د زهل سیارې کړۍ
په لمریز نظام کې د زهل سیارې کړۍ د بلې هرې سیارې له کړیو څخه پراخه دي. دغه کړۍ له بې شمېره کوچنیو ذرو څخه جوړې دي چې د هغو اندازه له میکرو متر څخه نیولې تر یو متر پورې توپیر لري او د زهل سیارۍ په مدار کې څرخي. د دغو کړیو ذرې نږدې په بشپړه توګه له یخ څخه جوړې دي چې ډېر لږ ډبرین مواد لري. تر اوسه د هغو د جوړښت د میکانېزم اړوند د نظر اتفاق شتون نه لري. په داسې حال کې چې تیوریکي موډلونه یې ښيي؛ دغه کړۍ په ډېر احتمال سره د لمریز نظام د تاریخ په لومړیو کې رامنځته شوې دي، خو د کاسیني وړاندوینو نوو معلوماتو ښوولې چې دغه کړۍ نسبتا وروسته رامنځته شوې دي.[۱][۲][۳]
له دې سره چې د دغو کړیو په واسطه د نور انعکاس د زهل ځلا زیاتوي، خو لا هم له ځمکې څخه له وسایلو پرته نه لیدل کېږي. په ۱۶۱۰ زکال کې یو کال وروسته له هغه چې ګالیلیو ګالیله د آسمان لوري ته تلسکوپ کېښود، دی لومړنی کس و چې د زحل کړۍ یې ولیدلې، په داسې حال کې چې هغه یې په سمه بڼه ونشو لیدلی چې د هغو واقعي ماهیت تشخیص کړي. په ۱۶۵۵ زکال کې کریسټین هویګنز لومړنی کس و چې هغه یې د زحل په چاپېر کې کړۍ وبللې. دغه مفهوم چې د زحل کړۍ د کوچنیو کړیو له یوې ټولګې څخه جوړې شوې دي پیر – سیمون لاپلاس ته اړوندېږي، په داسې حال کې چې له واقعیت سره هم ډېر لږ توپیر لري – خو دا تر ډېرې کچې سمه ده چې یادې کړې د متحدو المرکزو کړیو د حلقوي جوړښت په توګه په پام کې ونیول شي چې په خپلو برخو کې د کثافت او ځلا زیاتوالي او کموالي لري. [۴][۵]
دغه کړۍ ګڼ شمېر تشې لري چې په هغو کې د زراتو کثافت په پام وړ کچه کمېږي: دوه له دغو تشو څخه د زحل د پېژندل شوو دوه سپوږمیو پر مټ پرانیستل کېږي چې د دغو کړیو ترمنځ موقعیت لري، او ګڼ شمېر نورې تشې بیا د زحل د سپوږمیو په واسطه د مداري رزونانس په بې ثابته کېدونکو موقعیتونو کې رامنځته کېږي. نورې تشې لا هم بې توضېح پاتې دي. بل پلو ثابت ساتونکی رزونانس د تیتان د حلقې او جي کړۍ (G Ring) په څېر نورو کړیو د عمر د زیاتوالي لامل ګرځي.
له اصلي کړیو څخه په ډېره فاصله کې د فوئبي کړۍ موقعیت لري چې ګمان کېږي د زحل له فوئبي سپوږمۍ سرچینه اخلي او له همدې امله یې رټروګراد مداري حرکت له نورو سره شریک دی. دا د زحل د مدار له صفحې سره په یو ردیف کې قرار لري. زحل خپله ۲۷ درجې محوري انحراف لري، له همدې امله دغه کړۍ د ۲۷ درجې زاویې په نسبت د زحل د استوا کرښې پورته د نورو لید وړ کړیو په نسبت ۲۷ درجې کږېږي.
تاریخچه
[سمول]لومړنۍ مشاهدې
[سمول]ګالیلیو ګالیله لومړنی کس و چې د زحل کړۍ یې په ۱۶۱۰ زکال کې د خپل تلسکوف څخه په ګټنې ولیدلې، خو وه یې نشو کولای هغه د زحل د کړیو په توګه وپېژني. هغه د توسکاني دوک ته وویل چې د «زحل سیاره یوازې نه ده بلکې له دریو نورو سیارو څخه جوړه ده چې له یو بل سره نږدې اړیکه لري، هېڅکله حرکت نه کوي او نسبت یو بل ته تغیر هم نه کوي. دا د البروج کړۍ سره په موازي کرښه کې موقعیت لري او د هغو منځنۍ (خپله زحل) د هغو د نورو په پرتله درې ځله لویه ده». هغه همدارنګه دغه کړۍ د زحل سیارې «غوږونه» وبلل. په ۱۶۱۲ زکال کې ځمکه د دغو کړیو له سطحې تېره شوه او هغه نورې نه ښکارېدې. ګالیله حیران پاتې و او څرګنده یې کړه «زه نه پوهېږم د دغسې حیرانونکي څه اړوند چې اوس نه ښکاري او د یوې کیسې په توګه دي څه ووایم». هغه ته چرت پیدا شو چې «آیا زحل خپل بچیان خوړلي؟» - دا د تیتان افسانې ته اشاره وه چې پر باور یې ګویا زهل هم خپل ماشومان خوړلي څو د هغو د راپرځېدو اړوند د وړاندوینې کولو څخه مخه ونیسي. هغه مهال چې دغه کړۍ په ۱۶۱۳ زکال کې بېرته راڅرګندې شوې، دی یې لا پسې حیران کړ. [۶][۷][۸]
په ۱۶۵۷ زکال کې کریسټوفر رن د لندن په ګراشام کالج کې د ستور پوهنې ښوونکی شو. هغه له ۱۶۵۲ زکال راهیسې د زحل سیارې مشاهده کوله څو د هغو ظاهر توضېح کړي. هغه خپله فرضیه د De corpore saturni تر عنوان لاندې ولیکله، هغه فرضیه چې دی په کې دغه وړاندیز ته ډېر نږدې شوی و چې ووايي دغه سیاره یوه کړۍ لري. له دې سره هم نوموړی په دې ډاډمن نه و چې ووايي کړۍ له سیارې څخه خپلواکه ده او یا هم له فزیکي پلوه له هغو سره تړلې ده. د رن د نظریې له خپرېدو وړاندې کریسټین هویګنز د زحل د کړیو اړوند خپله نظریه وړاندې کړه. رن له ځنډ پرته دغه فرضیه له خپلې فرضیې غوره وګڼله او De corpore saturni یې هیڅکله خپره نه کړه. رابرټ هوک هم د زحل د کړیو یو له لومړنیو مشاهده کوونکو څخه و او په دغو کړیو باندې یې جوړېدونکي سیوري ته هم نغوته وکړه. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]
ډي کړۍ
[سمول]د ډي کړۍ (D Ring) د زحل تر ټولو داخلي او لږ رڼا لرونکې کړۍ ده. په ۱۹۸۰ زکال کې وویجر۱ ستور مزلي په دغه کړۍ کې د ډي ۷۳، ډي ۷۲ او ډي ۶۸ په نومونو درې نورې حلقې وښوولې چې ډي ۶۸ یې زحل ته تر ټولو نږدې حلقه وه. شاوخوا ۲۵ کاله وروسته کاسیني انځورونو وښووله چې ډي ۷۲ په پام وړ کچه پراخه او لرې شوې ده او له سیاري څخه په ۲۰۰ کیلومترۍ (۱۰۰ مایله) فاصله کې د سیارې پر لور حرکت لري.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
سي کړۍ
[سمول]د سي کړۍ (C Ring) یوه پلنه خو کم رنګه کړۍ ده چې د بي کړۍ دننه موقعیت لري. دغه کړۍ په ۱۸۵۰ زکال کې د ویلیام او جورج بانډ له خوا کشف شوه، په داسې حال کې چې ویلیام ار. ډاوز او یوهان ګاله هم په خپلواکه بڼه هغه مشاهده کړې وه. ویلیام لاسل هغه «کرپ کړۍ» وبلله ځکه چې ښکارېده د اې او بي د روښانه کړیو په پرتله له تیاره موادو جوړه شوې وه. [۲۰]
کولمبو تشه او د تیتان حلقه
[سمول]د کلمبو تشه (Colombo Gap) په سي داخلي کړۍ کې موقعیت لري. د دغې تشې ترمنځ د کلمبو روښانه خو نازکه حلقه شتون لري چې د زحل له مرکز څخه ۷۷۸۸۳ کیلومتره (۴۸۳۹۴ مایله) فاصله لري او د دایرې پر ځای لږ بیضوي ډوله ده. دغه حلقه د تیتان د حلقې په نوم یادېږي ځکه چې د تیتان سپوږمۍ د مداري شدت په واسطه اداره کېږي. [۲۱]
د ماکسوېل تشه او حلقه
[سمول]د ماکسوېل تشه د سي کړۍ په بیرونۍ برخه کې موقعیت لري. دا همدارنګه غیر دایروي متراکمه حلقه لري چې د ماکسوېل د حلقې په نوم یادېږي. دغه حلقه له ډیرو اړخونو څخه د اورانوس ε کړۍ ته ورته ده. د دواړو کړیو ترمنځ موج ډوله جوړښتونه شتون لري. په داسې حال کې چې انګېرل کېږي په ε کړۍ کې موج د کوردلیا سپوږمۍ په واسطه جوړېږي، خو د ۲۰۰۸ زکال تر جولای میاشتې پورې په ماکسوېل کړۍ کې هېڅ سپوږمۍ کشف شوې نه ده. [۲۲]
بي کړۍ
[سمول]د بي کړۍ (B Ring) د زحل د کړیو تر ټولو ځلانده او زیات حجم لرونکې کړۍ ده. د هغو پرېړوالی له ۵ مترو څخه تر ۱۵ مترو پورې اټکل کېږي او نوري ژوروالی یې له ۰.۴ څخه تر ۵ پورې تغیر لري، په دې معنی چې ۹۹٪ هغه نور چې د بي کړۍ له یو شمېر برخو تېرېږي ټول بندوي. د بي کړۍ په روښنايي او کثافت کې له نورو ټولو کړیو څخه پریمانه تغیرات شتون لري چې تقریبا د دغو هېڅ لامل نه دی توضېح شوی. دا د متحد مرکز لرونکې دي او د نازکو کړیو په ډول ښکاري، په داسې حال کې چې د بي کړۍ هېڅ تشه نه لري. د بي کړۍ په بیرونۍ څنډه کې عمودي جوړښت شتون لري چې تر ۲.۵ کیلومترو (۱.۵ مایله) کچې پورې د کړۍ له اصلي صفحې څخه انحراف مومي. دا د اې، بي او سي اصلي کړیو د عمودي پرېړوالي په پرتله پام وړ انحراف دی چې د یادو کړیو پرېړ والی په معمول ډول شاوخوا ۱۰ متره (شاوخوا ۳۰ فوټه) کېږي. [۲۳][۲۴]
اې کړۍ
[سمول]د اې کړۍ (A Ring) د زحل تر ټولو بیرونۍ لویه او ځلانده کړۍ ده. د هغو داخلي پوله د کاسیني وېش بنسټ جوړوي او بیرونۍ پوله یې کوچنۍ اطلس سپوږمۍ ته نږدې ده.
سرچينې
[سمول]- ↑ Porco, Carolyn. "Questions around Saturn's rings". CICLOPS web site. بياځلي په 2022-09-22.
- ↑ Iess, L.; Militzer, B.; Kaspi, Y.; Nicholson, P.; Durante, D.; Racioppa, P.; Anabtawi, A.; Galanti, E.; Hubbard, W.; Mariani, M. J.; Tortora, P.; Wahl, S.; Zannoni, M. (2019). "Measurement and implications of Saturn's gravity field and ring mass". Science. 364 (6445): eaat2965. Bibcode:2019Sci...364.2965I. doi:10.1126/science.aat2965. hdl:10150/633328. PMID 30655447. S2CID 58631177.
- ↑ Tiscareno, M. S. (2012-07-04). "Planetary Rings". In Kalas, P.; French, L. (eds.). Planets, Stars and Stellar Systems. Springer. pp. 61–63. arXiv:1112.3305v2. doi:10.1007/978-94-007-5606-9_7. ISBN 978-94-007-5605-2. S2CID 118494597. بياځلي په 2012-10-05.
- ↑ Baalke, Ron. "Historical Background of Saturn's Rings". Saturn Ring Plane Crossings of 1995–1996. Jet Propulsion Laboratory. خوندي شوی له the original on 2009-03-21. بياځلي په 2007-05-23.
- ↑ Tiscareno, M. S. (2012-07-04). "Planetary Rings". In Kalas, P.; French, L. (eds.). Planets, Stars and Stellar Systems. Springer. pp. 61–63. arXiv:1112.3305v2. doi:10.1007/978-94-007-5606-9_7. ISBN 978-94-007-5605-2. S2CID 118494597. بياځلي په 2012-10-05.
- ↑ Whitehouse, David (2009). Renaissance Genius: Galileo Galilei and His Legacy to Modern Science. Sterling Publishing Company, Inc. p. 100. ISBN 978-1-4027-6977-1. OCLC 434563173.
- ↑ Deiss, B. M.; Nebel, V. (2016). "On a Pretended Observation of Saturn by Galileo". Journal for the History of Astronomy. 29 (3): 215–220. doi:10.1177/002182869802900301. S2CID 118636820.
- ↑ Baalke, Ron. "Historical Background of Saturn's Rings". Saturn Ring Plane Crossings of 1995–1996. Jet Propulsion Laboratory. خوندي شوی له the original on 2009-03-21. بياځلي په 2007-05-23.
- ↑ Johannes Kepler published Galileo's logogriph in the preface to his Dioptrice (1611):
- Kepler, Johannes (1611). Dioptrice (in لاتیني). Augsburg, (Germany): David Frank. p. 15 of the preface.
- English translation: Carlos, Edward Stafford (1888). The Sidereal Messenger of Galileo Galilei and a Part of the Preface to Kepler's Dioptrics …. London, England: Rivingtons. pp. 79–111. See pp. 87–88.Galileo's solution to his logogriph about Saturn was conveyed in a letter of 13 November 1610 to Giuliano de Medici, ambassador from the Grand Duke of Tuscany to Emperor Rudolph of the Holy Roman Empire.
- Galilei, Galileo (1900). Le Opere di Galileo Galilei (in ایټالوي and لاتیني). Vol. 10. Florence, Italy: G. Barbera. p. 474.
- ↑ See also:
- Partridge, E. A.; Whitaker, H. C. (1896). "Galileo's work on Saturn's rings — a historical correction". Popular Astronomy. 3: 408–414. Bibcode:1896PA......3..408P.
- van Helden, Albert (1974). "Saturn and his anses". Journal for the History of Astronomy. 5 (2): 105–121. Bibcode:1974JHA.....5..105V. doi:10.1177/002182867400500204. S2CID 220913252.
- ↑ Miner, Ellis D.; et al. (2007). "The scientific significance of planetary ring systems". Planetary Ring Systems. Springer Praxis Books in Space Exploration. Praxis. pp. 1–16. doi:10.1007/978-0-387-73981-6_1. ISBN 978-0-387-34177-4.
- ↑ Alexander, A. F. O'D. (1962). The Planet Saturn. Vol. 88. London: Faber and Faber Limited. pp. 108–109. Bibcode:1962QJRMS..88..366D. doi:10.1002/qj.49708837730. ISBN 978-0-486-23927-9.
{{cite book}}
:|journal=
ignored (help) - ↑ Hedman, Matthew M.; et al. (2007). "Saturn's dynamic D ring" (PDF). Icarus. 188 (1): 89–107. Bibcode:2007Icar..188...89H. doi:10.1016/j.icarus.2006.11.017.
- ↑ Mason, J.; et al. (2011-03-31). "Forensic sleuthing ties ring ripples to impacts". CICLOPS press release. Cassini Imaging Central Laboratory for Operations. بياځلي په 2022-09-22.
- ↑ "Extensive spiral corrugations". PIA 11664 caption. NASA / Jet Propulsion Laboratory / Space Science Institute. 2011-03-31. بياځلي په 2022-09-22.
- ↑ "Tilting Saturn's rings". PIA 12820 caption. NASA / Jet Propulsion Laboratory / Space Science Institute. 2011-03-31. بياځلي په 2011-04-04.
- ↑ Hedman, M. M.; et al. (2011-03-31). "Saturn's curiously corrugated C Ring". Science. 332 (6030): 708–11. Bibcode:2011Sci...332..708H. CiteSeerX 10.1.1.651.5611. doi:10.1126/science.1202238. PMID 21454753. S2CID 11449779.
- ↑ "Subtle Ripples in Jupiter's Ring". PIA 13893 caption. NASA / Jet Propulsion Laboratory-Caltech / SETI. 2011-03-31. بياځلي په 2011-04-04.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Showalter, M. R.; et al. (2011-03-31). "The impact of comet Shoemaker-Levy 9 sends ripples through the rings of Jupiter" (PDF). Science. 332 (6030): 711–3. Bibcode:2011Sci...332..711S. doi:10.1126/science.1202241. PMID 21454755. S2CID 27371440. خوندي شوی له the original (PDF) on 2020-02-12.
- ↑ Harland, David M., Mission to Saturn: Cassini and the Huygens Probe, Chichester: Praxis Publishing, 2002.
- ↑ Porco, C.; et al. (October 1984). "The eccentric Saturnian ringlets at 1.29Rs and 1.45Rs". Icarus. 60 (1): 1–16. Bibcode:1984Icar...60....1P. doi:10.1016/0019-1035(84)90134-9.
- ↑ Porco, C.C.; et al. (2005). "Cassini Imaging Science: Initial Results on Saturn'sRings and Small Satellites" (PDF). Science. 307 (5713): 1226–1236. Bibcode:2005Sci...307.1226P. doi:10.1126/science.1108056. PMID 15731439. S2CID 1058405.
- ↑ "The Tallest Peaks". NASA Solar System Exploration. بياځلي په 21 February 2023. کينډۍ:PD-notice
- ↑ Hedman, M.M.; Nicholson, P.D. (2016-01-22). "The B-ring's surface mass density from hidden density waves: Less than meets the eye?". Icarus. 279: 109–124. arXiv:1601.07955. Bibcode:2016Icar..279..109H. doi:10.1016/j.icarus.2016.01.007. S2CID 119199474.