د روسیې بهرنۍ اړیکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د روسیې د فدراسیون بهرنۍ اړیکې د روسیې د دولت تګلاره ده، چې له نورو هېوادونو، اتباعو او بهرنیو سازمانونو سره اړیکې ټینګوي. په دې مقاله کې د ۱۹۹۱ز کال په وروستیو کې د شوروي اتحاد له انحلال راهیسې د روسیې د فډراسیون د بهرنیو تګلارو په اړه موضوعات شته دي.

دا چې په ۲۰۲۲ز کال کې روسیې پر اوکراین برید وکړ، له دې امله یې اوسمهال له دغه هېواد سره ډیپلوماټیکي اړیکې کړکېچنې دي.

د کرملین د بهرنۍ تګلارې مناظرې د دریوو سیالو مکتبونو ترمنځ د تضاد ښکارندویي کوي؛ په ټوله کې اتلانتکیستانیان غواړي چې له متحده ایالاتو او په ټوله کې له لوېدیځې نړۍ سره نږدې اړیکې ولري، امپریالیستان له تېرې لسیزې راهیسې په دې لټه کې دي چې له لاسه وتلی نیمه استبدادي حالت بیا ورغوي او نیوسلاوفیلسیان غواړي چې د روسیې انزوا ته په خپله کلتوري ساحه کې وده ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د نوي فډراسیون په لومړیو کلونو کې د انډري کوزیریف په مشرۍ د اتلانتیکیزم نظریه برلاسې وه. دغې نظریې  په پخواني شوروي اتحاد کې د روسیې د برترۍ دفاع ونه شوای کړی؛ نو ځکه کوزیریف تر برید لاندې راغی. په ۱۹۹۶ز کال کې یوګني پریماکوف د بهرنیو چارو وزیر شو؛ نو له دې سره یې په بهرنۍ تګلارې کې ملتپالنه چلند پیل شو.  [۱]

ولادیمیر پوټین د ۲۰۰۰ز کال له جنورۍ نه د ۲۰۰۸ز کال تر می پورې ولسمشر و او په ۲۰۱۲ز کال کې یو ځل بیا ولسمشر شو، چې تر اوسه یې دغه دنده دوام لري. د پوټين په وخت کې، په هېواد کې دننه څو جمهوریتونه په رسمیت وپېژندل شول، چې دغه هېواد یې له خپلو نږدو ګاونډیانو لکه اوکراین او ګرجستان سره ښکېل کړ.

له متحده ایالاتو سره یې له ۲۰۰۱ز کال نه تر ۲۰۲۲ز کال پورې اړیکې په شدت خرابې شوې، په داسې حال کې، چې د اروپا له اتحادیې سره یې هم هغه مهال اړیکې بېخي خرابې شوې، چې په ۲۰۱۴ز کال کې یې د اوکراین کریمیا له روسیې سره ونښلوله. 

پر روسیې له هغه وروسته د اروپايي ټولنې، برتانیا، امریکا، کاناډا او نورو هېوادونو له خوا سیاسي او اقتصادي بندېزونه ولګېدل، چې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ په ۲۴مه یې پر اوکراین لوی برید وکړ. اوسمهال د روسیې حکومت له ځان سره د «نادوستانه هېوادونو نوملړ» لري او دغه نوملړ د هغو هېوادونو ښکارندویي کوي، چې له روسیې سره یې اړیکې خرابې دي (یا ورسره هېڅ اړیکې نه لري).

تاریخ[سمول]

بهرنۍ تګلارې[سمول]

پوټين په نړیوالو اړیکو  کې د متحده ایالاتو او د زیاترو نورو لوېدیځو هېوادونو د بهرنۍ تګلارې په اړه ځينې عمومي انتقادي ویناوې کړې دي. د ۲۰۰۷ز کال په فبرورۍ کې د مونیخ د امنیتي تګلارې په کلني کنفرانس کې یې په نړیوالو اړیکو کې پر متحده ایالاتو د انحصارې سلطې له امله نیوکه وکړه او ویې ویل، چې متحده ایالات په بهرنیو اړیکو کې کابو پرته له کوم محدودیته تر ډېره له زوره کار اخلي. هغه وویل، چې پایله یې دا ده ، چې هېڅوک د خوندیتوب احساس ونه کړي؛ ځکه هېڅوک دا نه احساسوي، چې نړیوال قوانین د یوه ډبرین دېوال په څېر دی چې باید ترې ساتنه وشي. البته دغسې تګلارې تسلیحاتي سیالۍ تحریکوي.[۲][۳]

پوټین وړاندیز وکړ چې ځینې نوښتونه دې رامنځته شي، چې په هغو کې د یورانیمو د غني کولو لپاره د نړیوالو مرکزونو جوړول او په فضا کې د وسلو د ځای پر ځای کولو مخنیوی شامل و. پوټین د ۲۰۰۷ز کال په جنورۍ کې یوه مرکه لرله او په دې مرکه کې یې وویل چې روسیه د ډیموکراټیکې څو قطبي نړۍ پلوې ده او غواړي، چې د نړیوال قانون سیسټم پیاوړی شي. [۲][۴]

سره له دې چې پوټین د متحده ایالاتو له پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش، د برازیل له پخواني ولسمشر لوئس اناسیو لولا دا سلوا، د وینزویلا پخواني ولسمشر هوګو چاویز، د المان پخواني چانسلر ګیرارډ شرودر، د فرانسې پخواني ولسمشر ژاک شیراک او د ایټالیا له پخواني لومړي وزیر سلویو برلسکوني سره شخصي دوستانه اړیکې لرلې، خو د زیاترو لوېدیځو رسنیو او ځینو سیاستوالو له خوا د یوه استبدادي ولسمشر په توګه پېژندل کېږي. د المان له پخوانۍ صدراعظمې انګیلا میرکل سره د ګیرارد شروډر په پرتله د پوټین اړیکې «سړې» او « تر ډېره سوداګریزې» دي. ښاغلي ګیرار شروډر چې کله له خپل دفتره استعفا ورکړه؛ نو د روسیې په رهبرۍ یې له یوه کنسرسیوم سره دنده ومنله. [۵][۶][۷]

پر متحده ایالاتو د سپټمبر د ۱۱مې د یرغلونو په لړ کې پوټین په مرکزي اسیا کې د ائتلاف د پوځي اډو له جوړولو سره هوکړه وکړه، دا هوکړه یې مخکې او د یرغل په لړ کې په افغانستان کې د متحده ایالاتو په رهبرۍ سره ومنله. د روسیې ملتپاله ډله د پخواني شوروي اتحاد په خاوره کې د امریکا له پوځې حضور سره مخالفه وه. دوی له پوټین نه دا تمه لرله، چې متحده ایالات د مرکزي اسیا له جمهوریتونو نه لرې وساتي یا لږ تر لږه دې له واشنګټن نه دا تعهد واخلي، چې له دغو اډو به وځي. په داسې حال کې، چې بېړنۍ پوځي اړتیاوې به پای مومي.

کله چې په ۲۰۰۲ ــ ۲۰۰۳ز کلونو کې د عراق د بې وسلې کولو کړکېچ روان و، پوټین پرته له دې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک په پام کې ونیسي، چې پوځي ځواکونو ته یې په ښکاره ډول اجازه ورکوله؛ نو پر عراق یې د واشنګټن د برید مخالفت وکړ. د جګړې د رسمي پای له اعلان وروسته د امریکا ولسمشر جورج ډبلیو بوش له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې د عراق بندیزونه لغوه کړي. پوټین په مناسب وخت کې د بندیزونو د لغوې ملاتړ وکړ او ویې ویل، چې لومړی د ملګرو ملتونو سازمان ته فرصت ورکول کېږي، چې په عراق کې دې د ډله ییزې وژنې د سلاح ګانو پلټنه وکړي او خپل کار دې په دې اړه بشپړ کړي.  [۸]

اوسني مسایل[سمول]

په ۲۰۱۰ز کال کې له لوېدیځ سره د روسیې اړیکې کړکېچنې شوې او ځینې یې د یوې نوې سړې جګړې پیل ګڼي. متحده ایالات او روسیه د سوریې په کورنیو جګړو کې د مخالفینو ملاتړ کوي او واشنګټن مسکو د بشارالاسد د دولت د ملاتړي په توګه یو خنډ ګڼي. [۹]

کله چې په ۲۰۱۳ز کال کې روسیې اډوارډ سنوډن ته پنا ورکړه؛ نو متحده ایالاتو له ۱۹۶۰ز کال نه وروسته په لومړي ځل له روسیې سره خپله ناسته لغوه کړه.[۱۰]

له دې سره، زیاتره کړکېچ د اوکراین د ناورین په لړ کې و، چې په ۲۰۱۴ز کال کې پیل شو او د کریمیا ټاپووزمه له روسیې سره یوځای شوه. روسیې هم په دونباس سیمه کې بېلتون غوښتونکي تحریک کړل. متحده ایالاتو د دغو پېښو په تړاو پر روسیې د بندیزونو له امله عکس العمل وښود او زیاترو اروپایي هېوادونو هم دا اندېښنه لرله، چې روسیه به د مرکزي او ختیځې اروپا په چارو کې لاسوهنه وکړي؛ نو د امریکا ملاتړ یې وکړ. په نامستقیم ډول یې په مناقشه کې مداخله وکړه او دغه بهیر یې د اسد د رژیم په ګټه وڅرخاوه. د روسیې او ترکیې اړیکې چې تر دې مخکې د اسد د ریژیم د پلوۍ له امله خړې شوې وې؛ نو  په دغې دوره کې او په ځانګړې توګه په ۲۰۱۵ز کال کې د نومبر په ۲۴مه د ترکیې د هوایي ځواک له خوا د روسیې جنګي الوتکه رانسکوره شوه، چې له دې سره یې اړیکې لا خرابې شوې. روسیې همدارنګه په ۲۰۱۵ز کال کې له ارمنستان، قزاقستان او بلاروس سره د اوراسیا اقتصادي اتحادیه جوړه کړه.[۱۱]

په نړیواله کچه د روسیې ځواک د دغه هېواد د نفتو په عوایدو پورې تړلې ده. که نړۍ د تجدیدپذیرو انرژیو لپاره خپل کار بشپړ کړي او د روسیې نفتو، ګازو او ذغالو ته نړیواله تقاضا راټیټه شي؛ نو د روسیې نړیوال ځواک به هم کم شي. روسیه د ګټې او زیان په جیوپولیټیکلي شاخص کې د GeGaLo  د انرژۍ له ګذار نه وروسته د ۱۵۶ هېوادونو په منځ کې ۱۴۸ ځای لري.[۱۲]

سرچينې[سمول]

  1. Ambrosio, Thomas (2005). Challenging America's Global Preeminence: Russia's Quest for Multipolarity. Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7546-4289-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ 43rd Munich Conference on Security Policy. Putin's speech in English Archived 4 May 2008 at the Wayback Machine., 10 February 2007.
  3. Liquid Courage, The American. By Charlie Szrom and Thomas Brugato. "آرشیف کاپي". Archived from the original on ۲۶ اکتوبر ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link), 22 February 2008. See also Brugato, Thomas. (2008). Drunk On Oil: Russian Foreign Policy 2000–2007. Berkeley Undergraduate Journal, 21(2). Retrieved from: http://escholarship.org/uc/item/26d7t54f
  4. Interview Archived 4 May 2008 at the Wayback Machine. for Indian Television Channel Doordarshan and Press Trust of India News Agency, 18 January 2007.
  5. Merkel cools Berlin Moscow ties BBC News 16 January 2006
  6. Stand Up to Putin. by Robert Kagan The Washington Post 15 September 2004
  7. "The myth of Putin's success". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ جنوري ۲۰۰۹ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. In this connection it is worth of mention that Putin's father, an NKVD officer, was nearly killed in Estonia, while on a sabotage mission during World War II . The fact may have had some influence on Vladimir Putin's attitudes, as suggested by Lynn Berry in the article "Behind Putin's Estonia Complex" (in Moscow Times, 25 May 2007).
  9. Patrick W. Quirk, "Russia–Syria Internal Threat Alliance (2010–2016)". in Quirk, Great Powers, Weak States, and Insurgency (Palgrave Macmillan, Cham, 2017). 179–213.
  10. Cynthia Nolan, "The Edward Snowden Case and the Morality of Secrecy". Catholic Social Science Review 22 (2017): 291–310.
  11. Michał. Natorski, "The EU and crisis in Ukraine: policy continuity in Times of Disorder?". in by Dimitris Bouris and Tobias Schumacher, eds. The Revised European Neighbourhood Policy (Palgrave Macmillan, 2017). 177–196.
  12. Tracey German, "NATO and the enlargement debate: enhancing Euro-Atlantic security or inciting confrontation?". International Affairs 93.2 (2017): 291–308.