د جیزه لوی هرم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د جیزه لوی هرم د مصري اهرامونو تر ټولو لوی او د فرعونانو څلورمو لړۍ ته د اړوند پاچا خوفو قبر دی. دغه هرم چې له میلاد څخه د وړاندې شپږویشتمې پېړۍ په لومړیو کې د ۲۷ کلونو په اوږدو کې جوړ شو د لرغونې نړۍ له اوو حیرانونکو جوړښتونو څخه تر ټولو لرغونی دی او همدارنګه یوازنی هرم دی چې تر ډېره بریده پورې له لاسوهنې پرته پاتې دی. په جیزه کې د اهرامو د ټولګې د برخې په توګه دغه هرم د نن ورځې له جیزې او د مصر له لویې قاهرې سره پوله لري. [۱]

دغه هرم چې په پیل کې یې ۱۴۶.۶ متره (۴۸۱ فوټه) لوړوالی درلود د ۳۸۰۰۰ کلونو لپاره په نړۍ کې د بشر په لاس جوړه شوې تر ټولو لوړه ودانۍ وه. د وخت په تېرېدو سره د آهکو په سپینو ډبرو باندې د هغو پوښل شوی چت له منځه ولاړ او له امله یې د دغه هرم لوړوالی د هغه اوسنۍ اندازې ۱۳۸.۵ متره (۴۵۴.۴ فوټه) ته راښکته شوه. هغه ډول چې نن ورځ لیدل کېږي دا یې هماغه اصلي پخوانی جوړښت دی. په دغه هرم کې د کارول شوې ځمکې مساحت ۲۳۰.۳ متر مربع (۷۵۵.۶ فوټ مربع) کېږي چې په دې سره یې داخلي حجم نږدې ۲.۶ ملیون متر مکعبه (۹۲ میلیونه فوټ مکعب) کېږي او په کې یوه داخلي غونډۍ هم شتون لري. [۲]

دغه هرم د ۲.۳ میلیونه لویو بلوکونو په کارولو جوړ شوی چې د ټولو د وزن کچه یې ۶ میلیون ټنوته رسېږي. ډیری کارول شوې ډبرې په کې د لویوالي او ډول له مخې یو شان نه دي او یوازې لږ لږ ځاینه یې پوښل شوي. بیرونۍ برخې یې د انګافو پر مټ له یو بل سره نښلول شوې دي. د دغه هرم په لومړنۍ برخه کې د جیزه دښتې له سیمه ئیزو اهکي ډبرو کار اخیستل شوی. نور بلوکونه ورته له نیل درې څخه د کښتې پر مټ راوړل شوي چې په دغو کې د هرم د پوښلو په موخه له تورا څخه راوړل شوې سپینې اهکي ډبرې او همدارنګه د پاچا د خونې د جوړولو په موخه له اسوان څخه ګرانیټي بلوکونه چې آن تر اتیا ټنو وزن لرونکي هم په کې شتون لري؛ شاملېږي. [۳][۴]

د لوی هرم دننه درې پېژندل شوې برخې شته دي. تر ټولو لاندنۍ یې برخه یې د هغو په بنسټ کې ده چې هرم ورباندې جوړ شوی؛ ځای کنستل شوی خو نا بشپړ پاتې دی. په دوه نورو برخو کې د ملکې او پاچا کوټې دي چې په کې یو ګرانیتي قبر شتون لري او د هرم په پورتنۍ برخه کې موقعیت لري. یو شمېر په دې باور دي چې د دغه هرم معمار د خوفو وزیر همیونو (چې هیمون هم ورته ویل کېدل) دی. ګڼ شمېر بېلابېلې عملي او د هغو ځای نیونکې فرضیې شتون لري څو په دغه جوړښت کې کاریدلي تخنیکونه توضیح کړي. [۵][۶]

د دغه هرم په چاپېر کې د جنازې مراسمو ته په اړونده ټولګه (کمپلکس) کې دوه معابد چې د دواړو ترمنځ په جوړه شوې لار نښلېدلي (یو هرم ته او بل نیل ته نږدې دی)، د خوفو د کورنۍ غړو او درباریانو لپاره قبرونه چې د خوفو د ښځو لپاره درې کوچني قبرونه او آن یو کوچنی «ماهواره یي هرم» او قبرونو ته د لمر لویدو په موخه پنځه دالانونه په کې شتون لري.

لرغونتیا[سمول]

لوی هرم د دوه اصلي لیدلورو له مخې؛ په غیر مستقیمه توګه خوفو ته د هغه د اړوندتیا پر بنسټ چې د لرغون پوهنې او متني شواهدو له مخې ثابتېږي او همدارنګه په مستقیم ډول د هغو په بنسټ کې په شته ارګانیکو موادو او فلزاتو باندې د رامنځته شوي راډیو کاربن د تاریخ له مخې نږدې ۴۶۰۰ کاله مخینه لري.

تاریخي وقایع پوهنه (تاریخي کرونولوژي)[سمول]

په پخوا وختونو کې د لوی هرم لرغونتیا یوازې خوفو ته د هغو د نسبت ورکولو پر بنسټ وه ځکه چې ودانیزې چارې یې د هغه د واکمنۍ پر مهال ترسره شوې دي. له همدې امله د دغه هرم لرغونتیا خوفو او د فرعونانو څلورمې لړۍ ته اړونده وه. نسبي تسلسل او د پېښو هم مهاله توب د دغې کړنلار په مرکز کې ځای لري.

خوفو او د هغه هرم ته اړوند ډیری وروستي اټکلونه ښيي چې دغو دواړو له میلاد څخه وړاندې ۲۷۰۰ کال څخه تر ۲۵۰۰ کال پورې شتون درلود. [۷]

د راډیوکاربن تاریخ ټاکنه[سمول]

د لوی هرم په جوړېدو کې له آهک ډبرو څخه پریمانه ګټنه شوې. د دغه هرم په جوړولو کې د اور څخه رامنځته شوې ایرې او آهکو ګډولو د بهیر له امله یو شمېر استخراج شوي ارګانیک توکي د راډیو کاربن تاریخ ټاکنې ته لار برابروي. په ټولیزه توګه له ۱۹۸۴ زکال څخه تر ۱۹۹۵ زکال پورې له دغه هرم څخه د آهکو ۴۶ نمونې اخیستل شوي چې هغه په واضحه توګه د هرم له اصلي جوړښت سره اړوندې دي او نه شي کېدای هغه وروستیو تاریخونو ته اړوندې وبلل شي. پایلو یې د هغو مخینه له میلاد څخه وړاندې ۲۸۷۱ – ۲۶۰۴ کلونو ته اړونده وبلله. د لرغونو لرګیو ستونزه تر ډېره پورې له ۱۰۰ څخه تر ۳۰۰ کلونو پورې دورې ته اړوندېږي ځکه چې د ارګانیکو موادو عمر مالوم دي، نه دا چې د دې پر بنسټ دی چې هغه څه وخت کارول شوي. د نوو نمونو له مخې د دغو مواردو بیاځلي تحلیل او تجزیې وښووله چې د دغه هرم د جوړوېدو نېټه له میلاد څخه وړاندې ۲۶۲۰ کال څخه تر ۲۴۸۴ کال پورې رسېږي. [۸][۹][۱۰][۱۱]

د خوفو او لوی هرم د لرغونتیا تاریخچه[سمول]

له میلاد څخه وړاندې په شاوخوا ۴۵۰ کال کې هرودت لوی هرم، خئوپس (چې بیا په یوناني کې خوفو ته واوښت) ته اړوند وباله خو په تېروتنې سره یې د هغه واکمني د رامسید له واکمنۍ وروسته وبلله. نږدې ۲۰۰ کاله وروسته مانثو د مصري پاچایانو نوملړ برابر کړ او هغوی یې په جلا جلا لړیو وویشل چې خوفو په کې څلورمې لړۍ ته اړوند وبلل شو. له دې سره په مصري ژبه کې له لهجوي بدلونونو او یوناني ژباړو له امله «خئوپس» په «سئوپیس» او نورو ورته ډولونو وبلل شو. [۱۲]

په ۱۶۴۶ زکال کې ګریوز د هرم د جوړېدو د تاریخ ټاکنې په برخه کې د لږ او متناقضو تاریخي منابعو له امله د لویې ستونزې څرګندونه وکړه. د املایي توپیرونو له امله هغه خوفو د مانثو د پاچاهانو په نوملړ کې (چې افریقانوس او اوسبیوس ژباړلی و) وه نه باله، له همدې امله امله هغه د هرودت په ناسم روایت تکیه وکړه. ګریوز د ځای ناستوب کتارونو ته په پام له میلاد څخه وړاندې ۱۲۶۶ کال د خوفو د واکمنۍ پیل وباله. [۱۳][۱۴]

دوه پېړۍ وروسته د مانثو په وقایع نګارۍ کې تشې او بې باورۍ د یو شمېر نورو لاسته راوړنو لکه د تورین، آبیدوس او کرنک پاچاهانو د نوملړونو په موندلو سره له منځه ولاړې. د خوفو نوم چې په ۱۸۳۷ زکال کې د لوی هرم د ارامښت په خونه کې وموندل شو مرسته یې وکړه څو دا څرګنده شي چې خئوپس او سوپیس یو کس دی. له همدې امله دا ومنل شوه چې لوی هرم د څلورمې لړۍ د واکمنۍ پر مهال رامنځته شوی. د مصر پوهانو ترمنځ لا هم د دغه هرم تاریخ د پېړیو په توپیر (له میلاد څخه وړاندې ۴۰۰۰ کال څخه له میلاد وړاندې ۲۰۰۰ کال پورې) شتون لري چې د هغوی دمیتودلوژي، له وړاندې شته مذهبي مفاهیمو (لکه بایبلي طوفان) او همدارنګه ورته د معتبرو منابعو له امله دی. [۱۵]

د شلمې پېړۍ پر مهال دغه هرم ته اړوند توپیر لرونکي اټکلونه په پام وړ توګه راکم شول او ډیرو یې له میلاد څخه په وړاندنۍ دریمه لسیزه کې له یو بل یوازې ۲۵۰ کلونه توپیر درلود. د راډیو کاربنونو مخ پر ودې تاریخ ټاکنې تائید کړه چې تاریخي وقایع په دې اړوند تقریبا سم دي. له دې سربېره نجومي وړاندوینې هم د دغه هرم د جوړېدو اړوند له وړاندیز شوو مهالونه سره هم مهاله دي. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د هرم په جوړېدو کې کاري قوه[سمول]

یونانیان باوري دي چې د دغه هرم په جوړولو کې له غلامو کارګرانو کار اخیستل شوی، خو هغه نوې موندنې چې په جیزه کې د کارګرانو له کمپونو ترلاسه شوې څرګندوي چې د غلامو کارګرانو پر ځای په کې د زرګونو اجباري کارګرانو څخه کار اخیستل شوی. [۲۰]

د کارګرانو اړوند نقاشۍ یې څرګندوي چې دوی په څلوېښت کسیزو ډلو وېشل شوي و چې بیا دغې هر ډلې ۴ فرعي ډلې لرلې او هر یوې لس کسیزې فرعي ډلې بیا ځانته یو څارونکی درلود. [۲۱][۱]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Tallet 2017.
  2. Lehner او Hawass 2017، صص. 143, 530–531.
  3. Lehner, Mark (2002). "The Fabric of a Pyramid: Ground Truth" (PDF). Aeragram. 5_2: 4–5. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۱ اگسټ ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Lehner 1997، ص. 207.
  5. Shaw 2003، ص. 89.
  6. Romer 2007، ص. 8"By themselves, of course, none of these modern labels define the ancient purposes of the architecture they describe."
  7. Höflmayer, Felix (2016). "Radiocarbon Dating and Egyptian Chronology—From the "Curve of Knowns" to Bayesian Modeling". Radiocarbon Dating and Egyptian Chronology – From the "Curve of Knowns" to Bayesian Modeling. doi:10.1093/oxfordhb/9780199935413.013.64. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-993541-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Bonani, Georges; Haas, Herbert; Hawass, Zahi; Lehner, Mark; Nakhla, Shawki; Nolan, John; Wenke, Robert; Wölfli, Willy (1995). "Radiocarbon Dates of Old and Middle Kingdom Monuments in Egypt". Radiocarbon (نشر 2016). 43 (3): 1297–1320. doi:10.1017/S0033822200038558. S2CID 58893491. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Reanalysis of the Chronological Discrepancies Obtained by the Old and Middle Kingdom Monuments Project". Radiocarbon. 51. 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "How old are the pyramids?". 10 September 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Missing 5,000-year-old piece of Great Pyramid puzzle discovered in cigar box in Aberdeen". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Quack, Joachim (2004). "Von [xwfw] zu Cheops. Transformationen eines Königsnamens". SOKAR. 9: 3–5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Comparing the king lists of Manetho". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Greaves 1752، صص. 615–623.
  15. Lepsius, Richard (1849). Die Chronologie der Ägypter. Berlin. د کتاب پاڼي 220, 301. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Höflmayer, Felix (2016). "Radiocarbon Dating and Egyptian Chronology—From the "Curve of Knowns" to Bayesian Modeling". Radiocarbon Dating and Egyptian Chronology – From the "Curve of Knowns" to Bayesian Modeling. doi:10.1093/oxfordhb/9780199935413.013.64. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-993541-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. O'Mara, Patrick (1997). "Can the Giza Pyramids be Dated Astronomically? IV. Some Lunar Dates from the 4th and 5th Dynasties". Discussions in Egyptology. 38: 63–82. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Spence, Kate (2000). "Ancient Egyptian chronology and the astronomical orientation of pyramids". Nature. 408 (6810): 320–324. Bibcode:2000Natur.408..320S. doi:10.1038/35042510. PMID 11099032. S2CID 4327498. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Ramsey, Christopher Bronk; Dee, Michael W.; Rowland, Joanne M.; Higham, Thomas F. G.; Harris, Stephen A.; Brock, Fiona; Quiles, Anita; Wild, Eva M.; Marcus, Ezra S.; Shortland, Andrew J. (2010). "Radiocarbon-Based Chronology for Dynastic Egypt". Science. 328 (5985): 1554–1557. Bibcode:2010Sci...328.1554R. doi:10.1126/science.1189395. PMID 20558717. S2CID 206526496. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Lehner 1997، صص. 39, 224.
  21. Lehner, Mark (2004). "Of Gangs and Graffiti: How Ancient Egyptians Organized their Labor Force" (PDF). Aeragram. 7–1: 11–13. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۲ اپرېل ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)