

له تاوتریخوالي ډکه ځورونه په  ۱۹۵۶، ۱۹۵۸، ۱۹۷۷، ۱۹۸۱ او ۱۹۸۳ کلونو کې د تامیل په ضد پروګرامونو په بڼه او په کال ۱۹۸۱ کې د جفنا د کتابخونې د سوځېدلو په بڼه را پورته شوه. دا عملونه ډېری وخت د سنهالي اوباشانو له لورې چې دولت یې ملاتړ کاوه له کال ۱۹۴۸ څخه وروسته چې سریلانکا د برتانیا له سترواکۍ څخه خپله خپلواکي اخیستې وه تر سره کېدل.  د خپلواکې تر اخیستلو له وخت وروسته سینهالي ژبه د دې هېواد د یوازینۍ رسمې ژبې په توګه وپېژندل شوه . له ۲۶ کلونو نظامي جګړې څخه وروسته، د سریلانکا نظامیا نو د کال ۲۰۰۹ په مې میاشت کې د تامیل پړانګانو ته ماته ورکړه او کورنۍ جګړه یې پای ته وروسوله.   [۴][۵]

تر کال ۲۰۰۷ پورې خلک ووژل شول او د کال ۲۰۰۹ د مې تر میاشتې چې کورنۍ جګړه په کې پای ته ورسېدله ملګرو ملتونو د مړو شمېر ۸۰۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰ تخمین کړ. په کال ۲۰۱۱ کې، د جګړې وورستي پړوا ته چې په کال ۲۰۰۹ کې و په اشارې سره د ملګرو ملتونو د سکرتر جنرال د پانل ماهرینو راپور چې په سریلانکا کې د مسؤلیت په اوند خپور شو لیکلي وه(( یوې اعتمادې سرچينې د مړو شمېر ۴۰۰۰۰ تنه ملکیان  تخمین کړی دی)). د سرلانکا دولت په مکرره توګه په داسې حال کې د جګړې د اغېزې د معلومولو په اړوند هرډول خپلواکّ اونړيواله څېړنه په داسې حال کې ردوله چې داسې راپورونو و چې دولتې ځواکونه د هغو تامیلیانو په ځورونه او ټوليز تجاوز کې ښکيل و چې د مړو په را ټولولو او ورکېدنو په پېدا کولو کې بوخت و. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د کوزنۍ جګړې له پای څخه را هسي، د سریلانکا دولت  د بشري حقونو نه دسرغړونې، د بمباریو په واسطه د ملکیانو په نښه کولو، د درنو وسلو کارولو، جنګې جرمونو، تښتونو، د تامیلیانو د ټولوژنو او جنسي تېریوله امله د نړيوالې نېوکې سره مخامخ ده. د تامیل اېلام پړانګان له دې امله بدنام شول چې هغوی  سینهالیس او مسلمان توکمونوپه ګډون د ټولو توکمونو په ملکیانو باندې ګڼ شمېر حملې وکړې ، کوچنیان یې دعسکرو په توګه وکارول، سیاستوال او خپل سیاسي مخالفین یې ووژل او د نظامیانو، سیاسي او ملکي اهدافو په وړاندې یې ځانمرګي بریدونه تر سره کړل.[۱۶]

د جګړې منشاء او تدریجي براختیا[سمول]

د سریلانکا د کورنۍ جګړې منشاوې د سینهالیس ډېرکیو او د تامیل د لږکیو تر منځ په پخوانۍ  دوامداره سیاسي دښمنۍ کې نغښتي دي. د اوسنۍ جګړې ريښې تر استعماري عصر پورې غزېږي چې دا هېواد د سیلون په نامه یادېده. په پیل کې د سریلانکا د دوو سترو توکمي ګروپونو تامیلیانو او سینهالیانو تر منځ ترینګلتیا کمه وه، د پونامبلام آروناچلم په نامه یو تامیلی د د تامیالیانو او سینهالیانو د استاذي په توګه په ملي تقنینی شورا وګمارل شو. په کال ۱۹۱۹ کې تامیلي او سینهالي سیاسي سازمانونه چې مشري یې آروناچلم کوله د سیلون د ملي کانګرس د جوړولو سره یو شول ترڅو استعماري دولت تر فاشر لاندې راوړي چې اساسي قانون کې نور سمونونه راوړي. د برتانیا استعماري اداره چې ویلیم مانېنګ په فعاله توګه د اشتراکې استاذولۍ مفکوره تشویقوله او په کال ۱۹۲۰ کې یې د کولمبو ښاري څوکۍ را منځ ته کړه چې د تامیلیانو او سینهالیانو له خوا به په نوبت سره اداره کېده.  [۱۷][۱۸]

په کال ۱۹۳۶ کې د ښاري شورا لپاره تر ټاکل کېدو وروسته د لانکا، ساما، سامایا ګوند غړیو ان ام پېره را او فلیپ ګوانواردېنا د انګلیسي ژبې په ځاي د  تامیلي او سینهلایي ژبو د رسمې کېدو غوښتنه وکړه. د کال ۱۹۳۶ د نومبر په میاشت کې دا سې یو وړاندېز ((چې د دې جزیرې د ښاروالۍ او پولیسو په محاکمو کې باید په عامیانه ژبه کې وی)) او (( د پولیسو په ستشنونو کې باید اندراجات باید په هغه ژبه وي چې به پیل کې پرې لیکل شوي و)) د دولتي شورا له خوا تصویب شواو حقوقي سکرتریت ته راجع شول. که څه هم په کال ۱۹۴۴ کې جې آر جاواردانا ( د سرلانکا له مشرانوڅخه و چې وروسته لومړی وزیر شو) په دولتي شورا کې وړاندیز وکړ چې سینهالي ژبه باید د انګلیسي ژبې په ځای رسمي ژبه وي.

په کال ۱۹۴۸ کې، له خپلواکي سره سم د سیلون د پارلمان له خوا یو جنجالي قانون تصویب شو چې د سیلون د تابعیت قانون نومېده چې ل مخې یې دهندي تامیلیانو د لږکيو په وړاندې تبعض په لاره واچول شو او د هغوی لپاره  دا ناشونې وه چې د دې هېواد تابیعت تر لاسه کړي، چې په دې سره څه ناڅه ۷۰۰۰۰۰ هندي تامیلیان بې تابعیته شول. په راتلونکو درې کلونو کې له ۳۰۰۰۰۰ څخه ډېر هندي تامیلیان بیرته هند ته وشړل شول. دا جریان تر ۲۰۰۳ پورې چې ۵۵ کاله له استقلال وروسته کېږي نه و چې ټولو هغو هندي تامیلیانو ته تابعیت ورکړل شو چې په سریلانکا کې اوسېدل خو په دې وخت کې هغوی د دې جزيرې یواځې ۵ سلنه نفوس جوړاوه.  [۱۹][۲۰]

په کال ۱۹۵۶ کې، لومړي وزير اس دبلیو، آر ډي بندارانایک د (( يواځې سینهالیان )) قانون تصویب کړ چې له مخې یې سینهالي ژبه د انګلیسي ژبې په ځای رسمي ژبه وګرځوله. دا اقدام یو عمدي اقدام و چې دسري لانکا تامیلیان یې ملکي خدمتونو او نورو عامه خدمتونو کې له کار کولو څخه ناهيلي کول.  په سیلون کې د تامیلي ژبې ویونکو، هندې تامیلیانو او دسریلانکا مورانو ( په دې سیمه کې یوه ډله مسلمانان و) دا قانون د هغوی په وړاندې ژبنی، کلتوري او اقتصادي تبعیض وباله. د ملکي او عامه خدموتو  ډېری تامیلی ژبې کارکوونکي استعفا ته په دې اړ شول چې هغوی په روانه توګه په سینهالي ژبه نه پوهېدل. د دې پالیسۍ له امله ترینګلتیا په کال ۱۹۵۶ او ۱۹۵۶ کې د تامیلیانو په  ټولوژنې تمامه شوه چې د دې ټول وژنو په لړ کې سینهالي  بد ماشانو په هغو سلګونو تامیليیانو باندې حملې وکړې چې د سینهالي ډېرکیو په سیمو کې اوسېدل او په هغو سیمو کې چې ډېر تامیلی بدماشان اوسېدل په سینهالیانو بندې یې حملې وکړې او په دې سره په سلګونه تامیلیان ووژل شول او د دواړو ډلو زرګونه نور هغو ځایو ته وتښتېدل چې هلته د هغوی  ۴۰۰ [۲۱][۲۲][۲۳]

د کال ۱۹۶۰ په وروستیو کې، د ویلوپیلیا پراهاکاران په ګډون څو تنه ځوانان په دې فعالیت کې ښکېل شول. هغوی د ملکې ادارې، د سریلانکا د پولیسو او په تامیل طرفداره سیاسیونو باندې د حمله وکړه او وتښته عملیات تر سره کړل.   

په کال ۱۹۷۰ کې، د معیاري کولو پالیسي پیل کړل شوه چې له مخې یې زده کوونکي د متقاضیانو د تعداد د نسبت په اساس چې په خپله ژبه یې امتحان ورکاوه منل کېدل. دا پالیسي د دې لپاره دېزاین شوې وه چې د کلیوالو سیمو استاذولې ډېره کړي او په عمل کې یې د تامیلي زده کوونکو شمېر کم کړ چې پخوا یې یواځې د خپل امتحان  په اساس نمرې وړې وې او په پراخ نسبت شاملېدل یې تر لاسه کړي و نه په امتحان کې دهغوی د شمولیت په تناسب. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

هغوی ته اوس اړینه وه چې د سینهالي زده کوونکو په پرتله لوړې نمرې تر لاسه کړي تر څو پوهنتون کې شامل شي. د مثال په توګه، د طب فاکولتې ته ادنی وړ نمره له ۴۰۰ څخه ۲۵۰ وه تر څو تامیلیان په کې شامل شي، خو د سنهالي زده کوونکو لپاره دا نمره  یواځې ۲۲۹ وه. د تامیلي زده کوونکو شاملیدل په پوهنتون کې په ناببره توګه کم شول چې دا پالیسي بیا په کال ۱۹۷۷ کې پرېښول شوه.  [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

سرچينې[سمول]

  1. T. Sabaratnam, Pirapaharan, Volume 1, Introduction (2003)
  2. T. Sabaratnam, Pirapaharan, Volume 1, Chapter 1: Why didn't he hit back? (2003)
  3. T. Sabaratnam, Pirapaharan, Volume 2, Chapter 3: The Final Solution (2004)
  4. Thottam, Jyoti (2009-05-19). "Prabhakaran: The Life and Death of a Tiger". Time. ISSN 0040-781X. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Kearney, Robert N. (March 1, 1986). "Tension and Conflict in Sri Lanka". کينډۍ:ProQuest. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  6. "UN, aid agencies appeal for civilian protection in Sri Lanka as over 100,000 flee". UN News. 12 March 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 16 July 2007 باندې). Defiant Tigers cling to last bastion.
  8. (په 15 October 2007 باندې). Sri Lanka says 147 dead in recent fighting. Reuters.
  9. Mahr, Krista (28 November 2013). "Sri Lanka to Start Tally of Civil-War Dead". Time. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 27 May 2011 باندې). Sri Lanka PM will protect military on UN rights action. Canadian Broadcasting Corporation
  11. (په 31 March 2011 باندې). Report of the Secretary-General's Panel of Experts on Accountability in Sri Lanka. United Nations
  12. "Sri Lanka to refuse entry to UN investigators". www.telegraph.co.uk. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Sri Lanka rejects growing calls for UN war crimes investigation". www.telegraph.co.uk. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "ITJP Press release" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۶ فبروري ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. International Crimes Evidence Project (ICEP) Sri Lanka, Island of impunity? Investigation into international crimes in the final stages of the Sri Lankan civil war. (2014) https://piac.asn.au/2014/02/12/island-of-impunity/ p175
  16. "Report of the Secretary-General's Panel of Experts on Accountability in Sri Lanka" (PDF). United Nations. November 2012. د کتاب پاڼې 28. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. James, Paul (2015). "Despite the Terrors of Typologies: The Importance of Understanding Categories of Difference and Identity". Interventions: International Journal of Postcolonial Studies. 17 (2): 174–195. doi:10.1080/1369801X.2014.993332. S2CID 142378403. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. T. Sabaratnam. "Sri Lankan Tamil Struggle – Chapter 18: The First Sinhalese- Tamil Rift". Ilankai Tamil Sangam. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Welcome to UTHR, Sri Lanka". د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Ethnic Conflict of Sri Lanka: Time Line – From Independence to 1999". International Centre for Ethnic Studies. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ ډيسمبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اکتوبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. McConnell, Deirdre (7 April 2009). "Background to brutality". Red Pepper. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ اگسټ ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اکتوبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Raychaudhuri, Sumana (6 February 2009). "Will Sri Lanka Drive the Tigers to Extinction?". The Nation. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ اپرېل ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اکتوبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Staff profile: Jonathan Spencer". University of Edinburgh. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ اگسټ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Ember, Melvin; Ember, Carol R.; Skoggard, Ian (2004-11-30). Encyclopedia of Diasporas. Springer. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780306483219. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. McConnell, Deirdre (7 April 2009). "Background to brutality". Red Pepper. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ اگسټ ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اکتوبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. R.L. Pereira (October 1983). "Sri Lanka's pogrom". New Internationalist. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ جنوري ۲۰۰۹ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Sri Lanka: Tamils squeezed out of higher education". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ اکتوبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Wickremasinghe, Nira (2006). Sri Lanka in the Modern Age: A History of Contested Identities. University of Hawaii Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8248-3016-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. McConnell, Deirdre (7 April 2009). "Background to brutality". Red Pepper. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ اگسټ ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اکتوبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. R.L. Pereira (October 1983). "Sri Lanka's pogrom". New Internationalist. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ جنوري ۲۰۰۹ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Rohan Gunaratna (December 1998). "International and Regional Implications of the Sri Lankan Tamil Insurgency". د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ سپټمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Vaddukkodei resolution". د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)