د رڼا په پرتله چټک حرکت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


له رڼا څخه تېز يا چټک حرکت او اړيکه (FTL يا له نور څخه لوړ “Superluminal” يا لوړ سببي “Supercausal”) د رڼا د چټکتيا “c” په پرتله د مادې يا معلوماتو اټکلي خپرېدنې ته وايي. د نسبيت ځانګړې نظريه څرګندوي، چې يوازې هغه ذرې چې لکه د فوتونونو په څېر صفر ثابته کتله لري، ښايي د نور په چټکتيا حرکت وکړي او هيڅ شی ښايي د رڼا له چټکتيا څخه تېز حرکت ونه کړي.

ځينې هغه ذرې (لکه: تاچيونونه) هم انګېرل شوي دي، چې چټکتيا يې له رڼا څخه زياته ده، مګر د دې ډول ذرو شتون به له سببيت څخه تېری وکړي او د وخت د يون معنا به ولري. د پوهنيزو رايو يووالی دا دی، چې دا ډول ذرې نه شته. له بله اړخه «رڼې» يا «اغېزناکې» له نور څخه چټکې ذرې پر دې انګېرنه تکيه کوي، چې د فضا وخت غير عادي اړول شوې [چې بدلون په کې راغلی وي] سيمې ښايي مادې ته اجازه ورکړي، چې د هغه وخت څخه په لږه موده کې لرې يا توپير لرونکو موقعيتونو ته ورسېږي، چې رڼا ورته په عادي (نا اړول شوي) فضايي وخت کې رسېدلی شي. [۱][۲][۳][۴]

تر ۲۱ پېړۍ پورې د شته پوهنيزو نظريو له مخې، ماده د ځايي اړول شوي فضايي وخت سيمې ته په پام سره د رڼا په پرتله په بطي چټکتيا سفر کولو ته اړتيا لري. روښانه “FTL” ته د عمومي نسبيت نظريه لازمه پاملرنه کوي، مګر د هر روښانه “FTL” باندنی يا ظاهري معقوليت تر اوسه يوه انګېرنه ده. د روښانه “FTL” وړانديزونو بېلګې الکيوباير ډرايور “Alcubierre driver”، کراسنيکوف ټيوبز “Krasnikov tubes”، “traversable wormholes” او “quantum tunneling” دي. [۵][۶]

په دې مقاله کې “FTL”[سمول]

په دې مقاله کې “FTL” د رڼا د چټکتيا په پرتله د معلوماتو يا مادې چټک لېږد دی، چې په خلا کې د رڼا له چټکتيا سره برابر ثابت دی، چې د ميتر د تعريف له مخې يوه ثانيه کې ۲۹۹۷۹۲۴۵۸ متره يا يوه ثانيه کې نږدې ۱۸۶۲۸۲۳۹۷ ميل واټن طی کول دي. دا د رڼا په پرتله له چټک يون سره بشپړ ورته ځکه نه دي، چې: [۷]

  • ځيني بهيرونه د رڼا له چټکتيا څخه تېز خپرېږي، مګر معلومات نه شي لېږدولی (راتلونکو برخو کې بېلګې وګورئ).
  • په ځينو مادو کې چې رڼا په کې د رڼا يا “n” په چټکتيا سفر کوي، نورې ذرې د c/n په پرتله چټک سفر کولی شي (مګر حرکت به يې لا هم د رڼا په پرتله بطي وي)، چې د چيرينکوف وړانګې اچولو لامل کېږي.

ذکر شوې هېڅ پدېدې له خاص نسبيت څخه تېری نه کوي او نه هم په سببيت سره ستونزې رامنځته کوي او په دې ډول هيڅ يو يې په هغه ډول د “FTL” په توګه نه پېژندل کېږي، لکه څرنګه چې دلته روښانه شو.

په راتلونکو بېلګو کې ځينې معلومه اغېزې ښايي د نور په پرتله چټک يون کونکې څرګندې شي، مګر دوی د نور په پترله چټک معلومات يا انرژي نه لېږدوي؛ نو له همدې امله ويلی شو، چې د خاص نسبيت له نظريې څخه سرغړونه نه کوي.

ورځنی اسماني حرکت[سمول]

د ځمکې د يو څارونکي لپاره اسمان کې شيان د ځمکې ګردچاپېر يو دوران نږدې يوه ورځ کې بشپړوي. پروکزيما سينټاوري “Proxima Centauri” چې له لمريز نظام څخه د باندې تر ټولو نږدې ستوری دی، نږدې څلور نوري کالونه لرې پروت دی. د دې معلوماتو په چوکاټ کې چې د پروکزيما سينټاوري په اړه درک شوي دي، چې د څلور نوري کالونو شعاع په درلودلو سره په يوه دايروي يون ليکه کې حرکت کوي؛ د ‘c’ په پرتله د څو برابره زياتې چټکتيا لرونکي ستوري په توګه ځکه تشرېح کېدلی شي، چې په يوه دايره کې د حرکت کونکي جسم د څنډې چټکتيا د شعاع او زاويه لرونکې چټکتيا توليد دی. د جيو سټېټيک نظريې له مخې د لکۍ لرونکو ستورو په څېر جسمونو په برخه کې دا هم شوني ده، چې خپله چټکتيا د نور د چټکتيا په پرتله له لږ څخه ډېر يا له ډېر څخه لږه کړي او دا په ساده ډول د دې له امله، چې له ځمکې څخه واټن توپير کوي. لکۍ لرونکي ستوري ښايي مدارونه ولري، چې د ستورپوهنې له ۱۰۰۰ واحدونو څخه زيات يې د باندې وړي. د ستورپوهنې ۱۰۰۰ واحده وړانګې لرونکې دايرې محيط له يوې نوري ورځې څخه ډېر دی. په بل ډول: په دومره واټن کې يو لکۍ لرونکی ستوری د ځمکې په ساکن حالت يا جيوسټېټيک کې د رڼا په پرتله لوړه چټکتيا لري او د همدې له امله غير اجباري چوکاټ دی. [۸][۹]

د رڼا نښې او سيوري[سمول]

که چېرې يوه لېزري ميله له يو لرې څيز څخه تېره شي، د لېزر د رڼا نښه په اسانۍ سره جوړېدلی شي، چې له رڼا څخه په لوړ سرعت د ياد څيز په اوږدو کې حرکت وکړي. په ورته ډول په يو لرې څيز باندې اټکل شوی سيوری کولی شي د جسم يا څيز په اوږدو کې د “c” په پرتله تېز حرکت وکړي. په پورتني هيڅ حالت کې نه رڼا له سرچينې څخه څيز ته د “c” په پرتله ګړندی سفر کوي او نه هم کوم معلومات د رڼا په پرتله چټک سفر کوي. [۱۰][۱۱][۱۲]

هغه کچه چې[سمول]

هغه کچه چې د حرکت په حال کې دوه جسمونه په کې د نسبت په چوکاټ کې يو له بل سره نږدې کېږي، دوه اړخيز يا د بندښت سرعت ورته وايي. ياده چټکتيا ښايي د رڼا دوه برابره ته ورسېږي؛ لکه د نسبت چوکاټ ته په پام سره په مخالفو لوريو کې د رڼا چټکتيا ته د نږدې حرکت کونکو دوه ذرو په حالت [بېلګه] کې.

داسې فکر وکړئ چې دوه چټک حرکت کونکې ذرې د ټکر کېدونکي ډول د يو ذروي چټکتيا ورکونکي له مخالفو اړخونو څخه يو بل ته رسېږي. د بندښت سرعت هغه کچه هم کېدلی شي، چې د دوه ذرو تر منځ واټن په کې کمېږي. د هغه څارونکي [مشاهده کونکي] د ليد له نظره چې د ګړندي کونکي په پرتله د سکون يا ارام حالت کې ودرېږي، دا کچه به د رڼا د چټکتيا له کچې څخه دوه برابره کمه وي.

خاص يا ځانګړی نسبيت د دې مخنيوی نه کوي. دا موږ ته وايي چې د يوې ذرې د سرعت ګڼلو [محاسبه کولو] لپاره د ګاليله د نسبيت نظريه کارول ناسم دي؛ لکه څرنګه چې د هغه څارونکي په واسطه اندازه کېدای شي، چې د بلې ذرې په اوږدو کې سفر کوي. په دې معنا چې خاص نسبيت د دې ډول اړوند چټکتيا د محاسبه کولو لپاره د چټکتيا زياتونې يو سم جوړښت يا فرمول وړاندې کوي.

په سرعت ورکونکي چوکات کې په v او –v کې د حرکت کونکو ذرو اړوند چټکتيا د ګڼلو [محاسبه کولو] لارښوونه کېږي، چې له “c” څخه د کوچني 2v بندښت چټکتيا سره برابره ده. چټکتياوې د “c, β = v/c” واحدونو کې په دې ډول ښودل کېږي:

سرچينې[سمول]

  1. Gonzalez-Diaz, P. F. (2000). "Warp drive space-time" (PDF). Physical Review D. 62 (4): 044005. arXiv:gr-qc/9907026. Bibcode:2000PhRvD..62d4005G. doi:10.1103/PhysRevD.62.044005. hdl:10261/99501. S2CID 59940462. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. کينډۍ:Cite arXiv
  3. Visser, M.; Bassett, B.; Liberati, S. (2000). "Superluminal censorship". Nuclear Physics B: Proceedings Supplements. 88 (1–3): 267–270. arXiv:gr-qc/9810026. Bibcode:2000NuPhS..88..267V. doi:10.1016/S0920-5632(00)00782-9. S2CID 119477407. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Visser, M.; Bassett, B.; Liberati, S. (1999). Perturbative superluminal censorship and the null energy condition. AIP Conference Proceedings. 493. د کتاب پاڼي 301–305. arXiv:gr-qc/9908023. Bibcode:1999AIPC..493..301V. doi:10.1063/1.1301601. S2CID 16012052. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-56396-905-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Quantum-tunnelling time is measured using ultracold atoms". Physics World. 22 July 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Quanta Magazine". 20 October 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "The 17th Conférence Générale des Poids et Mesures (CGPM) : Definition of the metre". bipm.org. د اصلي آرشيف څخه پر May 27, 2020 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 5, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. University of York Science Education Group (2001). Salter Horners Advanced Physics A2 Student Book. Heinemann. د کتاب پاڼي 302–303. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0435628925. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "The Furthest Object in the Solar System". Information Leaflet No. 55. Royal Greenwich Observatory. 15 April 1996. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Gibbs, P. (1997). "Is Faster-Than-Light Travel or Communication Possible?". The Original Usenet Physics FAQ. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Salmon, W. C. (2006). Four Decades of Scientific Explanation. University of Pittsburgh Press. د کتاب پاڼې 107. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8229-5926-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Steane, A. (2012). The Wonderful World of Relativity: A Precise Guide for the General Reader. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 180. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-969461-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)