د خبریالۍ په ډګر کې ښځې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د خبریالۍ په ډګر کې ښځې له هغې ډلې کسانو څخه دي چې په رسنیزو چارو کې برخه اخلي. وروسته له هغه چې خبریالي په یوه مسلک واوښته، د ښځو پر وړاندې د یو شمېر دودونو له امله رسنیزو دندو ته د لاسرسي په برخه کې محدودیتونه رامنځته شول او د دغه مسلک اړوند له پام وړ تبعیض سره مخ شوې. له دې سره بیا هم ښځو وکولای شول په یو شمېر هېوادونو کې له ۱۸۹۰مې لسیزې وړاندې او آن په ۱۸مه پېړۍ کې د مدیر مسئولینو، خبریالانو او ورزشي تحلیل کوونکو په توګه دندې ترسره کړي.[۱]

اوس مهال د خبریالۍ په ډګر کې د ښځو ونډه[سمول]

په ۲۰۱۷ زکال کې یو شمېر مخکښې ښځینه ژورنالېستانې د #زه هم (#MeToo) له خوځښت یا مبارزې سره مل شوې څو په خپلو کاري چاپېریالونو کې د جنسي ځورونې راپورونه ورکړي.[۲]

په ۲۰۱۸ زکال کې د خبریالۍ په ډګر کې د ښځو لپاره د ائتلاف (The Coalition For Women In Journalism) په نامه نړیوال ملاتړیز سازمان په بېلابېلو هېوادونو کې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې ستونزو ته د رسېدګۍ په موخه رامنځته شو. د دغه ائتلاف د بنسټګرې پاکستانۍ خبریالې کرن نازش په خبره، «په سنتي بڼه ښځینه خبریالانې دغه کار په یوازې توګه ترسره کوي، خو داسې یو بنسټیز کار ته اړتیا لري چې له هغوی سره د هغوی په مسلکي چارو کې مرسته وکړي». هغې د یوې مرکې په ترڅ کې وویل چې «دا له دې امله نه ده چې ښځې په دغه برخه کې په کافي کچه شتون نه لري او یا یې هم استعداد نه لري، بلکې یوازې له دې امله ده چې دوی اړتیا لري له یوبل سره مرسته وکړي. له همدې امله ده موږ غواړو په دغه مسلک کې د بوختو ټولو کسانو څخه زیات ملاتړ ترلاسه کړو».

د څېړنیزې خبریالې او همدارنګه د ښځو رسنیز مرکز ته اړوند د کلابندو ښځو د پروګرام (Women Under Siege program) د مشرې لورن وولف په خبره، ښځینه خبریالانې د خپلو نارینه همکارانو په پرتله له یو لړ ځانګړو ګواښونو سره مخ دي او تر ډېره د دندې پر مهال په آنلاین بڼه ځورونه یا جنسي تاوتریخوالی تجربه کوي.[۳]

د هغه راپور پر بنسټ چې د ۲۰۱۷ زکال د ډسمبر په ۲۰مه د خبریالانو څخه د ملاتړ کمېټې خپور کړ، په ۲۰۱۷ زکال کې په نړیواله کچه ۴۲ خبریالان د خپلو دندو له امله وژل شوي و چې د دغو وژل شوو خبریالانو ۸۱ سلنه برخه نارینه خبریالان و. دغه کچه د نارینه خبریالانو د وژنې له هغې اوسط ۹۳ سلنه تاریخي کچې ډېره لږ کمه وه چې په یو کال کې د خپلو رسنیزو چارو له امله وژل شوي و، د انټرسېپټ خبري ویب پاڼې د تحلیل له مخې دغه کمښت په ډېر احتمال سره له دې امله و چې ښځینه خبریالانې تر ډېره پورې ګواښمنو ځایونو ته د دندې لپاره لېږل کېږي. [۴]

تر ۲۰۱۹ زکال پورې د خبریالۍ په ډګر کې د جنسیتي تعادل نشتوالي او همدارنګه په لوړو ځایګیو کې د ښځو نشتون دوام درلود. په ۲۰۱۹ زکال کې په بریتانیا کې د خبریالۍ د جوایزو د ویش پر مهال د دغو جوایزو د ترلاسه کوونکو په کتار کې د ښځو لږ شتون یو لړ ناندرۍ راوپارولې چې له امله یې لاریون رامنځته او بالاخره د ورډز بای وومن (Words By Women Awards) تر عنوان لاندې د جوایزو د ویش پروګرام بېرته پیل شو.

خوندیتوب[سمول]

د خبریالانو خوندیتوب له فزیکي یا اخلاقي ګواښونو پرته د اطلاعاتو د ترلاسه کولو، تولید او شریکولو په برخه کې د خبریالانو او رسنیزو متخصصینو وړتیا ته ویل کېږي. له دې سره ښځینه خبریالانې له مخ پر زیاتوالي ګواښونو لکه د جنسي تېریو له ګواښ سره مخ دي، «دا که د هغوی د چارو په غبرګون کې د موخه ییز جنسي تېري په ډول وي؛ د هغو خبریالانو پر وړاندې د کوڅه ډبو له خوا وي چې عمومي پېښې تر رسنیز پوښښ لاندې راولي یا هم په بند کې د بندي خبریالانو جنسي ځورونه وي. د ګڼ شمېردغه ډول جنایتونو راپورونه په پیاوړې کچه د کلتوري یا مسلکي ننګ ګڼلو له امله نه ورکول کېږي».[۵][۶]

ګواښونه[سمول]

ښځینه خبریالانې که چېرې هغوی په یو ناخوندي چاپېریال او یا هم دخبر په خونې کې کار کوي د فزیکي تاوتریخوالي، جنسي ځورونې، جنسي تېري او آن د وژنې له ګواښ سره مخ دي. دوی نه یوازې د هغو کسانو له خوا له ګواښ سره مخ دي چې هڅه کوي ورته د اړوندو موضوعاتو له رسنیز پوښښ مخه ونیسي بلکې د خبر ورکوونکو سرچینو، همکارانو او نورو له اړخه هم زیان منونکې دي. په ۲۰۱۴ زکال کې یوې نړیوالې نظر پوښتنې چې دخبري خوندیتوب د نړیوال انستیتیوت (INSI) له خوا د یونسکو په ملاتړ او د ښځو د رسنیز نړیوال بنسټ (IWMF) په همکارۍ ترسره شوه، وښووله چې یو په دریمه برخه ګډون کوونکو په کاري چاپېریال کې د ځورونې، ګواښنې یا ناوړه ګټنې تجربه لرله.[۷][۸]

د یونسکو د سازمان عمومي مشر له ۲۰۱۲ زکال څخه تر ۲۰۱۶ زکال پورې مهالیزه دوره کې د ۳۸ ښځینه خبریالانو وژنه غندلې، چې دغه کچه د وژل شویو ټولو خبریالانو ۷ سلنه برخه جوړوي. د ښځینه وژل شویو خبریالانو فیصدي په پام وړ کچه په رسنیز ډګر کې د هغوی د ټولیزې کچې څخه ډېره لږ ده. همدارنګه په رسنیز ډګر کې لوی جنسیتي توپیر احتمالا په دوامداره توګه د هغو ښځینه کارکوونکو د نه ښکاره کولو له امله دی چې مهمې پېښې تر پوښښ لاندې راولي او د نښتو، جنګي سیمو، پاڅونونو یا هم د سیاستونو او جنایاتو په څېر موضوعاتو خبرونه جوړوي. [۹][۱۰]

د ۲۰۱۷ زکال په سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د دفتر راپور د ښځینه خبریالانو د خوندیتابه د پیاوړتیا په موخه حساسه جنسیتي کړنلار ترسیم کړه. په ۲۰۱۶ زکال کې د اروپايي شورا د وزیرانونو کمېټې له خبریالۍ او د خبریالانو او نورو رسنیزو کارکوونکو د خوندیتوب اړوند CM/Rec(۲۰۱۶)۴ ګڼه پرېکړه لیک تصویب کړ چې په هغو کې یې جنسي ګواښونو ته ځانګړې اشاره کړې وه، چې ډېری خبریالان ورسره مخ دي او د هغو اړوند یې د چټکو، پرېکنده او سیستماتیکو غبرګونونو غوښتنه وکړه. همدغه کال د IPDC شورا د یونسکو له عمومي مشر وغوښتل په خپل راپور کې جنسیتي اطلاعات هم درج کړي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د خبریالۍ په ډګر کې د ښځو لپاره د ائتلاف په راپور کې دا څرګنده شوې وه چې د ۲۰۱۹ زکال په لومړیو شپږو میاشتو کې ښځینه خبریالانې د کال په اوږدو کې یو ورځ ترمنځ له برید سره مخ شوې دي. دغه راپور په ښځینه خبریالانو د برید ۸۵ موارد ثبت کړي و چې درې په کې د وژنې موارد و. همدارنګه یې څرګنده کړه چې د همدغه کال په لومړیو شپږو میاشتې کې د ټولې نړۍ په کچه ۳۵ خبریالانې بندیانې وې. له دې سره د مستندو شوو مواردو شاوخوا ۲۰ سلنه یې آنلاین ځورونې ته اړوند و.[۱۵]

آنلاین ځورونه[سمول]

د فیو څېړنیز مرکز (Pew Research Center) له خوا ترسره شوو څېړنو وښووله چې په متحده ایالاتو کې د انټرنټ ۷۳ سلنه لویان کاروونکي له دې سره مخ شوي چې یو کس په یو ډول نه یو ډول له انلاین ځورونې سره مخ شوی، همدارنګه ۴۰ سلنه نورو په خپله دا تجربه لرله چې له دې ډلې څخه ځوانې ښځې په ځانګړې توګه د جنسي ځورونې او تعقیب له ګواښ څخه زیان منونکې دي.[۱۶]

د ډیموس په نامه څېړنیز مرکز (think tank Demos) د دوه میلیونو ټویټونو له تحلیل څخه وموندله چې ښځینه خبریالانې په ټویټر کې له خپلو نارینه سیالانو څخه درې ځله زیات د سپکاوي کوونکو کمنټونو (نظریاتو) سره مخ شوې دي.[۱۷]

ګارډین له ۱۹۹۹ زکال څخه تر ۲۰۱۶ زکال پورې په خپله ویب پاڼه کې د ثبت شوو ۷۰ میلیونو کامنټونو (یوازې ۲۲۰۰۰ کامنټونه له ۲۰۰۶ زکال وړاندې ورکړل شوي و) سروې ترسره کړه. د دغو کامنټونو څخه شاوخوا ۱.۴ میلیونه یې (چې د ټولې کچې نږدې دوه سلنه کېږي) د سپکاوي کوونکي یا اخلال کوونکي چلن لرلو له امله بلاک شوي و. د دغې رسنۍ له ۱۰ خبریالانو څخه چې تر ټولو ډېر له ځورونکو او له ښکنځلو ډکو کمنټونو سره مخ شوي و، اته یې ښځینه خبریالانې وې.[۱۸]

د انلاین ځورونو سره مقابله یوه مهمه ستونزه ده، خو له دې سره د ډیجیټل ځورونې څخه د خبریالانو د خوندیتوب اړوند په ملي او نړیواله کچه ډېرې لږې قانوني لارې چارې او پالیسۍ شتون لري. [۱۹][۲۰]

د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان (OSCE) په دې اړوند «د بیان د آزادۍ پر وړاندې نوې ننګونې: د ښځینه خبریالانو د آنلاین ځورونې سره مقابله» تر عنوان لاندې تخصصي غونډه جوړه کړه او تر همدې نامه لاندې یې یوه نشریه هم خپره کړه چې په کې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د آنلاین ځورونې د واقعیتونو او له هغو سره د مبارزې د ډول اړوند د خبریالانو او پوهانو نظریات وړاندې شوي و. [۲۱][۲۲][۲۳]

سرچينې[سمول]

  1. Rick Brown, "The Emergence of Females as Professional Journalists," HistoryReference.org [۱] Archived 3 August 2016 at the Wayback Machine.
  2. "When harassment drives women out of journalism". Vox. 18 December 2017. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "An Unusually Deadly Year for Women Journalists Around the World, Report Finds". The Intercept. 20 December 2017. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "An Unusually Deadly Year for Women Journalists Around the World, Report Finds". The Intercept. 20 December 2017. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "UN PLAN OF ACTION ON THE SAFETY OF JOURNALISTS AND THE ISSUE OF IMPUNITY" (PDF). UNESCO. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. World Trends Report in Freedom of Expression and Media Development Global Report 2017/2018 (PDF). UNESCO. 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. International Media Women’s Foundation and International News Safety Institute 2013.
  8. "Silenced Zones: Highly Dangerous Areas for the Exercise of Freedom of Expression" (PDF). IACHR. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "UNESCO Condemns Killing of Journalists". 9 November 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Harris, Janet, Nick Mosdell, and James Griffiths. 2016. Gender, Risk and Journalism. Journalism Practice 10 (7): 902–916
  11. UN General Assembly. 2017. The safety of journalists and the issue of impunity: Report of the Secretary-General. Available at https://documents-dds-ny.un.org/doc/UNDOC/GEN/N17/245/44/PDF/N1724544.pdf?OpenElement Archived 2019-10-09 at the Wayback Machine..
  12. "Recommendation CM/Rec(2016)4 of the Committee of Ministers to member States on the protection of journalism and safety of journalists and other media actors". search.coe.int. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. World Trends Report in Freedom of Expression and Media Development Global Report 2017/2018 (PDF). UNESCO. 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "IPDC Documents". 21 March 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. http://womeninjournalism.org/s/H1-REPORT.pdf [مړه لينکونه]
  16. Duggan, Maeve, Lee Rainie, Aaron Smith, Cary Funk, Amanda Lenhart, and Mary Madden. 2014. Online Harassment. Pew Research Center. Available at http://www.pewinternet.org/2014/10/22/onlineharassment/ [مړه لينکونه].
  17. Demos. 2014. Demos: male celebrities receive more abuse on Twitter than women. Demos. Available at https://www.demos.co.uk/press-release/demos-malecelebrities-receive-more-abuse-on-twitterthan-women-2/ [مړه لينکونه].
  18. Gardiner, Becky, Mahana Mansfield, Ian Anderson, Josh Holder, Daan Louter, and Monica Ulmanu. 2016. The darkside of Guardian comments. The Guardian. Available at https://www.theguardian.com/technology/2016/ap/12/the-darkside- of-guardian-comments.
  19. Barton, Alana, and Hannah Storm. 2014. Violence and Harassment Against Women in the News Media: A Global Picture. International Women’s Media Foundation & International News Safety Institute. Available at http://www.iwmf.org/our-research/journalistsafety/ [مړه لينکونه]. Retrieved 8 June 2017.
  20. International Women’s Media Foundation. 2016. An Overview of the Current Challenges to the Safety and Protection of Journalists. Available at https://www.iwmf.org/wpcontent/uploads/2016/02/IWMFUNESCOPaper.pdf [مړه لينکونه].
  21. International Federation of Journalists. 2017. Byte Back: IFJ launches guide to combat cyber harassment in South Asia. Available at http://www.ifj.org/nc/fr/news-singleview/backpid/33/article/byte-backifj-launches-guide-to-combat-cyberharassment-in-south-asia/ [مړه لينکونه].
  22. Mijatović, Dunja. 2016. New Challenges to Freedom of Expression: Countering Online Abuse of Female Journalists. Edited by Becky Gardiner. Vienna: Office of the Representative on Freedom of the Media, Organization for Security and Co-operation in Europe. Available at http://www.osce.org/fom/220411?download=true.
  23. World Trends Report in Freedom of Expression and Media Development Global Report 2017/2018 (PDF). UNESCO. 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)