د روم تر واکمنۍ لاندې فنیقیه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د روم تر واکمنۍ لاندې فنیقیه هغه فنیقي ښارونه (معاصر لبنان، سواحلي سوریه، د الجیل شمالي برخې، عکا او شمالي ساحلي دښته) توضېح کوي چې له میلاد وړاندې ۶۴ کال څخه په اوومه پېړۍ کې د مسلمانانو تر فتوحاتو پورې د روم له خوا اداره کېدل. د بریتوس په چاپېر کې برخې ( او تر یوې کچې هلیوپولیس ته څېرمه سیمې) د ارامي ژبې ویونکې فنیقیې یوازنۍ لاتیني ژب ویونکې برخې وې.

دا د هغې سیمې د تاریخ ځلانده دوره وه چې اوس مهال د لبنان هېواد دی. فنیقیه د روم د سترواکۍ د نیمایي ختېځ یو له مهمو فکري او اقتصادي قطبونو څخه وه چې د سوداګرو او روڼ آندو په خوښې وړ ځای واوښته. رومیانو د بعلبک او هرمون غره معبدونه، د نیحا معبد او نورې بېلابېلې ودانۍ جوړې کړې چې اوس مهال ړنګ دي او همدارنګه په کې کوچني معابد، هیپودرمونه (د نندارو ځایونه)، حمامونه او د بریتوس د حقوقو ښوونځی په کې شامل وو.

تاریخچه[سمول]

په لبنان کې د سلوکي لړۍ د واکمنۍ وروستۍ پېړۍ له ګډوډیو او سلسلوي مبارزاتو سره مل وه. دغه ګډوډۍ له میلاد وړاندې ۶۴ کال کې هغه مهال پای ته ورسېدې چې رومي جنرال پومپه، سلوکي سوریه او لبنان د رومي دولت برخه کړل.

په پاکس رومانا یا د رومي سولې په دوره کې لبنان د اقتصادي او فکري پرمختګونو شاهد و. د بیبلوس، صیدون او صور د اصلي فنیقي ښارونو وګړو ته رومي تابعیت ورکول کېده؛ بندرونو یې همدارنګه د سوریې، فارس او هند څخه د وارداتي توکو د ګودامونو رول لوباوه. هغوی سدروس، عطر، جواهرات، شراب او میوې روم ته صادرول. دغه غوړېدنه په دې معنا وه چې فنیقیه د روڼ آندو، سوداګرو او بډایانو په یو پام وړ مقصد اوښتې وه، آن تر دې چې له ټولې سترواکۍ په ځانګړې توګه له ختیځ څخه ورته بزګران هم راتلل.

اقتصادي وده د ښاري پراختیا او جوړونې لامل وګرځېده. په ټول هېواد کې پریمانه معبدونه او ماڼۍ جوړې شوې او همدارنګه د هلیوپولیس او بریتوس د ښارونو په څېر د اصلي ښارونو ترمنځ نښلوونکي کرېړ سړکونه جوړ شول. په واقعیت کې له میلاد وړاندې لومړۍ پېړۍ په وروستۍ ربع (د اګستوس واکمني) او همدارنګه د دوو پېړیو په یوه دوره (د عرب فیلیپ تر واکمنۍ) کې رومیانو په هیلوپولیس کې د لویو معابدو یوه ټولګه جوړه کړه چې له لرغونې زمانې څخه یې د کولالۍ د مخه د ډبرو تر نوې دورې پورې شتون درلود او درې معابد یې لرل؛ جوپیټر (مشتري)، باکوس او وینوس (زهره). دغو ته په نږدې غونډۍ هغوی څلورم معبد هم جوړ کړ چې مرکیوري (عطارد) ته ځانګړی و. [۱]

بریتوس د روم د سترواکي په ختیځ ولایت کې تر ټولو زیات رومي ښار ګڼل کېږي. دا د سوریې – فنیقیې په سیمه کې له څلورو رومي مستعمرو څخه یوازنۍ مستعمره وه چې په بشپړ ډول سترواکۍ ته د مالیاتو له ورکړې معاف شوې وه. [۲]

د کلودیوس د واکمنۍ پر مهال یې پراختیا/ قلمرو تر بقاع درې پورې و رسېده چې هیلیوپولیس هم په کې شاملېده: دا د سوریې – فنیقیې په سیمه کې یوازنۍ برخه وه چې تر ډېره په کې لاتیني ژبه ویل کېده، ځکه چې هلته رومي استعمارچیان استوګن وو او آن یامونه ته یې په څېرمه حاصلخېزو ځمکو کې کرهڼه دود کړه. له میلاد وړاندې لومړۍ پېړۍ څخه راوروسته د بقاع دره د شام د رومي ولایتونو او آن روم لپاره د غله جاتو د تولید اصلي منبع وه (نن ورځ دغه دره د لبنان د کرهڼې وړ ځمکو ۴۰ سلنه برخه جوړوي): رومي استعمارچیانو لا دلته د «هیواد په کچه سیمه» رامنځته کړه چې هغو ته یې پګوس اګوستوس ویل، چېرې د نیحا مشهورو معبدونو او لاتیني کتیبو شتون درلود. [۳]

فینقیانو د سوئران لړۍ پر مهال د روم تر تاج او تخت پورې پراختیا ومونده. د هلیوپولیس ښار (چې اوس مهال بعلبک بلل کېږي) د سپیتیموس سوروس (واکمني: ۱۹۳ – ۲۱۱ زکال) له خوا په ۱۹۳ زکال کې جلا مستعمره شوه ځکه له میلاد وړاندې ۱۵ کال وروسته د فنیقیه په سواحلو کې د بریتوس د قلمرو برخه ګرځېدلی و. د دغه ځای د مذهبي ودانیو ودانیزو چارو یوه نیمه پېړۍ دوام وکړ، خو هېڅکله هم بشپړې نه شوې. اوس مهال د موندل شوي معبد نښې چې په ټوله رومي سترواکۍ کې تر ټولو لوی معبد و، د سپیتیموس سوروس د واکمنۍ مهال ته اړوندېږي چې سکو یې په پیل کې د دغه دوه معابدو څرګندويي کوله. په دغه سیمه کې د لویو دربارونو چارې د کارکالا (۲۱۱ – ۲۱۷ زکال) او فیلېپ عرب (۲۴۴ – ۲۴۹ زکال) تر واکمنۍ پورې پای ته وه نه رسېدلې. سوروس د نوو پناه ځایونو د وقف کولو په مراسمو کې دغه ښار د هر ډول مالیاتو له ورکړې معاف کړ. نن ورځ یوازې د مشتري لوی معبد شپږ کورنیتي پایې شتون لري. 

سوروس همدارنګه د نني لبنان سیمه او همدارنګه د سوریې یو شمېر برخې د کوئل سوریې له لوی ولایت څخه جلا کړې او له هغو څخه یې د فنیقیې نوی ولایت جوړ کړ.

سربېره پر دې د دوه رومي پوځونو پخواني سرتېري په بریتوس (اوسني بیروت) ښار کې ځای پر ځای شول؛ دغه ځواکونه پنځم مقدوني او دریم ګالي پوځ ته اړوند وو. دغه ښار په چټکۍ سره رومي شو. لویې او عامه ودانۍ په کې جوړې شوې او بریتوس هم د سترواکۍ د یوې برخې په توګه له ټولو امتیازاتو برخمن شو. [۴][۵]

د رومیانو د واکمنۍ پر مهال، بریتوس د لوی هرود د لړۍ پر مټ بډایه ښار وګرځېد او له میلاد وړاندې ۱۴ کال کې د Colonia Iulia Augusta Felix Berytus په نامه مستعمره شوه. دغه مهال د بیروت د حقوقو ښوونځی ډیر مشهور و. د روم دوه مشهورو حقوق پوهانو، پاپینیان او اولپیان، چې دواړه د فنیقیې اصلي اوسېدونکي و په دغه ښوونځي کې یې د سوریانو سترواکانو تر څار لاندې تدریس کاوه. هغه مهال چې ژوسټینیان په شپږمه پېړۍ کې خپلې حقوقي لیکنې تنظیم کړې، د روم د قوانینو لویه برخه دغو دوو پوهانو تنظیم کړه چې له امله یې ژوسټینیانوس دغه ښوونځی له میلاد وروسته ۵۳۳ کال کې په رومي سترواکۍ کې د حقوقو اړوند د دریو رسمي ښوونځيو په کتار کې په رسمیت وپېژانده. [۶]

په ۳۹۵ زکال کې د لومړي تئودوسیوس له مړینې وروسته، د روم سترواکي په دوه برخو وویشل شوه: ختیځه یا بیزانسي برخه چې مرکز یې قسطنطنیه شو او همدارنګه لویدیځه برخه چې مرکز یې په راونا کې و. د بیزانسي سترواکۍ تر کنټرول لاندې په بیروت، صور او صیدون کې فکري او اقتصادي فعالیتونو د څه باندې یوې پیړۍ لپاره پرمختګ ته دوام ورکړ. ورته مهال په شپږمه پېړۍ کې یو لړ ځمک ښوئیدنو د بعلبک ښار معبد او د بیروت ښار ونړاوه چې په هغو کې د دغه ښار مشهور د حقوقو ښوونځی هم له خاورو سره خاورې او نږدې ۳۰ زره کسان یې ووژل شول. هغو ته د پرېمانه درناوي د ترسره کولو چارو او همدارنګه مذهبي اختلافاتو، ګډوډي او لار ورکي رامنځته کړه. سربېره پر دې، د پنځمې او شپږمې پېړۍ نړیوالې شوراګانې هم د دغو مذهبي اختلافاتو په حل کولو کې بریالۍ نه شوې. دغې کړکېچنې دورې سترواکي کمزورې کړه او هغه یې د عربستان د ټاپو وزمې هغو مسلمانو عربو ته په آسانې مړۍ واړوله چې په وروستیو کې مسلمانان شوي وو. [۷]

سرچينې[سمول]

  1. Paolo Matthiae; Frances Pinnock; Licia Romano; Lorenzo Nigro (2010). Proceedings of the 6th International Congress of the Archaeology of the Ancient Near East: 5–10 May 2009, "Sapienza", Universita di Roma. Otto Harrassowitz Verlag. د کتاب پاڼي 208–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-447-06216-9. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Morgan, James F. The Prodigal Empire: The Fall of the Western Roman Empire, page 87
  3. Butcher 2003، ص. 230.
  4. Roman Berytus: a colony of legionaries
  5. About Beirut and Downtown Beirut Archived 2009-04-23 at the Wayback Machine., DownTownBeirut.com. Retrieved November 17, 2007.
  6. Beirut, Britannica.com
  7. "آرشیف کاپي". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ جنوري ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)