د خلقت علم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د خلقت علم یا علمي خلقت پالنه د ځوانې ځمکې خلقت پالنې ته ورته علم دی چې د بایبل څخه د یو شمېر تحت الفظي او ناسمو تفاسیرو له مخې د علمي استدلالونو ادعا لري. دا ترډېره پورې د څرګندو عقایدو د ژبې پر بنسټ نه وړاندې کېږي، خو پر ځای یې د علمي نتایجو په بیاځلي تفسیر اتکا کوي څو دا استدلال وړاندې کړي چې د خلقت په کتاب او نورو بایبلي منتخبو قطعاتو کې موجودې افسانې له علمي پلوه معتبرې دي. د خلقت په کتاب کې د خلقت د علم په تر ټولو مخکښو نظریاتو کې د خلقت د روایت پر بنسټ ځانګړی خلقت او د یاد کتاب د سیل راتلو د روایت پر بنسټ د سیلونو راوتلو جیولوژي شاملېږي. خلقت پالونکي ادعا کوي چې کولای شي د خلقت له علم څخه په ګټنې د ځمک پوهنې، کاینات پوهنې، بیولوژیکي تکامل، لرغون پوهنې، تاریخ او ادبیاتو ګڼ شمېر علمي څېړنې، نظریات او پاراډایمونه رد یا او یا هم بېرته توضیح کړي. د خلقت علم د ځیرکې طراحۍ لپاره بنسټ اېښودونکی و. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د علمي ټولنې ټولیزه اجماع په دې ده چې د خلقت علم د تجربي ملاتړ د نه لرلو له امله، هېڅ ازمایښت وړ فرضیه نه وړاندې کوي او هڅه کوي چې طبیعي تاریخ په علمي بڼه د نه ازمایل کېدونو غیرطبیعي عواملو پر مټ توصیف کړي. په متحده ایالاتو کې محاکم د دې پوښتنې اړوند چې ایا دغه موضوع په دولتي ښوونځیو کې تدریس شي او که نه؛ له ۱۹۸۰مې لسیزې وروسته یې په دوامداره توګه دا حکم کړی چې د خلقت علم د علمي موضوع پر ځای دیني موضوع ده. تاریخ پوهان، د علومو فیلسوفان او شکاکان د خلقت علم د علمي حقایقو له مخې د بایبل د طراحۍ اړوند د  شبه علمي هڅې په توګه توصیف کوي. حرفوي ژوند پوهان بیا د خلقت علم د هغو د غیرعلمي والي او آن د یو نه ریښتوني او ناسم جوړښت په توګه چې ډیری مضرې روزنیزې پایلې لري؛ تر نیوکو لاندې نیسي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

باورونه او فعالیتونه[سمول]

دیني بنسټ[سمول]

د خلقت علم تر ډېره پورې د خلقت د کتاب د ۱- ۱۱ فصلونو پربنسټ دی. دا څرګندوي چې څه ډول خدای د بیان د قدرت پر مټ نړۍ («او خدای وویل، دا ځای دې روښانه شي» او نور) په شپږو ورځو کې جوړه کړه، ټول بوټي او حیوانات یې رامنځته کړل؛ لومړنی نارینه یې له خټې جوړ کړ او لومړنۍ ښځه یې د نارینه د یوې خوا له یوې پښتۍ جوړه کړه؛ یو نړیوال طوفان او سیل یوازې د نوح، د هغه د کورنۍ او ورسره د موجودو حیواناتو د بېلګو څخه پرته نوره ټوله نړۍ له منځه وړي او په دې سره نوح د نړۍ د ۷۰ «ملتونو» نیکه کېږي؛ دغه ملتونو یوځای ژوند کاوه تر چې د بابل برج پېښه رامنځته شوه او خدای هغوی سره متفرق کړل او هغوی ته یې بېلابېلې ژبې ورکړې. د خلقت علم هڅه کوي څو تاریخ او علم د بایبلي کرونولوژي پر بنسټ توضیح کړي، چې له مخې یې د خلقت لومړنی ګام شپږ زره کاله وړاندې بلل کېږي. [۲۰]

معاصر دیني تعلقات[سمول]

د خلقت د علم ډېری پلویان د بنسټ پالونکو او معاصریت پالونکو په بحث کې د لیبرال عیسویت د نقد پر خلاف د انجیلي مسیحي باورونو او د مقدس کتاب په متن کې د تېروتنو د نشتون اړوند بنسټ پالونکي باورنه لري. ورته مهال د اسلامي او یهودي علمي خلقت پالنې بېلګې هم شتون لري چې د هغو په دیني دوکتورینو کې د ثبت شوو مواردو سره مطابقت لري.[۲۱][۲۲]

د اوومې ورځې اډونټېست کلیسا (Seventh-day Adventist Church) د خلقت له علم څخه د ملاتړ مخینه لري. دا جورج مک کریډي پرایس ته اړوندېږي چې د اوومې ورځې اډونټېست فعال و او د سیلاب راوتو د جیولوژي لیدلوري ته یې وده ورکړه هغه چې د خلقت د علم په بنسټ کې ځای لري. دغه چارې ته د ځمک پوهنې څېړنیز انستیتیوت دوام ورکړ چې د اوومې ورځې اډونېټېست کلیسا ته اړوند و او په کالیفورنیا کې یې د لوما لینډا پوهنتون په اډانه کې موقعیت درلود. [۲۳][۲۴][۲۵]

د خلقت علم په عامه توګه د انګلستان د کلیسا او همدارنګه د روم د کاتولیکې کلیسا له خوا رد کېږي. ګریګوري پوهنتون (Pontifical Gregorian University) په رسمي توګه ځیرکه طراحي د علمي عناصرو له لرلو پرته «کلتوري ښکارنده» بولي. د انګلستان د کلیسا رسمي ویب پاڼه بیا په خپله مذهبي سیمه کې له خلکو سره د مرستې اړوند د داروین چارو ته نغوته کوي. [۲۶]

علمي لیدلوري[سمول]

د خلقت علم د ځمکې پر سر د ټولو ژوندیو موجوداتو تکامل او مشترک نزول رد کوي. پر ځای یې ادعا کوي چې د تکاملي ژوند پوهنې برخه خپله یو علم او یا آن یو دین ته ورته ده. خلقت پالونکي د بارامینولوژي سیسټم پر ځای استدلال کوي چې ژوندۍ نړۍ له ځانګړو نسلونو یا (بارامینونو) څخه رامنځته شوې. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

د خلقت علم د فاجعه پالنې د مفهوم په موخه د ځمکې فعلي ډولونه او د فوسیلي وېش اړوند بایبلي تفاسیر سره ترکیب کوي او له دوامداره فاجعه جوړونکو پېښو لکه د نړیوال سیلاب وتلو او ورپسې د یخبندان د عصر له رامنځته کېدو سره یې اړوند بولي. دغه چاره د معاصرې ځمکې پوهنې (په عامه بڼه د معاصر علم) د یکنواخت ګرايي (uniformitarianism) اصل رد کوي چې د ځمک پوهنې د تاریخ د تفسیر په موخه په ځمکه باندې د لیدل کېدونو شیانو اړوند د فزیکي او جیولوژیکي ورته قوانینو څخه ګټنه کوي.[۳۱][۳۲]

ځینې وختونه هم خلقت پالونکي په یو شمېر علمي مفاهیمو لکه د لوی انفجار په کیهاني موډل او یا هم د راډیو اکټیو خرابېدو پر بنسټ د علمي تاریخ ټاکنې پر مواردو برید کوي. د ځوانې ځمکې خلقت پالونکي د نړۍ د عمر او یا هم د ځمکې د عمر اړوند شته اټکلونه رد کوي او استدلال کوي چې د خلقت پالونکې کاینات پوهنې پر بنسټ د ځمکې عمر له هغې کچې څخه ډېر کم دی چې فزیکي کاینات پوهنه او یا یې هم د جیولوژي علم څرګندوي او په معمول ډول هغه له ۱۰۰۰۰ کلونو کم ښيي. [۳۳]

علمي ټولنه بیا په پرېکنده ډول د خلقت علم اړوند مطرح شوي نظریات د یو مشروع علم له پولې څخه د وتلو نظریاتو په توګه رد کوي. د علمي خلقت پالنې اساسي مقدمات هغه د یو علم په توګه رد کوي ځکه په هغو کې د اړوندو ټولو پوښتنو ځواب په داسې توګه ټاکل کېږي چې د بایبل له دوکتورینو سره مطابقت ولري او همدارنګه له دې امله دغه پوښتنې د داسې نظریاتو پر بنسټ رامنځته شوي چې د هغو ماهیت د تجربې پر بنسټ د ازمیښت وړ نه دی. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

پوهان همدارنګه په بیولوژیکي تکامل باندې د خلقت د علم نیوکې د علمي ارزښت نه لرونکې بولي. د علمي ټولنې نظریات په ۱۹۸۰مه لسیزه کې د محکمې په دوه پرېکړو کې ومنل شول چې د خلقت د علم څانګه یې د علمي څېړنیزې څانګې پر ځای د دیني څېړنو برخه بلله. [۳۸][۳۹]

تاریخچه[سمول]

د خلقت علم د ۱۹۶۰مې لسیزې پر مهال په متحده ایالاتو کې د بایبلي بشپړتیا د ثابتولو او د تکامل اړوند علمي شواهدو د باطل کولو په موخه رامنځته شو. له هغه مهال راهیسې یې په متحده ایالاتو کې ګڼ شمېر پیروان وموندل او د نړۍ په هر ګوټ کې د خلقت د علم څانګې جوړې شوې. د خلقت د علم اصلي ایډیا له هېڅ څخه په خلقت باور دی (creation ex nihilo)؛ په دې باور چې ځمکه په تېرو ۶۰۰۰- ۱۰۰۰۰ کلونو کې جوړه شوې؛ په دې باور چې انسانان او د ځمکې پر سر نور ژوندي موجوادات د توپیر لرونکو ثابتو «بارامینولوژیکي» نوعو په توګه خلق شوي دي او همدارنګه د «سیلاب په جیولوژي» باور دا چې د ځمک پوهنې په کنستنو کې ترلاسه کېدوني فوسیلونه د هغه فاجعه جوړونکي سیلاب له امله دي چې ټوله ځمکه یې غړقه کړې وه. په پایله کې خلقت پالونکي د ځمکې د عمر اړوند جیولوژیکي او ستورفزیکي اندازه ګیري د هغو له بنسټ سره چلینج کوي او باور لري چې دا ټول د خلقت د کتاب له څرګندونو سره مطابقت نه لري. د خلقت د علم پلویان تر ډېره پورې د تکامل نظریه د «داروینېزم» یا «دارویني تکامل» په توګه یادوي. [۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

د خلقت د علم اړوند متون او درسي پروګرامونه چې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۶۰مه لسیزه کې راڅرګند شول تر ډېره پورې یې په هغو مفاهیمو تمرکز درلود چې د مقدس کتاب له تحت الفظي تفسیر څخه ترلاسه کېدل او څرګند مذهبي ماهیت به یې درلود؛ تر ټولو مهمه یې هم د خلقت په کتاب کې د نوح(ع) د سیلاب کیسه ده او هغه یې د جیولوژیکي او فوسیلي شواهدو د توضیح لپاره کارولې ده. [۴۴][۴۵]

سرچينې[سمول]

  1. Numbers 2006, pp. 268–285
  2. Kehoe, Alice B. (1983), "The word of God", in Godfrey, Laurie R. (المحرر), Scientists Confront Creationism, New York: W. W. Norton & Company, د کتاب پاڼي 1–12, د کتاب نړيواله کره شمېره 9780393301540 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Montgomery, David R. (2012). The Rocks Don't Lie: A Geologist Investigates Noah's Flood. Norton. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780393082395. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Plavcan 2007, "The Invisible Bible: The Logic of Creation Science," p. 361. "Most creationists are simply people who choose to believe that God created the world – either as described in Scripture or through evolution. Creation Scientists, by contrast, strive to use legitimate scientific means both to disprove evolutionary theory and to prove the creation account as described in Scripture."
  5. Numbers 2006, pp. 271–274
  6. Harold, Francis B.; Eve, Raymond A. (1995). Cult Archaeology and Creationism. University of Iowa Press, Iowa City, Iowa. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780877455134. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Moshenska, Gabriel (November 2012). "The Oxford Companion to Archaeology". 1. Ed. Neil Asher Silberman. Oxford University Press. ISBN 9780199735785. 
  8. Pennock, Robert T. (2000). Tower of Babel: The Evidence against the New Creationism. Bradford Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780262661652. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Numbers 2006، صص. 375–376, 392–393.
  10. NAS 1999, p. R9
  11. "Edwards v. Aguillard: U.S. Supreme Court Decision". TalkOrigins Archive. Houston, TX: The TalkOrigins Foundation, Inc. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "A brief history of American pseudoscience". www.columbia.edu. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Ruse, Michael (1982). "Creation Science Is Not Science" (PDF). Science, Technology, & Human Values. 7 (40): 72–78. doi:10.1177/016224398200700313. S2CID 143503427. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Sarkar & Pfeifer 2006, p. 194
  15. Shermer 2002, p. 436
  16. Greener, M (December 2007). "Taking on creationism. Which arguments and evidence counter pseudoscience?". EMBO Rep. 8 (12): 1107–9. doi:10.1038/sj.embor.7401131. PMC 2267227. PMID 18059309. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Massimo Pigliucci; Maarten Boudry (16 August 2013). Philosophy of Pseudoscience: Reconsidering the Demarcation Problem. University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 139. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-05182-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Scott, Eugenie C.; Cole, Henry P. (1985). "The elusive basis of creation "science"". The Quarterly Review of Biology. 60 (1): 21–30. doi:10.1086/414171. S2CID 83584433. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Okasha 2002, p. 127, Okasha's full statement is that "virtually all professional biologists regard creation science as a sham – a dishonest and misguided attempt to promote religious beliefs under the guise of science, with extremely harmful educational consequences."
  20. Numbers, Ronald L. (1993). The creationists. Berkeley: University of California Press. د کتاب پاڼي 74–96. OCLC 28025595. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-520-08393-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Sayin, Ümit; Kence, Aykut (November–December 1999). "Islamic Scientific Creationism: A New Challenge in Turkey". Reports of the National Center for Science Education. 19 (6): 18–20, 25–29. ISSN 2158-818X. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Scott, Eugenie C. (1997). "Antievolutionism and Creationism in the United States" (PDF). Annual Review of Anthropology. 26: 263–289. doi:10.1146/annurev.anthro.26.1.263. ISSN 0084-6570. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۳ جون ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  23. Numbers 2006, pp. 88–119
  24. Numbers 2006, p. 268
  25. Numbers 2006, pp. 320–328
  26. (په February 11, 2009 باندې). The Vatican claims Darwin's theory of evolution is compatible with Christianity.کينډۍ:Cbignore
  27. "creationism". Encyclopædia Britannica Online. Chicago, Illinois: Encyclopædia Britannica, Inc.. 
  28. "Antidote to Superstition". Creation. 20 (2): 4. March 1998. ISSN 0819-1530. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Fair, Kenneth (September 20, 2003). "Wright v. Houston I.S.D.: U.S. District Court, Southern District of Texas". TalkOrigins Archive (Transcription). Houston, TX: The TalkOrigins Foundation, Inc. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Created Kinds (Baraminology)". Answers in Genesis. Hebron, KY: Answers In Genesis. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. See Ham 2006, Oard, Michael J. (November 22, 2007). "Where Does the Ice Age Fit?". Answers in Genesis. Hebron, KY: Answers In Genesis. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), and Ham, Ken; Sarfati, Jonathan; Wieland, Carl. Batten, Don (المحرر). "What about the Ice Age?". Answers in Genesis. Hebron, KY: Answers In Genesis. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ ډيسمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. NAS 1999
  33. Donald U. Wise (1998). "Creationism's Geologic Time Scale: Should the scientific community continue to fight rear-guard skirmishes with creationists, or insist that "young-earthers" defend their model in toto?". American Scientist. 86 (2): 160–173. doi:10.1511/1998.21.912. ISSN 0003-0996. JSTOR 27856982. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Edwards v. Aguillard: U.S. Supreme Court Decision". TalkOrigins Archive. Houston, TX: The TalkOrigins Foundation, Inc. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. NAS 1999, pp. 1–2
  36. Larson 2004, p. 258: "Virtually no secular scientists accepted the doctrines of creation science; but that did not deter creation scientists from advancing scientific arguments for their position." See Poling 2003, p. 28, and Martz, Larry; McDaniel, Ann (June 29, 1987). "Keeping God Out of the Classroom" (PDF). Newsweek: 23–24. ISSN 0028-9604. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۴. By one count there are some 700 scientists with respectable academic credentials (out of a total of 480,000 U.S. earth and life scientist) who give credence to creation-science, the general theory that complex life forms did not evolve but appeared 'abruptly.' الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Cornish-Bowden, Athel; Cárdenas, María (21 November 2007). "The threat from creationism to the rational teaching of biology". Biological Research. 40 (2): 113–122. doi:10.4067/s0716-97602007000200002. PMID 18064348. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Williams, James David (21 November 2007). "Creationist Teaching in School Science: A UK Perspective". Evolution: Education and Outreach. 1 (1): 87–95. doi:10.1007/s12052-007-0006-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Gieryn, Thomas F.; Bevins, George M.; Zehr, Stephen C. (June 1985). "Professionalization of American Scientists: Public Science in the Creation/ Evolution Trials". American Sociological Review. 50 (3): 392. doi:10.2307/2095548. JSTOR 2095548. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Larson 2004, pp. 255–256
  41. Numbers 2006, pp. 399–431
  42. کينډۍ:Ussc Case cited by Numbers 2006, p. 272 as "[o]ne of the most precise explications of creation science..."
  43. Larson 2004, pp. 255–256
  44. Numbers 2002
  45. Toumey 1994، ص. 38.