د دواړونړیوالو جګړو تر منځ موده

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د شلمې پیړۍ په اوږدو کې دغه دوره د ۱۹۱۸ز کال د نومبر له ۱۱مې نه پیل او د۱۹۳۹ز کال د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې (۲۰ کاله، ۹ میاشتې او۲۱ ورځې) چې د لومړۍ نړیوالې جګړې پای او د دویمې نړیوالې جګړې پیل و، دوام وکړ. دغهدوره یو څه لنډه وه، خوله امله یې په ټوله نړۍ کې د پام وړ ټولنیز، سیاسي، او اقتصادي بدلونونه راغلل. د نفتي انرژۍ تولید او میکانیزه کول د شل کلنې سوکالۍ لامل او په ځانکړې توګه د منځنۍ طبقې لپاره د ټولنیز خوځښت او اقتصادي تحرک وخت یادېږي. پهپرمختللې نړۍ کې موټرونه، برېښنایي څراغونه، راډیو او نور د خلکو ترمنځ عام شول، خو دغه افراطي اقتصادي رونق ډېر ژر په یو ستر اقتصادي ناورین بدل شو، چې د نړۍ په کچه بې ساري اقتصادي ناورین بلل کېږي او د نړۍ ډېری لوی اقتصادونه یې سخت زیانمن کړل.

په سیاسي لحاظ دغه دوره د کمونیزم له راڅرګندېدو سره غبرګه وه، کمونیستي نظریه د لومړۍ نړیوالې جګړې په پای کې د اکتوبر له انقلاب نه او د روسیې له کورنۍ جګړې نه پیل او د فاشیزم له راڅرګندېدو سره په ځانګړی توګه په المان او ایټالیا کې پای ته ورسېده. چین له نیمې پېړۍ راهیسې بې ثباته و او د کومینتانګ او د کمونست ګوند تر منځ په خپل منځي جګړه کې ښکېل و. د برتانیې، فرانسې او نورو هېوادونو امپراتورۍ له ګواښونو سره مخامخ وې، ځکه چې په اروپا کې امپریالیزم ته په منفي بڼهلیدل کېده او په ډېری مستعمرو کې د خپلواکۍ غورځنګونه راڅرګند شول. د بېلګې په توګه: سویلي ایرلینډ له ډېرو جګړو وروسته خپلواک شو.

عثماني، اطریش- هنګري او جرمني سترواکۍ د متحدینو په ځانګړي ډول بریتانیې او فرانسې تر منځ تر وېشل کېدو وروسته ړنګې شوې. د روسیې سترواکې لوېدیځې برخې، استونیا، فنلینډ، لاتویا، لیتوانیا او پولنډ خپلواک هېوادونه شول او بیسارابیا (اوس مالدووا او د اوکراین ځینې برخې) له رومانیا سره یوځای کېدلغوره کړه.

روسي کمونستانو وکولای شول، چې د نورو ختیځ سلاویکي دولتونو، مرکزي اسیا او قفقاز کنټرول ترلاسه کړي، چې په دې سره شوروي اتحاد رامنځ ته شو. ایرلینډ له کورنۍ جګړې وروسته په خپلواکازاد دولت او د بریتانیا تر کنټرول لاندې شمالي ایرلینډ وېشل شوی و،ازاد ایرلنډ له هغو ایرلینډي جمهوریتونو سره په جګړو بوخت و چې د وېش مخالفت یې کاوه. په منځني ختیځ کې مصر او عراق خپلواکي ترلاسه کړه. د لوی اقتصادی ناورین په لړ کې، د لاتینې امریکا هېوادونو ډېری بهرني شرکتونه، چې زیات یې امریکایي وو، د دې لپاره ملي اعلان کړل چې خپل اقتصاد پیاوړی کړي. شورویان، جاپانیان، ایټالویان او المانیان هم خپلو ارمانونو ته چې د خپلو جغرافیو پراخول وو، ورسېدل.

په اروپا کې ګډوډي[سمول]

د ۱۹۱۸ز کال د نومبر په ۱۱مه د (Compiegne)له اوربند نه وروسته چې لومړۍ نړیواله جګړه پای ته ورسېده، خو د ۱۹۱۸-۱۹۲۴ز کلونو کې ځینې ګډوډۍ وې، ځکه په روسیه کې کورنۍ جګړه لا روانه وه او ختیځه اروپا د لومړۍ نړیوالې جګړې د ویجاړیو د جبران په لټه کې وه. د دغو ګډوډیو له امله نه یوازې د روسیې امپراتورۍ ړنګیدله، بلکې د المان،اطریش- هنګري او عثماني امپراتورۍ له منځه تلل هم شوني وو. په ختیځه اروپا کې ډېری نویو یا بیا رغول شویو هېوادونو شتون درلود، ځینې یې په اندازې کې کوچني و، لکه: لیتوانیا یا لاتویااو ځینې لوی لکه پولنډ او د سربانو سلطنت، کروات او سلووینیا. متحده ایالات د نړۍ په مالي چارو کې لاسبرې وه. هغه په دې ډول،چې المان نور نه شي کولی، بریتانیا، فرانسې او د انټینټ نورو پخوانیو غړو ته د جګړې جبران ورکړي، امریکایانو د Dawes پلان پلی کړ، وال سټریټ په المان کې ډېره پانګه اچونه وکړه تر څو المانان دغوهېوادونو ته خپل تاوان بېرته ورکړي، دا په دې شرط و، چې وروسته به المانان دغه جنګي پورونه واشنګټن ته په ډالرو ورکوي. د لسیزې په نیمایي کې سوکالي پراخه شوه، د لسیزې دویمه نیمایي د شلمې لسیزې په نوم پېژندل کېږي.[۱]

نړیوالې اړیکې[سمول]

د دواړو نړیوالو جنګونو ترمنځ دوره کې د داخلې ډیپلوماسۍ او نړیوالو اړیکو مهمې موخې د جګړې د وخت مسایلحل کول وو، لکه د المان له خوا د جګړې د تاوانونو بیا جبران او د سرحدونو ټاکل، د اروپا په مالي او بې وسلې کولو پروژو کې د امریکا ښکیلتیا، د ملتونو د لیګ هیلې او ناکامۍ،  له پخوانیو هېوادونو سره د نویو هېوادونو اړیکې، له پانګوالې نړۍ سره د شوروي اتحاد بې باوره اړیکې، د سولې او بې وسلې کولو هڅې، د ۱۹۲۹ز کال اقتصادي ناورین، د نړۍ د سوداګرۍ راپرځېدل، د ډیموکراټیکو رژیمونو ړنګیدل، په اقتصادي خپلواکۍ کې د هڅو وده، د چین په وړاندې د جاپان یرغل، د چین د ځمکې د زیاتې اندازې اشغال، او همدارنګه د شوروي اتحاد او جاپان ترمنځ سرحدي شخړې، چې د شوروي او جاپاني اشغال شوي منچورین پولې په اوږدو کې د ډیرړ جګړو لامل شوي، فاشيستي ډيپلوماسي، د موسوليني د ايټاليا او د هټلر د المان له خوا د تېري کوونکو اقداماتو په ګډون، د هسپانیې کورنۍ جګړه، د افریقا په سینګ کې د ابیسینیا (ایتوپیا) د ایټالیا یرغل او اشغال، د اطریش د الماني ژبي ملت په وړاندې د المان د پراختیایي حرکتونو راضي کول، په چکوسلواکیا کې د سوډټینلینډ په نوم د توکمیزو جرمنیانو لهخوا مېشته سیمه، د المان د راینلینډ سیمې غیر نظامي کول، او ددویمې نړیوالې جګړې د پېښېدو د اندېښنو له امله د بیا رغونې وروستي نا امید پړاوونه.[۲][۳]

بې وسلې کول د هېوادونو تر منځ خورا نامتو عامه تګلاره وه. په هر حال، د بریتانیې او متحده ایالاتو په مشرۍ د ملتونو لیګ په دې هڅه کې دېر لږ ونډه درلوده. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر چارلس ایوانز هیوز د ۱۹۲۱ز کال د واشنګټن سمندري غونډې مالې ملاتړوکړ ترڅو دا معلومه کړي، چې هر هېواد ته څومره د جنګي بېړیو د لرلو اجازه ورکړل شي. نوي تخصیصونه په حقیقت کې پلي شول او په ۱۹۲۰لسیزې کې هېڅ سمندري سیالۍ شتون نه درلود. برتانیې د ۱۹۲۷ز کال د جنیوا په سمندري غونډه او ​​د ۱۹۳۰ز کال په لندن غونډه کې مخکښ رول درلود، چې د لندن د سمندري تړون لامل شو، او په دې ډول یې د کښتیو په تخصیص کې کروزرونه او اوبتلونه هم اضافه کړل، خو د جاپان، جرمني، ايټاليا او شوروي اتحاد د دې کار نه  انکار د ۱۹۳۶ز کال د لندن د دویمې بې معنا سمندري تړون لامل شو. سمندري بې وسلې کول، له منځه ولاړل او دا موضوع د المان او جاپان په وړاندې د جګړې لپاره بيا د وسله وال کېدو لامل وګرځېد. [۴][۵]

لوی ناورین[سمول]

لوی ناورین نړیوال اقتصادي کړکېچ و چې له ۱۹۲۹ زکال وروسته پیل شو. د رامنځته کېدو مهال یې په هېوادونو کې توپیر درلود؛ په ګڼ شمېر هېوادونو کې دا په ۱۹۲۹ زکال کې پیل شو او د ۱۹۳۰مې لسیزې تر وروستیو یې دوام وموند. دا د شلمې پېړۍ تر ټولو اوږده، پیاوړې او پراخه ستونزه وه. دغه کړکېچ له متحده ایالاتو سرچینه واخیسته او هغه مهال چې د ۱۹۲۹ زکال د اکتوبر په ۲۹ مه (د تورې سې شنبې په نوم هم یادېږي) د ونډو بازار سقوط وکړ؛ دغه موضوع په نړیوال خبر واوښته. له ۱۹۲۹ زکال څخه تر ۱۹۳۲ زکال پورې د نړیوالو داخلي ناخالصو تولیداتو کچه نږدې ۱۵ سلنه راولوېده. [۶][۷][۸]

سرچينې[سمول]

  1. Schrader, Bärbel; Schebera, Jürgen (1988). The "Golden" Twenties: Art and Literature in the Weimar Republic. New Haven: Yale University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-300-04144-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Todd, Allan (2001). The Modern World. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 52–58. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-913425-1. مؤرشف من الأصل في ۲۲ نومبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Rich, Norman (2003). Great Power Diplomacy Since 1914. Boston: McGraw-Hill. د کتاب پاڼي 70–248. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-07-052266-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. O'Connor, Raymond G. (1958). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The "Yardstick" and Naval Disarmament in the 1920's"]. The Mississippi Valley Historical Review 45 (3): 441–463. doi:10.2307/1889320. 
  5. McKercher, B. J. C. (1993). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The politics of naval arms limitation in Britain in the 1920s"]. Diplomacy and Statecraft 4 (3): 35–59. doi:10.1080/09592299308405895. 
  6. (په 23 March 2008 باندې). Depression, You Say? Check Those Safety Nets.
  7. Garraty, John A. (1986). The Great Depression. San Diego: Harcourt Brace Jovanovich. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-15-136903-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 14 January 2015 باندې). Economic History Repeating.