د ستور مزلو محرکه قوه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ستور مزلو محرکه قوه د ټولو هغو لارو چارو څخه ګټنې ته اړوندېږي چې ستور مزلو توغندیو او مصنوعي سپوږمکیو ته د چټکتیا ورکولو په موخه ترې استفاده کېږي. د ستور مزلو محرکه قوه په انحصاري ډول په فضايي خلا کې د مخکې وړونکي سیسټم سره سروکار لري او نه باید دغه مفهوم فضا ته د توغولو یا اتومسفیر ته د ننوتو په توګه وبلل شي.

د ستورمزلو د عملي محرکې قوې اړوند څو لارو چارو ته پراختیا ورکړل شوې چې هر یو یې ځانګړې ګټې او نواقص لري. په ډیری سپوږمکیو (تر ډېره پورې په یو لوري تلونکي توغندیو کې) او یا هم په مداري مرکز کې په درېدونکو ریسېسټوجټ راکټونو (resistojet rockets) کې له ساده کیماوي موادو څخه د مخکې وړونکې قوې د تولید په موخه ګټنه کېږي په داسې حال کې چې یو شمېر نور یې له متحرکو څرخونو څخه د وضعیت د کنټرول په موخه ګټنه کوي. شوروي بلاک ته په اړوندو سپوږمکیو کې د لسیزو لپاره له برېښنايي محرکې قوې څخه ګټنه کېدله چې د ځمکې په مدار کې ګرځېدونکو نوو لویدیځو ستور مزلو بیا له شمالي سټېشن څخه تر سویلي پورې په مدار کې د تلو په موخه له هغو ګټنه کوله. د سیارو ترمنځ هم تر ډېره پورې له کیمیاوي راکټونو څخه د لېږدونکو وسایلو په توګه ګټنه کېږي په داسې حال کې چې په ډېره لږ کچه کارېدونکو د آیون مخته وړونکو او د هال اغېز مخته وړونکو (د برېښنايي محرکې قوې دوه جلا ډولونه دي) لویو بریاوو ته لاسرسی وموند.

د ستور مزلو د محرکه قوو ټکنالوژۍ هغه مخته وړونکې ټکنالوژۍ توصیف کوي چې کولای شي د فضايي علم او راتلونکو اکتشافاتو اړتیاوې پوره کړي. دغه ټکنالوژۍ زموږ په لمریز نظام کې د لا زیاتو اکتشافاتو په موخه دي او د فضایي ماموریتونو طراحانو ته اجازه ورکوي څو «په هر مهال او مکان کې مقاصدو ته په رسېدو د علمي موخو د ترلاسه کولو لپاره» په ډاډمنه او خوندي توګه فضايي ماموریتونه طرح کړي. د احتمالي ماموریتونو او همدارنګه د نوماندو محرکه ټکنالوژیو په پراخه طیف سره دغه پوښتنه چې کومه ټکنالوژي د راتلونکو ماموریتونو لپاره «تر ټولو غوره» ده ستونزمنه پوښتنه ده. د دې لپاره باید د محرکه قواوو داسې ټولګې ته پراختیا ورکړل شي چې د بېلابېلو ماموریتونو اړوند مقاصدو ته د رسېدو په لار کې اغېزمنه واوسي. [۱][۲][۳]

عملیاتي اډانه[سمول]

ستورمزلي د فضا په بېلابېلو برخو کې فعال دي. په دغو کې مداري مانورونه، د سیارو ترمنځ سفرونه او همدارنګه د ستورو ترمنځ سفرونه شاملېږي.

مداري[سمول]

مصنوعي سپوږمۍ په پیل کې د متعارفو مخکې وړونکو مایع/جامدو موادو پر مټ پام وړ ارتفاع ته لېږل کېږي او وروسته له هغو کېدای شي سپوږمکۍ له خپل داخلي مخته وړونکي سیسټم څخه په مداري سټیشن کې د ځان ساتلو لپاره ګټنه وکړي. هغه مهال چې پام وړ مدار ته رسېږي، تر ډېره پورې د حالت د کنټرول یو شمېر چارو ته اړتیا لري څو ډاډ ترلاسه شي چې په سمه توګه د ځمکې، لمر او همدارنګه نورو پام وړ نجومي اجسامو ترمنځ یې خپل ځای موندلی. له دې امله چې دغه سپوږمکۍ د نازک اتومسفیر د مقاومت له قوې سره مخ دي او په مدار کې د اوږد مهال لپاره پاتې کېږي د مخته وړونکو قوو یو شمېر ډولونو ته اړتیا ده چې (د مداري سټیشن ساتلو په موخه) د هغو په موقعیت کې سمون راولي. یو شمېر سپوږمکۍ اړتیا لري چې وخت په وخت له یوه مدار څخه بل مدار ته ننوزي او په دې سره دوی هم مخته وړونکې یا محرکه قوې ته اړتیا لري. د یوې سپوږمکۍ ګټمن عمر هغه مهال پای ته رسېږي چې په خپل مدار کې د ځان د تنظیم وړتیا له لاسه ورکړي. [۴][۵][۶]

د سیارو ترمنځ[سمول]

د سیارو ترمنځ د تګ راتګ لپاره یو ستورمزلی کولای شي له خپلو ماشینونو څخه د ځمکې د مدار د پرېښودو په موخه کار واخلي. تر ډېره دې ته اړتیا نه پېښېږي ځکه توغندي ته ورکول کېدونې ابتدايي قوه، جاذبوي سلېنګ شاټ (تیر او کمان) او د یو ګونې/دوه ګونې مخکې وړونکی کنټرول کوونکي حالت سیسټم د لمریز نظام اړوند اکتشاف په موخه کافي دي. هغه مهال چې له دغو لارو چارو کار واخیستل شي باید په یو ډول نه یو ډول ځان تر هدفه ورسوي. د سیارو ترمنځ معاصر تلونکي ستور مزلي دغه چاره مسیر ته د اړوندو ډېرو لنډ مهاله تنظیماتو پر بنسټ ترسره کوي. د دغو تنظیماتو له مخې ستورمزلي په سادګۍ سره په خپل مسیر کې له کومې چټکتیا پرته حرکت کوي. له یوه دایروي مدار څخه بل مدار ته د حرکت کولو تر ټولو لږ مصرف لرونکې کړنلار د هوهمان له مداري جوړښت ګټنه ده: ستورمزلی په یوه تقریبا دایروي مدار کې د لمر په چاپېر په تلو پیل کوي. د حرکت په جهت کې د مخکې تلو یو لنډه دوره ستور مزلی د لمر په چاپېر باندې په بیضوي مدار کې چې د هغو له پخواني مدار سره اړیکه لري او همدارنګه له پام وړ مدار سره وصلېږي چټکتیا وربخښي او یا یې هم کرار کوي. ستورمزلی په آزادانه توګه د دغه بیضوي مدار په اوږدو کې سقوط کوي تر هغو چې مقصد ته رسېږي، دلته بیا د یوې بلې لنډې دورې په واسطه ورته چټکتیا ورکول کېږي یا یې هم چټکتیا را کموي څو د پام وړ مدار سره مطابقت وکړي. ځیني وختونه د وروستي مداري تنظیم په موخه له ځانګړو لارو چارو لکه آیرو برېکینګ (هوايي برېک) یا آیرو کپچر څخه ګټنه کېږي. [۷][۸][۹][۱۰]

د ستورو ترمنځ[سمول]

تر اوسه پورې هېڅ داسې ستور مزلی چې په لنډ مهال کې (د انسان د ژوندانه سره په پرتله) د ستورو ترمنځ د سفر وړتیا ولري نه دی جوړ شوی، خو په ډېرو فرضي طرحو باندې یې بحثونه شوي دي. له دې امله چې د ستورو ترمنځ فاصلې په پام وړ توګه زیاتې دي په معقول وخت کې موخې ته د ستورمزلي د رسولو په موخه فوق العاده چټکتیا ته اړتیا ده. د توغولو پر مهال دغه ډول چټکتیا ته لاسرسی او مدار ته په رسېدو د هغو له شر څخه خلاصون تر نن ورځې پورې د ستورمزلو د طراحانو پر وړاندې لویه ستونزه ده. [۱۱]

د محرکه قوو ټکنالوژي[سمول]

د محرکه قوو په برخه کې ټکنالوژیکې حوزې په څلور اصلي برخو ویشل کېږي: (۱) کیمیاوي محرکه قوه، (۲) برېښنايي محرکه قوه، (۳) پرمختللې مخکې وړونکې ټکنالوژي او (۴) ملاتړیزې ټکنالوژۍ چې د مخته وړونکو سیسټمونو د فزیک، د محرکې قوې د تولید په ډول او همدارنګه د هغو د فني بلوغ پر بنسټ دي. له دې سربېره کېدای شي په فضا کې د مخته وړو باور وړ نور مفاهیم هم شتون ولري چې په دې اړوند د معلوماتو د خپرېدو تر مهاله یې وړاندوینه یا هم ارزونه نه وي شوي او کېدای شي د راتلونکو ماموریتونو لپاره ګټمن وبلل شي. [۱۲]

کیمیاوي محرکه قوه[سمول]

د توغندیو ډېری ماشینونه چې نن ورځ ترې ګټنه کېږي کیمیاوي توغندویز ماشینونه دي؛ په دې معنا چې خپله مخکې وړونکې قوه د کیمیاوي غبرګونونو په واسطه ترلاسه کوي او داسې ګرم ګاز تولید کوي چې د تحرک ورکولو لپاره بیا انبساط کوي. له بېلابېلو کیمیاوي ترکیباتو څخه د مخکې وړونکې قوې د تولید لپاره ګټنه کېږي چې دبېلګې په توګه هایدرازین، مایع اکسیجن، مایع هایدروجن، نایتروجن اوکساید او هایدروجن پراوکساید په کې شاملېږي. په دغو کې کېدای شي له یو ګونو یا دوه ګونو مخکې وړونکو تنظیماتو څخه ګټنه وشي.

غبرګون ښوونکي ماشینونه[سمول]

غبرګون ښوونکي ماشینونه د حرکت اړوند د نیوټن د دریم قانون سره په مطابقت د غبرګون رامنځته کوونکي کتلې په زوره بهر کولو سره مخکې وړونکې قوه تولید کوي. د حرکت دغه قانون په معمول توګه په داسې ډول تفسیر کېږي: «د هر عمل کوونکې قوې لپاره مساوي، خو مخالفه غبرګون ښوونکې قوه شتون لري».

په بېلګو کې یې کولای شو د جټ ماشینونو، توغندويي ماشینونو، جیټ پمپونه او د هغو غیرمعمول بدلونونو لکه د هال – اثر مخته وړونکو، یوني مخته وړونکو، جسم وړونکو او هستوي پالس مخته وړونکو ته اشاره وکړو.

د توغندیو ماشینونه[سمول]

د ډیری توغندیو ماشینونه داخلي حرارتي احتراق لرونکي ماشینونه دي (په داسې حال کې چې غیر احتراقي ډولونه یې هم شتون لري). د توغندیو ماشینونه په عموم ډول د ګرم ګاز په څېر لوړه تودوخه لرونکې کتله تولید کوي. دغه چاره په یوه احتراقي برخه کې له یو اکساید کوونکي سره یوځای د یو جامد، مایع یا ګازي سون توکي له سوزېدو ترلاسه کېږي. له دې وروسته دغه ګرم ګاز د لویې انبساطي خولې لرونکي (nozzle) څخه چې په منځ کې کوچنی وي خارجېږي. د زنګ په څېر دغه خوله د توغندي موتور ته ځانګړی شکل وربخښي. اغېز یې دادی چې په پام وړ توګه رامنځته شوې کتلې ته چټکتیا وربخښي او حرارتي انرژي په جنبشي انرژۍ تبدیل کوي.

سرچينې[سمول]

  1. Meyer, Mike (April 2012). "In-space propulsion systems roadmap" (PDF). nasa.gov. د کتاب پاڼې 9. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر October 9, 2022 باندې. د لاسرسي‌نېټه Feb 1, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Mason, Lee S. "A practical approach to starting fission surface power development." proceedings of International Congress on Advances in Nuclear Power Plants (ICAPP’06), American Nuclear Society, La Grange Park, IL, 2006b, paper. Vol. 6297. 2006.
  3. (په May 20, 2013 باندې). NASA Banking on Solar Electric Propulsion's Slow but Steady Push. SpaceNews, Inc
  4. (په February 7, 2002 باندې). Thrusters Precisely Guide EO-1 Satellite in Space First. NASA
  5. Phillips, Tony (May 30, 2000). "Solar S'Mores". NASA. د اصلي آرشيف څخه پر June 19, 2000 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جولای ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Olsen, Carrie (September 21, 1995). "Hohmann Transfer & Plane Changes". NASA. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ جولای ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جولای ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Staff (April 24, 2007). "Interplanetary Cruise". 2001 Mars Odyssey. NASA. د اصلي آرشيف څخه پر August 2, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جولای ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په February 7, 2002 باندې). Chapter 4. Interplanetary Trajectories. Basics of Space Flight. NASA JPL
  9. کينډۍ:Cite conference
  10. Anonymous (2007). "Basic Facts on Cosmos 1 and Solar Sailing". The Planetary Society. د اصلي آرشيف څخه پر July 3, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جولای ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Rahls, Chuck (December 7, 2005). "Interstellar Spaceflight: Is It Possible?". Physorg.com. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جولای ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Meyer 2012، ص. 10.