د خوړو او کرنې سازمان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

FAO یا دخوړو او کرنې نړیوال سازمان د ملگری ملتونه په چوکاټ‌کی کار کوی. او خپلو مبارزاتو ته د لوږی په برخه کی ادامه ورکوی. د خوړو نړیوال سازمان په پرمخ تللو او په پر مخ تلوونکو هیوادونو کی فعالیت لری. دا سازمان یوه ځیړنیزه،‌ علمی او معلوماتی بڼه هم لری. په پرمخ تلوونکو هیوادونو کی د کرنې ، ځنگلاتو او ماهی روزلو او ماهی نیولو په برخه مرستی کوی تر ځایی خلک وکولای شی چی په دخواړیزامنیت څخه برخوردار شی.

تاریخچه

د خوړو د نړیوال سازمان د جوړیدو نظریه د لمړی څل لپاره په ۱۹ او ۲۰ پیړۍ کی منځ ته راغلی ده. په کال ۱۹۰۵ کی د می او جون په میاشتو کی په روم د ایټالیا په مرکز یو کنفراس نیول کیږی چی د هغه په ترځ کی د کرنې نړیوال انستیتوت جوړیږی. ورسته د امریکا د متحده ایالاتو رییس جمهور فرانکلین روزولیت په ۱۹۴۳کال کی د ملل متحد څخه غواړی چی د خوړو او کرنې نړیوال کنفرانس جوړ کړی. پدی کنفرانس کی د ۴۴ هیوادنو څخه استازی راغونډ شول د می د ۱۸ څخه تر ۳ د جون پوری د امریکی په ویرجینیا کی میشته شول. بیا ورسته د یوی بلی غوڼدی په ترځ کی د کاناډا په کیبیک ښار کی د اکتوبر په ۱۶ په کال ۱۹۴۵ کی د خوړو د او کرنې د نړیوال سازمان منځ ته راغی.

تشکیلات

مالی حمایت

رهبری مدییت

موقعیت

فعالیتونه