د دویمې الیزابیت پر مړينه غبرګونونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دویمه الیزابیت د بریتانیا او نورو ټول‌ګټو هېوادونو ملکه د ۲۰۲۲ کال د سېپټمبر په ۸مه د ۹۶ کلونو په عمر ومړه چې په ټوله نړۍ کې يې پر مړینه غبرګونونه ښکاره شول. په ورپسې ورځ نوي پاچا درېیم چارلز خپل ملت او ټول‌ګټو هېوادنو ته په خطاب کې د خپلې «ګرانې مور» درناوی/ستاینه وکړه. په ټولو ټول‌ګټو هېوادونو کې سیاستوالو ملکې ته درناوي وړاندې کړ او د هغې اوږدمهاله عمومي خدمتونه يې وستایل. د نړۍ په ګڼو نورو برخو کې نورو سیاسي شخصیتونو، د سلطنتي کورنیو غړو، مذهبي مشرانو او نورو عمومي شخصیتونو غمرازي او درناوی وړاندې کړ.   

د هغې د ياد نمانځنې مراسم  د نړۍ په ډېرۍ مهمو برخو کې ترسره شول چې ځینې یې د بریتانیا د ملي بیرغ په رنګونو کې یا د الیزابیت د انځورونو له روښانولو سره وشول. ډېری سازمانونو هغې ته د درناوي په پار خپل ځینې فعالیتونه وځنډول او یا یې ځینې پېښې لغوه کړې. بي‌بي‌سي آي‌ټي‌وي او ۴ تلویزوني شبکو د خبرونو د پوښښ لپاره خپلې خپرونې په داسې حال کې ودرولې چې چاپي رسنیو خپلې لومړۍ پانې د ملکې درناوي ته ځانګړې کړې وې.

عامو خلکو هم په ټولنیزو رسنیو کې د هغې پر مړينه غبرګون وښود او ډېریو له سلطنتي کورنۍ سره غمرازي وکړه او یا یې هم د ملکې د کار لپاره له هغې څخه مننه وکړه. نورو د بریتانیا امپراتورۍ د ميراث او د شاهي نظام د لغوه کولو په اړه بحث وکړ. سپورتي پېښو د ترسره کېدلو پر مهال يوه شېبه چوپتیا غوره کړه.

شاهي کورنۍ[سمول]

پاچا درېیم چارلس د دویمې الیزابیت ځای ناستی شو او د خپلې مور تر مړينې لږ ځنډ وروسته يې بیانیه خپره کړه. [۱]

چارلز خپله لومړنۍ وینا د سپټمبر په ۹مه، د ماښام د بریتانیا د اوړني مهال (BST) په ۶ بجو خپل ملت او ټول‌ګټو هېوادونو ته وړاندې کړه. چې د یادې وينا په ترڅ کې يې ویر وکړ، مور ته يې درناوی وړاندې کړ او خپل زوی وېلیم يې د وېلز شهزاده وټاکه. د ملکې درې نورو کشرانو بچیانو اني، انډریو او اېډوارډ هم خپلې څرګندونې خپرې کړې. پاچا له شهزادګۍ اني او شهزاده اېډوارډ سره د «د ملکې عظمت ته درناوی» په نوم د بی‌بي‌سي په یوه ځانګړې خپرونه کې خپلې مور ته درناوی وکړ. [۲][۳][۴][۵][۶]

د ملکې څلورو لمسیانو هر یوه وېلیم، هري، بیاترېس او ايوژني د خپلو څرګندونو له لارې خپلې انا ته درناوی وکړ.  [۷][۸][۹]

سیاست[سمول]

انګلستان/متحده پاچاهي[سمول]

  • د بریتانیا لومړي وزیر لېزټراس د ملکې د مړينې په تړاو یوه بیانیه خپره کړه چې په ترڅ کې يې هغه «داسې یوه لویه ډبره یاده کړه چې مدرنه بریتانیا پرې ولاړه وه.»[۱۰]
    • پخواني لومړي وزیر ښاغلي جان مجور وويل: سترې ملکې د خپل ژوند ۷۰ کلونه زموږ د ملت د هوساینې او خدمت لپاره قربان کړل. هغه په خپلو عمومي دندو کې فداکاره او هوښیاره وه چې سخاوتي روحیه یې لرله. دا هغه څه و چې د هغې د ژوند څرنګوالی ښيي او دا چې څرنګه يې مشري وکړه.  هغې په پراخه نړۍ او په ټولو ټول‌ګټو هېوادونو کې د ميلیونونه کسانو لپاره –زموږ د ملت روح او زړه راونغاړه او په ټوله نړۍ کې له ستاینې او درناوي سره مخ شوه. [۱۱]
    • پخواني لومړي وزیر ښاغلي ټوني بېلر وويل: «موږ نه یوازې خپل شاه له لاسه ورکړی بلکې د خپل ملت مور او پلار مو له لاسه ورکړي، هغه شخصیت چې تر بل هر چا يې ډېر زموږ هېواد سره راټول کړی و، موږ يې له خپل غوره طبیعت سره اشنا کړو او هر هغه څه يې انځور کړل چې موږ یې له امله په‌دې ویاړو چې بریتانويان یو.» [۱۲]
    • پخواني لومړي وزیر ګورډون براون وويل: نن ماښام انګلستان، ټول‌ګټي هېوادونه او ټوله نړۍ په وير کې سره یوځای شوي دي. سترې ملکې دویمې الیزابیت د خپل ژوند تر وروستیو شېبو دې هېواد ته خدمت وکړ. زه سلطنتي کورنۍ ته د زړه له کومې غم‌شریکي وړاندې کوم. هغې ته د ابدي هوساینې په هيله.» [۱۳]
    • پخواني لومړي وزیر ډېوېډ کامرون وويل: زموږ د هېواد، ټول‌ګټو هېوادونو او ټولې نړۍ لپاره د دې لويې غمیزې پر مهال، ستر پاچا او ټولې سلطنتي کورنۍ ته د ملکې دويمې الیزابیت د مړینې له امله خپله غم‌شریکي وړاندې کوم. [۱۴]
    • پخوانۍ لومړۍ وزیرې ترزامي وویل: ملکه «د دولت تر ټولو اغېزمنه مشره وه» چې نوموړې د خپلې ادارې پر مهال لېدلې وه. هغې همدارنګه یوه بیانیه وړاندې کړه چې په هغه کې يې وویل: «ستره ملکه د فوق‌العاده بدلونونو شاهده وه، په مهارت يې له وخت سره هم‌مهال حرکت کاوه خو تل یې ډاډ او ثبات رامنځته کاوه. هغه د الیزابیت په دې لوی دور کې زموږ ثابته وه. دا زما د ژوند وياړ دی چې د هغې د واکمنۍ په دور کې مې د لومړۍ وزیرې په توګه خدمت کړی... اوس‌مهال زموږ افکار او دعاګانې د هغې له کورنۍ سره دي. پاچا دې ژوندی وي.»[۱۵][۱۶][۱۷]
    • پخواني لومړي وزیر بورېس جانسون وويل: «دا زموږ د هېواد تر ټولو غم‌جنه ورځ ده. زموږ هر یوه په زړه کې زموږ د ملکې د مړينې درد دی، ښايي له تمې ډېر شدید د یو چا د لاسه ورکولو یو ژور او شخصی حس. لکه څرنګه چې دا په انسانانو کې طبعي ده، موږ یوازې هغه مهال حقیقت درکوو چې له ریښتيا سره مخ شو او په‌دې وپوهېږو چې څه مو له لاسه ورکړي. ښايي زموږ غږ لا هم په غم کې زنی شوی وي موږ هغه خبرې په ډاد سره کولی شو چې تر ۷ لسیزو پورې په‌دې هېواد کې نه دي اورېدل شوې. پاچا دې ژوندی وي.»[۱۸]

پرېښول شوي /سپارل شوي دولتونه[سمول]

  • د سکاټلند لومړي وزیر نیکولا سټورجن په یو ټویټ کې وليکل: «د سترې ملکې الیزابیت مړينه د بریتانيا، ټول‌ګټو هېوادونو او نړۍ لپاره د ژورې خواشینۍ شېبه ده. د هغې ژوند په فوق‌العاده ډول خدمت ته ځانګړی شوی و. زه د سکاټلنډ د خلکو په استازولۍ خپله ژوره غمرازي پاچا او سلطنتي کورنۍ ته وړاندې کوم.»[۱۹]
    • د سکاټلنډ پخواني لومړي وزیر او د البا ګوند مشر الېکس سالموند ملکې ته د درناوي په پار د خپل ګوند پر وېب پاڼه یوه بیانيه خپره کړه او د هغې مړينه يې «د هغې د کورنۍ او د ټولې نړۍ لپاره د سترې غمیزې شېبه» یاده کړه.[۲۰]
      • د سکاټلنډ د البا ګوند عمومي منشي کرېس مک‌اېلني وویل «د ملکې د دور تر پای وروسته په سکاټلنډ کې پاچا چارلز ته هېڅ ځای نه‌شته دی.» [۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. "Statement from The King following the death of The Queen". The Royal Family. 8 September 2022. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "His Majesty The King's address to the Nation and the Commonwealth". The Royal Family. 9 September 2022. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ سپټمبر ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 13 September 2022 باندې). Accompanying Queen on final journeys has been 'an honour and privilege', says Princess Anne. Sky News
  4. "Prince Andrew pays tribute to the Queen: 'I will forever hold you close to my heart'". Sky News. 18 September 2022. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 16 September 2022 باندې). Prince Edward says Queen's death has left 'unimaginable void in all our lives'. The Independent.
  6. (په 9 September 2022 باندې). Queen Elizabeth II: Children remember 'that fantastic twinkle'. BBC News.
  7. Binley, Alex (10 September 2022). "Queen was with me at happiest and saddest times – William". BBC News. مؤرشف من الأصل في ۱۰ سپټمبر ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 2022-09-12 باندې). Prince Harry Pays Tribute to 'Granny'.
  9. Juneau, Jen; Petit, Stephanie (17 September 2022). "Princess Eugenie and Princess Beatrice Share Personal Statement on 'Beloved Grannie' Queen Elizabeth". People. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Kirka, Danica; Lawless, Jill; Hui, Sylvia (2022-09-08). "Queen Elizabeth II dead at 96 after 70 years on the throne". Associated Press. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Ravikumar, Sachin; Suleiman, Farouq; M, Muvija (2022-09-09). "Britain's Queen was 'selfless and wise' in her duties, says John Major". Reuters. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Blair, Tony (2022-09-09). "Tony Blair's statement on the death of Her Majesty The Queen". Tony Blair Institute for Global Change. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Ravikumar, Sachin; Suleiman, Farouq (8 September 2022). MacLellan, Kylie (المحرر). "Queen Elizabeth served the country 'to the last' - Former UK PM Brown". Reuters. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Sutton, Larry; Dougherty, Steve (8 September 2022). "Queen Elizabeth II, Britain's Steadfast Monarch, Dies". Time. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. 'The Queen was the most impressive head of state,' says Theresa May (video). Sky News. 2022-09-09. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. The Queen was the most impressive (video). Sky News. 2022-09-09. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 2022-09-09 باندې). Queen Elizabeth's death: Reaction from leading figures in Britain. Reuters.
  18. "Boris Johnson: 'Elizabeth the Great ... had a unique and simple power to make us happy. That is why we loved her'". The Telegraph. 8 September 2022. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 2022-09-08 باندې). First minister Nicola Sturgeon leads Scottish tributes to Queen. BBC News.
  20. "Salmond Salutes 'A Truly Remarkable Lady'". Alba Party. 2022-09-09. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Gordon, Tom (2022-09-09). "Alba party call to axe monarchy under independence after death of Queen". The Herald (Glasgow). د لاسرسي‌نېټه ۰۹ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)