د روانوک جان رنډولف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د روانوک جان رنډولف
د روانوک جان رنډولف
د روانوک جان رنډولف

د شخص معلومات
پيدايښت ۲ جون ۱۷۷۳[۱][۲][۳][۴]
مړینه 24 مې 1833 (60 کاله)[۱][۲][۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل نری رنځ   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ډیموکرات-جمهوریت غوښتونکی ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۴][۵]
ډیپلوماټ
ليکوال [۶]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکې ژبه(ې) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
د روانوک جان رنډولف
د روانوک جان رنډولف

جان رنډولف (۲ جون ۱۷۷۳ – ۲۴ می ۱۸۳۳ زکال) چې د روانوک په جان رنډولف پېژندل کېږي؛ د کرنیزو ځمکو امریکايي څښتن او همدارنګه د ویرجینیا سیاستوال و چې څو ځله یې د متحده ایالاتو د استازو په جرګه کې له ۱۷۹۹ زکال څخه تر ۱۸۳۳ زکال پورې او له ۱۸۲۵زکال څخه یې تر ۱۸۲۷ زکال پورې په سنا کې خدمت وکړ. په جرګه کې د ولسمشر توماس جفرسون د ویاند په توګه له خدمت کولو وروسته په ۱۸۰۵ زکال کې ؛ د ساموئل چیس په استیضاح کې چې ده له نوموړي څخه د څېړنو مسئولیت درلود له ساموئل چیس سره د ناسم چلن کېدو له امله ولسمشر څخه جلا شو؛ هغه ناسم چلن چې ده د جفرسوني سنتي اصولو څخه پر شاتګ وباله. له دغه جلاتوب وروسته رنډولف ځان د دیموکراتیک –جمهوري غوښتونکي ګوند د «پخوانیو جمهوري غوښتونکو یا Tertium Quids» رهبر وباله؛ هغو چې د فدرال دولت د واکونو د راکمولو غوښتنه یې کوله. رنډولف په ځانګړې توګه د ۹۸ کال (۱۷۹۸ زکال) اصول ترویج کړل؛ هغه اصول چې ایالتونو ته یې د اساسي قانون پر بنسټ د مرکزي دولت د قوانینو او واکونو د راکمولو اړوند د قضاوت کولو اجازه ورکوله او کولای یې شول د هغو قوانینو له پلي کولو ډډه وکړي چې د اساسي قانون سره به یې په ټکر کې وبلل. [۷][۸]

نوموړی چې د یو ژر فکر کوونکي او ځیرک ویناوال په توګه توصیف کېده جمهوریت ته ژمن و او په کانګرس کې یې د خپل درې لسیزې غړیتوب پر مهال له یوې سوداګریزې کرنیزې ټولنې ملاتړ کاوه. رانډولف «د خپلو شدیدو کنایه ویلو، پیغور ورکولو، تند غږ او ځانګړو بیاني حرکاتو له مخې په پام وړ توګه د خلکو پام ځانته جلب کړی و». د پورونو د ورکړې او د غلامانو د څښتنانو د حقونو اړوند د هغه محافظه کار دریځ د هغه کورنیو املاکو او د هغه د زیږون ځای یا د ویرجینیا د سویلي اړخ اشرافي ارزښت ته اړوند بلل کېږي. رنډولف په کلکه سره د ۱۸۱۲ زکال له جګړې او په ۱۸۲۰ زکال کې د میسورې له روغې جوړې سره مخالفت وکړ. نوموړی د مالیاتو، تولید او پیسو په بحثونو کې فعال و. هغه د غلامۍ پر وړاندې د توپیر لرونکو احساساتو په لرلو سره د په ۱۸۱۶ زکال کې د امریکا د استعماري بنسټ یو له بنسټګرو څخه شو څو آزاد تور پوستي په افریقا کې امریکايي مستعمرې ته ولېږي. ورته مهال نوموړي باور درلود چې په ویرجینا کې غلامۍ ته اړتیا شتون لري هغه څرګندوله چې «د غلامۍ موضوع لکه څه ډول چې ویل کېږي، د موږ لپاره د ژوند او مرګ مسئله ده ... هېڅ داسې بېلګه په تاریخ کې نه شۍ موندلای چې دوه جلا نژادونو دې یوه ځمکه اشغال کړې وي، مګر دا چې د ارباب او غلام ترمنځ اړیکه وي». له دې سربېره رنډولف د تنباکو په خپله کرونده کې د کار په موخه سلګونو غلامونو ته اړ و، خو بیا یې هم په خپل وصیت کې د هغوی لپاره د اوهایو په ازاد ایالت کې هغوی ته د ژوند کولو زمینه برابره کړه او د هغوی لپاره یې د ځمکې او اړتیا وړ توکو د پېرلو په موخه پیسې ځانګړې کړې. هغوی روزوېل چې اوس مهال د اوهایو د پېکوا او د اوهایو د روملي برخه ده رامنځته کړه. [۹][۱۰]

د هغه ملاتړي د هغه د قاطع شخصیت ستاینه کوي او زده کړې د هغه لیوالتیا بولي. بل پلو یو شمېر نورو په ځانګړې توګه د شمالي دیموکراسي پلویانو له دې ډلې توماس جفرسون د هغه په بی قاعده توب ملنډې وهلې. هغه به په خپلو ټاکنیزو تبلیغاتو کې له حیران کوونکو لارو چارو څخه ګټنه کوله او د یوې شوخۍ په توګه به یې له هغو خوند اخیست. رنډولف مستقیما ځان د منځنۍ کچې وګړو ته اړوند باله او له سرګرم کوونکو او روښانه کوونکو ویناو څخه یې د ټولنیز توب، ټولنیزو ګټو په ځانګړې توګه د کرنې په برخه کې ګټنه کوله. دغه چاره نوموړي ته د رایو ورکونکو د تل پاتې اړوندتیا لامل ګرځېده.

لومړنی ژوند او زده کړې[سمول]

رنډولف د ویرجینا مستعمرې په کاوسونز (اوس هوپوېل) سیمه کې د تنباکو د کروندو د بډایه څښتن جان رنډولف (۱۷۴۲- ۱۷۷۵ زکال) او فرانسیس بلانډ (۱۷۴۴-۱۷۸۸ زکال) په کورنۍ کې وزېږېد. د هغه د والدینو کورنۍ، د ویرجینا د رنډولف کورنۍ او د ویرجینیا د بلانډ کورنۍ دواړې د ویرجینیا له مخکښو لومړنیو کورنیو څخه وې چې تر ډېره یې په خپلو کې سره ودونه کول. د هغه باباګان (پلرنی او مورنی) ریچارډ رنډولف او د کاوسونز تئودوریک بلانډ په نوبت سره د ویلیام رانډولف او د ترکیې له جزیرې څخه د مري ایشام لمسیان و. [۱۱][۱۲][۱۳]

د هغه پلار په ۱۷۷۵ زکال کې ومړ، هغه مهال چې نوموړي (د خپلو دریو وروڼو کشری او ډېر ژوندی پاتې شوی) یوازې دوه کاله عمر درلود. د هغې مور کورنۍ کروندې مدیریت کړې او تر ۱۷۸۸ زکال پورې د بیاځلي واده په تمه پاتې شوه. هغې د برمودا د مخکښ ځمکې لرونکي له زوی سنت جورچ ټاکر سره واده وکړ؛ نوموړی ویرجینیا ته د جورج وایت تر نظر لاندې په ویلیامزبورګ کې د حقوقو د زده کړې په موخه راغلی و. نوموړی په ۱۷۷۴ زکال کې د ویرجینیا په وکیلانو کې شامل شو او په خپل مسلک کې په حرفوي وکیل واوښت (همدارنګه یې په ویلیام او مري کالج کې د حقوقو په برخه کې درس ورکاوه) او بیا وروسته د هغې محکمې قاضي شو چې په ۱۸۰۴ زکال کې د ویرجینیا په ستره محکمه واوښته. [۱۳]

روغتیا ته اړوند مسائل[سمول]

یو ژنټیکي انحراف – په ډېر احتمال کلاین فلتر سنډروم – د دې لامل وګرځېد چې هغه په خپل ټول عمر کې ږیره ونلري او یو ښځینه او نارینه ګډوډ لوړ غږ ولري. معاصر علم ثابته کړې چې د ششونو سل/تبرکلوز ناروغي ځینې وخت کېدای شي په تناسلي آله کې خای ونیسي او دایمي علایم او زیانونه رامنځته کړي چې بلوغ ته له رسېدو څخه مخه نیسي. د رنډولف ورور د سل ناروغۍ له امله ومړ او داسې ښکاري چې رنډولف هم په ځوانۍ کې په هغو اخته شوی و او هېڅکله هم بلوغ ته وه نه رسېد. بالاخره نوموړی په ۶۰ کلنۍ کې د سل ناروغۍ له امله ومړ. هغه د خپلو شدیدو او دایمي دردونو سره د مبارزې په موخه له تریاکو ګټنه پیل کړې وه. معاصر راپورونه څرګندوي چې هغه له ناروغۍ وړاندې جنګ غوښتونکی شخصیت درلود. [۱۴]

زده کړې[سمول]

رنډولف په پیل کې د خصوصي ښوونکو تر نظر لاندې زده کړې وکړې او د واکر موري خصوصي ښوونځي ته ولاړ. هغه مهال چې د هغوی له یو ورور سره په دغه ښوونځي کې دسپلیني چلن وشو؛ د رنډولف وروڼو موري وواهه او دغه ښوونځی یې وړاندې له دې چې خپلې زده کړې پای ته په کې ورسوي خوشی یې کړ. وروسته د هغو پلندر هغوی په نیویارک ښار کې نیوجرسي کالج او کلمبیا کالج ته ولېږل. د هغه وروڼو زده کړو ته پام نه کاوه او ډېر وخت به یې په میخانو کې تېراوه. په درسي دورو کې له ناکامېدو او د پیسو له ختمېدو وروسته بېرته ویرجینیا ته راوګرځېدل. جان وروسته د خپل د تره زوی اډمونډ رنډولف تر نظر لاندې حقوق ولوستل خو هېڅکله یې له هغو څخه په عملي ډګر کې کار وانه خیست. په ۱۷۹۲ زکال کې د هغه د کورنۍ شتمني او نفوذ د دې لامل وګرځېد څو د ویرجینیا د ویلیامزبورګ په ویلیام او مري کالج کې ومنل شي. هغه چې باور درلود یوازې خپله په سمه توګه کلمات تلفظ کولای شي په خپل ټولګیوال رابرت بي باندې یې له دې امله ملنډې ووهلې چې هغه یوه کلمه اشتباه لوستې وې. رنډولف له بخښنې ډډه وکړه او دوئل/دوه په دوه سیالي ته مخکې شول. رنډولف ډېر ژر ویلیام او مري کالج پرېښود او په دې توګه یې خپلو رسمي زده کړو ته پای ټکی کېښود. [۱۵]

سیاسي ژوند[سمول]

رنډولف په غیر منتظره توګه د ۲۶ کلنۍ په عمر د متحده ایالاتو شپږم کانګرس ته لار ومونده. ویل کېږي چې د هغه ځوانې څېرې د کانګرس مشر تئودور سدویک اړویست څو له نوموړي پوښتنه وکړي چې ایا دی په کافي اندازه د دغې دندې د شرایطو پوره کولو لپاره عمر لري او که نه؛ خو د رنډولف ځواب - «زما له رایه ورکوونکو وپوښتۍ» - هغه د بلې پوښتنې کولو څخه منع کړ. رنډولف بیاځلي د شپږو دورو لپاره د متحده ایالاتو کانګرس ته لار ومونده او له ۱۷۹۹ زکال څخه تر ۱۸۱۳ زکال پورې یې هلته خدمت وکړ. [۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/John-Randolph-American-politician — subject named as: John Randolph — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w63779t9 — subject named as: John Randolph of Roanoke — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/852 — subject named as: John Randolph — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — د نشر نېټه: ۳ جولای ۲۰۱۸
  5. او http://hdl.handle.net/10427/005073 Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — د نشر نېټه: ۲۳ ډيسمبر ۲۰۲۰ — خپرونکی: American Astronomical Society او Tufts University
  6. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  7. Johnson, David (2012). John Randolph of Roanoke. LSU Press. د کتاب پاڼي 37–39. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Varon, Elizabeth R. Disunion! The coming of the American Civil War. University of North Carolina Press.2008, p. 36
  9. Martin Van Buren, The Autobiography of Martin Van Buren
  10. Alan Taylor, The Internal Enemy
  11. Page, Richard Channing Moore (1893). "Randolph Family". Genealogy of the Page Family in Virginia (الطبعة 2). New York: Press of the Publishers Printing Co. د کتاب پاڼي 249–272. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Glenn, Thomas Allen, المحرر (1898). "The Randolphs: Randolph Genealogy". Some Colonial Mansions: And Those Who Lived In Them : With Genealogies Of The Various Families Mentioned. 1. Philadelphia, Pennsylvania: Henry T. Coates & Company. د کتاب پاڼي 430–459. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Louise Pecquet du Bellet, Some Prominent Virginia Families, p. 161
  14. Timothy Stanley (October 12, 2012). "Who Was John Randolph?". Theamericanconservative.com. د لاسرسي‌نېټه March 23, 2015. [A] post-mortem examination of Randolph ... recorded that the 'scrotum was scarcely at all developed,' with only a right testicle 'the size of a small bean.' الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Alan Taylor, Thomas Jefferson's Education, 72-76.
  16. Sawyer, Lemuel, The Biography of John Randolph, p.12.