د جنسيت د تنخوا توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د جنسيت د اداينې يا تنخوا توپير، د نارينه او ښځينه کارکوونکو د تنخواګانو تر مينځ د منځنۍ کچې توپير دی. ښځو ته په عمومي ډول د نارينه وو په پرتله لږه تنخوا ورکول کېږي. د تنخوا توپير په دوه ډوله دی: د غير تنظيم شوې تنخوا توپير، د تنظيم شوې تنخوا توپير په مقابل کې. وروستنۍ توپير په نمونه يي ډول د کار کولو ساعتونو، غوره شوو مسلکونو، زده کړې او کاري تجربې کې توپيرونه په پام کې نيسي. په متحده ايالاتو کې د بېلګې په توګه: د ښځينه وو غير تنظيم شوې منځنۍ کچې کلنۍ تنخوا، د نارينه منځنۍ کچې تنخوا ٪۷۹ ده، د تنظيم شوې ٪۹۵ منځنۍ کچې په پرتلنې. [۱][۲][۳][۴][۵]

لاملونه يې په حقوقي، ټولنيزو او اقتصادي عواملو پورې تړاو لري او د "مساوي کار لپاره مساوي تنخوا" څخه پراختيا مومي.[۶]

د جنسيت د تنخوا توپير د عامه تګلارې له اړخه يوه ستونزه کېدای شي، ځکه چې دا اقتصادي محصول کموي او دا معنا ورکوي چې ، مېرمنې (په ځانګړې توګه په زاړه عمر کې) ډېر احتمال لري چې، د خير ښېګڼې په تادياتو پورې اړه ولري.[۷][۸][۹]

تاريخي ليد[سمول]

د جنسيت تنخوا د تاريخي مطالعې له مخې

د ۲۰۲۱ ز د تاريخي جنسيت د تنخوا تناسب، د يوې مطالعې پر اساس په سويلي اروپا کې مېرمنو د ۱۳۰۰ز او ۱۸۰۰ زکلونو تر منځ د غير مسلکي نارينه وو په پرتله شاوخوا نيمايي عايد تر لاسه کړ. په شمالي او لويديځه اروپا کې دا تناسب ډېر لوړ و، مګر د ۱۵۰۰ - ۱۸۰۰ ز کلونو په موده کې لږ شو.[۱۰]

د ډوريس ويچسلباومر (Doris Weichselbaumer) او روډولف وينټر-ايبمر (Rudolf Winter-Ebmer) له خوا، له ۶۰ څخه د زياتو هېوادونو له ۲۶۰ څخه ډېر د تنخواګانو د توپير مطالعاتو، د ۲۰۰۵ز خپاره شوي مېټا ارزونې وموندل، چې له ۱۹۶۰ ز کلونو څخه تر ۱۹۹۰ ز کلونو پورې په ټوله نړۍ کې د اومه (په مستعار نوم غير تنظيم شوې) تنخوا توپيرونه، د پام وړ يعنې له ٪۶۵ څخه تر ٪۳۰ پورې لږ شوي دي. د دې کمښت لويه برخه د ښځو لپاره د کار بازار دشتوالي له امله وه. (د بېلګې په توګه: ښه زده کړه، روزنه او د کار ضميمه).[۱۱]

په ۱۹۹۸ز کې د تنخواګانو د توپير په اړه، د ۴۱ ازماېښتي مطالعاتو بل مېټا تحليل د اټکل شوې تنخوا په تشو کې د ورته وخت ميلان يا حرکت يعنې په کال کې نږدې ٪۱ کمښت وموند.[۱۲]

د بریتانيا د CMI له خوا د ۲۰۱۱ ز مطالعې په پایله کې: که چېرې د ښځينه اجرائيوي رئيسانو لپاره د تنخواګانو وده، په اوسنيو بیو کې دوام وکړي؛ د ښځينه او نارينه اجرائيوي عوایدو تر مينځ واټن به تر ۲۱۰۹ ز پورې ناڅرګند نه وي.[۱۳]

محاسبه[سمول]

د جنسيت د تنخوا غير تنظيم شوې توپير يا د جنسيت د تنخوا توپير، په نمونه يي ډول په ټاکل شوې نمونه کې د ټولو نارينه او ښځينه کارکوونکو لپاره د تنخواګانو تر منځ منځنی يا مطلوب توپير دی. دا په عمومي ډول، "د نارينه او ښځينه کارکوونکو د منځني ناخالص ساعتوار [يا کلني] عايد تر مينځ توپير د نارينه ناخالص عايد٪ " د فيصدي يا تناسب په توګه ښودل کېږي.[۱۴]

ځيني ​​هېوادونه د ملي جنسيت د تشو د محاسبې لپاره يوازې د بشپړ وخت کاري نفوس کاروي. نور هېوادونه د هېواد له ټول کاري نفوس څخه د نمونې پر بنسټ دي (د نيم وخت کارکوونکو په ګډون). په دې حالت کې د بشپړ وخت معادل (FTE) د کار شوو ساعتونو تنخوا، د مساوي اندازې لپاره د تنخوا تر لاسه کولو لپاره کارول کېږي.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د  نا دولتي سازمانونو محاسبه، په بېلابېلو نمونو کې کاروي. ځيني سازمانونه شريکوي چې محاسبه څنګه او په کوم ډول معلوماتو باندې تر سره شوې وه. د جنسيت د تنخوا توپير، د بېلګې په توګه: د توکم، ښار او دندې له مخې يا په يوه اداره کې اندازه کېدی شي.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

د بېلابېلو لاملونو لپاره تنظيمول[سمول]

د تنخواګانو پرتله کو،ل د معلوماتو سيټونو "په دننه کې، نه په اوږدو کې" د نورو فکتورونو يا عواملو کنټرولولو سره په يو ځانګړي فکتور تمرکز کولو کې مرسته کوي. د بېلګې په ډول: د دې لپاره چې د جنسيت د تنخوا په توپير کې د افقي او عمودي توپير رول له منځه يوسو، تنخوا په يوه ځانګړي وظيفوي فعاليت کې د جنسيت په واسطه سره پرتله کېدی شي. د دې لپاره چې د کار په بازار کې له ملي ورهاخوا توپيرونه له مينځه يوسو؛ اندازه کوونه کولی شي، پر ځای يې په يوې جغرافيايي سيمې تمرکز وکړي.[۳۱]

دلاېل[سمول]

د جنسيت د تنخواګانو غير تنظيم شوې توپير، په خپله د تبعيض اندازه نه ده. دا د ښځو او نارينه وو په منځنۍ تنخوا کې توپيرونه، يو ځای کوي، چې د پرتله کولو د باروميټر (د اتموسفير د معلومولو اله يا هوا سنج) په توګه خدمت وکړي. د تنخواګانو توپيرد حرفوي بېلوالي (په لوړو تنخوا لرونکو صنعتونو کې ډېر نارينه او په ټيټو تنخوا لرونکو صنعتونو کې مېرمنې)، عمودي بېلوالي (په لوړ پوړو کې لږې مېرمنې او له همدې امله ښه تنخوا ورکول) د مساوي تنخواګانو غير ګټور قانون، د مېرمنو په ټوله کې د اداينې کاري ساعتونه او د کار بازار ته د ننوتلو پر وړاندې خنډونه، لکه: د زده کړې کچه او د واحد مور او پلار کچې له امله دی.[۳۲]

ځيني ​​ بدلونونه چې د غير تنظيم شوي جنسيت تنخوا توپير په تشرېح کولو کې مرسته کوي؛هغه اقتصادي فعاليت، کاري وخت او د دندې موده راښیي. د جنسيت مشخص عوامل په وړتيا او تبعيض کې د جنډر د توپير، د تنخوا ټوليز جوړښت او د صنعت په سکتورونو کې د تنخواګانو د توپير په ګډون، ټول د جنسيت د تنخوا په توپير اغېزه کوي.[۳۳]

د صنعت برخه[سمول]

حرفوي يا افقې توپير، په تنخوا کې نابرابرۍ ته اشاره کوي، چې له حرفوي عايداتو سره تړاو لري.[۳۴][۳۵]

په جاکوبس (۱۹۹۵ ز) کې بويډ (Boyd) او همکارانو يې، د کار افقي وېش ته، چې له مخې يې د نارينه وو لپاره په "لوړې تکنالوژۍ" او ښځينه وو لپاره "High-touch" (شخصي پاملرنې او خدمت کې ښکېلتيا) ته په داسې حال کې ورګرځي، چې له لوړې ټيکنالوژۍ سره په مالي ډول د ډېرو مکافاتو نسبت ورکول کېږي. نارينه ډير احتمال لري چې په یو څه لوړه تنخوا، خطرناکو صنعتونو، لکه: کان کيندنه، ساختمان يا توليد برخې وي او ان د اتحاديې له خوا يې ملاتړ وشي. برعکس ښځې ډېر احتمال لري، چې د منشيتوب يا کتابت اړوند دندو کې وي او په خدماتي صنعت کې کار وکړي.[۳۶][۳۷]

په ۱۹۹۰ ز کلونو کې د متحده ايالاتو د کار ځواک يوې مطالعې وړانديز وکړ، چې په کسب، صنعت او د اتحاديې حالت کې د جنسيت توپيرونه، د تنخوا د توپير يو اټکل شوې ٪۵۳ تشرېح کوي. د امريکا په اقتصادي ژورنال ((لوی اقتصاد)) کې د ۲۰۱۷ ز کال يوې څېړنې وموندله، چې د خدماتو د برخې مخ په زياتېدونکي اهميت، په تنخوا او ساعتونو کې د جنسيت توپير په کمولو کې رول لوبولی دی. په ۱۹۹۸ ز کې په انساني پانګه او صنعت کې د دواړو توپيرونو لپاره تنظيمول، دنده او د اتحاديو د جوړول اصولو، د امريکايي مېرمنو د منځنیوعايداتو اندازه، د امريکايي نارينه وو له ٪۸۰ څخه ٪۹۱ ته زياتوي.[۳۸][۳۹]

د متحده ايالاتو د ملي ساينس يا پوهې بنسټ (National Science Foundation) کلنۍ سرشمېرنې، د ۲۰۱۷ ز مطالعې د ساينس په بېلابېلو برخو کې د تنخوا توپير په ګوته کړی. د لوړې تنخوا ورکولو په برخو کې د نارينه وو خورا لوی تناسب شتون لري. لکه: رياضي او کمپيوټر ساينس دوه تر ټولو د لوړې تنخوا ورکونکي ساينسي ساحې دي. نارينه په هغو برخو کې د دوکتورا د درجې شاوخوا ٪۷۵ لپاره مسوول دي، (هغه تناسب چې له ۲۰۰۷ راهيسې په سختۍ سره بدل شوی) او تمه ده چې نارينه ۱۱۳۰۰۰$ تنخوا د ښځو لپاره د ۹۹۰۰۰$ تنخوا په پرتله ترلاسه کړي. په ټولنيزو علومو کې د دوکتورا په پام کې نيولو سره د نارينه او ښځينه تر منځ توپير د نارينه وو ۶۶۰۰۰ ډالر د ښځو د ۶۲۰۰۰ ډالرو تنخوا په پرتله د پام وړ کم و. په هرحالت، په ځينو برخو کې ښځې ډېره مزدوري يا تنخوا تر لاسه کوي: په کيميا کې مېرمنې ۸۵۰۰۰ ډالر تنخوا تر لاسه کوي، چې دا معاش د هغوي د نارينه همکارانو په پرتله نږدې ۵۰۰۰ ډالر زيات دی.[۴۰]

د لوړ پوړو اجرائيوي تنخوامعلوماتو په اړه د مارنينګ سټار (Morningstar) ارزونې څرګنده کړه، چې لوړ پوړو اجرائيوي مېرمنو په ۲۰۱۹ ز کې د نارينه اجرائيوي رئيسانو له خوا ترلاسه شوي د هر ډالر لپاره ۸۴،۶ پيسې ترلاسه کړې. ګڼې ښځې په C-Suite (په يوه اداره کې په اجرائيوي سطحه مديريتي بستونه) کې، له ۷ څخه تر ۱ پورې پاتې شوې دي.[۴۱][۴۲]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. "Gender Pay Gap". www.genderequality.ie. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Progress on the Gender Pay Gap: 2019 - Glassdoor". Glassdoor Economic Research (په انګلیسي ژبه کي). 2019-03-27. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. O'Brien, Sara Ashley (په April 14, 2015 باندې). 78 cents on the dollar: The facts about the gender wage gap. CNN Money.
  4. کينډۍ:Cite report
  5. Gurchiek, Kathy (په April 2, 2019 باندې). Study: Global Gender Pay Gap Has Narrowed but Still Exists.
  6. https://ec.europa.eu/eurostat/documents/2995521/7896990/3-06032017-AP-EN.pdf
  7. Bandara, Amarakoon (3 April 2015). "The Economic Cost of Gender Gaps in Effective Labor: Africa's Missing Growth Reserve". Feminist Economics. 21 (2): 162–186. doi:10.1080/13545701.2014.986153. ISSN 1354-5701. S2CID 154698810. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Klasen, Stephan (5 October 2018). "The Impact of Gender Inequality on Economic Performance in Developing Countries". Annual Review of Resource Economics. 10 (1): 279–298. doi:10.1146/annurev-resource-100517-023429. ISSN 1941-1340. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Mandel, Hadas; Shalev, Michael (1 June 2009). "How Welfare States Shape the Gender Pay Gap: A Theoretical and Comparative Analysis". Social Forces. 87 (4): 1873–1911. doi:10.1353/sof.0.0187. ISSN 0037-7732. S2CID 20802566. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Pleijt, Alexandra de; Zanden, Jan Luiten van (2021). "Two worlds of female labour: gender wage inequality in western Europe, 1300–1800†". The Economic History Review (په انګلیسي ژبه کي). 74 (3): 611–638. doi:10.1111/ehr.13045. ISSN 1468-0289. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Weichselbaumer, Doris; Winter-Ebmer, Rudolf (2005). "A Meta-Analysis on the International Gender Wage Gap" (PDF). Journal of Economic Surveys. 19 (3): 479–511. CiteSeerX = 10.1.1.318.9241 10.1.1.318.9241. doi:10.1111/j.0950-0804.2005.00256.x. S2CID 88508221. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Stanley, T. D.; Jarrell, Stephen B. (1998). "Gender Wage Discrimination Bias? A Meta-Regression Analysis". The Journal of Human Resources. 33 (4): 947–973. doi:10.2307/146404. JSTOR 146404. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Goodley, Simon (په 2011-08-31 باندې). Women executives could wait 98 years for equal pay, says report. The Guardian.
  14. "Gender pay gap statistics - Statistics Explained". ec.europa.eu. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "How Pew Research measured the gender pay gap". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Australia's Gender Pay Gap Statistics" (PDF). Australian Government Workplace Gender Equality Statistics. 20 February 2020. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ اکتوبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Gender pay gap statistics - Statistics Explained". ec.europa.eu. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "What is the gender pay gap? - The Workplace Gender Equality Agency". web.archive.org. 31 October 2015. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "The Gender Pay Gap Explained" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۰۷ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Breaking down the gender wage gap" (PDF). dol.gov. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۸ جولای ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Bureau, US Census. "Income and Poverty in the United States: 2016". www.census.gov. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Do South African women earn 27% less than men?". Africa Check. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Australia's Gender Pay Gap Statistics" (PDF). Australian Government Workplace Gender Equality Statistics. 20 February 2020. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ اکتوبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "How Pew Research measured the gender pay gap". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "The Gender Wage Gap: 2017 Earnings Differences by Race and Ethnicity". Institute for Women's Policy Research. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ اگسټ ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Kiersz, Sonam Sheth, Shayanne Gal, Andy. "7 charts that show the glaring gap between men and women's salaries in the US". Business Insider. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Beautiful, Information is. "Gender Pay Gap". Information is Beautiful. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. (په 2018-03-29 باندې). New Numbers Show the Gender Pay Gap Is Real.
  29. (په 26 March 2018 باندې). Google reveals UK gender pay gap of 17pc.
  30. "Microsoft publishes gender pay data for UK". Microsoft News Centre UK. 29 March 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Beautiful, Information is. "Gender Pay Gap". Information is Beautiful. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. https://ec.europa.eu/eurostat/documents/3888793/8979317/KS-TC-18-003-EN-N.pdf
  33. Blau, Francine D.; Kahn, Lawrence M. (November 2000). "Gender Differences in Pay". Journal of Economic Perspectives. 14 (4): 75–100. doi:10.1257/jep.14.4.75. S2CID 55685704. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Social Research Update 16: Occupational Gender Segregation". sru.soc.surrey.ac.uk. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Segregation | Eurofound". www.eurofound.europa.eu. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Gender inequality at work. Jacobs, Jerry A., 1955-. Thousand Oaks, California: Sage Publications. 1995. OCLC 31013096. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0803956964. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link)
  37. Blau, Francine D.; Kahn, Lawrence M. (2007). "The Gender Pay Gap: Have Women Gone as Far as They Can?" (PDF). Academy of Management Perspectives. 21 (1): 7–23. doi:10.5465/AMP.2007.24286161. S2CID 152531847. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Rachel, Ngai, L.; Barbara, Petrongolo (2017). "Gender Gaps and the Rise of the Service Economy" (PDF). American Economic Journal: Macroeconomics. 9 (4): 1–44. doi:10.1257/mac.20150253. ISSN 1945-7707. S2CID 13478654. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Blau, Francine (2015). "International Encyclopedia of the Social & Behavioral Sciences". International Encyclopedia of the Social & Behavioral Sciences (Second Edition). Elsevier. 757–763. DOI:10.1016/B978-0-08-097086-8.71051-8. ISBN 9780080970875. 
  40. Woolston, Chris (2019-01-22). "Scientists' salary data highlight US$18,000 gender pay gap". Nature. 565 (7740): 527. doi:10.1038/d41586-019-00220-y. PMID 30670866. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Cook, Jackie (February 22, 2021). "What Will it Take to Close the Gender Pay Gap for Good?". Morningstar.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Thorbecke, Catherine (February 17, 2021). "Gender pay gap persists even at executive level, new study finds". ABC News (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)