د ريال مادريد فوټبال کلب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ریال مادرید یاهم (ریال مادرید فوټبال لوبډله/ریال ماډریډ فوټبال لوبډله) (په اسپانوي: Real Madrid Club de Fútbol)، چې خلك يې په ريل مادريد هم پېژني، د اسپانيې هېواد تر ټولو مشهور فوټبال كلب دى. د دغه كلب يا په اصطلاح، فوټبال ټيم اساس په ۱۹۰۱ مېلادي كال كې د همدغه هېواد په ماډريډ ښار كې ايښودل شوى دى. رويل (شاهي) ماډريډ نوم د دغه هېواد د هغه وخت د باچا له خوا په كال (۱۹۲۰) مېلادي كال كې وركړل شو. ماډريډ ۳۱ ځله د لاليگا (د اسپانيې د فوټبال د مسلكي اتحاديې) عنوان خپل كړى، ۱۸ ځله يې په دغه هېواد كې د فوټبال كلبونو د خپلمنځي كلنيو سياليو (كوپا ديل ريا) كپونه گټلي، ۸ ځله يې د يوفا سوپر كپ لوبې گټلې، ۹ ځله يې د يوفا چمپين ليگ او درېيو نورو نړيوالو كپونو په گټلو سره نوموړى كلب د فيفا يا د فوټبال د نړيوال فدراسيون) له خوا د شلمې پېړۍ تر ټولو بريالى كلب وگڼل شو. دغه كلب په (۱۹۵۰) كال كې په هسپانيا كې دننه او نورو اروپايي لوبو كې په زياته كچه وځلېد او له هغه امله يې نړيوال موقف ټينگ كړ. د دغه كلب اصلي لباس كه څه هم څو ځله د نوښت په موخه بدل شوى دى، خو اصلي رنگ يې د شنو ليكو لرونكى سپين دى او اوسنۍ بڼه يې هغه لباس ته ورته ده چې تقريباً اتيا كاله وړاندې وه. دغه كلب د ۶۴ كلونو راهيسې د ماډريډ ښار د سانتياگو په لوبغالي كې تمرين كوي. ماډريډ د ۴۰۱ ميليونو عايد په درلودلو سره د نړۍ تر ټولو شمتن د فوټبال كلب دى. د نوموړي كلب يوازنى لوى سيال د هسپانيې دويم تكړه فوټبال كلب بارسلونا دى.

ماډريډ په ۱۹۳۱ كال كې د لومړي ځل لپاره چامپين ليگ وگاټه او په دويم كال يې هم دغه وياړ خپل كړ، چې د اروپايي كلبونو په تاريخ كې دا يوازنى كلب و چې دوه ځله يې په پرله پسې توگه دغه وياړ خپل كړ. په دغه كلب كې د راول نومي لوبغاړي د ۱۹۹۴ - ۲۰۱۰ كال پورې په ۷۴۱ لوبو كې لوبه كړې ده او د ۳۲۳ گولونو په لگولو سره د دغه كلب تر ټولو زيات گول لگوونكى گڼل كېږي. د يادولو وړ ده چې د دغه كلب په تاريخ كې څلور نور داسې لوبغاړي تېر شوي دي چې هر يوه يې تر دوه سوه گولونو زيات لگولي دي. همدا راز كريسټيانو رونالډو د ۲۰۱۱ - ۲۰۱۰ په چمپين ليگ په يوه سيزين كې د ۴۰ گولونو په لگولو سره ريکارډ ټينگ كړ. په دغه كلب كې تر ټولو گړندى گول چې په ۱۴ ثانيو كې وهل شوى دى، هغه د برازيلي لوبغاړي رونالډو په واسطه په ۲۰۰۳ كال كې ووهل شو. ايكر كسيلاس، د دغه كلب گولي - چې تر پنځه سوه زياتو لوبو كې يې لوبه كړې ده - نه يوازې په دغه ټيم كې ريكارډ ټينگ كړى، بلكې نوموړى د نړۍ تر ټولو تكړه گولي يا گول كيپر هم دى. د يادولو وړ ده چې د نړۍ تكړه او مشهوره لوبغاړو لكه: زين الدين زيدان، رونالډينو، كريسټيانو رونالډو، كاكا، ډي سټيفانو، پوسكاس او زمورا غوندې تكړه فوټبالرانو په دغه نړيوال كلب كې لوبه كړې ده. د هارورډ پوهنتون د يوې څېړنې پر اساس ريل مادريدد ۲۲۸ ميليونو ملاتړو په درلودلو سره د نړۍ تر ټولو مشهوره كلب دى او تر دغه کلب وروسته په دويم مقام كې مانچسټر يونايټيډ فوټبال كلب دى، چې ۱۱۶ ميليونه ملاتړي يا په اصطلاح، مينه وال لري.

سرچينې