د جوبايډن ادارې چاپېريالي کړنلاره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د جوبايډن ادارې چاپېريالي کړنلاره د قوانينو، مقرراتو او خپرونو يوه لړۍ شاملوي، چې د متحده ايالتونو د ولسمشر جوبايډن له خوا د هغه وخت راهيسې چې په ۲۰۲۱ ز جنوري کې يې واک تر لاسه کړ، معرفي شوې ده. د جوبايډن د ادارې له خوا زيات تر سره شوو عملونو د خپل وړانديني (ډونالډ ټرمپ) کړنلارې سرچپه کړې دي.

د بايډن د اقليم بدلون سياست، د ګلخانه يي ګازونو د خپرېدنې په کمښت باندې تمرکز کوي، لکه: د اوباما د اداري تر کړنلارې لاندې چې و. په دفتر کې د نوموړي په لومړنۍ ورځ د پاريس له تړون سره بيا يو ځای شو. د ۲۰۲۱ ز په اپریل کې نوموړي د نړۍ د څلوېښتو مشرانو د اقليم د يوې مجازي ناستې کوربه توب وکړ. د ۲۰۲۱ز په نومبر کې بايډن او د نړۍ نورو مشرانو د نړيوالې تودوخې د کمولو په اړه د موخو د بحث کولو په پار د ملګرو ملتونو د اقليم بدلون د ۲۰۲۱ ز کال په ناسته کې وکتل. د مخکيني ولسمشر د څلورو کالونو نه شتون نه وروسته، متحده ايالتونو وغوښتل چې يو ځل بيا خپل باور تر لاسه کړي. د بايډن د ادارې د اقليم بنسټيزه نښه تر ۲۰۵۰ ز پورې د متحده ايالتونو له خوا د ګلخانه يي ګازونو تر سوچه صفر پورې راکمول دي. جان کيري د اقليم لپاره د ځانګړي استازي په توګه د يادې هڅې مشري کوي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

په دفتر کې د هغې په لومړۍ ورځ جوبايډن د چاپېريال ساتنې په موخه د کړنلارې بدلونونه جوړول پيل کړل. نوموړي د ملي چاپېريالي سياست قانون (National Environmental Policy Act (NEPA)) کره کول او پياوړي کول پيل کړل او د پخوانۍ ادارې د چاپېريالي کړنلارو د بيا کتنې يا له منځه وړلو په برخه کې يې د ژوو د ساتنې، د کېسټون زياتې پراخه نل ليکې (Keystone XL pipeline) او په فدرالي ځمکو کې د تېلو او ګاز لپاره د برمه کوونې په ګډون يې د يو شمېر اجرائيوي اوامرو حکم وکړ. هغه ژمنه وکړه چې تر ۲۰۳۰ ز پورې ځنګلونو پرې کول او د ځمکې نابرابري له منځه يوسي. پر لږ پرمختللو ملتونو باندې د اقليم بدلون په پېژندنه کې د لومړي پړاو په توګه، چې په پراخه توګه د ملتونو له خوا د چاپېريالي بدلون د کالونو پايله ده، بايډن د ساتنې او ځای پر ځای کوونې لپاره د اختياراتو په ګډون په کډوالۍ باندې د اقليم د بدلون د اغېزو د څېړنې په موخه يو اجرائيوي امر لاسليک کړ. بايډن (Pete Buttigieg) د لېږد رالېږد (ټرانسپورټ) د منشي په توګه وټاکه او له نوموړي نه تمه کېږي، چې له ادارې سره، لکه د پرمختللي عامه لېږد رالېږد، د برېښنايي ګاډي چارجرونو د يوې ملي شبکې په جوړولو او د ګلخانه يي ګازونو د توليد کمولو په موخه کړنلارو په شان پلانونو سره د کاربن توليد لږ کړي. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د جوبايډن ادارې کانګرس ته د ماليې يو پلان وړاندې کړ، چې د فوسيل سون توکو د مالي مرستو (fossil fuel subsidies) د پیل موخه لري، چې د شنې انرژۍ د توليد پيلولو لپاره مالي مرستې په انګېزو سره بدلوي.د نوموړي وړانديز شوې بوديجه د پاکې انرژې په څېړنه او پرمختګ کې ٪۳۰ زياتوالی شاملوي، ۲ بېليون امريکايي ډالر به د شنې انرژۍ په پروژو کې پانګه اچونه کېږي او ۶،۵ بېليون ډالر ټولنو ته پور ورکول کېږي، چې کليوالي ټولنو ته يې د اضافي شنې انرژۍ په ملاتړ، د انرژي د زېرمې او د لېږد پروژو په برخو کې پور ورکړي. بايډن امر کړی دی، چې له ساحل نه د لرې بادي توربينونو نه توليد شوې د انرژي اندازه دې تر ۲۰۳۰ز پورې دوه برابره شي. [۱۳][۱۴][۱۵]

د اقليم بدلون[سمول]

د بايډن د ادارې وروستۍ نښه، تر ۲۰۵۰ ز پورې په متحده ايالتونو کې د کاربن خنثی (صفر) ته رسېدل دي. جوبايډن د اقليم بدلون ته د يوه شته ګواښ په توګه ګوري، هغه نظريه چې په علمي ټولنه کې د زياتو له خوا يې ملاتړ شوی دی. ولسمشر بايډن د خپلې پرانيستې په مراسمو کې وويل: «د ژوندي پاتې کېدلو لپاره يوه چيغه په خپله له سيارې نه راځي، يوه چيغه چې نوره نااميده يا روښانه نه شي اوسېدلی». که څه هم ځينو فعالانو د آفتي اقليم بدلون د مخنيوي په برخه کې د نابسيا اوسېدلو له امله د بايډن د ادارې کړنلارې نقد کړې دي. د متحده ايالتونو د کانګریس ديموکراتيک واک هغه موکې زياتوي، چې اداره به د اقليم اړوند قانون جوړونې د تصويبولو وړ وي، که څه هم ځيني غړي، لکه : د مشرانو جرګې غړی جومېنکن (Senator Joe Manchin) د کليدي رايې موقفونه ونيول او د مشرانو جرګې له مجلس نه يې د وړانديز شوي بيل تېرېدل منع کړی شو. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د بايډن د اقليم پلان په ۲۰۲۰ ز کال کې په څرګند ډول بدل شو. په پيل کې د ګڼو چاپېريالي ډلو له خوا نقد شو، ځکه چې بس تېری کوونکی نه و، يا ان د اقليم په اړه د مخکينيو طريقو چپه (برعکس زيان رسوونکی) و. بايډن له دوی سره په بنسټيز ډول د (Biden-Sanders Unity Task Forces) په واسطه مشوره وکړه او په خپلو پلانونو کې يې د دوې زياتې سپارښتنې شاملې کړې، چې له دې نه وروسته يې زيات ملاتړ تر لاسه کړ. [۲۳]

د جوبايډن ادارې تر ۲۰۳۵ز پورې د انرژي له برخې نه د صفر ګازونو توليد يوه نښه ترتيب کړه. د پام وړ ګازونو د توليد نورې برخې کرنه او ساختمان دي. د بايډن د اقليم پلان په شنو ودانيو کې پياوړی زياتوالی شاملوي. د پلان له مخې په متحده ايالتونو کې ۴ ميليونه ودانۍ بايد لوړې وي او په راتلونکو څلورو کالونو کې ۲ ميليونه ودانۍ بايد هوا ورکړل شوې weatherized وي. تمه ده چې دا به يو ميليون شنې دندې رامنځته کړي. د اقليم بشپړ پلان ته تمه ده، چې ۱۰ ميليونه شنې دندې رامنځته کړي. دا ګڼه، لکه د (Green New Deal) په پرتله کوچنۍ ده، چې د هر امريکايي لپاره د يوې دندې د ضمانت غوښتنه کوي. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

بايډن د ملي استخباراتو رئيس (Avril Haines) ته امر وکړ چې د اقليم د بدلون د اغېزو په اړه يو راپور چمتو کړي. نوموړي د اقليم ځانګړی استازی جان کيري هم د ملي امنيت په شورا کې شامل کړ. نوموړي يو د اقليم ملي کاري ځواک (National Climate Task Force) او د سپينې ماڼۍ د دفتر د کورني اقليم کړنلاره جوړه کړه. هغه وويل: «زما په نظر، موږ د اقليم له دې کړکېچ سره د معاملې په برخه کې وار له مخه ډېر زيات انتظار کړی دی او نور انتظار نه شو کولی». نوموړي همداراز وويل چې : د اقليم عمل د نوموړي د خپرونې له نورو اړخونو، لکه روغتيا، دندو او امنيت سره تړلی دی. [۲۹]

لکه د ۲۰۲۱ ز د اګسټ ځيني محاسبې فرض کوي، چې د بنسټيز (زېربنا) بيل، د بوديجې د روغې بيل، که چېرې تېر (تصويب) شي؛ تر ۲۰۳۰ پورې به ٪۴۵ د ګازونو توليد پرې کړي. د بايډن له اړخه اداري امرونه او ځيني دولتونه بايد کمښت تر ٪۵۰ زيات کړي. [۳۰]

د ۲۰۲۱ ز په ډسمبر کې EPA په ۱۵ کلونو کې تر ٪۸۵ د (hydrofluorocarbon (HFC)) ګازونو د توليد د کمښت په اړه د خپل وروستي قانون خپرول پلان کړل. HFCs ګلخانه يي ګازونه دي، چې د کاربن ډای اکسايد په پرتله په زرګونو ځله زيات پياوړي دي. [۳۱]

د ۲۰۲۱ ز په ډسمبر کې بايډن يو اجرائيوي امر لاسليک کړ، چې د متحده ايالتونو حکومت ته يې د انرژي د بسياينې، برېښنايي ګاډو او د نوي کېدو وړ انرژي په ګډون په بېلابېلو معيارونو سره تر ۲۰۳۰ ز پورې، د خپلو ګازاتو د توليد تر ٪۶۵ پورې د پرې کولو (کمښت) لارښوونه کوله. [۳۲]

د کاربن ټولنيز لګښت[سمول]

بايډن د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ ورځ يو امر لاسليک کړ، چې د اوباما وخت کړنلارې د ټولنيز کاربن لګښت په پام کې نيولو ته د نوو مقرراتو د عملي کولو په وخت کې د بېرته ورګرځېدلو لارښوونه يې کوله؛ هغه تمرين چې د ټرمپ ادارې په ۲۰۱۷ کې نفې کړ. د ۲۰۲۱ ز په فبروري کي، بايډن په امريکا کې د کاربن ټولنيز لګښت د يوه ټن لپاره ۵۱ امريکايي ډالرو ته لوړ کړ، د ټرمپ د ادارې د اټکلونو پر ځای هغه اټکلونه، چې د ولسمشر اوباما تر امر لاندې يې وده کړې وه. [۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

سرچینې[سمول]

  1. (په 13 January 2021 باندې). Biden plans to fight climate change in a way no U.S. president has done before.
  2. "Biden returns to Obama-era greenhouse gas calculation". The Hill. February 26, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Goldfuss, Christy; Gout, Elise; Hardin, Sally (2021-02-11). "How the Biden Administration Can Modernize Environmental Review". Center for American Progress (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "The Biden Administration Environmental Agenda So Far". The National Law Review (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Mahtani, Melissa; Wagner, Meg; Macaya, Mellisa (2021-04-22). "These are the 40 world leaders that the US invited to today's summit". CNN (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 2020-11-24 باندې). Biden cabinet: John Kerry named climate envoy as inner circle get key posts. BBC News.
  7. "Biden Administration Announces Major Steps to Protect Climate, Wildlife". Center for Biological Diversity (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په January 20, 2021 باندې). Biden targets Trump's legacy with first-day executive actions. CNN.
  9. (په 27 January 2021 باندې). Biden Hits 'Pause' On Oil And Gas Leasing On Public Lands And Waters.
  10. (په November 3, 2021 باندې). Hoyer introduces $9B bill bolstering Biden's deforestation vow at COP26. The Hill.
  11. Aton, Adam. "Biden Pushes U.S.—and the World—to Help Climate Migrants". Scientific American. د لاسرسي‌نېټه December 12, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 3 February 2021 باندې). What Does Pete Buttigieg's Transportation Secretary Role Mean for the Climate?.
  13. (په 2021-04-07 باندې). Biden tax plan replaces U.S. fossil fuel subsidies with clean energy incentives. Reuters.
  14. "Biden proposes more than $2B for clean energy infrastructure, $14B+ increase in climate spending". Utility Dive (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په 28 January 2021 باندې). Biden signs 'existential' executive orders on climate and environment.
  16. (په 20 January 2021 باندې). Macron to Biden and Harris: "Welcome back to the Paris Agreement!". The Hill.
  17. (په 28 January 2021 باندې). "It's time to act": Biden rolls out new actions on climate change.
  18. "World Scientist's Warning to Humanity" (PDF). Union of Concerned Scientists. Union of Concerned Scientists. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Ripple, William J.; Wolf, Christopher; Newsome, Thomas M.; Galetti, Mauro; Alamgir, Mohammed; Crist, Eileen; Mahmoud, Mahmoud I.; Laurance, William F. (December 2017). "World Scientists' Warning to Humanity: A Second Notice". BioScience. 67 (12): 1026–1028. doi:10.1093/biosci/bix125. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. J Ripple, William; Wolf, Christopher; M Newsome, Thomas; Barnard, Phoebe; R Moomaw, William (5 November 2019). "World Scientists' Warning of a Climate Emergency". BioScience. biz088. doi:10.1093/biosci/biz088. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په 21 January 2021 باندې). Youth Climate Leaders Say Global Future Depends on Biden Being Bold.
  22. (په 25 January 2021 باندې). One coal-state senator holds the key to Biden's ambitious climate agenda. And it's not McConnell..
  23. (په 5 October 2020 باندې). How Joe Biden's climate plan compares to the Green New Deal.
  24. "Biden's $2 trillion climate plan aims to reframe debate". ABC News (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. November 17; Shahyd, 2020 Lauren Urbanek Khalil. "Biden Plan Promises Better Buildings, for Climate and Equity". NRDC (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Joe Biden unveils aggressive $2tn climate and jobs plan". the Guardian (په انګلیسي ژبه کي). 2020-07-14. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 21 February 2019 باندې). What Is the Green New Deal? A Climate Proposal, Explained.
  28. Teale, Chris. "Green buildings 'unheralded hero' in emissions fight, experts say". Smart Cities Dive. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. (په 28 January 2021 باندې). "It's time to act": Biden rolls out new actions on climate change.
  30. (په 25 August 2021 باندې). Climate measures in reconciliation, infrastructure bills will mostly meet Biden's emissions goals, Schumer says.
  31. D'Angelo, Chris (2021-09-23). "Biden Administration Finalizes Rule To Slash Super-Pollutant HFCs". HuffPost (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. (په 8 December 2021 باندې). More electric vehicles, modern buildings: Biden aims to cut federal greenhouse gas emissions by 65%.
  33. (په 20 January 2021 باندې). Biden Moves Quickly On Climate Change, Reversing Trump Rollbacks. NPR
  34. "A Return to Science: Evidence-Based Estimates of the Benefits of Reducing Climate Pollution". The White House. 2021-02-26. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Chemnick, Jean (2021-03-01). "Cost of Carbon Pollution Pegged at $51 a Ton". Scientific American. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Meredith, Sam (2021-05-18). "Why the world's largest carbon market is experiencing a boom like never before". CNBC (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Kikstra, Jarmo S; Waidelich, Paul; Rising, James; Yumashev, Dmitry; Hope, Chris; Brierley, Chris M (2021-09-06). "The social cost of carbon dioxide under climate-economy feedbacks and temperature variability". Environmental Research Letters. 16 (9). doi:10.1088/1748-9326/ac1d0b. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)