د خدای شتون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د خدای شتون (یا د خدایانو شتون) د «دین فلسفې» او د «وګړنیز هڅوب» په بحثونو کې یوه ستره سکالو ده. د خدای یا خدایانو د شتون په هکله د موافقو او مخالفو استدلالونو پراخه ټولګه کېدای شي پر مېتافزیکي، منطقي، تجربي، ذهني یا علمي ډلو باندې ووېشل شي. په فلسفي برخه کې، د خدای یا خدایانو د شتون مسأله کې د پوهنپوهنې (د پوهې ماهیت او ډګر) او وجود‌پوهنې (د وجود، شتون، یا واقعیت د ماهیت مطالعه) او د ارزښت تیوري (چې د خدای په ځینو تعریفونو کې، «کمال» شامل دی) ښکېل دي.

د خدای یا خدایانو د شتون په هکله فلسفي بحث په لوېدیځ دود کې له افلاطون او ارسطو څخه پیلېږي؛ هغو ځیني استدلالونه وړاندې کړل چې دم‌مهال کیهان‌پوهنیز ګڼل کېږي. د خدای یا خدایانو د شتون په هکله نور استدلالونه د نورو فیلسوفانو له‌خوا هم وړاندې شوي دي؛ د بېلګې په توګه: سېنت انسلم، چې د وجودپوهنې په هکله د لومړني استدلال جوړښت رامنځ‌ته کړ؛ ابن‌رُشد او ټوماس آکوینس، چې خپل اړوند کیهان‌پوهنیز استدلالونو نسخې یې وړاندې کړې (په ترتیب سره «کلامي استدلال» او د پنځه‌ګونو استدلالونو «لومړی استدلال»)؛ رِنِه ډیکارت، چې ویل یې د حسي شواهدو د ارزښت موندلو لپاره د یوه خیراندېشه خدای یا خدایانو شتون، په منطقي توګه اړین دی. جان کالوین د یوه الوهیت حس لپاره ادعا وکړه، چې د هغه په اند، هر انسان ته د خدای د شتون په هکله پوهه وربخښي. اتیستانو د خدای یا خدایانو د شتون پر خلاف ادعاوې وکړې او د شتون په هکله یې، وړاندې شوي استدلالونه نابشپړ، ناسم، له حده زیات مهم ښودل شوي وګڼل، په داسې حال کې چې ځیني ادیان (لکه جینیزم) د خالق خدای د شتون امکان رد کړ. د هغو فیلسوفان له جملې څخه، چې د خدای د شتون پر خلاف یې ادعاوې کړې دي، کېدای شي فریدریک نېتشي او برتراند رسل ته اشاره وکړو.

فلسفي سکالوګانې[سمول]

د ماورای طبیعي مسأله[سمول]

یو له هغو مسایلو څخه چې د خدای د شتون په هکله پوښتنې سره یوځای مطرح کېږي، دا ده چې دودیزې عقیدې، په ټولیزه توګه، بېلابېل ماورای طبیعي قدرتونه خدای ته منسوبوي. ماورای طبیعي موجودات کیدای شي خپل ځانونه د خپلو موخو لپاره پټ او ښکاره کړي، د بېلګې په توګه، د باوسیس او فیلمون په افسانه کې. سربېره پر دې، د خدای په هکله جاجونو له‌مخې، خدای د طبیعي نظم یوه برخه نه‌ده، بلکې د طبیعت او علمي قوانینو ستر خالق دی. له‌دې امله، په ارسطویي فلسفه کې، خدای د علمي پایلو د ملاتړ لپاره، د توضیحي جوړښت د یوې برخې په توګه انګېرل کېږي او خدای هر هغه قدرت چې لري، په دقیق بیان سره، طبیعي نظم پورې اړوند دی، چې د طبیعت د خلقت په توګه د خدای له منزلت څخه څخه سرچینه نیسي (د لا زیاتو معلوماتو لپاره «مونادولوجي» ته مراجعه وکړئ).

د کارل پاپر د ساینس په فلسفه کې، باور پر دې دی چې ماورای طبیعي خدای د علمي تحقیقاتو له طبیعي ډګر څخه بهر دی، ځکه چې ټولې علمي فرضیې باید په طبیعي نړۍ کې ابطال‌منونکې وي. د ستېفن جې ګولډ له‌خوا «non-overlapping magisteria» وړاندې شوي نظر کې هم باور پر دې دی چې د خدای شتون (یا کومه بله ځانګړتیا) د ساینسي له دنني یا بهرني ډګر څخه وتلې خبره ده.

ساینس‌پوهان علمي میتودونه تعقیبوي، چېرې چې د هغو په ترڅ کې تیوري‌ګانې د فزیکي تجربې له‌خوا د تایید وړ وي. د خدای په هکله ډېري ستر جاجونه، په څرګنده او اغېزمنه توګه داسې یو موجود مطرح کوي چې شتون یې نه د اثبات او نه د رد له لارې د ازمایښت وړ دی. نو له‌دې امله، کېدای شي د خدای شتون، د تعریف له اړخه، د نومهال ساینس له پولو څخه وتلې مسأله وي. کاتولیکه کلیسا پر دې باور ده چې د خدای د شتون په هکله پوهه «د بشري عقل طبیعي نور» دی. ایمان‌پالونکي عقیده لري چې امکان لري د خدای شتون د اثبات یا رد وړ نه‌وي، خو په یقین سره چې د خدای شتون پر ایمان باندې ولاړ دی.[۱][۲][۳]

سرچینې[سمول]

  1. Spitzer, Robert J., 1952- (2010). New proofs for the existence of God : contributions of contemporary physics and philosophy. Grand Rapids, Mich.: William B. Eerdmans Pub. د کتاب پاڼې 73. OCLC 466359148. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8028-6383-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  2. Stenger, Victor J., 1935-2014. (2007). God : the failed hypothesis : how science shows that God does not exist. Amherst, N.Y.: Prometheus Books. د کتاب پاڼې 43. OCLC 72988016. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59102-481-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  3. Catechism of the Catholic Church, Paragraph 47; cf. Canons of the First Vatican Council, 2:2.