د زړو پاملرنه یا مرستون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د زړو مرستون، یا په ساده ډول د لویانو مرستون(eldercare ) (چې د انګلیسي ژبې نړۍ په ځینو برخو کې د زیات عمر درلودونکو د پاملرنې په توګه هم پیژندل کیږي)، د لوړ عمر درلودونکو وګړو پالنه کوې او اړتیاوې یې پوره کوي. مرستون  کمکي ژوند، د لویانو ورځنۍ پاملرنې، اوږدمهاله پاملرنې، پرستاري(کله کله د استوګنې پاملرنې په نوم یادیږي)، د هستوګنې پاملرنې، او د کور د ننه پاملرنې شاملوي. د مرستونونو په اړتیاوو کې او د لویانو په اړه په کلتوري لیدلورو کې د پراخه ډولونو شتون له امله، نوموړي نهادونه د فعالیتونو او بنسټونو پراخه لړۍ شاملوي. د بېلګې په توګه: د حکومت له خوا پرمخ وړل کېدونکي مرستونونه په زیاترو آسیایی هیوادونو کې چېرې چې ځوان نسلونه اکثراً د خپلو زړو پاملرنه کوي، په ندرت سره کارول کیږي.

مرستون د هغو لوړعمر لرونکو وګړو په ټولنیزو او شخصي غوښتنو ټینګار کوي څوک چې غواړي د وقار ژوند وکړي په داسې حال کې چې په ورځني فعالیتونو او په روغتیایي پاملرنه کې مرستو ته اړتیا لري. مرستونونه تر ډېره وړیا دي.[۱]

کلتوري او جغرافيايي توپيرونه[سمول]

د پاخه عمر لرونکو (زړو) لپاره د وړاندې کېدونکې پاملرنې بڼه له یوه هېواده تر بل هېوده او حتی له یوې سیمې تر بلې خورا توپیر لري، او په چټکۍ سره د بدلېدو په حال کې دي. په نړیلواله کچه زاړه خلک د عمر د ټولو نورو ګروپونو څخه ډېر روغتیایي مصارف لري. په نړۍ کې د زړو خلکو په زیاتېدونکې توګه لوی تناسب هم شتون لري، په ځانګړې توګه په مخ پر ودې هیوادونو کې، چېرې چې خلک د زیږون له محدودیت او کورنۍ د کمولو لپاره له دوامداره فشار سره مخ دي.[۲][۳][۴][۵]

په دودیز ډول، د زړو پالنه د کورنۍ د غړو مسؤلیت پاتې شوی دی او د پراخې کورنۍ په چوکاټ کې وړاندې شوې ده. په عصري ټولنو کې په زیاتېدونکې توګه پاملرنه اوس د دولتي یا خیریه مؤسسو لخوا تر سره کیږي. د دې بدلون لاملونه د کورنیو کمېدل، د اوږد عمر د اوسط ډېرېدل او د کورنیو جغرافيايي بې ځایه کېدل دي. که څه هم دغو بدلونونو په لومړي سر کې اروپايي او شمالي امریکا هېوادونه اغېزمن کړل، خو اوس په زیاتېدونکې بڼه پر اسیايي هېوادونو د اغېز په حال کې دي. [۶][۷]

په ډیرو لوېدیځو هېوادونو کې، د زړو لپاره د پاملرنې اسانتیاوې د پاملرنې استوګنیز کورونه، د وړیا مرستې سره چمتو شوي استوګنځي، د پالنې کورونه، او د تقاعد د دوامداره پاملرنې ټولنې (CCRCs) دي. د پاملرنې استوګنيز کور د استوګنې له هغه کور څخه عبارت دی چې د یوې مؤسسې، سازمان یا فرد په ملاتړ او د نظارت کونکي پرسونل په مرسته د لږ تر لږه دوه څخه تر شپږو کسانو لپاره په کورنۍ چاپیریال کې خونه او خواړه، شخصي پاملرنې او د استوګنې خدمتونه وړاندې کوي. [۸][۹]

په پالونکو کې د جنسیت توپیر[سمول]

د کورنۍ د پاملرنې اتحادیې د موندنو په اساس، د کورنۍ د پاملرنې زیاتره چوپړتیاوې وړاندې کوونکې ښځې دي: [۱۰]

"ډېرو څېړنو د کورنۍ د ساتونکو په توګه د میرمنو رول ته کتنه کړې. که څه هم ټولو د جنسیت مسئلو او په ځانګړې توګه د پاملرنې مسئلې ته پام نه دی کړی، خو پایلې یې لاهم په لاندې بڼه د عمومي کولو وړ دي[sic- ګرامري اشتباه].

  • د کورنۍ یا غیر رسمي پاملرنې وړاندې کونکو د عمرونو اټکل چې ښځې دي له ۵۹٪ څخه تر ۷۵٪ پورې دي.
  • د پالنه کونکو منځنی عمر ۴۶ کاله ، جنسیت یې ښځينه، چې واده شوې او له کوره بهر کار کوي او کلنی عايد يې $۳۵،۰۰۰ دی.
  • که څه هم نارینه هم مرستې وړاندې کوي، ښځینه پالنه کونکې ښایي د نارینه پرستارانو په پرتله د پاملرنې لپاره تر ٪۵۰ ډېر وخت مصرف کړي." [۱۱]

په پرمختللو هیوادونو کې[سمول]

استرالیا[سمول]

په آسترالیا کې د زړو پاملرنه یا مرستون (Aged care in Australia) د دې لپاره طرح شوی تر څو ډاډ ترلاسه کړای شي چې هر آسټرالیایي وګړی کولی شي د دوی خپل انفرادي عاید او شتمنیو ته په کتو سره د خپلې د پاملرنې په لګښت کې تر ممکنه حده مرسته وکړي.  دا په دې معنا ده چې وګړي یوازې هغه څه تادیه کوي چې دوی یې وس لري، او مشترک المنافع حکومت بیا هغه څه تادیه کوي چې اوسیدونکي یې نشي ورکولی. د استرالیا د تولیداتو کمیسیون چې یو قانوني نهاد دی، په ۲۰۱۰ ز کې یې د زړو پاملرنې په اړه سروې تر سره کړې او په ۲۰۱۱ز کې یې په اړه خپل راپور خپور کړی دی. د نوموړې سروې  پایله داسې ده چې د زړو آسټرالیایانو نږدې ۸۰٪ پاملرنه غیر رسمي پاملرنه ده چې د کورنۍ، ملګرو او ګاونډیانو له خوا تر سره کیږي. شاوخوا یو ملیون خلکو د حکومت له خوا د مرستون سبسایډي خدمتونه ترلاسه کړي، چې له دې څخه، د ۱۶۰،۰۰۰ خلکو د دایمي استوګنې پاملرنې سره ډیری یې د ټیټې کچې ټولنې پاملرنې ملاتړ ترلاسه کړی دی. په ۲۰۱۰-۲۰۰۹ کې د ټولو حکومتونو لخوا د زړو پاملرنې لګښت نږدې ۱۱ ملیارده ډالره ؤ.[۱۲][۱۳]

د پاملرنې کچې لوړولو اړتیا او د پاملرنې په سېستم کې پیژندل شوي ضعفونه (لکه د ماهر کاري ځواک کمښت او د پاملرنې د شته ځایونو محدودیت)، په ۲۰۰۰ ز کلونو کې زیاترې بیاکتنې دې پایلې ته ورسولې چې د آسټرالیا د زړو پاملرنې په سېستم کې د اصلاحاتو د راوسلو اړتیا وړاندیز کړي. نوموړې پایلې او وړاندیزونه د تولیداتو د کمېسیون د ۲۰۱۱ کال په راپور او ورپسې د اصلاحاتو په نورو وړاندیزونو کې راټول شوي دي. د ۲۰۱۳ کال د اوږد ژوند، ښه ژوند کولو تعدیلاتو مطابق، مرستې د پاملرنې  د ارزول شوو اړتیاوو سره سم چمتو کیږي، په داسې توګه چې د هغو خلکو لپاره اضافي بشپړوونکې بستې شتون لري چې له بې کوره کېدو، عقل له زوال(ډیمېنشیا) سره مخ دي او هغوی چې د تجربو خاوندان دي.[۱۴][۱۵]

د آسټرالیا د زړو پاملرنه یا مرستون  زیاتره وختونه د مختلفو دولتي او فدرالي تمویلېو په سبب پیچلي ګڼل کیږي. علاوه پر دې، زیات شمېر لنډیزونه یا مخففات موجود دي چې پیرودونکي باید ترې خبر وي، د ځینو نومونه یې دا دي: ACAT، ACAR، NRCP، HACC، CACP، EACH، EACH-D او CDC (د مصرف کونکي د اړتیاوو اړوند پاملرنې).[۱۶]

کاناډا[سمول]

په کاناډا کې په دې برخه کې خصوصي انتفاعي او غیر انتفاعي بنسټونه شتون لري، خو د لګښت فکتورونو له کبله، ځینې ولایتونه د ولایتي عامې روغتیا وزارت له خوا اداره کېدونکي عامه تاسیسات چلوي یا سبسایډي ورکوي. د عامه پاملرنې په کورونو کې، زاړه کاناډایان کېدای شي د کلني عاید پراساس له عاید سره سمې پیمانې باندې د خپلې پاملرنې لپاره پیسې ورکړي. هغه پیمانه چې له دوی څخه ورباندې پیسې اخیستل کېږي په دې پورې اړه لري چې ایا دوی د "اوږدمهاله پاملرنې" یا "مرستندویه ژوند" لپاره په پام کې نیول شوي. د بېلګې په توګه، د ۲۰۱۰ په جنورۍ کې، د برتانیایي-کولمبیا د حکومت لخوا سبسایډ شوو "اوږدمهاله پاملرنو" (چې د استوګنې پاملرنې په نوم هم یادیږي) کې اوسیدونکي زاړه د دوی د مالیې-وروسته عاید ۸۰٪ تادیه کول پیل کړي له دې استثناء سره چې که چېرې د مالیې-وروسته عاید د ۱۶۵۰۰ ډالرو څخه کم وي. د "مرستندویه ژوند" تعرفه په ساده ډول د مالیې څخه وروسته د ۷۰٪ څخه محاسبه کېږي لکه څنګه چې په اونټاریو کې لیدل شوي، د زیاتره اوږدمهاله پاملرنې کورونو لپاره د انتظار لېستونه شتون لري، نو کورنۍ ښایي د کور دننه روغتیايي پاملرنې په استخدامولو یا د تقاعد په یو خصوصي کور کې د پاتې کیدو لپاره پیسو ورکولو ته اړ وي.[۱۷][۱۸]

انګلستان[سمول]

په انګلستان کې د زړو خلکو پاملرنه په دودیز ډول د دولت له خوا تمویلېږي، مګر په زیاتېدونکي توګه له محدودیتونو سره مخ شوې، د کېنګ فنډ او نوفیلډ ټرسټ ادارو له خوا د ګډ راپور له مخې، په ملي کچه د پاملرنې لګښت په لوړېدو دی. هغه خلک چې لږې سپماوې یا نورې شتمنۍ لري یا د دوی په خپل کور کې (د پرستارانو له خوا په عیادت) یا د استوګنې د پاملرنې کور یا د پالنې کور ته په تګ سره یې پاملرنه کیږي. د زړو خلکو زیات شمېر د جګ عمر لرونکي نفوس د ډېروالي او د طبي پرمختګونو په سبب چې د ژوند اوسط لوړوي، مرستې ته اړتیا لري ، په داسې حال کې چې له دوی سره د مرستې لپاره د حکومت له خوا لږ پیسې ورکول کیږي. یو ملیون داسې خلک چې پاملرنې ته اړتیا لري، نه رسمي او نه غیر رسمي مرسته ترلاسه کوي.[۱۹][۲۰][۲۱]

په انګلستان کې د تقاعد د ټولنو مخ په زیاتېدو شمیر، د تقاعد کلي یا د سرپناه کورونه هم د پاملرنې کورونو لپاره د یو بدیل وړاندیز کوي مګر یوازې د هغو کسانو لپاره چې ساده پاملرنې ته اړتیا ولري. د لوړې کچې پاملرنې کور چمتو کول ښایي د هغو زړو خلکو لپاره دېر مناسب وي چې پېچلې اړتیاوې لري. دا طرحې زړو خلکو ته اجازه ورکوي چې د استوګنې په یوه ټولنه کې یا د نورو زړو خلکو سره د هستوګنې په کمپلیکس کې، په خپلواکه توګه ژوند وکړي او د زړو ترمنځ د عامو ستونزو لکه انزوا سره په مبارزه کې مرسته کوي. په دې ټولنو کې، اوسیدونکي کولی شي ګډو چوپړتیاوو، آسانتیاوو، او د اړتیا په صورت کې د پاملرنې خدمتونو ته لاسرسي ولري.[۲۲][۲۳]

سرچينې[سمول]

  1. Kijong Kim; Rania Antonopoulos (2011). Unpaid and Paid Care: The Effects of Child Care and Elder Care on the Standard of Living (PDF). Levy Economics Institute. [...] it is individual effort that contributes the most to care: family, friends, and other volunteers cover 57 percent (36 percent by informal care and 21 percent by out-of-pocket payments) of long-term care responsibilities for the elderly (CBO 2004). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. A Senior Companion, LLC 2009. aseniorcompanionllc.com
  3. Sundström, Gerdt (1982). "The Elderly, Women's Work and Social Security Costs". Acta Sociologica. 25 (1): 21–38. doi:10.1177/000169938202500102. JSTOR 4194376. S2CID 154909272. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Health and Elderly Care Expenditure in an Aging World," 2000
  5. World Population Aging: "World Population Aging, 2010"
  6. Elder Care: "Elder care: is legislation of family responsibility the solution?" Ting et al. 2009
  7. Huang, Shirlena; Thang, Leng Leng; Toyota, Mika (2012). "Transnational mobilities for care: Rethinking the dynamics of care in Asia". Global Networks. 12 (2): 129. doi:10.1111/j.1471-0374.2012.00343.x. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Family Care Homes," Archived 2019-07-13 at the Wayback Machine. Piedmont Triad Council of Governments
  9. Kane, Robert L. (1986). "Medical Care for the Elderly in Other Western Countries". Home Health Care Services Quarterly. 7 (3–4): 307–315. doi:10.1300/J027v07n03_37. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. FCA: Family Caregiver Alliance Archived 2014-02-14 at the Wayback Machine.
  11. FCA: Family Caregiver Alliance Archived 2014-02-14 at the Wayback Machine.
  12. "Aged care Australia". Department of Health and Ageing. د اصلي آرشيف څخه پر May 13, 2013 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Productivity Commission (2011). Caring for Older Australians: Overview (PDF). Canberra: Productivity Commission. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۳ مې ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Government, Australia. "Living Longer, Living Better - legislative changes". Department of Health and Ageing. Australian Government. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ جولای ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جولای ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Bethanie. "Aged Care Glossarys". Bethanie. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ اپرېل ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Bethanie. "Aged Care Glossarys". Bethanie. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ اپرېل ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Comfort Life, "Long term care: Negotiating the waiting list", ComfortLife.ca
  18. Elder Care BC, "Assisted Living Vs Long Term Care Archived 2010-04-18 at the Wayback Machine.", ElderCareBC.com
  19. Care for elderly 'increasingly rationed' in England, BBC, September 2016
  20. Paying for residential care, Age UK, August 2018
  21. Social care for older people, King's Fund, September 2016
  22. Moving to a new home: housing options, NHS, April 2018
  23. Extra care housing offers older people independence and reassurance, The Guardian, October 2017