Jump to content

د خلايي الوتنو تاريخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د «کوستنتين تسيولکوفسکي، رابرټ ايچ ګوډارډ او هرمن اوبرت» له نظري او عملي پرمختګونو نه وروسته خلايي الوتنې په شلمه پېړۍ کې پېل شوې. د پراخ مقياس توغنديو لومړي پروګرامونه، د ۹۱۲۰ز لسيزې په المان کې د «فريتز ون اوپل» او «ماکس والير» او بيا په نازي المان کې د «ورنر ون بروان» له خوا پيل شول. له جګړې وروسته په خلايي سيالۍ کې شوروي اتحاد مخکښ مقام تر لاسه کړ، مدار ته يې لومړۍ سپوږمکۍ، لومړی سړی او لومړۍ مېرمنه واستول. متحده ايالات د ۱۹۶۰ز لسيزې په منځ کې خپلو شوري سيالانوته ورسېد او په ۱۹۶۹ز کال کې يې په سپوږمۍ کې لومړی سړی ښکته کړ. په همدې موده کې فرانسه، انګلستان، جاپان او چين هم په يو وخت کې د زياتو محدودو وړتياوو پيلولو ته په وده ورکولو اخته وو. [۱][۲][۳][۴]

د خلايي سياليو له پای ته رسېدو وروسته، خلايي الوتنې د زياتې نړيوالې همکارۍ، د ځمکې ښکته مدار ته په ارازانه د لاسرسی او د سوداګريزو پانګونو خاصيت لرونکې شوې. د سيارو تر منځ تلونکو روباتونو د لمريز نظام له ټولو سيارو نه لیدنه وکړه، د Mir او ISS په څېر خلايي مرکزونو کې انسانان د اوږدې مودې لپاره په مدار کې پاتې شول. په نژدې ماضي کې، چين د درېیم هغه هېواد په څېر راڅرګند شو چې کولای شي په يواځې ځان له انساني عملیې سره د ماموریتونو استولو وړتيا  ولري، په داسې حال کې چې د سوداګريزې برخې کارکوونکو د دویم ځل لپاره کارېدونکي بوسټرونه او الوتکې جوړې کړي، کوم چې د هوا په مټ تلونکو مرکزونو نه په کار اچول شوي دي.

په ۲۰۲۰ز کال کې، SpaceX لومړي هغه سوداګريز فعال و، چا چې په برياليتوب سره د انساني عملي ماموريت نړیوال مرکز ته واستاوه، د دې ماموريت نوم « Crew Dragon Demo-2» دی، د کوم نوم چې د سازمان له خوا بدلون مومي.

مخینه(شالید)

[سمول]

د شلمې پېړۍ په پيل سره، د سيارو تر منځ د سفر د ساينسي څېړنو يوه څپه راپورته شوه، دوی د ليکوالانو له خوا له خيالي ليکنو نه الهام اخستی و، لکه د «جوليس ورن» (From the Earth to the Moon, Around the Moon/ له ځمکې نه سپوږمۍ ته، د سپوږمۍ په شا او خوا کې) او د «ايچ.جی. ويلز» (The First Men in the Moon, The War of the Worlds/په سپوږمۍ کې لومړی سړی، د نړيو جګړه). د خلايي الوتنې لومړی رښتینی وړانديز کنستانتين تسيولکوفسکي ته رسېږي.  د هغه تر ټولو مشهور اثر« Исследование мировых пространств реактивными приборами» (د غبرګوني وسايلو په مټ د فضايي کايناتو څېړنه) و، دا اثر په ۱۹۰۳ز کال کې خپور شوی وی، خو دا نظرياتي اثر له روسيې بهر په پراخه کچه اغېزناک نه و.

په ۱۹۱۹ز کال کې د «سختو لوړو ته د رسېدو لارې چارې» په نامه د «رابرټ ايچ.ګوډارډ» د مقالې په خپرېدو سره خلايي الوتنو ته د يوې انجنيرۍ شونتيا ورکړه، چېرې چې د مايعو تيلو په توغنديو د «ډي ناول نوزل» (په ماشينونو کې کارېدونکې يوه ميخانيکي پرزه ده) په کارولو سره د سيارو تر منځ د سفر شوني کولو لپاره پوره ځواک ورکړل شوی و. دې ليکنې په «هرمن اوبرټ» او «ورنر وون براون» باندې ستر اغېز پرېښود، څوک چې په راتلونکي کې د خلايي الوتنې مهم لوبغاړي شول.[۵]

«فريتز ون اوپل» د بېړيو د مخکې وړلو لپاره د وسيلې په توګه د توغنديو د مشهورولو په برخه کې د پام وړ ونډه لري. په ۱۹۲۰ز لسيزه کې، هغه د «Verein für Raumschiffahrt» د شريک بنسټ اېښودونکي «ماکس ويلر» سره په ګډه د راکټ (توغندي) لومړی پروګرام پيل کړ، چې نوم يې و «Opel-RAK»، کوم چې د موټرو، اورګاډي، او نقليه وسايطو او د ۱۹۲۹ز کال د سپتمبر په مياشت کې د لومړۍ هغې الوتنې لپاره چې انسان په کې و او د راکټ په مټ وړل کېده، د چټکتيا تاريخونه جوړ کړل. له دې څو مياشتې مخکې، په ۱۹۲۸ز کال کې، د «Opel RAK2» په نامه د توغندي په ځواک چلېدونکې د هغه يوه بېلګه، خپله د وان اپل په واسطه د برلن په AVUS د چټکتيا په لاره په يو ساعت کې دوه سوه او اته دېرش کيلو متر ریکارټ چټکتيا ته ورسېده، کومه چې درې زره ليدونکو او نړيوالو رسنيو وليده، د دوی په منځ کې «فريټز لانګ» هم و، څوک چې د «Metropolis and Woman in the Moon» په نامه فلم، د سوک وهنې د نړیوال اتل «Max Schmeling» او ګڼو نورو نندارو او سوداګريزو څېرو لارښود و. د RAK3 او په يو ساعت کې د ۲۶۵ کيلومتره رفتار تر ټولو زياتې چټکتيا د اورګاډو نړيوال ريکارډ جوړ شو. له دې برياوو وروسته،«ون اپل» د Opel RAK.1 په کارولو سره د کارټ په ځواک تلونکې لومړۍ دولتي الوتنه پورته کړه، کوم چې «جوليس هيټري» جوړه کړې وه. د متحده ايالاتو «UNIVERSAL Newsreel» په ګډون نړيوالو رسنیو د دې هڅو راپورونه خپاره کړل، د هغه دا هڅې د « Rocket Rumble» يا « Raketen-Rummel» په نامه په نړيواله کچه ولسي هيجان راوپاراوه، په ځانګړي ډول په المان کې، چېرې چې د نورو تر څنګ «ورنر وان بروان» ډېر اغېزناک و. د ستر رکود له امله د « Opel-RAK» پروګرام پای ته ورساوه، خو «ماکس ويلير» خپلو هڅو ته دوام ورکړ. له جامدو سون توکو نه مايعو سون توکو توغنديو ته له اوښتو وروسته، د يو ازمېښت پر مهال هغه مړ شو، هغه د فضايي سپيده چاود (سپین سبا) لومړی قرباني بلل کېږي.[۶][۷][۸][۹][۱۰]

د جامدو سون توکو د توغنديو د خاميو له ارزونې او پرې له پوهېدو وروسته، د « Opel RAK» د مايعو سون توکو د بېړيو د چلونو لور ته متوجه شو، د ۱۹۲۰ز لسيزې په وروستیو کې يې دا توغندي په «Rüsselsheim »  کې جوړ او و ازمايل. د ماکس ويلير د وينا له مخې:  چا چې د «Opel RAK » د توغندي طرحه جوړه کړې وه، د ۱۹۲۹ ز کال د اپريل په لسمه او د اپريل په دوولسمه نېټه «فردريش ویلهلم ساندر» د مايعو سون توکو دوه توغندي په «Rüsselsheim» له «Opel Rennbahn» نه وتوغول. د «Opel RAK» دا راکټونه، په تاریخ کې لومړي اروپايي او له ګډارډ نه وروسته په نړۍ کې دويم، د مايعو سون توکو توغندي وو. ويلير په خپل کتاب «Raketenfahrt» کې ويلي دي چې: د دې راکټونو د قطر اندازه يو وېشت سانتي متره وه، پلنوالی يې څلور اويا سانتي متره و، د وزن خالي برخه يې اووه کيلو ګرامه او د سون توکو برخه يې شپاړس کيلو وه. د توغول کېدو تر ټولو زيات فشار يا ځواک يې له پنځه څلوېښت نه تر پنځوس «کيلو پيون» و، د سوځېدو ټوله موده يې يو سل او دوه دېرش ثانيې و. دا ځانګړتياوې د ګاز د فشار د پمپ کولو ښودنه کوي. لومړی توغندی دومره ژر لوړ شو، چې د ساندر له نظره ووت. دوه ورځې وروسته دويم واحد د تګ لپاره چمتو و، سانډر په توغندي پورې څلور زره متره اوږد پړی غوټه کړ. د دوه زره متره پړي له پرانيستلو وروسته، دا ليکه ماته شوه او دا راکټ هم په سيمه کې ورک شو، شونې ده چې د Opel له ميدان سره نژدې په Rüsselsheim کې د منډې له ځای «Rennbahn» سره و. د دې ازموينو اصلي موخه، له انګليسي کانال نه د تېرېدو په موخه د الوتکې لپاره د شړلو د نظام جوړول و. له دې پرته، د خلايي الوتنو تاريخ پوه «فرينک ايچ ونټر»، څوک چې په واشنګټن ډي سي کې د هوا او فضا ملي موزيم مسئول و، تايیدوي چې: اپل ډلې کار کاوه، د دوی د جامدو سون توکو له راکټونو پرته، کوم چې د ځمکمنۍ چټکتيا د ريکارډ او د نړۍ په کچه د لومړي انسان وړونکي راکټ هوايي بېړۍ د الوتنو لپاره کارول کېدل، د مايعو سون توکو (SPACEFLIGHT, Vol. 21,2,، فبروري. ۱۹۷۹ز) دا وو: د ۱۹۲۹ز کال د سپتمبر په دېرشمه نېټه، نيويارک ټايمز ته په يوه ځانګړي ليک کې، «فرټز ون اپل» په حواله روايت شوی، چې هغه ويلي: «زه او سانډر اوس غواړو چې د مايعو سون توکو توغندي له لابراتوار نه عملي کارولو ته ولېږدوو. د مايعو سون توکو په توغنديو سره، زه هيله لرم چې لومړی سړی به له انګريزي کانال نه هاخوا والوزي. تر هغه وخته به ارام ونه کړم، تر څو مې تر سره کړې نه وي». «ډويچر» موزيم ته د RAK 2 د نسخې د سپارلو پر مهال په وينا کې ون اپل، د اپل د يو انجنير «جوزف شيبرګر» يادونه هم، د يو مهم ملګري په توګه وکړه. ون اپل وويل:«د سينډر په څېر، د هغه اړیکه هم زموږ له کوچنۍ پټې ډلې سره و، د کوم يوه  چې کار دا و، چې ټول چمتووالي زما له پلار نه پټ وساتي، ځکه چې د هغه پلرني درک، هغه دې باور ته رسولی و چې، زه د توغندیو د څېړونکي پر ځای، د يو ډېر غوره څه لپاره جوړ شوی يم.[۱۱]

سرچینې

[سمول]
  1. https://www.airforcemag.com/article/0904rocket/ article by Walter J. Boyne in Air Force Magazine, September 1, 2004
  2. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  3. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  4. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  5. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  6. https://www.airforcemag.com/article/0904rocket/ article by Walter J. Boyne in Air Force Magazine, September 1, 2004
  7. "Das RAK-Protokoll", a 25 minutes documentary on the Opel-RAK program https://opel-tv-footage.com/v/The%20RAK%20Protocoll?p=4&c=86&l=1
  8. https://www.opelpost.com/05/2018/opel-sounds-in-the-era-of-rockets/
  9. "Das RAK-Protokoll", a 25 minutes documentary on the Opel RAK program https://opel-tv-footage.com/v/The%20RAK%20Protocoll?p=4&c=86&l=1
  10. https://www.airspacemag.com/daily-planet/century-elon-musk-there-was-fritz-von-opel-180977634/ article by Frank H. Winter in Air&Space, April 30, 2021
  11. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).