د جاپان له خوا د هالنډي ختیځ هند اشغال
د جاپان سترواکۍ د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د ۱۹۴۲ زکال له مارچ میاشتې څخه د ۱۹۴۵ زکال په سپټمبر میاشت کې د دغې جګړې تر پایه پورې هالنډی ختیځ هند (اوسنۍ اندونیزیا) اشغال کړ. دغه دوره د معاصرې اندونیزیا د تاریخ یو له مهمو او حیاتي دورو څخه وه.
د ۱۹۴۰ زکال په مۍ میاشت کې جرمني، هالنډ اشغال کړ او له امله یې په هالنډي ختیځ هند کې پوځي حکومت اعلان شو. د هالنډي او جاپاني چارواکو ترمنځ د خبرو اترو له ناکامېدو وروسته د ټاپوګانو په ټولګه (مجموع الجزایر) کې د جاپان شتمني کنګل شوه. هالنډیانو د ۱۹۴۱ زکال د ډسمبر په اوومه نېټه په پرل هاربر باندې د جاپان د برید له امله له جاپان سره د جګړې اعلان وکړ. د دغې چارې له امله جاپانیانو د ۱۹۴۲ زکال د جنوري په ۱۰مه نېټه په هالنډي ختیځ هند برید وکړ او دغه مستعمره یې له دریو میاشتو څخه په کمه موده کې اشغال کړه. هالنډ هم د مارچ په اتمه نېټه تسلیم شو. په پیل کې اکثریت اندونیزیايي وګړو د جاپانیانو هرکلی وکړ او هغوی ته یې له خپلو استعماري اربابانو څخه د آزادي بخښونکو په سترګه کتل. خو له څه مودې وروسته یې دغه احساس بدلون وکړ، ځکه چې له ۴ څخه تر ۱۰ میلیونه اندونیزیایي وګړي د اجباري کارکوونکو په توګه په جاوه کې په اقتصادي او دفاعي پراختیايي پروژو کې په کار وګمارل شول. له ۲۰۰ زرو څخه تر ۵۰۰ زرو وګړي هم له جاوه ښار څخه نورو بهرنیو ټاپو ګانو او آن تر برما او سیام پورې ولېږل شول. د جاپان د اشغال پر مهال په هالنډي ختیځ هند کې څلور میلیونه وګړي د قحطۍ او اجباري کار له امله مړه شول چې په دغو کې ۳۰ زره اروپايي ملکي وګړي هم شامل وو.[۱][۲][۳]
د ۱۹۴۴ – ۱۹۴۵ زکلونو پر مهال د متفقینو ځواکونه په پراخه کچه د هالنډ له ختیځ هند تېر شول او د جاوه او سوماترا په څېر یې د هغو په ډېرو نفوس لرونکو برخو کې جګړه ونکړه. په دې ترتیب سره د هالنډي ختیځ هند ډېری سیمې د ۱۹۴۵ زکال په اګست میاشت کې د جاپان د تسلیمۍ تر مهاله تر اشغال لاندې وې.
دغه برید او اشغال د هالنډ د استعماري حاکمیت پر وړاندې لومړنی غبرګون و او داسې پراخه بدلونونه یې رامنځته کړل چې وروسته یې د اندونیزیا ملي انقلاب ته لار برابره کړه. د هالنډیانو پر خلاف، جاپانیانو د کلیو تر کچې پورې د اندونیزیایي وګړو د سیاسي شعور په رامنځته کېدو کې مرسته وکړه. جاپانیانو ډېری اندونیزیايي ځوانانو ته زده کړې او روزنې ورکړې، هغوی یې وسله واله کړل او د خپلو ملت پاله ملي رهبرانو په څنګ کې یې سیاسي غږ اوچتولو ته چمتو کړل. همدا و چې د هالنډ د استعماري رژیم په نابودۍ او همدارنګه اندونیزیايي ملت پالنې ته په لار جوړولو سره د جاپان اشغال داسې شرایط رامنځته کړل چې پر مټ یې په آرام سمندر کې د جاپان له تسلیمۍ یوازې څو ورځې وروسته اندونیزیا د خپلواکۍ اعلان وکړ. له دې سره هم هالنډ د دغې سیمې د بېرته نیولو هڅو ته په مخه کولو سره یوه سخته دیپلماتیکه، پوځي او ټولنیزه پنځه کلنه مبارزه پیل کړه چې له امله یې د ۱۹۴۹ زکال په ډسمبر میاشت کې هالنډ د اندونیزیا حاکمیت په رسمیت وپېژند. [۴]
مخینه
[سمول]د ختیځ هند هالنډي شرکت او جاپاني سامورایانو چې هالنډیانو د مزدورانو په توګه استخدام کړي و، په بانډا ټاپوګانو کې یې د مسلمانانو په عام وژنه لاس پورې کړ، دوی د مسلمانانو په جوماتونو کې استوګن شول، د هغوی ښځو ته یې سپکاوی وکړ او د بانډا ټاپوګانو په نیولو سره یې د دوی له اورنګ کایا (پاچا) څخه سر غوڅ کړ. [۵][۶][۷][۸][۹]
په ۱۸۶۸ زکال کې له میجي بیارغونې وروسته د ننشین – رون سیاست په سویلي سیمو کې وده وکړه چې تر ډېره یې په سوداګرۍ او کډوالۍ تمرکز درلود. د لومړنۍ میجي دورې پر مهال جاپان سویل ختیځې آسیا ته د جاپاني کډوالو له تګ څخه اقتصادي ګټه کوله؛ د بېلګې په توګه یوه برخه ګټه یې د هغو فاحشو پر مټ ترلاسه کوله چې د هالنډي ختیځ هند او د سویل ختیځې آسیا د نورو لویدیځو مستعمرو په فاحشه خانو کې یې کار کاوه. [۱۰][۱۱][۱۲]
د لاندې سیمو چینایانو بیا په ۱۹۰۴ زکال کې خپل بومونټ او وینچسټر ټوپکونه په سوماترا کې په باټاکانو وپلورل چې په هالنډیانو یې بریدونه کول او له هغوی سره په جګړه کې ښکېل وو. [۱۳][۱۴]
په اندونیزیا کې چینایانو له هالنډي استعمارچیانو سره د جاوه له جګړې (۱۷۴۱ – ۱۷۴۳ زکال) وروسته تر کونګسي جګړو پورې؛ د بورنئو لویدیځ ساحل ته د اکتشافي سفر، د چینایانو پر وړاندې په مونترادو کې د لښکر کشۍ او ماندور پاڅون له امله دښمنانه اړیکې لرلې.
معاصره اندونیزیا تر ۱۹۴۲ زکال پورې د هالنډ مستعمره وه او په هالنډي ختیځ هند باندې یې شهرت درلود. په ۱۹۲۹ زکال کې د اندونیزیايي وګړو د ملي بیدارۍ پر مهال اندونیزیايي ملت پاله مشرانو؛ سوکارنو او محمد هاتا (په ترتیب سره راتلونکی ولسمشر او مرستیال ولسمشر) د آرام سمندر د جګړې وړاندوینه وکړه او دې پرېکړې ته ورسېدل چې په هالنډي ختیځ هند کې به د جاپانیانو مخکې تګ د خپلواکۍ د آرمان لپاره ګټمن پرېوزي. [۱۵]
جاپانیانو دغه مهال دا خبره ترویج کړې وه چې دوی «د آسیا څراغ» دي. ځکه چې جاپان د نوولسمې پېړۍ په وروستیو کې یوازنی آسیایي هېواد و چې په بریالیتوب سره یې یوه معاصره ټکنالوژیکي ټولنه جوړه کړې وه او هغه مهال چې ډیری اسیایي هېوادونه د اروپا او امریکا تر کنټرول لاندې و، خپلواک و او په جګړې کې یې یو اروپايي ځواک یا روسیې ته ماته ورکړې وه. له چین سره له پوځي نښتې وروسته دغه هېواد خپل پام سویل ختیځې آسیا ته واړوه او د ټولو اسیايي وګړو لپاره یې د لویې ختیځې آسیا د مشترکې هوساینې له حوزې څخه ملاتړ کاوه؛ چې دغه حوزه یې د جاپان تر مشرۍ لاندې د سوداګریزې سیمې په توګه توصیف کوله. جاپانیانو د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې په تدریجي ډول په آسیا کې خپل نفوذ پراخه کړ او د ۱۹۲۰مې او ۱۹۳۰مې لسیزې پر مهال یې په ختیځ هند کې سوداګریزې اړیکې جوړې کړې. په دغو کې له سینګارخونو، د انځور اخیستنې له سټوډیوګانو او پلورونکو نیولې تر لویو پلورنځایونو او همدارنګه د سوزکي او میتسوبیشي په څېر لوی شرکتونه شامل و چې د بورې په سوداګرۍ کې بوخت شول. [۱۶][۱۷]
په ۱۹۳۱ زکال کې په اندونیزیا کې د جاپاني وګړو شمېر ۶۹۴۹ تنو ته په رسېدو خپل اوج ته ورسېد، خو په تدریجي ډول یې د هغو کمښت ته مخه کړه ځکه چې د دغه ځای د هالنډي حکومت او جاپان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې. ډیری دغه جاپانیان د خپل دولت له خوا هلته لېږل شوي و څو له ملت پاله اندونیزیايي وګړو، په ځانګړې توګه له مسلمانانو سره اړیکې جوړې کړي او ورته مهال یې له هغو ملت پاله اندونیزیایي وګړو سره مالي مرستې کولې چې لېوالتیا یې لرله جاپان ته سفر وکړي. د اندونیزیايي ملت پالنې اړوند دغه هڅې «د آسیایي وګړو لپاره د آسیا» په نامه د جاپان د پراخې طرحې برخه وې. په داسې حال کې چې ډیری اندونیزیايي وګړي د هالنډي نژاد پر بنسټ نظام د پای ته رسولو په برخه کې د جاپانیانو ژمنې ته هیله من وو، خو هغه چینايي اندونیزیايي وګړي چې د هالنډ تر واکمنۍ لاندې یې غوره ځایګي لرل؛ ډېره لږ تمه یې ترې لرله. د ۱۹۳۰مې لسیزې په وروستیو کې په منچوري او چین باندې د جاپان برید د اندونیزیا د چینايي وګړو اندېښنه وپاروله، ځکه چې له جاپان ضد هڅو څخه یې د ملاتړ په موخه بودیجه جوړه کړې وه. ورته مهال د هالنډ استخباراتي مامورینو هم په اندونیزیا کې په جاپاني وګړو څار پیل کړ. [۱۸][۱۹]
د ۱۹۴۱ زکال په نومبر میاشت کې د اندونیزیا د راکیات مجلس په نامه د اندونیزیا د مذهبي، سیاسي او سوداګریزو ډلو سازمان د ختیځ هند هالنډي دولت ته یو یاددښت وسپاره چې په هغو کې یې د جګړې د ګواښ په حالت کې د اندونیزیايي وګړو د بسیج کېدو غوښتنه کړې وه. دغه غوښتنه رد کړای شوه ځکه چې دولت دغه سازمان د وګړو استازی نه باله. له دغې چارې څخه لا څلور میاشتې نه وې تېرې شوې چې جاپانیانو مجموع الجزایر اشغال کړ. [۲۰]
سرچينې
[سمول]- ↑ Dower 1986، م. 296.
- ↑ Ricklefs 2008، م. 337.
- ↑ Ricklefs 2008، م. 323-325.
- ↑ Ricklefs 2008، م. 325.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Friend 2003، م. 29.
- ↑ Vickers 2013، مم. 85–86.
- ↑ Vickers 2013، مم. 86–87.
- ↑ Vickers 2013، م. 86.
- ↑ Yamamoto 2000.
- ↑ Bidien 1945، مم. 345–346.