Jump to content

د جنسیت ټاکلو لپاره د XY سیسټم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د XY جنسیتي تشخیص سیسټم د جنسیت د تشخیص یو سیسټم دی چې د انسانانو، ځینو حشراتو (دروزوفیلا)، ځینو مارانو، ځینو کبانو (ګوپیان) او ځینو نباتاتو (ګینګو ونه) په شمول، د ډېریو تي‌لرونکو د ډلبندي لپاره کارول کېږي. په دغه سیسټم کې د یوه موجود جنسیت د جنسي کروموزونو د یوې جوړې له‌مخې مشخص کېږي. د ښځینه جنس، دواړه جنسي کروموزومونه سره ورته دي (XX) او د هوموګميټیک جنس په نامه یادېږي. په نارینه‌وو کې جنسي کروموزومونه سره توپیر لري (XY) او د هتروګمیټیک جنس په نامه یادېږي.[۱]

په انسانانو کې، د Y کروموزوم دنده د نارینه‌توب ودې راپارول دي؛ د Y کروموزوم په نه‌شتون کې، جنین په ښځینه ډول وده کوي. په ډېریو نوعو کې چې جنسیتونه یې د XY سیسټم له‌لارې معلومېږي، یو ژوندی موجود د ژوندي پاتې کېدلو لپاره باید لږ تر لږه یو X کروموزوم ولري.[۲][۳]

XY سیسټم، له څو اړخونو، د ZW جنسیتي تشخیص له سیسټم سره (چې په الوتونکو، ځینو حشراتو، ډېریو څښېدونکو او بېلابېلو نورو ژویو کې موندل کېږي او هتروګمیټیک جنس یې ښځینه ده) توپیر لري. د څوګونو لسیزو لپاره داسې ګومان کېده چې جنسیت په ټولو مارانو کې د ZW سیسټم له‌لارې معلومېږي، خو د Boidae او Pythonidae په فامیل کې د ځینو نوعو په وراثت کې غیرمتوقعه اغېزې تر سترګو شوې؛ د بېلګې په توګه: بکري تکثر کې نارینه نه، بلکې ښځینه جنس تکثر کوي، چې له هغه څه سره چې د ZW په سیسټم کې یې تمه کېږي، په خلاف کې دی. د یوویشتمې پېړۍ په لومړیو کې دغه مشاهدات د داسې څېړنو لامل وګرځېد چې ویې ښودله ټول پایتون او بوا ماران، چې تراوسه څېړل شوي دي، په قطعي توګه د جنسیت د تعیین XY سیسټم لري.[۴][۵]

میکانیزمونه

[سمول]

ټول ژوي د DNA یوه ټولګه لري چې په کروموزومونو کې د شته جېنونه لپاره کوډونه جوړوي. په انسانانو، ډېريو تي‌لرونکو او ځینو نورو نوعو کې، د X او Y په نامه دوه کروموزومونه د جنسیت لپاره کوډ جوړوي. د دغو نوعو په Y کروموزوم کې یو یا تر یوه زیات جېنونه شتون لري چې نارینه‌توب ټاکي. په دغې لړۍ کې، د جنس د ټاکلو لپاره یو X او یو Y کروموزوم عمل کوي، په اغلب ډول د هغو جېنونو له‌امله چې د Y پر کروموزوم پراته دي او د نارینه‌توب لپاره کوډ جوړوي. ماشوم دوه جنسي کروموزومونه لري: هغه ماشوم چې د X دوه کروموزومونه لري، د ښځینه جنس ځانګړنې او هغه ماشوم چې یو X او یو Y کروموزوم لري، د نارینه جنس ځانګړنې په‌کې وده کوي.

تي‌لرونکي

[سمول]

په ډېریو تي‌لرونکو کې، جنسیت د Y کروموزوم د شتون له‌مخې معلومېږي. د Y کروموزوم شتون لامل ګرځي ترڅو د XXY او XYY کاریوټایپ لرونکي نارینه او د X او XXX کاریوټایپ لرونکي ښځینه وي.[۶]

په ۱۹۳۰ز کې آلفرېد ژوست وموندله چې د سوی په نارینه جنس کې د ولفیان مجرا د ودې لپاره، د تستسترون شتون اړین دی.[۷]

SRY د ځناورو ژویو (جوړه‌یي تي‌لرونکي او کڅوړه‌لرونکي) پر Y کروموزوم باندې د جنسیت تعیینولو یو جېن دی. پرته له انسانانو څخه، تي‌لرونکي د Y کروموزوم له څوګونو جېنونو څخه کار اخلي.[۸]

د نارینه جنس مشخص کوونکي ټول جېنونه پر Y کروموزوم باندې واقع شوي نه‌دي. پلاتیپوس، چې یو مونوترم دی، د نارینه جنس له اړوندو شپږو ډلو جېنونو سره، د XY کروموزومونو پنځه بېلابېلې جوړې کاروي، AMH یې اصلي برخه ده.[۹]

انسانان

[سمول]

پر Y کروموزوم باندې یو واقع شوی واحد جېن (SRY) د نارینه‌توب په لور د ودې د تنظیمولو لپاره د یوه سېګنال په توګه عمل کوي. د دغه جېن شتون د تذکیر کېدلو د لړۍ د پیلېدو لامل ګرځي. د دغه او نورو فکټورونو له‌امله، په انسانانو کې جنسي توپیرونه رامنځ‌ته کېږي. په ښځینه‌وو کې د دوو X کروموزومونو لرونکې حجرې د X د غیرفعال کېدو لامل ګرځي، چې د X یو کروموزوم په‌کې غیرفعاله کېږي. غیرفعال شوی X کروموزوم د یوې حجرې دننه د «بار جسم» په توګه پاتې کېږي.[۱۰]

نور ژوي

[سمول]

د کیشپانو په ځینو نوعو (په تېره بیا Staurotypinae او Chelidae) کې، د XY جنسیتي تعیین کوونکو سیسټمونو، په همرېونده توګه، تکامل موندلی دی.[۱۱]

نورې نوعې (د دروزوفیلا ډېریو نوعو په شمول) د ښځینه‌توب د ټاکلو لپاره د دوو X کروموزومونو له شتون څخه کار اخلي: یو X کروموزوم د فرضي نارینه جنس معنی ورکوي، خو په طبیعي توګه د نارینه د ودې لپاره د Y کروموزوم شتون اړین ګڼل کېږي. د مېوې په مچانو کې، د XY ترتیب لرونکي نارینه او د XX ترتیب لرونکي ښځينه دي؛ سره له‌دې، د XXY لرونکي هم ښځینه او د X لرونکي نارینه دي.[۱۲]

نور سیسټمونه

[سمول]

الوتونکي او ډېري حشرات د جنسیت ټاکنې یو ورته سیسټم لري (د جنسیت ټاکنې ZW سیسټم)، چې په هغه کې ښځینه هتروګمیټیک (ZW) او نارینه هوموګمیټیک (ZZ) دي.[۱۳]

د پرده‌وزرو په طبقه کې بیا ډېري حشرات یو هاپلوديپلوییدي سیسټم لري، چې نارینه جنس یې هاپلویید (له هر ډول څخه یوازې یو کروموزوم لري) او ښځینه جنس یې ديپلویید دی (له جوړه کروموزومونه سره څرګندېږي). ځیني نور حشرات بیا د X0 جنسیت ټاکنې سیسټم لري، چې په هغه کې د ښځینه جنس لپاره یوازې یو کروموزوم په جوړه‌یي توګه څرګندېږي، خو د نارینه‌وو لپاره یوازې یو کروموزوم شتون لري، په داسې حال کې چې نور کروموزومونه په دواړو جنسونو کې په جوړه‌یي توګه څرګندېږي.[۱۴]

تاریخ

[سمول]

د جنسیت معلومولو په هکله پخوانۍ نظریې

[سمول]

ارسطو، په تېروتنې سره، باور درلود چې د یوه ماشوم جنسیت، د القاح پر مهال د نارینه سپرم د تودوخې له‌مخې ټاکل کېږي. هغه لیکلي دي:

…د نارینه مني د ښځینه له متناظرو ترشحاتو سره توپیر لري، ځکه چې په دننه کې یې یو اصل شتون لري، داسې چې په جنین کې هم د حرکت د رامنځ‌ته کولو لامل ګرځي او وروستي خوراکي توکي په بشپړه توګه ترکیبوي. په داسې حال کې چې د ښځینه‌وو ترشحات یوازې مواد لېږدوي. نو، که چېرې د مذکر جنس عنصر مسلط شي، مونث عنصر خپل ځان ته راکاږي، خو که چېرې مونث عنصر مسلط وي، نو مذکر جنس په برعکس توګه بدلون مومي یا له‌منځه ځي.

ارسطو په تېروتنې سره ادعا وکړه چې د نارینه اصل د جنسیت د ټاکلو اصلي لامل دی، داسې چې که چېرې د تکثر پر مهال د نارینه اصل په بشپړه توګه څرګند شوی نه‌وي، نو جنین د یوه ښځینه جنس په بڼې وده کوي.[۱۵]

د شلمې پېړۍ جنتیک

[سمول]

نېتي ستېفنز (د ګونګټو د مطالعې پر مهال) او اِدموند بیچر وېلسون (د نیم‌وزرو د مطالعې پر مهال)، په ۱۹۰۵ز کال کې، په جلا توګه، په حشراتو کې د کروموزومي XY جنسیت ټاکنې سیسټم کشفولو ویاړ لري: دغه واقعیت چې نارینه د XY جنسي کروموزومونه او ښځینه د XX جنسي کروموزومونه لري. د ۱۹۲۰ز لسیزې په لومړیو کې، تیوفیلوس پېنتر وښودله چې جنسیت په انسان (او نورو تي‌لرونکو) کې هم د X او Y کروموزومونو له‌مخې ټاکل کېږي او ټاکونکي کروموزومونه د سپرم له‌لارې لېږدول کېږي.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

په تي‌لرونکو کې د خصیو د ودې د تعیین کوونکي فکټور د شتون په تړاو لومړنۍ نښې نښانې، د آلفرېد ژوست له‌لورې په ترسره شویو ازمایښتونو کې وموندل شوې؛ هغه د سویانو جنینونه په رحم کې خسي کړل او ویې‌لېدل چې واړه د ښځینه جنس په بڼه وده کړې ده.[۲۰]

سرچينې

[سمول]
  1. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
  2. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  3. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
  4. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  5. Olena, Abby. Snake Sex Determination Dogma Overturned. The Scientist July 6, 2017 [۱]
  6. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
  7. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  8. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  9. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  10. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  11. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
  12. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  13. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  14. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  15. De Generatione Animalium, 766B 15‑17.
  16. Glass, Bentley (1990) Theophilus Shickel Painter 1889—1969: A Biographical Memoir, National Academy of Sciences, Washington DC. Retrieved 24 Jan 2022.
  17. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  18. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  19. John L. Heilbron (ed.), The Oxford Companion to the History of Modern Science, Oxford University Press, 2003, "genetics".
  20. Jost A., Recherches sur la differenciation sexuelle de l’embryon de lapin, Archives d'anatomie microscopique et de morphologie experimentale, 36: 271 – 315, 1947.