د دوستۍ پل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د دوستۍ پل

د دوستۍ پل د افغانستان د کندوز ولايت شیرخان بندر د تاجکستان د ختلان نیژنی سیمې سره نښلوی. دا پل د ۳۷ میلونو ډالرو په لگښت د امریکا د متحدو ایالتونو په مالی بسپنه د یو ترکی شرکت لخوا په اتلسو میاشتو کې جوړ شوى دى. دا پل څه د پاسه ۶۵۰ متره اوږدوالې او ۱۲ متره سوروالى لری او په ورځ کې د ۱۰۰۰د لاریو د تگ راتگ وړتیا لری.

په ټولیزه توگه دا پل له څلورو اړخو خورا مهم شمیرل کیږی

  • ۱. د سوداگرۍ غوړیدل: د دې پل سره به د افغانستان او تاجیکستان تر منځ سوداگرۍ وغوړیږی او همدا ډول به په سیمه کې د سوداگرۍ کړۍ پراخه شی. د دوستۍ پل منځنۍ آسیا د سویلی آسیا سره نښلوی او دواړو سیمو ته دا شونتیا ورکوی، چې د یو بل بازارونو ته لاسرسۍ پیدا کړی. منځنی آسیا د غازو، برښنا او نفتو شتمنه سیمه گنل کیږی، چې د سویلی آسیا هیوادونه ورته خورا اړتیا لری او له بلې خوا د سویلی آسیا هیوادونه کولای شی د دې پل له لارې خپل سوداگریز توکی په آسانتیا سره د منځنۍ آسیا بازارونو ته صادر کړی.

د افغانستان او تاجکستان تر منځ د دې پل د جوړیدو دمخه سوداگرۍ د سیند له لارې په بیړیو تر سره کیده، چې د ژمنی ستونزو تر څنگ دا لاره ډیره ستونزمن او ټکنې وه او همدا لامل و، چې د کابل او د دوشنبې تر منځ سوداگرۍ هومره غوړیدلى نه وه. د دې مخکې هره ورځ د سوداگریزو توکو ۵۰ لارې د افغانستان او تاجکستان تر منځ د کشتۍ په وسیله تبادله کیږی، خو د دې پل سره به دا کچه ۱۰۰۰ لاریو ته ورسیږی.

  • ۲. د افغانستان د ترانزیتی ارزښت پیاوړتیا:د دې پل سره د افغانستان ترانزیتی ارزښت نور هم پیاوړى کیږی. له یوې خوا به افغانستان په خپله په آسانه توگه د منځنۍ آسیا بازارونو ته لاسرسۍ ولری او له بلې خوا به تر یوې کچې خپله اړتیا د پاکستان کراچۍ بندر ته د دې لارې څخه تلافی کړی. د منځنۍ آسیا سره د سوداگریزو اړیکو په موخه په ایران کې د چاه بهار بندر او په پاکستان کې د گوادر بندر جوړلو به د یوې خوا د دې پل سوداگریز اهمیت سیوا کړی او له بلې خوا به د افغانستان ترانزیتی ارزښت نور هم پیاوړى کړی. د ایران دولت اعلان کړى دى، چې د چاه بهار بندر څخه به د منځنۍ آسیا سره د سوداگریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره کار واخلی.
  • ۳. د نشه ایی توکو د ترافیک آسانه لاره: د افغانستان او تاجکستان گډه پوله د نشه ایی توکو د قاچاق اصلی لاره ده او له بلې خوا د دوستۍ پل د نړۍ د نشه ایی توکو د قاچاق پر سترې لارې ودان شوى دى. دا اندیښنه پیاوړى شوى چې داسی نه د دې پله سره د افغانستان او تاجکستان تر منځ د نشه ایی توکو قاچاق نور هم سیوا شی او د رسمی سوداگرۍ پر ځاى خیرنه "سوداگرۍ" وغوړیږی. د دې مخکې د نشه ایی توکو قاچاق د کوچنیو بیړیو په وسیله کیدو، چې د دې پل د جوړیدو سره به دا قاچاق نور هم آسانه شی او لا به زور واخلی.

د ملگرو ملتونو د وروستی رپوټ له مخې په افغانستان کې د تریاکو د محصولاتو کچه ۸۲۰۰ ټنو ته رسیدلې ده. په یو هیواد کې چې د نشه ایی توکو د کراو کلی کچه ورځ تر بلې لوړیږی، سوداگرۍ او ترافیک یې هم پرته له شکه لوړوالې مومی او تر ټولو آسانه او غوره لاره یې هم د دوستۍ پل گڼل کیدې شی.

  • ۴. د امریکا د استراتیژیکو گټو خوندیتوب: دا پل چې د امریکا د متحدو ایالتونو په ظْاهره د افغانستان او تاجکستان تر منځ د سوداگرۍ د غوړیدو په موخه جوړ کړى، په ورته وخت کې د امریکا د استراتیْژیکو موخو د خوندیتوب لپاره هم گټور دى. څه موده مخکې د امریکا د باندینو چارو وزارت مرستیال دانیل سولیوان په عشق آباد کې ویلی وو، چې دا پل به په سیمه ایزه سوداگرۍ کې د یو نوی عصر پیلونکى وی او د سیمې په اقتصادی یووالی او هوساینې کې به رغنده ونډه تر سره کړی. له همدې امله امریکایان دا پل د وریښمو د لرغونې لارې بیا موندل شوى کړۍ گڼی.

د امریکا متحده ایالتونه به له دې پله څخه خپلو ځواکونو ته د وسلې د لیږدولو لپاره هم کار واخلی او په ورته وخت کې به د دې هیوادونو د اقتصادی گټو په شریکولو سره به په راتلونکې کې د امریکایی پلوه دولتونو د مخالفینو د ځپلو لاره آسانه کړی.