د زده‌کړې حق

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د زده‌کړې یا د ښوونې او روزنې حق په یو شمېر نړیوالو کنوانسیونونو کې د یوه بشري حق په توګه په رسمیت پېژندل شوی. له دې جملې د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو نړیوال میثاق د یادونې وړ دی، چې د ټولو لپاره د وړیا او حتمي لومړنیو زده‌کړو حق په رسمیت پېژني، د ټولو لپاره د لاسرسي وړ ثانوي زده‌کړو پراختیا ته ژمنتیا په ځانګړې توګه د وړیا ثانوي زده‌کړو د معرفي کولو له لارې او همدارنګه لوړو زده‌کړو ته د برابر لاسرسي ژمنتیا، د یوه غوره حالت په توګه د وړیا لوړو زده‌کړو د معرفي کولو له لارې په رسمیت پېژني. په ۲۰۲۱ ز کال کې ۱۷۱ ایالتونه د دغه میثاق غړي وو.[۱]

په ۲۰۱۹ ز کال کې، په ټوله نړۍ کې د اټکل له مخې، ۲۶۰ ميلیونه ماشومانو په ښوونځیو کې زده‌کړو کولو ته لاسرسی نه درلود او ټولنیزې نابرابرۍ یې یو لوی لامل و.[۲]

په نړیوالو قوانینو کې یې ځای[سمول]

د زده‌کړې یا د ښوونې او روزنې حق د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې په ۲۶مه ماده کې ځای شوی چې وايي:

"هر څوک د زده‌کړې حق لري. زده‌کړه باید لږ تر لږه په لومړنیو او بنسټیزو پړاوونو کې وړیا وي. لومړنۍ زده‌کړې باید لازمي وي. تخنیکي او مسلکي زده‌کړې باید په عمومي توګه د لاسرسي وړ وي او لوړې زده‌کړې باید د ټولو لپاره د وړتیا پر بنسټ په مساوي توګه د لاسرسي وړ وي. ښوونه او روزنه باید د انسان د شخصیت د بشپړې ودې او بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو ته د درناوي د پیاوړتیا لامل شي. دا باید د ټولو ملتونو، توکمیزو یا مذهبي ډلو ترمنځ تفاهم، زغم او دوستۍ ته وده ورکړي او باید د سولې د ټینګښت لپاره د ملګرو ملتونو د فعالیتونو د زیاتې پراختیا لامل شي. والدین حق لري چې د خپلو ماشومانو لپاره د زده‌کړې ډول غوره کړي.[۳]

د زده‌کړې حق د ښوونې په برخه کې د تبعیض پر وړاندې د یونسکو د ۱۹۶۰ز کال په کنوانسیون کې، د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو په اړه د ۱۹۶۶ ز کال په نړیوال میثاق کې، د ښځو پر وړاندې د تبعیض د ټولو ډولونو له منځه وړلو په اړه د ۱۹۸۱ز کال په کنوانسیون کې، د ماشومانو د حقونو په اړه د ۱۹۸۹ز کال په کنوانسیون او د معلولیت لرونکو اشخاصو د حقونو په اړه د ۲۰۰۶ز کال په کنوانسیون کې منل شوی دی.[۴][۵][۶][۷][۸][۹]

په افریقا کې هم د ۱۹۸۱ ز کال د بشري او خلکو د حقونو په اړه د افریقا منشور او هم د ماشوم د حقونو او هوساینې په اړه د ۱۹۹۰ز کال افریقایي منشور دواړه د زده‌کړې حق په رسمیت پېژني.[۱۰][۱۱]

په [اروپا] کې، د بشري حقونو په اړه د اروپا د کنوانسیون د ۱۹۵۲ز کال د مارچ د ۲۰مې نېټې د لومړي پروتوکول په ۲مه ماده کې راغلي چې د زده‌کړې حق د یوه بشري حق په توګه پېژندل شوی. د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو د نړیوال میثاق له مخې، د زده‌کړې په حق کې د ټولو لپاره د وړیا، لازمي لومړنیو زده‌کړو حق، د ټولو لپاره د لاسرسي وړ وړیا ثانوي زده‌کړو د معرفي کولو له لارې د ثانوي زده‌کړو د پراختیا لپاره ژمنتیا او دغه راز، د وړیا لوړو زده‌کړو د معرفي کولو له لارې لوړو زده‌کړو ته د مساوي لاسرسي رامنځ ته کولو ژمنتیا، په کې شاملېږي. د ښوونې او روزنې په حق کې د هغو کسانو لپاره چې لومړنۍ زده کړې یې نه وي بشپړې کړې د بنسټیزو زده‌کړو د برابرولو مسوولیت هم شامل دی. زده‌کړه‌ییزو شرایطو ته د لاسرسي سربیره، د زده‌کړو په حق کې د زده‌کړو د سیستم په ټولو کچو کې د تبعیض له منځه وړو ژمنتیا، د حداقل معیارونو ټاکل او د زده‌کړو په کیفیت کې د ښه‌والي راوستو ژمنتیا هم شاملېږي. په سټراسبورګ کې د بشري حقونو اروپايي محکمې دغه معیار د بېلګې په توګه د بیلجیم په ژبنۍ قضیه کې پلی کړی دی. د اروپا د ټولنیز منشور ۱۰مه ماده د مسلکي زده‌کړو حق تضمینوي.[۱۲]

د هند اساسي قانون د ۲۰۰۲ ز کال د ۸۶مې شمېرې تعدیل له مخې، له ۶ تر ۱۴ کلونو عمر پورې د وړیا او حتمي زده‌کړې حق ورکړل شوی دی.

تعریف[سمول]

په زده‌کړه یا ښوونه او روزنه کې رسمي اداري یا سازماني لارښوونې یا کړنچارې شاملېږي. په ټولیزه توګه، نړیوال سندونه دغه اصطلاح په همدې معنی کاروي او د زده‌کړې حق، لکه څنګه چې د نړیوالو بشري حقونو د سندونو په وسیله خوندي شوی، په ابتدايي توګه زده‌کړې او تعلیم ته په محدوده معنی کې اشاره لري. د زده‌کړو په برخه کې د تبعیض پر وړاندې د ۱۹۶۰ز کال د یونسکو کنوانسیون په ۱(۲) ماده کې تعلیم یا زده‌کړې دا ډول تعریفوي: "د زده‌کړې ټول ډولونه او کچې، (له جملې څخه یې) زده‌کړې ته لاسرسی، د زده‌کړې معیار او کیفیت او هغه شرایط چې له مخې یې زده‌کړې ورکول کېږي."[۱۳]

په یو څه پراخه معنی او مفهوم کې زده‌کړه ښایي "د ټولو هغو فعالیتونو په معنی وګڼل شي چې له لارې یې یوه انساني ډله خپلو اولادونو ته د پوهې او مهارتونو یوه مجموعه او یو اخلاقي قانون ورلېږدوي چې په ټوله کې دغې انساني ډلې ته د ژوند کولو توان وربښي". په دې معنی زده‌کړه راتلونکي نسل ته د داسې مهارتونو لېږد ته اشاره کوي چې د ورځني ژوند د چارو ترسره کولو لپاره اړین دي او د همدغې ځانګړې ټولنې ټولنیز، کلتوري، معنوي او فلسفي ارزښتونو لېږد هم په کې راځي. د زده‌کړې یا تعلیم دغه پراخ مفهوم د نړیوال تفاهم، همکارۍ او سولې لپاره د زده‌کړو او د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو اړوند زده‌کړو په اړه د یونسکو د ۱۹۷۴ز کال د سپارښتنې په ۱(الف) ماده کې په رسمیت پېژندل شوی دی.[۱۴]

"د ټولنیز ژوند ټول هغه بهیر چې له لارې یې افراد او ټولنیزې ډلې په شعوري ډول د ملي او نړیوالو ټولنو په ګټه خپلو ټولو شخصي وړتیاوو، چلندونو، استعدادونو او پوهې ته وده ورکول زده کوي."[۱۵]

د اروپا د بشري حقونو محکمې بیا زده‌کړه په یوه محدود مفهوم کې د "تدریس یا لارښوونو په توګه تعریف کړې... په ځانګړې توګه د پوهې د لېږد او فکري ودې لپاره" او په یوه پراخ مفهوم کې "ټول هغه بهیر چې له مخې یې په هره ټولنه کې لویان هڅه کوي خپل باورونه، کلتور او نور ارزښتونه ځوانانو ته انتقال کړي."[۱۵]

تطبیق یا عملي اړخ[سمول]

نړیوال قانون تر لومړنیو زده‌کړو مخکې زده‌کړو حق نه دی خوندي کړی او نړیوال سندونه په عمومي ډول د دې کچې زده‌کړو ته له مراجعې ډډه کوي. د بشري حقونو نړیواله اعلامیه وايي چې هر څوک د زده‌کړې حق لري، له دې امله دغه حق د ټولو لپاره خوندي دی، که څه هم ماشومان یې د اصلي ګټې اخیستوونکو په توګه په نظر کې نیول کېږي.[۱۶]

د زده‌کړې حقونه په دریو برخو وېشل شوي دي:[۱۷]

  • لومړنۍ (ابتدايي یا بنسټیزې) زده‌کړې. دا باید د هر ماشوم لپاره حتمي او وړیا وي، پرته له دې چې د دوی تابعیت، جنس، د زیږون ځای، یا کوم بل تبعیض په پام کې ونیول شي. د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو په اړه د نړیوال میثاق له تصویب وروسته، دولتونه باید په دوو کلونو کې دننه وړیا لومړنۍ زده‌کړې چمتو کړي.[۱۸][۱۹]
  • ثانوي (یا د بشري حقونو په نړیواله اعلامیه UDHR کې ابتدايي، تخنیکي او مسلکي) زده‌کړې باید په عمومي ډول موجودې او د لاسرسي وړ وي.[۲۰]
  • د پوهنتون په کچه باید د وړتیا له مخې زده‌کړې چمتو شي. په دې معنې چې هر څوک چې د زده‌کړې اړین معیارونه پوره کوي باید پوهنتون ته ولاړ شي.[۲۱]
  • دواړه ثانوي او لوړې زده‌کړې باید "له هرې مناسبې لارې او په ځانګړي ډول د وړیا زده‌کړو د معرفي کولو له لارې" د لاسرسي وړ شي.[۲۲]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. United Nations Treaty Collections (2021). "International Covenant on Economic, Social and Cultural Rights". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Staufer, Brian (2020). "With Millions Out of School, the Countdown Begins to Get All Children into Quality, Accessible Education". Humans Right Watch. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Article 26". claiminghumanrights.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Article 26, Universal Declaration of Human Rights
  5. Article 13, International Covenant on Economic, Social and Cultural Rights Archived 2012-03-03 at the Wayback Machine.
  6. Article 14, International Covenant on Economic, Social and Cultural Rights Archived 2012-03-03 at the Wayback Machine.
  7. A Human Rights-Based Approach to Education for All (PDF). UNESCO/UNICEF. 2007. د کتاب پاڼې 7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Convention on the Rights of the Child". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Convention on the Rights of Persons with Disabilities, Article 24
  10. "African Charter on Human and Peoples' Rights / Legal Instruments". achpr.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ جولای ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "African Charter on the Rights and Welfare of the Child | African Union". au.int. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. European Social Charter, Article 10
  13. Beiter, Klaus Dieter (2005). The Protection of the Right to Education by International Law. The Hague: Martinus Nijhoff. د کتاب پاڼې 19. د کتاب نړيواله کره شمېره 90-04-14704-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Beiter, Klaus Dieter (2005). The Protection of the Right to Education by International Law. Martinus Nijhoff Publishers. د کتاب پاڼي 226–227. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789004147041. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Beiter, Klaus Dieter (2005). The Protection of the Right to Education by International Law. The Hague: Martinus Nijhoff. د کتاب پاڼې 19. د کتاب نړيواله کره شمېره 90-04-14704-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Right to education – What is it? Education and the 4 As". Right to Education project. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ فبروري ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Right to education – What is it? Primer on the right to education". Right to Education project. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ مارچ ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ فبروري ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. . Understanding education as a right. Right to Education Project.
  19. "Right to education – What is it? Availability". Right to Education project. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Right to education – What is it? Accessibility". Right to Education project. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Right to education – What is it? Acceptability". Right to Education project. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Right to education – What is it? Adaptability". Right to Education project. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)