Jump to content

د روڼ‌اندي ضد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د روڼ اندي ضد هغو بېلابېلو فکرونو ته اشاره کوي چې د اتلسمې پېړۍ په منځنۍ او د نولسمې پېړۍ په لومړنۍ برخه کې د اروپايي روڼ‌اندي د نظريو په خلاف را پورته شول. د روڼ‌اندي خلاف متفکرينو د بېلابيلو لارو، لکه: د تلپاتې پرمختګ باور، د لیبرال ديموکراسۍ او دکارتیزين مېتود (د ديکارت فلسفي او علمي کړنلاره) په کارولواو په ټولنه کې د سيکولرايزیشن له زيالولو سره د منطقي موجوداتو په توګه د ټولو انسانانو باور له ګواښ سره مخامخ کړ. 

که څه هم د يادې اصطلاح لومړني پېژندل شوي کارونه، په ۱۹۴۹ ز کال کې رامنځته شوي او دکارونې څو مخکني موارد يې جرمني فلیسوف فریدريک نيچه په ګډون په ګڼو نورو اروپايي ژبو آثاروکې شته. په هر حال، د روڼ‌اندي ضد اصطلاح، په عام ډول له آيزېيابېرلين (بريټانوي فليسوف) سره تړلې، هغه د خپلې هغې مقالې لپاره  چې په ۱۳۷۳ ز کال کې يې د روڼ‌اندي خلاف بيان ورکړ، پېژندل شوې ده. هغه د روڼ‌اندي او د روڼ‌اندي د چلینج ورکوونکو په اړه پراخې ليکنې وکړې او د روڼ‌اندي ضد غورځنک د عامولو لپاره يې ډېرې هڅې وکړي او دا يې اورګانيکه، نسب پالونکې، د عقل او حياتيت  سره په ټکر کې وبلله، هغه څه يې چې  بيان کړل، د جرمني له رومانتيزم سره ډېر نژدې و. [۱][۲][۳] 

د همدې اصطلاح د کارولو موارد

[سمول]

لومړنۍ کاراخيستنه

[سمول]

په شلمه پېړۍ کې د تودو بحثونو او په روڼ‌اندي له نيوکو سره سره، د روڼ‌اندۍ ضد اصطلاح پراختيا نه وه موندلې. د لومړي ځل لپاره په ۱۹۴۹ ز کال کې د ویليم باریټ په يوه انګليسې مقاله کې د عقل او اریستوکراسۍ (د اشرافو واکمني) هنر له سرليک سره په پارتیزون ریويو (مجله) کې ياده شوه. هغه يو ځل بيا په ۱۹۵۸ ز کال کې دغه اصطلاح د اګزیستین ‌ټياليزم په کتاب کې د غير منطقي انسان په نوم وکاروله. په هر حال پر روڼ‌اندي د نيوکې په برخه کې د هغه نظر ډېر محدود و، په جرمني کې دګيګن آف کیړلیڼ (دروڼ‌اندي خلاف) نظريه اوږد تاريخ لري، ښايي په۱۸۷۷ ز کال کې د فریډریک له خوا په ناکوګلاسين فراګمېنټ کې پيل شوې وي. [۴]

لېويس وايټ بېک، دغه اصطلاح د المان لومړني فلسفي کتاب کې چې په ۱۹۶۹ ز کال کې يې  په جرمني کې د روڼ‌اندي پرضد وليکه وکاروله. بېک ادعا کوي چې په جرمني کې د دويم فرېډرېک د استبدادي سيکولر دولت پرضد يو متقابل غورځنګ رامنځته شوی. له بل اړخه يوهان ګيورګ هامان او فليسوفان يې په دې اند دي چې په اتلسمه پېړۍ کې د ټولنيز او سياسي ژوند په اړه د انسانانو ليدلوری او په ژوند کې د معنوياتو او طبیعي ښکلاګانو ارزښت له پامه غورځول شوی. [۵]  

آيزېيابېرلين

[سمول]

آيزېيابېرلين دغې اصطلاح ته د نظرياتو په تاريخ کې ځای ورکړ. هغه له يادې اصطلاح څخه د اتلسمې پېړۍ د وروستيو او د نولسمې پېړۍ د لومړيو غورځنک ته په اشارې سره چې د عقل پالنې، نړۍ پالنې او تجربې پالنې پرضد رامنځته شو وکاروله، چې داټول له روڼ‌اندي سره اړيکه لري. د لومړي ځل لپاره د برلين مقاله،په ۱۹۷۳ ز کال کې خپره شوه او وروسته د هغه د اثارو ټولګه، په ۱۹۸۱ ز کال کې د اوس خلاف  په نوم بياځلي چاپ شوه او له هغه مهال وروسته ديادې اصطلاح کارول زيات شول.  [۶]

برلین په دې باور دی چې د روڼ‌اندي مخالفان، د ۱۷۷۰ز لسيزې مخکې له المان څخه بهر شته وو. د مثال په ډول:  جوزف ډي مايېسټر په المان کې د روڼ‌اندي خلاف نظريه ترهغه مهاله نه وه پيل کړې، تر څو چې په فرانسه کې د مړه لاس پرضد پاڅون وشو او هنر، فلسفې او فرهنګيانو د روڼ‌اندي خلاف د لوی بريد له لارې خپل غچ واخيست. د جرمني دغه غبرګون په فرانسه کې د نړۍ شموله امپرياليستي روڼ‌اندي او د فرانسې انقلاب لپاره ډېر اړين و، چې لومړی د دویم فریدريک له خوا او وروسته د فرانسې د انقلابي اردو او ناپيلون له خوا پر دوی تحميل شو. دا په اروپا کې د پوهاوي بدلون او رومانټيزم لامل شو چې په دې وخت کې ډېر مهم و. د روڼ‌اندي د پلويانو په پرتله، د مخالفانو رول زيات ټاکونکی و، ځينې يې مونیستان وو چې د ټیرور (د وحشت دوره) او ټوټالیترامينيزم (د حکومت‌ ولۍ ډول) سياسي، فکري او ايډيالوژيکي  بچيان وو.

ډارین مک ماهون

[سمول]

تاريخ پوه ډارين مک ماهون د روڼ‌اندۍ د دښمنانو په نوم خپل کتاب کې چې ۲۰۰۱ زکې خپور شوی، د روڼ‌اندي ضد اصطلاح له انقلاب څخه مخکې فرانسې پورې تړي او ان د ګراب تر کوڅو پورې يې راټيټوي او په دې توګه دبېرلين المان‌محوره روڼ‌انده ليد لوري ته لويه پرمختيا ورکوي. مک ماهون په فرانسه کې د روڼ‌اندي پرلومړنيو مخالفانو تمرکزکوي او د ګراب کوڅو هېرشوي ادبيات د اتلسمې پېړۍ په وروستيو او د نولسمې پېړۍ په لومړيو کې کشفوي چې موخه يې فليسوفان وي. هغه د ټيټې روڼ‌اندي ضد په پېچلې نړۍ کې په دايرة المعارفونو بريد کوي او د روڼ اندي د مفکورو له خپراوي څخه د مخنيوي په موخه د پېړۍ په دویمه نيمايي کې مبارزه کوي. له پخوا وختونو راهيسې ډېری خلکو د دين، ټولنيز او سياسي نظم دکمزوري کولو په موخه په روڼ‌اندي بريد کړی. وروسته بيا پر روڼ‌اندي نيوکه، د محافظه کارانو لپاره په اصلي موضوع بدله شوه. د فرانسې تر انقلاب وروسته داسې ښکارېده چې، د فلسفې پر ضد ګواښونه د ۱۷۸۹ ز لسيزو څخه مخکي شته وو.

ګريم ګارارډ

[سمول]

ګريم ګارارډ د کارډیف پوهنتون استاد ادعا کوي چې، تاريخ پوه ويليم آرايوارډيل لومړنی کس و چې روسو (فرانسوي عالم) يې د روڼ‌اندي ضد د بنسټ اېښودونکي په توګه، په ۱۹۷۱ز کال په خپله پای ليکنه کې ياد کړی او په ۱۹۷۸ ز کې يې د رومانټیک دين ريښو ته، له ۱۷۳۰ز څخه تر ۱۷۹۰ ز پورې د مسيحيانو بښنه غوښتلو په نوم خپل کتاب کې  يادونه کړې. آرټور اېم مېلزر په ۱۹۹۶ ز کال کې د روڼ‌اندي ضد سرچينې تر سرليک په خپله مقاله کې چې په (American Political Science Review) ژونال کې خپره شوې. د روسو د ريښتينوالي او نوي دين په اړه د اېوارډېل نظريه تائیدوي. د جان جاکوس روسو په مذهبي ليکنو کې د روڼ‌اندي ضد ليکنې روسو، د هغه کس په توګه معرفي کوي چې، د روڼ‌اندي پلويانو او مخالفانو تر منځ شخړه کې لومړۍ ګولۍ(مرمۍ ) فير کړي. ګرام ګارډر د روڼ‌اندي ضد روسو چې په ۲۰۰۳ ز کې میلزر له خوا خپره شوې څاري. دا د روسو په اړه د بيرلين له هغه فکر سره په ټکر کې ده، چې وايي: روسو يو نامنظم فليسوف دی چې د روڼ‌اندۍ په اړه يې خپل اساسي باورونه لرل، خو ګارارډ د مک ماهون په شان د روڼ‌اندي ضد تفکر په ۱۷۷۰ ز لسيزو او د الماني غورځنګ څخه وړاندې فرانسې پورې تړلی ګڼي. د ګارارډ د روڼ‌اندي کتاب چې په ۲۰۰۶ ز کې خپور شوی، يادې اصطلاح ته لا پراختيا ورکوي او د بیرلين پر ضد داسې استدلال کوي چې، د روڼ‌اندي د يوازيني غورځنګ په نوم څه نه و، بلکې د اتلسمې پېړۍ په منځنۍ برخه کې د شلمې پېړۍ د روڼ‌اندي په پرتله ډېری د روڼ‌اندي ضد نظريې د نيوکه کوونکو، پوسټ مډرنېستانو او فېمېنستانو تر منځ شته وې. روڼ‌اندي د خپلې ايډيالوژيکي دايرې په ټولو برخوکې له کيڼ(چپ) اړخ څخه ترښي او په ټولو منځنيو برخو کې خپل مخالفان لرل. د روڼ‌اندۍ هر مخالف د خپل ليدپه رڼا کې او دا چې دوی غوښتل نور يې څنګه وګوري واضح کړه چې په پايله کې يې د نظريو پراخ انځورونه رامنخته شول چې ډېری يې نه يوازې له يو بل سره توپير لري، ان له يو بل سره مخالف هم دي. [۷][۸]

سرچينې او ياداښتونه

[سمول]
  1. listed by Henry Hardy in the second edition of Isaiah Berlin, Against the Current: Essays in the History of Ideas (Princeton University Press, 2013), p. xxv, note 1.
  2. 1965-, Garrard, Graeme (2006). Counter-enlightenments : from the eighteenth century to the present. Abingdon [England]: Routledge. ISBN 0203645669. OCLC 62895765.{{cite book}}: CS1 maint: numeric names: ليکوالانو نوملړ (link)
  3. Aspects noted by Darrin M. McMahon, "The Counter-Enlightenment and the Low-Life of Literature in Pre-Revolutionary France" Past and Present No. 159 (May 1998:77–112) p. 79 note 7.
  4. Nietzsche, Friedrich (1877). Werke: Kristische Gesamtausgabe. Berlin: Walter de Gruyter. p. 478.
  5. 1965-, Garrard, Graeme (2006). Counter-enlightenments : from the eighteenth century to the present. Abingdon [England]: Routledge. ISBN 0203645669. OCLC 62895765.{{cite book}}: CS1 maint: numeric names: ليکوالانو نوملړ (link)
  6. "Archived copy" (PDF). Archived from the original (PDF) on 2013-09-03. نه اخيستل شوی 2013-08-03.{{cite web}}: نگهداری یادکرد:عنوان آرشیو به جای عنوان (link)
  7. Garrard, Graeme (2003), Rousseau's Counter-Enlightenment: A Republican Critique of the Philosophes, State University of New York Press, To my knowledge, the first explicit identification of Rousseau as "founder of the "Counter-Enlightenment" appears in William Everdell's study of Christian apologetics in eighteenth-century France.
  8. Melzer, Arthur M. (1996). "The Origin of the Counter-Enlightenment: Rousseau and the New Religion of Sincerity". The American Political Science Review. 90 (2): 344–360. doi:10.2307/2082889. JSTOR 2082889.