د زرغونې انا مقبره
ښکارېدونکې بڼه
د زرغونې انا زیارت د کندهار د مهمو زیارتونو څخه دی چي د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ په کوهک کلي کي موقيعت لري. دا زیارت د افغانستان په کورنيو جګړو کي ډېر د کاره لوېدلۍ وو، او تر اوږدې جګړې وروسته د طالبانو په اوسني حکومت کي د خلګو ورپام سو.
د ۲۰۲۱ کال څخه کرار کرار حکومت پر دې پروژه کار پیل کړ او د ۲۰۲۴م کال د مارچ پر ۱۹مه دې مقبرې ترميماتي چاري پای ته ورسېدې.