د دریم چارلز او کامیلا د تاج په سرولو مراسم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د بریتانیا او نورو همګټو قلمرونو د پاچا او ملکې په توګه د دریم چارلز او کامیلا د تاج په سرولو مراسم د ۲۰۲۳ زکال د می میاشتې په ۶مه نېټه په ویسټ منېسټر کلیسا کې ترسره شول. چارلز د ۲۰۲۲ زکال د سپټمبر په اتمه د خپلې مور ملکې دویمې الیزابت له مړینې وروسته پاچاهۍ ته ورسېد.

دغه مراسم د انګلیکان د مننې د مراسمو (رباني عشا) په ترڅ کې ترسره شول. په دغو مراسمو کې لوړه کول، په سپېڅلو غوړو باندې مسح کول او د بریتانیا د سلطنتي جواهراتو ترلاسه کول شامل و چې د هغه په معنوي رول او دنیوي مسئولیتونو ټینګار لري. په دغو مراسمو کې چې د همګټو هېوادونو استازي په کې رابلل شوي د انګلستان د کلیسا استازو او د بریتانیا سلطنتي کورنۍ هغه ته د خپلې وفادارۍ څرګندويي وکړه. کامیلا بیا د لنډو او نسبتا ساده مراسمو په ترڅ کې تاج پر سر کړ. د مراسمو له پای وروسته د سلطنتي کورنۍ غړي د باکېنګهام ماڼۍ ته ولاړل او د ماڼۍ په مخه او شاته بالکنونو کې راڅرګند شول. دا ځل د تاج په سرولو مراسمو له پخوانیو مراسمو څخه توپیر درلود څو په سراسر بریتانیا کې د موجودو ادیانو، کلتورونو او بېلابېلو ټولنو استازولي وکړای شي؛ دغه مراسم په ۱۹۵۳ زکال کې د دویمې الیزابت د تاج په سرولو له مراسمو څخه لنډ و او همدارنګه په ټوله بریتانیا کې د دغو مراسمو د لیدو په موخه د تلویزیوني مخاطبینو شمېر تر ۲۰.۴ میلیونو تنو پورې رسېده.

د تاج په سر کولو دغه مراسم په بریتانیا کې له جشنونو او لاریونونو سره مل و؛ هغه نظر پوښتنې چې د ۲۰۲۳ زکال په اپرېل میاشت کې ترسره شوې څرګنده یې کړه چې د بریتانیا عام وګړي د دغه مراسمو د ترسره کولو او په هغو باندې د لګول کېدونکې بودیجې اړوند زړه نا زړه دي. په لمانځنه کې یې د مۍ په اوومه په سړکونو باندې میلې، دواطلبانه چارې، ځانګړي کلیسايي مراسم او همدارنګه په وینډوزر ماڼۍ کې کنسرت شامل و. د لندن او وینډوزر مراسمو ګڼ شمېر وګړي ځانته را جلب کړل، خو جمهوري غوښتونکو بیا ورباندې اعتراض وکړ. ۵۲ تنه اعتراض ته د اړوندو جرایمو په تور ونیول شول چې د بشري حقونو د څار ډلې نیوکې یې راوپارولې. په نورو همګټو قلمرونو کې هم غبرګونونه متفاوت و. په داسې حال کې چې په پریمانه کچه جشنونه ترسره شول، خو یو شمېر حکومتونو او بومي ډلو له فرصت څخه په ګټنې خپل جمهوري غوښتونکي احساسات څرګند کړل او د انتقالي عدالت غوښتنه یې وکړه.

د چارلز او کامیلا د تاج په سر کولو مراسم په ۲۱مه پېړۍ کې د بریتانیا لومړني د تاج په سر کولو مراسم او همدارنګه له ۱۰۶۶ زکال راوروسته په ویسټ منېسټر کلیسا کې د فاتح ویلیام د تاج په سر کولو له مراسمو را وروسته ۴۰م مراسم و چې ترسره شول. [۱]

میلمانه[سمول]

د تاج په سر کولو مراسم هغه دولتي مراسم و چې لګښت یې د بریتانیا د حکومت پر غاړه و او همدارنګه یې په هغو کې د بلل شوو میلمنو نوملړ تیار کړی و. په دغه مراسمو کې د نړۍ له ۲۰۳ هېوادونو څخه شاوخوا ۲۲۰۰ میلمانه رابلل شوي و. په دغو رابلل شوو کسانو کې د بریتانیا د سلطنتي کورنۍ غړي، د انګلستان د کلیسا او د بریتانیا د نورو مذهبي ټولنو استازي، د انګلستان او همګټو هېوادونو مخکښ سیاستوال او د نورو بهرنیو هېوادونو مشران شامل و. [۲][۳][۴]

په دغه مراسمو کې د بریتانوي سیاستوالو ګډون د ۱۹۵۳ زکال له مراسمو څخه په پام وړ کچه کم و؛ ځکه چې په هغو کې د لویې بریتانیا سترواکۍ ته د اړوند پارلمان ټولو غړو هم ونډه لرله. په مراسمو کې د ګډون بلنه د ټولنو او مرستندویه بنسټونو ۸۵۰ استازو ته لېږل شوې وه چې په دغو کې د بریتانیا د سترواکۍ د مډال ۴۵۰ ترلاسه کوونکي او همدارنګه ۴۰۰ تنه ځوانان شامل و چې له دې څخه نیمايي یې د بریتانیا د حکومت له خوا ټاکل شوي و. د ۱۱۸۹ زکال له دود څخه په پیروي د سینیک بندري ښارونو ۱۴ بارونان هم رابلل شوي و. په ویسټ منېسټر کلیسا کې د خوندیتوب مقرراتو د میلمنو شمېر محدود کړی و ځکه چې د تاج د په سر کولو د تېرو مراسمو پر خلاف په دغه ځای کې هېڅ موقتي اضافي ځایونه نه و جوړ شوي.[۵][۶][۷][۸]

رسنیز پوښښ او د هغو رتبه بندي[سمول]

بي بي سي د تاج په سر کولو د مراسمو د اونۍ د ورستیو ورځو د مراسمو د نشرولو په موخه د تلویزیوني خپرونو د جواز فیس له منځه یووړ څو هغوی وکولای شي د جواز له اخیستو پرته د مۍ په ۶مه د تاج په سر کولو مراسم او راتلونکې ورځ د هغو نور جشنونه له کومې ستونزې پرته نندارې ته وړاندې کړي. د کلتور، رسنیو او لوبو وزارت اعلان وکړ چې دغه مراسم به د هاید پارک، ګرین پارک او سنټ جیمز پارک په ګډون د بریتانیا په ۵۷ برخو کې د لویو سکرینونو پر مټ نندارې ته وړاندې شي. [۹]

د بریتانیا، اسټرالیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، نیوزلنډ او متحده ایالاتو رسنیو د تاج په سر کولو مراسم په ژوندۍ بڼه نشر کړل. ورته مهال په دغه هېوادونو کې ګڼ شمېر نشراتي بنسټونو د مراسمو د اونۍ د وروستیو ورځو غونډې او جشنونه تر پوښښ لاندې راوړل. [۱۰]

د تاج په سر کولو مراسم په بریتانیا کې د ۱۱ تلویزیوني چینلونو له لارې په منځنۍ کچه د ۱۸.۸ میلیون او په اکثریت کچه د ۲۰.۴ میلیون لیدونکو له خوا ولیدل شول او په دې سره دغه خپرونې تر نن پورې د دغه کال په تر ټولو ډیرو لیدل شوو خپرونو واوښتې. ورته مهال د دغو مراسمو د تلویزیوني نندارچیانو شمېر د ملکې دویمې الیزابت د جنازې د مراسمو د لیدونکو له شمېر کم و چې شمېر یې په منځنۍ کچه ۲۶.۲ میلیونو او په حد اکثر کچه ۲۹.۲ میلیون تنو ته رسېد. بي بي سي د تاج په سر کولو مراسم د بي بي سي ون (BBC One)، بي بي سي ټو (BBC Two) او بي بي سي نیوز چینلونو له خوا خپاره کړل چې لومړنیو دوو یې په اشاروي ژبه باندې د هغو توضېح هم لرله او د مخاطبینو شمېر یې په اکثریت کچه ۱۵.۵ میلیون تنو ته رسېد. آی ټي وي (ITV) شبکې بیا ۳.۶ میلیونه مخاطبین لرل چې ITV3 بیا له غرمې وړاندې ۱۰:۴۵ بجو څخه له غرمې وروسته یوې بجې پورې هغه په اشاروي ژبه وړاندې کړل؛ سربېره پر دې ۸۰۰ زره نورو کسانو دغه مراسم د سکای نیوز او سکای شوکېس تلویزیونونو له لارې تعقیب کړل. [۱۱]

له بریتانیا بهر دغه مراسم په اسټرالیا کې د ۳ میلیونو کسانو، په کاناډا کې د ۷.۶ میلیونو کسانو، په فرانسه کې د شاوخوا ۹ میلیونه کسانو، په جرمني کې د څه باندې ۴.۸ میلیونو کسانو او همدارنګه په متحده ایالاتو کې د ۱۲ میلیونو کسانو له خوا د تلویزیون په پردو ولیدل شول. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

غبرګونونه[سمول]

لاریونونه[سمول]

بریتانوۍ جمهوري غوښتونکې ډلې په لندن کې د تاج په سرکولو مراسمو باندې اعتراض وکړ. د دغې ډلې اجرایوي مشر ګراهام سمیت دغه مراسم «د قدرت او ارثي امتیاز جشن» وباله. د دغه سازمان د وړاندوینې پر بنسټ د مراسمو د ترسره کېدو په ورځ به د دوی له ۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ پلويان په ترافالګار څلور لارې کې چې په لندن کې د لاریون کوونکو اصلي ځای ګڼل کېږي لاریونونه وکړي او همدارنګه به له یو څخه تر دریو کسیزو کوچنۍ ډلې د مراسمو د لارې په اوږدو کې خپل اعتراضات څرګند کړي. د بي بي سي د راپور له مخې په دغه لاریون کې په سلګونو تنو ګډون وکړ. جمهوریت غوښتونکو له لاریون کوونکو وغوښتل چې د اعتراض پر مهال ژېړ رنګه جامې واغوندي. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د سکاټلنډ د خپلواکۍ پلوو او جمهوري غوښتونکو لاریونونه هم د مراسمو په ورځ په اډینبورګ او ګلاسکو کې ترسره شول.

د ولز جمهوري غوښتونکې ډلې سیمارو (Cymru Republic) هم د مۍ په ۶مه په کارډیف کې د آنورین بیوان له مجسمې څخه تر بوټې پارک (Bute Park) پورې لاریون وکړ چې د لاریون کوونکو شمېر یې شاوخوا ۳۰۰ تنو ته رسېد. [۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. "A history of coronations". www.westminster-abbey.org. Dean and Chapter of Westminster. 2023. مؤرشف من الأصل في ۱۵ مارچ ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 10 September 2022 باندې). King Charles III, the new monarch. BBC News.
  3. "More than 2,200 guests to attend King Charles's coronation at Westminster Abbey". Reuters. 1 May 2023. مؤرشف من الأصل في ۰۱ مې ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مې ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Syed, Armani (5 April 2023). "Everything to Know About King Charles III's Coronation". Time. مؤرشف من الأصل في ۱۷ اپرېل ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اپرېل ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Porterfield, Carlie (11 October 2022). "Charles III Announces May Coronation Date—Here's What To Expect". Forbes. مؤرشف من الأصل في ۲۴ فبروري ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Merrifield, David (18 May 2023). "Barons attend the coronation". www.ryenews.org.uk. Rye News. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Over 850 community and charity representatives invited to enjoy the Coronation service from Westminster Abbey". The Royal Family. 8 April 2023. مؤرشف من الأصل في ۱۶ اپرېل ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اپرېل ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Robinson, Matthew (14 April 2023). "King Charles's Coronation guest list: a who's who of everyone expected to attend". The Telegraph. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اپرېل ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اپرېل ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 21 April 2023 باندې). King Charles: Your essential guide to the Coronation weekend. BBC News.
  10. "The Coronation: a service of Holy Communion". The Church of England. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 22 April 2023 باندې). Coronation timetable: Your complete guide to the day. BBC News.
  12. Hockaday, James (5 May 2023). "Coronation procession route: Map and best viewing spots revealed". ca.news.yahoo.com. Yahoo! News. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جون ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Sandle, Paul; M, Muvija; Young, Sarah (6 May 2023). "King Charles' coronation draws tens of thousands braving rain to cheer monarch". www.reuters.com. Reuters. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جون ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Coronation Campers Brave Rain Warnings in London". www.yahoo.com. Yahoo!. 5 May 2023. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جون ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. https://twitter.com/DCMS/status/1654750339436888068?s=20. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  16. (په 14 April 2023 باندې). Most British people are not interested in King's coronation – poll. The Independent.
  17. "Coronation 2023: Attitudes towards the Royal Family". Ipsos. 5 May 2023. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "How much do you care about the forthcoming coronation of King Charles? | Daily Question". yougov.co.uk (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 18 April 2023 باندې). More than half of Britons think coronation shouldn't be publicly funded, new poll suggests.
  20. Singh, Bhawna (3 May 2023). "Australians have a positive opinion of King Charles III but interest in his coronation is modest". business.yougov.com. YouGov PLC. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مې ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Singh, Bhawna (3 May 2023). "Australians have a positive opinion of King Charles III but interest in his coronation is modest". business.yougov.com. YouGov PLC. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مې ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)