د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال امريکايي تبليغات (ډنډورې/پروپاګند)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په دويمه نړيواله جګړه (1941-45) کې د امريکا د ښکېلتيا پر مهال، د جګړې د ملاتړ او متحدينو بريا ته د ژمنتيا څخه د ملاتړ د زياتولو په موخه له تبليغاتو کار اخيستل شوی و. د رسنيو د پراخه لړۍ په کارولو سره، تبليغات کونکو د دوښمن لپاره د کرکې او د امريکا د متحدينو د ملاتړ لپاره لمسونې وکړې، د جګړه ييزو وسايلو د توليد او له جګړې سره د مرستې کولو په موخه د کرکيلې په برخه کې (د بريا باغونه يا Victory gardens په نړيواله جګړه کې هغه هڅه وه تر څو ولسونه کرنې ته وهڅول شي، او په جګړه کې په دې ډول مرسهت وکړي) يې په ډېرو ولسي هڅو ټينګار وکړ، خلک يې د خپلو ځينو توکو ساتلو ته قانع کړل، تر څو ډېر توکي د جګړې په هلو ځلو کې وکارول شي، او د جګړې د پورونو پاڼې يې وپېرلې.

د جګړې په اوږدو کې هېوادپالنه د اعلان (ترويج/اشتهار) مرکزي موضوع وګرځېده، ځکه چې د جګړې د پورونو د پاڼو د پلورلو، په کارخانو کې اغېزمنتيا ته وده ورکولو، د ناسمو اوازو کمولو، او د ملکيانو د حوصلې پر ځای ساتلو لپاره په پراخه کچه مبارزې (کمپاينونه) پر لار واچول شول. جګړې په امريکايي ټولنه کې د اشتهاراتو د صنعت ونډه پياوړې، او پخوانۍ نيوکه يې څنډې ته کړه. د محوري ځواکونو مشران د کارتون د کاريکاتورونو په توګه وړاندې کړای شول، تر څو دوی احمق او بې عقله وښيي.[۱]

کمپاين (مبارزه)[سمول]

په لومړيو کې، حکومت په تبليغاتي مبارزو کې برخې اخيستو ته ميلان نه درلود، خو د رسنيو، سوداګرۍ برخې او اشتهارات کونکو د فشارونو له امله، چې د لارښونې غوښتنه يې کوله، حکومت قانع کړ، چې فعاله ونډه واخلي. له دې سره سره حکومت ټينګار وکړ چې د دوی کارونه د تبليغاتو لپاره نه، بلکې د معلوماتو د چمتو کولو لارې چارې دي. دا هڅې کرار کرار او په بې ترتيبه ډول په ډېرو متحدو تبليغاتي کوښښونو بدل شول، په داسې حال کې چې د لومړۍ نړيوالې جګړې کچې ته کله هم ونه رسېدې.[۲][۳][۴]

په 1942ز کال کې، ولسمشر «فرينکلن ډي روزويلټ» د جګړې د معلوماتو دفتر (OWI) جوړ کړ. د منځنۍ کچې دې ادارې د جنګي معلوماتو او تبلیغاتو په استولو کې د جګړې او دولتي ادارو په ګډون د نورو جنګي ادارو سره شموليت غوره کړ. په OWI کې مسئولینو ګڼ وسايل وکارولې، تر څو له امريکايي ولس سره اړيکې وساتي. په دوی کې د هاليوډ د فلم سټوډيوګانې، راډيو سټيشنونه او چاپي ادارې شاملې وې.[۵][۶][۷]

د ليکوالانو د جګړې پلاوی په خصوصي ډول د تبليغاتو د موخې لپاره تنظيم کړای شوی و، او عموماً يې د حکومت او ليکوالانو تر منځ د منځګړي به توګه کار کاوه. په دې شامل ډيری ليکوالانو خپلې هڅې له حکومتي تبليغاتو څخه غوره بللې، ځکه چې دوی خپل مواد له حکومتي هڅو څخه ډېر زړور (بې باکه/څرګند) او ډېر زيات ځواب ويونکي بلل. په هر حال، ليکوالانو هم رسمي غوښتنو ته ځواب ووايه او هم يې خپل تبليغات پيل کړل.[۸][۹]

په 1944ز کال کې (چې تر 1948 پورې روان و)، نومياليو امریکايي پاليسي جوړونکو يو داخلي تبليغاتي کمپاين پيل کړ، موخه يې د متحده ايالاتو د ولس قانع کول و، تر څو د المان د خلکو لپاره سخته سوله ومني. په دې کمپاين کې کارېدلې يوه طريقه عموماً د دې نظريې لېرې کول و، چې د المان خلک او نازي ګوند سره جلا جلا هستې دي. په دې کمپاين کې يو مهم ګډونوال د لیکوالانو د جګړې پلاوی و، کوم چې د روزويلټ له ادارې سره نږدې تړاو درلود.[۱۰]

رسنۍ[سمول]

اعلان نښلونکي (پوسټرونه)[سمول]

متحده ايالاتو اعلان نښلونکي د اعلانونو لپاره وکارول، او په دويمه نړيواله جګړه کې د جنګېدونکي بل هر هيواد څخه زيات تبليغاتي اعلان نښلونکي (پوسټرونه) يې توليد کړل. د جګړې پر مهال نږدې 200000 جلا جلا نمونې چاپ شوې وې.[۱۱][۱۲]

په دې اعلان نښلونکو کې د جګړې د ملاتړ د هڅولو لپاره د محافظه کارۍ، توليد، ګومارنې، کورنيو هڅو او امنيت په ګډون، ګڼ موضوعات کارول شوي وو. عموماً دا اعلان نښلونکي په داسې سیمو کې لګول شوي و چې د اعلاناتو لپاره يې پيسې نه ورکول کېدې. تر ټولو زياتې عامې سيمې يې د پوسته خانې دفترونه، د اورګاډي تمځايونه، ښوونځي، رستورانتونه او پرچون دوکانونه وو. د کورونو او د اپارتمانونو د ودانيو د کړکيو لپاره کوچني اعلان نښلونکي چاپ شول. دا په داسې ځايونو کې ولګول شول، چېرته چې نورې تبليغاتي رسنۍ نه شوې کارېدای.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د جګړې معلوماتو د دفتر (OWI) د انځورونو اداره د تبليغاتي اعلان نښلونکو د چمتو کولو او وېش مسئوليت لرونکې دولتې اداره وه. د متحده ايالاتو د اعلان نښلونکې د تبليغاتو او د برتانيې او نورو متحدينو د تبليغاتو تر منځ بنسټيز توپير دا و، چې د متحده ايالاتو اعلان نښلونکو په دندې، هېوادپالنې او دود دستور تمرکز درلود، په داسې حال کې چې د نورو هېوادونو تبلیغاتو د دوښمن لپاره د خلکو د کرکې په زياتولو تمرکز درلود. د متحده ايالاتو په اعلان نښلونکو کې کارول شوي مثبت پيغامونه د دې پر ځای چې دا باوري کړي چې راټولې شوې پيسې ضايع شوي نه دي، په کورني محاذ کې د توليد د زیاتولو لپاره کارول شوي وو. د متحده ايالاتو اعلان نښونکو ډېر کم د جګړې د تلفاتو انځورونه درلودل، ان د جګړې د ډګر انځورونه ډېر کم مشهور شول، د دې ځای سوداګريزو انځورونو ونيو، تر څو د جړګې لپاره د مصرف کونکو اړتيا پوره کړي.[۱۷][۱۸]

د جګړې اعلان نښلونکي د حکومت له خوا نه طرحه کېدل، بلکې د هغو هنرمندانو له خوا طرحه کېدل چې د خپل کار بدل کې يې مزد نه غوښت. دولتي ادارو د هنرمندانو لپاره د طرحو وړاندې کولو په موخه سيالۍ جوړې کړې، او دې له حکومت سره مرسته وکړه، چې د طرحو شمېر لوړ کړي، او دوی وکولای شي له هغې يې غوره کړي.[۱۹][۲۰]

اعلانول (اشتهار)[سمول]

شرکتونو د جګړې په ملاتړ کې اعلانونه کول. په دې سره د هغوی نومونه د ولسونو مخې ته راغلل، سره له دې چې دوی د خرڅلاو لپاره هيڅ محصولات نه درلودل، او دوی ته اجازه ورکړل شوې وه چې دا اشتهارات د سواګريزو مصارفو په توګه وکاروي. د جګړې د اعلاناتو شورا د دا ډول هڅو په څارنه کې مرسته وکړه. د موټرو جوړونکو او نورو توليدونکو چې د جګړې د هڅو لپاره يې بیا مجهز شول، د خپلو هڅو ښکاره کونکي اشتهارات خپاره کړل. نورو شرکتونو هم په يو نه يو ډول خپل محصولات له جګړې سره ونښلول. د بېلګې په ډول، Lucky Strike ادعا وکړه چې د دوی په بسته بندۍ کې له شين څخه په سپين رنګ بدلون د وسلو لپاره د برونز (ژړ فيلز) د ساتلو په موخه وه، او د پايلې په توګه، د دوی پلور تر اسمانه ورسېد. Coca-Cola او نورو نرمو مشروباتو جوړونکو، خپل محصولات داسې وښودل چې د دفاعي کارکونکو او د وسله والو پوځونو نورو غړیو له خوا څښل کېږي. نورو ډېرو سوداګريزو اعلاناتو هم د جګړې د پورونو د پاڼو پر رانيولو ټينګار وکړ.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د جګړې ډېرې هڅې د اشتهاراتو په مټ تعريف شوې وې، او له هېواده بهر وسله والو پوځونو هغه مجلې ډېرې خوښولې چې بشپړ اعلانات ولري، نه هغه چې نسخې يې کوچنۍ او اشتهارات نه لري.[۲۷]

مزاحيه کتابونه او کارتونونه[سمول]

لکه چې اوسمهال کېږي، د سرمقالې کارتون جوړونکي هڅه کوي چې په عامه رايه اغېز ولري. د بېلګې په ډول، «ډاکټر سيوس» په پرل هاربر له بريد مخکې د مداخلت پالنې ملاتړ کړی و. [۲۸]

مزاحيه کيسې (مسخره يي يا خندونکې)، لکه  د «Little Orphan Annie» او «Terry and the Pirates» په نومونو، په خپلو کيسو کې جګړه ييز موضوعات وړاندې کړل. ان له جګړې مخکې، ګډوډول او تخريب کول د تاوتریخوالي پر بنسټ جوړو کيسو کې عام محرکات وو. [۲۹][۳۰]

ډېر پیاوړي اتلان په امریکا او نورو سيمو کې د محوري ځواکونو د جاسوسانو يا فعاليتونو سره د مقابلې په حال کې ښودل شوي وو. يو مزاحيه کتاب چې يو پياوړی سړی پکې د المان په ختيځ ديوال د بريد کولو په حالت کې ښودل شوی و، د «Das Schwarze Korps» په یوه ګڼه کې تر نيوکې لاندې ونيول شو، کوم چې د SS اونيز اخبار و، د دې کتاب له امله يهودي توکمه پنځونکي «جيري سيګل» ته زیاته پاملرنه واوښته.[۳۱][۳۲]

په 1944ز کال کې، د «ايرني پايل» له ستاينې وروسته، د «بل مولډن» کارتونونه په امريکا کې په اتحاديه بدل کړای شول. د جګړې ادارې د دې هڅې ملاتړ وکړ، ځکه چې مولډن په خپلو کارتونونو کې د پوځي ژوند وېرونکې انځورګري کوله. د مولډن کارتونونو نه يوازې دا چې د ځکمنيو ځواکونو هڅې مشهورې کړې، بلکې دوی جګړه داسې کړه چې ترخه او سخته ښکاره شي، او په دې ډول يې له امريکايانو سره په دې قانع کولو کې مرسته وکړه، چې بريا به اسانه نه وي. په داسې حال کې چې د هغه کارتونونو ټولوژنې له منځه یوړې، د جګړې ستونزه يې د سرتېرو د ببرې بڼې، او خفه، لويدلو سترګو په انځورولو سره وښودله. دې کار د پوځيانو د ورځنيو تجربو د ستونزو په وړاندې کولو سره، له سرتېرو څخه په پرله پسې ملاتړ کې مرسته وکړه.[۳۳][۳۴][۳۵]

سرچينې[سمول]

  1. Inger L. Stole, ‘’Advertising at War: Business, Consumers, and Government in the 1940s’’ (University of Illinois Press; 2012)
  2. Maureen Honey, Creating Rosie the Riveter: Class, Gender and Propaganda during World War II, p 30, کينډۍ:ISBN
  3. Leila J. Rupp, Mobilizing Women for War, p 90, کينډۍ:ISBN
  4. William L. O'Neill, A Democracy At War: America's Fight At Home and Abroad in World War II, p 140 کينډۍ:ISBN
  5. Clayton Laurie, The Propaganda Warriors (University of Kansas Press)
  6. Allan Winkler, The Politics of Propaganda: Office of War Information, 1942-1945. (Yale University Press)
  7. Barbara Savage, Broadcasting Freedom (Duke University Press)
  8. Lee Kennett, For the Duration. . . : The United States Goes To War p 166 کينډۍ:ISBN
  9. William L. O'Neill, A Democracy At War: America's Fight At Home and Abroad in World War II, p 141 کينډۍ:ISBN
  10. Steven Casey, (2005), The Campaign to sell a harsh peace for Germany to the American public, 1944 - 1948, [online]. London: LSE Research Online. (Available online at eprints.lse.ac.uk) Originally published in History, 90 (297). pp. 62-92 (2005) Blackwell Publishing
  11. Terrence H. Witkowski "World War II Poster Campaigns: Preaching Frugality to American Consumers." Journal of Advertising, Vol 32 No 1 Page 72
  12. Robert Heide and John Gilman, Home Front America: Popular Culture of the World War II Era p 36 کينډۍ:ISBN کينډۍ:OCLC
  13. Terrence H. Witkowski "World War II Poster Campaigns: Preaching Frugality to American Consumers." Journal of Advertising, Vol 32 No 1 Page 72
  14. William L. Bird, JR. and Harry R. Rubenstein. Design for Victory: World War II Posters on the American Home Front. Princeton Architectural Press. New York, 1998. Page 12
  15. Robert Heide and John Gilman, Home Front America: Popular Culture of the World War II Era p 37 کينډۍ:ISBN کينډۍ:OCLC
  16. The Poster's Place in Wartime
  17. Thomas, Christopher C. "A Thousand Words: Themes and Trends in Home Front Posters" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. William L. Bird, JR. and Harry R. Rubenstein. Design for Victory: World War II Posters on the American Home Front. Princeton Architectural Press. New York, 1998. Page 48
  19. William L. Bird, JR. and Harry R. Rubenstein. Design for Victory: World War II Posters on the American Home Front. Princeton Architectural Press. New York, 1998. Page
  20. Thomas, Christopher C. "A Thousand Words: Themes and Trends in Home Front Posters" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. William L. O'Neill, A Democracy At War: America's Fight At Home and Abroad in World War II, p 253-4 کينډۍ:ISBN
  22. William L. O'Neill, A Democracy At War: America's Fight At Home and Abroad in World War II, p 254 کينډۍ:ISBN
  23. Robert Heide and John Gilman, Home Front America: Popular Culture of the World War II Era p 128 کينډۍ:ISBN کينډۍ:OCLC
  24. Robert Heide and John Gilman, Home Front America: Popular Culture of the World War II Era p 128-9 کينډۍ:ISBN کينډۍ:OCLC
  25. Robert Heide and John Gilman, Home Front America: Popular Culture of the World War II Era p 129 کينډۍ:ISBN کينډۍ:OCLC
  26. Robert Heide and John Gilman, Home Front America: Popular Culture of the World War II Era p 130 کينډۍ:ISBN کينډۍ:OCLC
  27. William L. O'Neill, A Democracy At War: America's Fight At Home and Abroad in World War II, p 255 کينډۍ:ISBN
  28. Richard H. Minear, Dr. Seuss Goes to War: The World War II Editorial Cartoons of Theodor Seuss Geisel (1999) p 16 کينډۍ:ISBN
  29. Robert Heide and John Gilman, Home Front America: Popular Culture of the World War II Era p 83 کينډۍ:ISBN کينډۍ:OCLC
  30. Lee Kennett, For the Duration. . . : The United States Goes To War p 6 کينډۍ:ISBN
  31. Robert Heide and John Gilman, Home Front America: Popular Culture of the World War II Era p 84 کينډۍ:ISBN کينډۍ:OCLC
  32. The SS and Superman
  33. Bill Mauldin, edited by Todd DePastino, Willie & Joe: The War Years p 13 کينډۍ:ISBN
  34. Bill Maudlin, edited by Todd DePastino, Willie & Joe: The War Years p 15 کينډۍ:ISBN
  35. Anthony Rhodes, Propaganda: The art of persuasion: World War II, p150 1976, Chelsea House Publishers, New York