د جوبایډن د ولسمشرۍ لېږد
په متحده ایالاتو کې د ولسمشرۍ لېږد هغه بهیر ته ویل کېږي چې له مخې یې یو منتخب ولسمشرپه عمومي توګه د خروج په حال کې دولت له همکارۍ سره د واک اداره کولو لپاره چمتو کېږي. دا لېږد معمولاً د لسو اونیو په بهیر کې د ټاکنو او تحلیف تر منځ د نومبر په لومړۍ اونۍ کې يې ټاکنې او د جنوري په ۲۰ يې لوړه ترسره کېږي. د جوبایډن د لېږد دوره لږ څه لنډه شوه، ځکه د ټرامپ ګوښهکېدونکي دولت د نومبر تر ۲۳ مې پورې ظاهراً بايډن د ټاکنو د ګټونکي په توګه په رسمیت ونه پېژانده.
بایډن د ۲۰۲۰ ز کال په اپریل کې له دیموکراتیک ګوند نه د ولسمشرۍ احتمالي نوماند شو او د اګست په مياشت کې یې رسمي نوم لیکنه ومنله. د بایډن د لېږد ټيم له وړاندې د جون په ۲۰ مه د ټېډ کافمن په مشري اعلان شوی و. نور شریک رئیسان د سپټمبر په میاشت کې د کافمن تر څنګ له ټیم سره یوځای شول.
د ۲۰۲۰ ز کال ولسمشریزې ټاکنې د نومبر په درېیمه تر سره شوې. د همهغې ورځې په ماښام برحال ولسمشر ډونالډ ټرامپ د حضوري رایو په جدول کې د خپل لومړي مخکښتوب پربنسټ ځان د ټاکنو ګټونکی اعلام کړ، دا هغه حالت و چې په پراخ ډول يې وړاندوینه کېده، خو په چټکۍ سره بې باوره کېده، ځکه رایې شمېرل کېدې. هغه مهال د وروستیو مجموعي رایو د شمېر استازي نه وو او د ټولو رایو شمېرلو څو ورځې وخت ونیوه. ټرامپ په خپلې بریا ټینګار درلود او له هېڅ کوم ثبوت پرته یې ادعا کوله چې د بایډن مخ پر زیاتېدونکی پرمختګ د پراخې درغلۍ، فساد او ګڼو نورو ناسمو چلندونو له امله دی. هغه په دغه ډول قضايي دوسیه کې په څو ایالتونو کې پایلې وګواښولې، چې هېڅ یوه یې د اساسي بریا لامل نه شوه. د ټرامپ د انکار له امله، له بايډن سره د هغه او د هغه د ټیم د محدودې همکارۍ له پیل نه مخکې څو اونۍ ځنډ شته و. [۱][۲][۳][۴]
د رایو تر شمېرلو درې نیمې ورځې وروسته د نومبر په اوومه په ختيځ وخت شاوخوا د سهار ۱۱:۳۰ بجې اشوشېد پرېس له لویو تلویزیوني شبکو، لکه: CNN, ABC News, CBS News, NBC News او Fox News سره لوبه د بایډن په ګټه اعلام کړه. له هغه وروسته ډېری سرچینو جوبایډن د منتخب ولسمشر په توګه وپېژانده. په هر حال، ايملي مورفي د GSA (د عمومي خدماتو اداره) مدیره، چې د ټرامپ له خوا ګومارل شوې وه، د نومبر تر ۲۳مې نېټې په تمه وه، تر څو د ظاهري ګټونکي په توګه د بایډن د پېژندنې لیک صادر کړي، په دې اساس ټرامپ لا هم د ټاکنو پایلې له مناقشې سره مخامخ کړې وې. دا وینا د واک د لېږد رسمي پيل ښيي او د بايډن د ټيم په واسطه يې نه ترلاسه کېدل د دې لامل شول، چې هغوی ۶.۳ میلیون ډالر، اداري فضا، د دولتي وېب سايټ حالت او ادارو ته له لاسرسي نه بې برخې شي. بايډن په جلا ډول د ملي امنیت د توجیهي غونډو له دایرولو نه چې په ورځنۍ توګه طبقه بندي شوې وې، ډډه وکړه، تر هغه چې د نومبر په ۲۴ د ټرامپ ادارې بایډن ته د دغه راز توجیهي غونډو لاسرسۍ په رسمي توګه تصویب کړ. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
د ۲۰۲۰ ز کال د ډېسمبر په ۱۴مه د متحده ایالتونو ټاکنیز کالج بایډن د ولسمشر او کامله هریس د مرستیالې ولسمشرې په توګه اعلامولو لپاره غونډه ترسره کړه. پایلې باید د ۲۰۲۱ ز کال د جنوري په ۶ مه د کنګرې په ګډه جلسه کې تایئد شوې وې، خو د کنګرې پر ودانۍ د یرغل او تخریب له لارې د پایلو د لغوې لپاره د ټرامپ د پلویانو د هڅو له امله تصدیق د جنوري تر ۷ نېټې پورې بشپړ نه شو. د بايډن لېږد د ۲۰۲۱ ز کال د جنوري پر ۲۰ مه د ختیځ وخت د غرمې په ۱۲:۰۰ بجو د هغه له تحلیف سره پای ته ورسېد، چې له همدغه ځایه د هغه ولسمشري پیل شوه. [۱۳][۱۴][۱۵]
د احتمالي جنجالي ټاکنو لپاره تیاری
[سمول]د ۲۰۲۰ ز کال د اوړي موسم په لومړیو کې ولسمشر ټرامپ د ۲۰۲۰ ز کال د ټاکنو تر پوښتنې لاندې راوستل پيل کړل او ویې ویل چې پوستي/بريښنايي رایې به په ټاکنو کې د پخوانیو ټاکنو په پرتله له درغلیو سره مل ټاکنو لامل شي. له دې امله ډېری د نظر خاوندان او د سرمقالو لیکوالان ټينګار کوي چې، بایډن باید په غوڅه توګه بریالی شي، تر څو د ټرامپ له خوا د پایلو له ننګونو نه مخنیوی وشي. له درغلۍ نه د مخنیوي په موخه د ترامپ تورونه د دې لامل شول چې ځینې خلک په دې اړه فکر وکړي، که چېرې هغه په لږ اختلاف له ماتې سره مخامخ شي، څه به پېښ شي. ټرامپ په بيلابېلو ټکو کې له خپل لوی څارنوال وېلیم بار نه وغوښتل چې د بایډن او د هغه د زوی هانټر په اړه څېړنه وکړي. له دې سره ټرامپ په مکرر ډول ټينګار کاوه چې د هغه مخالف باید په زندان کې وي. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
روسا بروکس چې د اوباما په اداره کې یې د دفاع په وزارت کې کار کاوه. د لېږد د بشپړتیا پروژه (TIP) جوړه کړه، چې د ۲۰۲۰ ز کال په جون کې يې د احتمالي ټاکنو او لېږد سناریوګانې "د جګړې د لوبې" په نوم د سپړلو لړۍ پیل کړه. TIP د ۲۰۲۰ ز کال په اګست کې یو راپور خپور کړ، چې په پراخ ډول پرې بحث وشو او د متحده ایالتونو د ۲۰۲۰ ز کال د ټاکنو لپاره د ۲۰۲۰ ز کال د ټاکڼو د کړکېچ سناریوانځورولو څلورمه لړۍ وه. هغه سناریوګانې چې د TIP له خوا وارزول شوې، یوه د بایډن غوڅه بریا، یوه د ټرامپ غوڅه بریا، یوه د بایډن محدوده بریا او تر ټاکنو وروسته یوه د نه ډاډ اوږده دوره په کې شاملې وې. نورو اکادمیکو شخصیتونو، لکه: لاورېنس ډاګلاس په خپل کتاب: ایا هغه به لاړ شي؟: په ۲۰۲۰ ز کال کې د ټاکنو احتمالي ګډوډي او ټرامپ او هم یې د احتمالي ماتې په حالت کې د ټرامپ د انکار په اړه بحث وکړ چې وروسته په حقیقت بدل شو.[۲۴][۲۵][۲۶]
د شلمې قانوني لایحې سره سم، د ولسمشر مرستیال باید د ۲۰۲۱ ز کال د جنوري په ۶مه د کنګرې په ګډه غونډه کې ټاکنیزې رایې وشمېري. دا د ۱۸۸۷ ز د ټاکنیزو رایو د شمېرنې قانون له خوا اداره کېږي، چې ۱۸۷۶ او ۷۷ ز کلونو په څېر کړکېچونو د مخنیوي په موخه تصویب شوی. په داسې حال کې چې کارول شوي قوانین هېڅکله په ریښیني ډول نه دي ازمویل شوی.[۲۷]
د بایډن حقوقي ټيم دې ته چمتو و چې د TIP له خوا مطرحه شوې او بلې هرې احتمالي دعوا ته تیار جوړ شوي ځوابونه ولري. له شپېتو نه زیاتو مواردو کې یوازینۍ قضیه چې په بې ساري ډول نه وه رد شوې، د پوستي/ برېښنایي رایې پاڼو ځنډنۍ رسېدنه وه.[۲۸][۲۹]
د لېږد په پیل کې ځنډ
[سمول]که څه هم جوبایډن د ۲۰۲۰ ز کال د نومبر په ۷ مه په عمومي توګه منتخب ولسمشر وټاکل شو، د عمومي خدماتو د ادارې رئیس امیلي مورفي منتخب ولسمشر ته د لېږد بهیر له پیل نه ډډه وکړه او په پایله کې يې د هغه ټيم ته د بودیجې او اداري فضا له ورکړې نه انکار وکړ.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]
مورفي د هغه احقاق ليک له امضا کولو نه ډډه وکړه چې د بایډن انتقالي ټیم ته يې اجازه ورکوله، تر څو په رسمي ډول د منظم لېږد د اسانتیا له لارې خپل کار پيل کړي. هغې د بایډن انتقالي ټیم د اجازه لیک له ردولو سره د ادارې فضا ته د راتلونکې ادارې له لاسرسي، د کابینې د احتمالي نوماندانو د مخینې ارزونې او هغه طبقه بندي شویو معلوماتو ته له لاسرسي نه، چې ښايي د دولت بېړنيو شرایطو ته په ځواب کې د تصدۍ د مسؤلیت لپاره ورته اړتیا پېښه شي مخنیوی وکړ. د مورفي له خوا د ليک (ځنډولو) د بایډن منتخب انتقالي دولت ته د حقوقو او ګڼو نورو لګښتونو لپاره، د دولتي ایمل ادرسونو له رامنځته کولو او د اړتیا وړ مالي افشا کونو، د دولتي اخلاقو له ادارې سره د کار کولو لپاره د فدرال لېږد میلیونونه ډالرو بودیجې او د راتلونکو نوماندانو لپاره د ګټو د تضاد فورمو ته له لاسرسي نه هم مخنیوی وکړ. مورفي د هغه عامه انګېرنو له مخې چې ښايي د هغې انکار ملي امنیت او عامې روعتیا ته زیان ورسوي، د خپل ځان لپاره د دندې لټون پيل کړ او په ۲۰۲۱ ز کال کې يې د شته کاري موکو په اړه څېړنه وکړه. [۳۵][۳۶][۳۷]
سرچینې
[سمول]- ↑ Blake, Aaron (November 11, 2020). "Trump lawyers suffer embarrassing rebukes from judges over voter fraud claims". The Age. Archived from the original on November 16, 2020. نه اخيستل شوی November 16, 2020.
- ↑ "Trump claims millions of his were 'deleted' by election system". The New Daily. November 12, 2020. Archived from the original on November 13, 2020. نه اخيستل شوی November 16, 2020.
- ↑ Tomazin, Farrah (November 13, 2020). "'Most secure in history': Security agencies refute Trump's election fraud claims". The Age. Archived from the original on November 15, 2020. نه اخيستل شوی November 16, 2020.
- ↑ Kaitlan Collins; LeBlanc. "Trump fires director of Homeland Security agency who had rejected President's election conspiracy theories". CNN. Archived from the original on November 18, 2020. نه اخيستل شوی November 21, 2020.
- ↑ Holmes, Kristen; Herb, Jeremy (November 23, 2020). "First on CNN: Key government agency acknowledges Biden's win and begins formal transition". CNN. Archived from the original on November 23, 2020. نه اخيستل شوی 2020-11-24.
- ↑ Visser, Nick (2020-11-23). "Trump Administration Finally Clears Way For Biden Transition To Begin". HuffPost (په انګليسي). Archived from the original on November 24, 2020. نه اخيستل شوی 2020-11-24.
- ↑ Rein, Lisa; O'Connell, Jonathan; Dawsey, Josh. "A little-known Trump appointee is in charge of handing transition resources to Biden — and she isn't budging". The Washington Post (په انګليسي). ISSN 0190-8286. Archived from the original on November 9, 2020. نه اخيستل شوی November 9, 2020.
- ↑ "Biden camp calls for GSA to recognize victory to begin transition". The Jerusalem Post. Archived from the original on November 16, 2020. نه اخيستل شوی November 16, 2020.
- ↑ "Biden to bring in national security experts after briefings denied". The Jerusalem Post. Archived from the original on November 17, 2020. نه اخيستل شوی November 16, 2020.
- ↑ Wilkie, Christina (2020-11-17). "Biden receives national security briefing from experts outside government as Trump resists transition". CNBC (په انګليسي). Archived from the original on November 23, 2020. نه اخيستل شوی 2020-11-24.
- ↑ Crowley, Michael; Shear, Michael D. (2020-11-18). "Denied Briefings by Trump, Biden Meets With Former National Security Officials". The New York Times (په انګليسي). ISSN 0362-4331. Archived from the original on November 24, 2020. نه اخيستل شوی 2020-11-24.
- ↑ Collins, Kaitlan; Cohen, Zachary (November 25, 2020). "White House has signed off on Joe Biden getting the President's Daily Brief". CNN. Archived from the original on November 25, 2020. نه اخيستل شوی November 26, 2020.
- ↑ Peñaloza, Marisa (January 6, 2021). "Trump Supporters Clash With Capitol Police At Protest". National Public Radio (په انګليسي). Archived from the original on January 6, 2021. نه اخيستل شوی January 6, 2021.
- ↑ Amenabar, Teddy; Zauzmer, Julie; Davies, Emily; Brice-Saddler, Michael; Ruane, Michael E.; et al. (January 6, 2021). "Live updates: Hundreds storm Capitol barricades; two nearby buildings briefly evacuated; Trump falsely tells thousands he won". The Washington Post (په انګليسي). Archived from the original on January 6, 2021. نه اخيستل شوی January 6, 2021.
- ↑ Hooks, Scott Rodd, Kris. "Trump Supporters, Proud Boys Converge On California's Capitol To Protest Electoral College Count". www.capradio.org. Archived from the original on January 6, 2021. نه اخيستل شوی January 6, 2021.
- ↑ Freedland, Jonathan (July 17, 2020). "Trump will cling to power. To get him out, Biden will have to win big | Jonathan Freedland". Archived from the original on October 29, 2020. نه اخيستل شوی December 19, 2020 – via www.theguardian.com.
- ↑ Bruni, Frank (August 22, 2020). "Opinion | Why Biden Needs a Landslide Just to Win". Archived from the original on October 28, 2020. نه اخيستل شوی December 19, 2020 – via NYTimes.com.
- ↑ Graff, Garrett M. (October 23, 2020). "A Day-By-Day Guide to What Could Happen If This Election Goes Bad". Politico. Archived from the original on October 23, 2020. نه اخيستل شوی December 19, 2020.
- ↑ "AP FACT CHECK: Trump's view of flawed voting is baseless". AP NEWS. July 30, 2020. Archived from the original on October 28, 2020. نه اخيستل شوی December 19, 2020.
- ↑ Cohen, Marshall. "Trump spreads new lies about foreign-backed voter fraud, stoking fears of a 'rigged election' this November". CNN. Archived from the original on October 25, 2020. نه اخيستل شوی December 19, 2020.
- ↑ Piven, Frances Fox; Bhargava, Deepak (August 11, 2020). "What If Trump Won't Leave?". The Intercept. Archived from the original on October 31, 2020. نه اخيستل شوی December 19, 2020.
- ↑ Gellman, Barton (September 23, 2020). "The Election That Could Break America". The Atlantic. Archived from the original on October 28, 2020. نه اخيستل شوی December 19, 2020.
- ↑ Madhani, Aamer; Long, Colleen (October 21, 2020). "Trump ups pressure on Barr to probe Bidens as election nears". AP News. Archived from the original on October 26, 2020. نه اخيستل شوی October 28, 2020.
- ↑ "Transition Integrity Project: Preventing a disrupted presidential election and transition". PAXsims (په انګليسي). 2020-08-04. Archived from the original on November 1, 2020. نه اخيستل شوی 2020-08-09.
- ↑ "Experts Game Out What Might Happen If The Election Goes Off The Rails". NPR.org (په انګليسي). Archived from the original on October 28, 2020. نه اخيستل شوی 2020-08-09.
- ↑ Illing, Sean (2020-06-03). "Will he go?". Vox (په انګليسي). Archived from the original on December 25, 2020. نه اخيستل شوی 2020-12-23.
- ↑ "Democrats challenge Ohio electoral votes". www.cnn.com. January 6, 2005. Archived from the original on May 11, 2016. نه اخيستل شوی December 19, 2020.
- ↑ Goldmacher, Shane (September 14, 2020). "Biden Creates Legal War Room, Preparing for a Big Fight Over Voting". Archived from the original on November 6, 2020. نه اخيستل شوی December 19, 2020 – via NYTimes.com.
- ↑ Donovan Slack; Joel Shannon. "Election challenges live updates: Pennsylvania officials must separate ballots that arrived after Election Day". USA TODAY. Archived from the original on December 8, 2020. نه اخيستل شوی December 19, 2020.
- ↑ Epstein, Jennifer (November 10, 2020). "Biden Transition Team Calls on Federal Agency to Declare Winner". Bloomberg. Archived from the original on November 18, 2020. نه اخيستل شوی November 18, 2020.
Biden was declared the winner by media organizations after securing enough electoral votes.
- ↑ Budryk, Zack (November 9, 2020). "Biden campaign pushes GSA chief to approve transition". The Hill. Archived from the original on November 19, 2020. نه اخيستل شوی November 18, 2020.
Major media outlets projected Biden as the president-elect Saturday.
- ↑ Levin, Bess (November 16, 2020). "THE TRUMP APPOINTEE BLOCKING BIDEN'S TRANSITION IS REPORTEDLY TRYING TO LINE UP A NEW JOB FOR 2021". Vanity Fair. Archived from the original on November 17, 2020. نه اخيستل شوی November 18, 2020.
But 13 days after the 2020 election and more than a week after all major media outlets called the race for Joe Biden, with Trump having absolutely no chance of getting a second term, Murphy has refused to acknowledge that Biden won, making it that much more difficult for the president-elect and his team to get a head start on crucial matters like a pandemic that has killed more than 245,000 people in the U.S. so far and stands to kill a lot more if no one does anything about it until January 2021.
- ↑ Young, Robin (November 9, 2020). "In Unprecedented Move, Key Federal Agency Hesitates On Declaring Biden Winner". WBUG.org. Archived from the original on November 9, 2020. نه اخيستل شوی November 18, 2020.
The answer is no, and I think you rightly note that this is different than what occurred in 2000 [in the Al Gore vs. George W. Bush race], there is a consensus certainly on the media side and with the states that are at play.
- ↑ Collinson, Stephen. "Alarm grows over Trump administration acting 'more akin to a dictatorship' as he denies election defeat". CNN. CNN. Archived from the original on November 11, 2020. نه اخيستل شوی November 11, 2020.
- ↑ "GSA official blocking Biden's transition appears to privately plan post-Trump career". ABC News. Archived from the original on November 17, 2020. نه اخيستل شوی November 17, 2020.
- ↑ "Trump official Emily Murphy blocking Biden transition looks for new job". Business Insider. March 13, 2019. Archived from the original on November 16, 2020. نه اخيستل شوی November 17, 2020.
- ↑ "Why Donald Trump's tweet about Emily Murphy, head of the GSA, matters in the US election - ABC News". Abc.net.au. Archived from the original on November 16, 2020. نه اخيستل شوی November 17, 2020.