باور
باور عبارت له هغه لیدلوري څخه ده چې یو شی سهي دی یا د نړۍ په اړه ځینې وړاندیزونه ریښتیني دي. په معرفت پېژندنه کې، فیلسوفانو د «باور» اصطلاح د نړۍ په اړه د لیدلورو ته د اشارې لپاره کاروله چې هغه کېدای شي سم یا ناسم وي. پر یوه شي باندې باور لرل یعنې د هغه شي ریښتینی ګڼل. د بېلګې په توګه، که پر دې باور ولرو چې واوره سپینه ده نو دا خبره له دې حقیقت سره د پرتلې وړ ده چې وايي: «واوره سپینه ده». سره له دې هم، د یوه بارو لرل، فعاله انټروسپیک (درون نګري) ته اړتیا نه لري. د بېلګې په توګه، ډېر کم خلک په دقت سره پر دې فکر کوي چې سبا به لمر راوخېږي که نه، خو بیا هم دوی داسې انګیرې چې را و به خیږي. سربېره پر دې، دا اړینه نه ده چې زموږ بارونه دې هرومرو رښتیا شي (د بېلګې په توګه که چیرته یو سړی تل دا فکر کوي چې «واوره سپینه ده»)، بلکې کېدای شي دا یوه اختیاري خبره وي (د بېلګې په توګه که چېرته له چا څخه وپوښتل شي چې د واورې رنګ څه ډول ده نو هغه ښایي ووايي چې «واوره سپینه ده»).[۱][۲]
بېلابېلې لارې چارې شته چې معاصر فیلسوفان هڅه کوي تر څو باورونه تشرېح کړي، له هغې ډلې کولای شو (جیري فوډور)، (روډریک چیشولم) (ډانیل ډینیټ او ډونالډ دیویډسن) او یا هم (هیلاري پوتنوم) یاد کړو. ځینو هم هڅه کړې چې د باور په اړه زموږ مفکورې ته د پام وړ بیاکتنې وړاندې کړي، په شمول د عقیدې په اړه د لیرې کولو پوهان چې استدلال کوي چې په طبیعي نړۍ کې هیڅ داسې پیښه شتون نلري چې زموږ د عقیدې (پاول چرچلینډ) او رسمي ارواپوهنې پوهانو سره مطابقت ولري چې زموږ د عقیدې ځای نیسي. د باور دوه اړخیزه مفکوره ("یا موږ باور لرو یا باور نه لرو") د اعتبار د لا جواز لرونکي، احتمالي مفکورې سره ("د عقیدې د درجو ټول ډولونه شتون لري ، د باور او غیر تر مینځ ساده توپیر نه دی. - باور").[۳]
سرچينې او ياداښتونه
[سمول]- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).