د سريلانکا کلتور
د سریلانکا په کلتور کې عصري عناصر له دودیز اړخ سره مخلوط او د دې هېواد د سیمه يیز تنوع لپاره پیژندل کیږي. د سریلانکا کلتور له اوږدې مودې راهيسې د «تيراواډا» بودايي دين له ميراث څخه اغېزمن شوی چې له هندوستان څخه هلته رسېدلی او د سریلانکا په سويلي او مرکزي سیمو کې مذهبي میراث په خاصه توګه پياوړی دی. د سويلي هنودستان کلتوري اغیزې په ځانګړي توګه د هیواد شمالي برخو ته رسیږي. د استعماري اشغال تاریخ هم د سریلانکا په هویت یو نښه پریښې چې د سریلانکا له کلتوري اړخونو سره پرتګالي، الماني او برتانوي عناصر یو ځای شوي دي. سربېره پر دې، اندونیزیایی کلتور هم د سریلانکایي کلتور ځیني اړخونه اغیزمن کړي دي. د کلتور په توګه، سریلانکا له دواړو هندوستان او سويل ختیځې اسیا سره کلکې اړي لري. [۱]
دا هیواد یو بډای هنري دود لري چې په مختلفو تخلیقي بڼو سره موجود دی، کومې چې موسیقي، نڅا او بصري هنرونه په ځان کې رانغاړي. د سریلانکا کلتور په نړیواله توګه له کریکټ، جلا خوړو، د اصلي ټوليزو درملو تمرین، مذهبي نښې لکه بودایی توغ او صادرات لکه چای، دارچیني او قیمتي ډبرې او همدارنګه یو پیاوړي ګرځندوی صنعت سره تړاو لري. سریلانکا د هند نیمه لويې وچې سره اوږدمهاله اړیکې لري، کوم چې د مخکیني تاریخ په اوږدو کې موندل کیدای شي. د سریلانکا نفوس په غالب ډول سینهالیسي دي، تر څنګ د اندازې وړ سریلانکایي تامیل، سریلانکایي مسلمانان، هندي تامیل، سریلانکایي ملایي او د «بورغیر» لږکي هم موجود دي.[۲]
تاريخ
[سمول]د سریلانکا لومړني اوسیدونکي «هوموساپینس» وو، څوک چې له هندي سمندر څخه ۱۲۵۰۰۰ کاله پخوا تیر شوي وو. په عمده توګه د پخوانیو تاریخي صحیفو لکه «مهاوامسا» له مخې، سریلانکا د ۲۰۰۰ کاله څخه زیات مستند تاریخ لري او د لومړیو ډبرینو توکو تاريخ يې ۵۰۰۰۰۰ مخزېږديز پورې ترسېږي. په څو پیړیو کې د پرله پسې بهرنۍ اغیزې له امله د سریلانکا کلتور اوسني حالت ته تغيیر کړ. بیا هم، په ګډه د ځینې نورو لږکيو سره، کوم چې د سریلانکا پېژندګلو جوړوي، پخوانۍ میلې او دودونه تر اوسه په دې ټاپو کې لمانځل کیږي. [۳][۴][۵]
یو ډیر مهم اړخ چې د سریلانکا د تاریخ توپیر کوي، د ښځو په اړه د هغوی اند دی. د زرګونو کلونو څخه په سریلانکا کې، له واکمنۍ نيولې بیا تر لباس اغوستلو پورې ښځينه او نارینه او نارينه ته په مساوي نظر کتل کېږي کیږي. دواړو ښځوو او نارینه په دې ځمکه د واکمنۍ بخت درلود (کوم چې حتی تر نن ورځې پورې ثابت دی). د نړۍ لومړۍ ښځینه وزیره، سیریماو بندرایکي، له سریلانکا څخه وه.
سره له دې چې د نن ورځ لباس خورا لوېدیځ ډوله شوی او ساده لباس د هرچا لپاره معمول ګرځیدلی، لرغوني رسامي او نقاشي لکه د سیګیریا هنر، اسورومونیا مینه وال ښیي چې څنګه د استعمار تر مخه سریلانکايانو جامې اغوستې، کوم چې د نارینه او ښځو لپاره د جامو د اندازې او حالت ښکارندويي کوي.
بصري هنرونه
[سمول]معماري
[سمول]د سریلانکا معماري د معمارۍ د بڼو او ډولونو یو بډای ډول څرګندوي. بودیزم د سریلانکا پر معمارۍ یوه مهمه اغیزه درلوده، چې د دریمې پیړۍ څخه دا دې ټاپو ته معرفي شوی و. په هندوستان، چین او وروسته په اروپا کې رامنځته شوي تخنیکونه او سټایلونه چې د استعمار له لارې لیږدول شوي وو، د سریلانکا په معمارۍ کې هم لويه ونډه درلودلې ده.[۶][۷]
هنر او لاسي صنايع
[سمول]د سریلانکا هنر او لاسي صنایع د دې ټاپو د اوږد او دوامداره بودایي کلتور څخه الهام اخلي، کوم چې په پایله کې بې شمیره سیمه ييز او محلي دودونه جذب او خپل کړي دي. په ډیری بېلکو کې سریلانکايي هنر د مذهبي عقیدو څخه راغلی او په مختلفو شکلونو لکه نقاشۍ، مجسمه جوړونې او معمارۍ سره ښودل کیږي. د سریلانکا د هنر یو له خورا د پام وړ اړخونو څخه د غارونو او معبدونو نقاشي ده، لکه په سیګیریا کې موندل شوي فریسکوز، او مذهبي نقاشي په ډمبولا کې په معبدونو کې موندل شوي او په کنډي کې د غاښونو معبد. د هنر نور مشهور ډولونه هم له داخلي او هم له بهرني میشتیدونکو له خوا اغیزمن شوي دي. د بېلګې په ډول، د لرګیو دودیز لاسي صنایع او د خټو لوښي د غرنیو سیمو په شاوخوا کې موندل کیږي، په داسې حال کې چې له پرتګال څخه اغېزمن شوی د ټوکرکار او له اندوزيا څخه اغېزمن شوي «بټیک» هم د پام وړ دي.
د تر سره کولو هنرونه
[سمول]نڅا
[سمول]د کلاسیکي، ولسي او د نڅا ډرامو لکه «کانډیان» نڅا په ګډون سریلانکا د نڅا د بېلا بېلو ډولونو کور دی. سریلانکا د نڅا درې عمده ځایي سبکونه لري. نومونه یې اوډاراټا (کنډي کې)، پهاتراټا (جنوبي سیمو کې) او سباراګامو دي، کوم چې د سباراګاموا ايالیت د کیګالي او راتناپورا په ولسوالیو کې لیدل کیږي.
موسيقي
[سمول]بوديزم او پرتګالي نېواک د سریلانکا په موسیقۍ دوه سترې اغېزې پرېښي. بودیزم سریلانکا ته د اشوکا سترواک د بچيو د تبلیغ څخه سریلانکا ته راغلی. په داسې حال کې چې پرتګاليان په پنځلسمه پیړۍ کې راغلي چې له ځان سره یې د کانټیګا سندرې، یوکولیل او ګیټارونه راوړل او ورسره افریقایی مريان، چا چې د دې ټاپو د مسیقۍ ریښې نورې هم متنوعې کړې. دا مريان به یې «کافرینها» بلل کېدل او د هغوی د نڅا موسیقۍ ته به یې «بایلا» ویل. د سریلانکا په دودیزه موسیقۍ کې د مصنوعي خوب راوستونکي «کنډیانو» ډولونه شامل دي – ډول وهل په سریلانکا کې د بودا او هندو معبدونو کې د موسیقۍ ډیره برخه وه او ده. د سریلانکا ډيری لوېديځې برخې، لويديځه نڅا او موسیقي تعقيبوي.
سينما
[سمول]د «کډاونو پورونډوا» (ماته ژمنه) په نوم فلم چې د «چترا کالا موویټون» د «ایس. ایم. نیاګم» له خوا تولید شوی و، په ۱۹۴۷ز کال کې یې د سریلانکایي سینما د راتګ خبر ورکړ. «رانموتو دووا» (د خزانې جزیره، ۱۹۶۲) د سینما له تور او سپین څخه رنګین ته بدلون راوست. په وروستیو کلونو کې، د سریلانکا سینما د کورني احساساتي او رومانوي ډرامه، ټولنیز بدلونونو او د «ال ټی ټی اي» او پوځ تر منځ د جګړو د کلونو په څیر موضوعات نندارې ته وړاندې کړل. د هغوی سینمایي انداز بالیووډ ته ورته دی. په ۱۹۷۹ز کال کې، د ټولو وختونو په پرتله د فلمونو ګډون لوړ شو، خو له هغه وخت راهیسې په تریجي ډول کمښت ليدل کېږي. بې شکه، «لسټر جیمز پیریس» د سریلانکا د سینما د تاریخ تر ټولو تاثیر اچونکی او انقلابی فلم جوړونکی دی، چې د ریکاوا(د تقدیر کرښه، ۱۹۵۶)، ګامپیرالیا (بدلیدونکی کلی، ۱۹۶۴)، نیدانهایا(خزانه، ۱۹۷۰) او ګالو هداواتا (یخ زړه، ۱۹۶۸) په ګډون يې زیات شمیر فلمونو لارښودنه کړې، کومو چې نړیوال شهرت تر لاسه کړی. په ښاري سیمو کې زیاتې سینماوې شته.
د ژوند سريقه
[سمول]خواړه
[سمول]د سریلانکا خواړه په عمده توګه د سويلي هندوستان، اندونیزیا او هالنډ له خوا اغیزمن شوي. وریژې یوه اساسي برخه ده او معمولا هره ورځ مصرف کیږي او په هر ځانګړي فرصت کې موندل کیدای شي، په داسې حال کې چې مساله لرونکي غوړ خواړ د غرمې او ډوډۍ لپاره د خوښې خواړه دي. یو ډیر مشهور الکولي مشروبات «ټاډي» او «اریک» دي چې دواړه د خرما د ونې د نباتي زوښې څخه جوړ شوي دي. وریژي او غوړ خواړه د سریلانکایي خوړو یوې لړۍ سره اړيکه لري. سریلانکایان ملخان یا خیز وهونکي خزندګان (اپا، اپام) هم خوري، کوم چې د سریلانکا په هر ځای کې موندل کیدای شي.په ډېر وروستي وخت کې، کولمبو ته د لويديځ شويو تاميل اشپزانو راستنېدل زيات شوي دي، نوي مشهور «جاناکان ګنانانندن» په دوی کې شامل دي، چا چې خپل لومړني کلونه د سويلي لندن میشیلین سټار رستورانتونو کې په روزنه تیر کړی. دې راتګ د سریلانکا او تامل خوړو نوې بڼې ته وده ورکړه چې دودیزې مسالې له اروپایی چټکو چمتو کېدونکو خوړو سره يوځای کوي، لکه رممیدان چې معنا یې ګرم چپس دي، کوم چې په ځوان نسل کې خورا مشهور ثابت شوی. [۸]
سرچينې
[سمول]- ↑ Mendis, V.L.B (1985). Foreign Relations of Sri Lanka: Earliest Times to 1965. Tisara Prakasakayo. pp. 113–16.
- ↑ "Archived copy" (PDF). Archived from the original (PDF) on 2013-01-08. نه اخيستل شوی 2013-04-12.
{{cite web}}
: نگهداری یادکرد:عنوان آرشیو به جای عنوان (link) - ↑ Perera, H. Nimal (2014). "Prehistoric Sri Lanka". Journal of the Royal Asiatic Society of Sri Lanka. 59 (2): 23–41. ISSN 1391-720X.
- ↑ "The Mahavamsa - Great Chronicle - History of Sri Lanka - Mahawansa". mahavamsa.org. نه اخيستل شوی 8 April 2018.
- ↑ Garms-Sotelo, Doria (3 August 2013). "Growing up White in South Asia" (PDF). Seoul, Korea. نه اخيستل شوی 13 January 2022.
- ↑ "LANKALIBRARY FORUM • View topic - Home and family in ancient and medieval Sri Lanka". Lankalibrary.com. 2008-12-21. Archived from the original on 21 February 2012. نه اخيستل شوی 2012-06-29.
- ↑ Winks, Robin (21 October 1999). The Oxford History of the British Empire: Volume V: Historiography. OUP Oxford. ISBN 9780191542411. نه اخيستل شوی 8 April 2018 – via Google Books.
- ↑ Saldin, B. D. K. (8 April 1996). Orang Melayu Sri Lanka Dan Bahasanya. Sridevi Printers Publication. ISBN 9789559419020. نه اخيستل شوی 8 April 2018 – via Google Books.