د ستنې طب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ستنو برخه ايزه نقشه

د ستنې طب د چين د دودیز طب يوه مهمه برخه تشکيلوي او څه د پاسه څو زره کاله تاريخ لري. په لومړنيو وختونو کې د ستنې طب يوازي د درملنې يوه وسيله گڼل کيده او وروسته د پرمختيا په بهير کې يي، يو ډول د پوهنې برخه غوره کړې . په لومړنيو وختونو کې د د ستنې طب آر ستن له ډبرو څخه جوړه شوي وه چه د دغه ډول ستن رامنځته کيدل له ننه نه تقريبأ له اتو زرو کالو نه تر څلورو زرو کالو پوري دي. وروسته د ميلاد نه د مخه (٧٧٠ کال - ٤٧٦ کال) په چين کې د د ستنې مسلکي ډاکتر رامنځته شوي دي، د اړوندو اسنادو له مخې په هغه وخت کې نامتو ډاکتر هوان د ناروغۍ د علاج په وخت کې د ستنې مهارت استعمال کړي ؤ.

د سي هان د سلسلې په دوره کې ( د ميلاد د مخه ٤٧٦ __٢٥ کال ) د اوسپنو د ويلي کولو د تخنيکونو په پرمختيا سره د فلزاتو څخه د ستني جوړول مروج شول. په دي وخت کې د ډبرو سين پر ځاي فلزي ستن تر استفادي لاندې راغلي ؤ او د درو مملکتونو په دوره کې د سوزني د علاج په باب يو مکمل اثار رامنځته شوي او د ميلاد په ٢٥٦ م کال او ٥٨٩م کال کې د سوزني طب په باب اثارونه په ښکاره توگه زيات شوي دي. دغه راز په دي دوره کې اړوند مهارتونه يي هم کوريا ، جاپان او نورو هيوادونه ته خپاره شوي دي.

د چين د سوي تان د سلسلو په دوره کي ( ميلادي کال ٥٨١-٩٠٧ کال ) د ستنې طب لوي پرمختگ تر لاسه کړي او يو يو ډول خاص علم يي گرزيدلي ؤ. په شپاړلسمه پيړۍ کې د چين ستنې طب اروپا ته خپور شو.

په ١٩٤٩ کال د نوي چين د جوړيدو نه وروسته په چين کې د ستنې طب په چارو کې ډيره پرمختيا ترلاسه شوې ده. اوس په ټول هيواد کې د چين د عنعنوي طب په څه د پاسه دوو زرو روغتونونو کې د ستنې طب څانگې شته ٠ دغه راز په چين کې د بدن د بيلا بيلو جهازونو ترمنځ د هماهنگۍ، د درد د کمولو ، دناروغۍ د مقاومت د اوچتولو او د نورو بيلا بيلو اړوندو څيړنو په هکله کې د سوزني مهارتونو د استعماليدو په برخه کې ډير ارزښناکې تجربي تر لاسه شوي دي.