د جاپان له خوا د فلپين نيواک (اشغال)
د جاپان له خوا د فلFين اشغال د 1942 او 1945ز کلونو تر منځ، هغه مهال منځ ته راغی، کله چې جاپان د دويمې نړيوالې جګړې په اوږدو کې همګټې فلپين اشغال کړ.
په «پرل هاربر» له بريد څو ساعته وروسته، د فلپين اشغال د 1941ز کال د ديسمبر د مياشتې په اتمه نېټه پيل شو. په پرل هاربر کې، امريکايي الوتکه د جاپان په لومړي بريد کې سخته زيانمنه شوه. د فضايي پوښښ د کمښت له امله، د 1941ز کال د ديسمبر په دولسمه نېټه په فلپين کې امريکايي اسيايي بېړيو جاوا ته شاتګ وکړ. جنرال «ډګلس ميک ارتر» ته امر شوی و چې په «کوريګيډور» کې خپل ځواکونه پرېږدي او د 1942ز کال د مارچ د يوولسمې نېټې په شپه 4000 کيلومتره لېرې استراليا ته ولاړ شي. په «باتان» کې 76000 وږي او ناروغ امریکايي او فلپيني مدافعين د 1942ز کال د اپريل په نهمه نېټه تسليم شول، او اړ شول چې د باتان بدنامه مړينې يون (مارش) وزغمي، په کوم کې چې 7000-10000 تنه مړه يا ووژل شول. په کوريګيډور کې پاتې 13000 تنه يې د مۍ مياشتې په شپږمه نېټه تسليم شول.
جاپان تر درې کلونو پورې فلپين اشغال کړ، تر دې چې جاپان خپله تسليم شو. خورا اغېزناکو فلپيني مقاومتي ځواکونو د دې ټاپوګانو شپېته سلنه برخه په واک کې درلوده، چې ډېرې يې ځنګلي او غره ييزې سيمې وې. ميک ارتر دوی ته اوبتل (ډوبماکو) ورکړ او مرستندويه ځواکونه او افسران یې واستول. په عموم کې فلپيني ولس متحده ايالاتو ته وفادار پاتې شو، تر يو برید له دې امله هم چې امريکا د هغوی خپلواکي تضمين کړې وه، له دې کبله چې له تسلیمۍ وروسته جاپانيانو له فلپينيانو سره ناوړه چلند کړی و، او له دې امله چې جاپانيانو په يو زيات شمېر فلپينيانو د کار فشار وارد کړ او ډېرې ځوانې فلپيني ښځې يې په فاحشه خانو کې کېنولې.[۱]
جنرال ميک ارتر د 1944ز کال د اکتوبر په شلمه نېټه فلپين ته د بېرته ستنېدو په ژمنه وفا وکړه. د «ليټي» په ټاپو د کوزېدو پر مهال له هغه سره 700 ماڼوګان او 174000 کسانو ځواک ملګری و. د 1944ز کال د ديسمبر تر مياشتې پورې، د ليټي او منډورو ټاپوګان له جاپاني سرتيرو څخه تصفيه کړای شول. د دې پوځي فعاليت پر مهال، جاپاني دولتي پوځ د ځانمرګو په توګه د دې ټاپوګانو څخه دفاع وکړه. د مانيلا په څېر ښارونه د ويجاړيو امبار وګرځېدل. د جاپاني اشغال پر مهال شا اوخوا 500000 فلپينيان مړه شول.[۲]
مخينه
[سمول]په پرل هاربر د بريد څخه يوازې لس ساعته وروسته، د 1941ز کال د ديسمبر په اتمه نېټه جاپان په فلپين بريد پيل کړ. د ابتدايي هوايي بمبارۍ څخه وروسته د مانيلا په شمال او سويل کې ځمکني سرتيري پلې کړای شول. دفاعي فلپيني او د متحده ايالاتو ځواکونه د جنرال ډګلس ميک ارتر تر قوماندې لاندې وو، څوک چې د کال په پيل کې د متحده ايالاتو پوځ کې د فعالې دندې تر سره کولو لپاره بېرته راغوښتل شوی و، او په اسيا پاسفيک سيمه کې د متحده ايالاتو د وسله والو سرتېرو قوماندان ټاکل شوی و. د هغه تر واک لاندې الوتکه ويجاړه کړای شوه؛ سمندري ځواکونو ته د شاتګ امر وشو؛ او په فاسفيک سيمه کې شرايطو ته په کنتې سره، د هغه د ځمکنيو ځواکونو لپاره مرستندويه ځواکونه او اکمالات استول ناشوني وو. د مشرانو د فشار له امله، دفاعي ځواکونه د باتان ټاپپوزمې او د مانيلا د ابنا په خوله کې د «کوريګيډور» ټاپو ته پر شا کړای شول. مانيلا چې د ويجاړۍ د مخنيوي په موخه د پرانيستي ښار په توګه اعلان شوې وه، د 1942ز کال د جنورۍ په دويمه نېټه جاپانيانو ونيو.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
د 1942ز کال د اپريل د مياشتې په لسمه نېټه د بتان په ټاپووزمه او د 1942ز کال د مۍ مياشتې په شپږمه نېټه په کورګيډور کې امريکايي-فلپيني ځواکونو تر وروستۍ تسليمۍ پورې د فلپين څخه دفاع روانه وساتله. Quezon او Osmeña له سرتېرو سره کورګيډور ته تللي وو، او وروسته متحده ايالاتو ته ولاړل، چېرته چې هغوی په تبعيد کې حکومت جوړ کړ. ميک ارتر ته استراليا ته د تګ حکم شوی و، چېرته چې نوموړي بېرته فلپین ته د ستنېدو لپاره په طرحې جوړولو پيل وکړ. د Quezon سياسي سيال، پخوانی ولسمشر «اګوينالډو» د يو ملګري په توګه د جاپاني بریدګرو ملګرتيا وکړه. د دې په بدل کې، جاپان غوښتل چې «اګوينالډو» په فلپين کې د يو جاپاني ګوډاګي دولت د ولسمشر په توګه وټاکي، خو وروسته يې هغه ته د ملي وېش شرکت رياست ورکړ، او هغه يې د جاپاني جنګي هڅو لپاره د ابتدايي توکو د ورکولو مسئول وټاکه.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
په باټان کې د جاپانيانو له خوا د 80000 بنديانو له ډلې ډيری يې اړ کړای شول چې يو سل او پنځه کيلو متره لېرې د پنډغالي زندان ته د "باټان مرګ يون" کې ولاړ شي. د ناروغيو او ناسم خوراک د کمښت او د دوی د نيونکو د سخت چلند له امله، زرګونه سړي خپل منزل ته له رسېدو مخکې مړه شول. په پنډغالو کې د لومړيو څلورو مياشتو په اوږدو کې د جاپانيانو د ناسم چلند له امله له هغې زيات خلک مړه شول، څومره چې د جګړې په لومړيو څلورو مياشتو کې مړه شوي وو.[۱۶][۱۷]
نيواک (اشغال)
[سمول]جاپاني پوځي چارواکو په سملاسي ډول په فلپین کې د نوي حکومتي جوړښت په ترتيب کولو پيل وکړ. سره له دې چې له نېواک وروسته جاپانيانو د دې ټاپوګانو د خپلواکۍ ژمنه کړې وه، دوی په لومړي سر کې د دولت يوه شورا جوړه کړه، د کومې له لارې چې يې د 1943ز کال د اکتوبر تر مياشتې پورې ملکي چارې پر مخ يوړې، او له دې وروسته يې فلپين د يو خپلواک جمهوريت په توګه اعلان کړ. د يو څو يادولو وړ استثناءاتو په لرلو سره، د فلپين ډيری اشرافیه طبقې د جاپانيانو تر واک لاندې خدمات تر سره کړل. د دې ګوډاګي جمهوريت مشري ولسمشر «José P. Laure» کوله. په ګوډاګي حکومت کې د فلپين همکاري د «Jorge B. Vargas» تر واک لاندې پيل شوه، څوک چې په اصل کې د Quezon له خوا له منيلا څخه تر تګ مخکې د هغه له اړخه د لويې منيلا ښار د ښاروال په توګه ګومارل شوی و. د اشغال پر مهال يوازینی هغه سياسي ګوند چې اجازه ورکړل شوه، هغه د جاپانيانو له خوا تنظيم شوی د KALIBAPI ګوند و. د اشغال پر مهال، ډيری فلپينيان متحده ايالاتو ته ژمن پاتې شول، او د امپراتوري جاپان د ځواکونو له خوا د تسليم شوي اتحادي ځواکونو او ملکيانو له خوا تر سره شوي ډيری جنګي جرمونه مستند کړای شوي دي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
د اشغال پر مهال، په ټول فلپين کې د مېندو، لوڼو، او همجنس پرستانو، چې د ځینو عمر يې لس کاله و، له زرو څخه زيات فلپينيان بنديان شول، په زور د ساعت تېرۍ د ښځو په څېر ونيول شول، او د جاپاني پوځي کارکونکو لپاره جنسي مريانو په توګه وساتل شول. د اشغال پر مهال په فلپين کې د جاپان پوځ ټولو پوځي تاسيساتو يو داسې ځای درلود، چېرته چې ښځې ساتل کېدې، کوم ته به چې دوی د ساعت تېرۍ مرکز وايه. يو داسې ځای چېرته چې ښځې بنديانې کړای شوې وې د «بهايي نه پولا» په نوم و. هغه فلپينيان چې د جنسي مريانو په توګه د جاپانيانو له خوا په زور نیول شوي وو، د ولس څخه تښتول کېدل، او په منظم ډول تر ډله ييز جنسي، شکنجې او سپکاوي لاندې نيول کېدل. کله به چې دوی د سرتېرو د جنسي اقدام پر مهال مقاومت کاوه، نو د هغوی له ډلې د ډېرو خلکو سينې به پرې کېدې يا به ورته زيان لرونکي ټپونه رسېدل. ډيری يې همدا راز وژل شوي او د ژويو په څېر له منځه وړل شوي وو. له جګړې لسيزې وروسته، د جاپان د اشغالي جنسي مريانو د سيستم څخه اغېزمنو شويو د خپلو مستند کړي مريتوب د يونسکو د يادښت نړيوال راجستر کې ثبت کول پيل کړ، په هر حال، د جاپان حکومت يونسکو ته د ګواښ کولو لپاره د خپلو مالي مرستو په استعمال د خپلو جنګي جنايتونو څخه د ځان ژغورنې لپاره د دې لیکنو مخه ونيوله. د اشغال پر مهال، داسې هم مشهوره ده چې جاپانيانو فلپيني تي رودونکي ماشومان د ساعت تېرۍ او فشار کمولو لپاره وژلي دي.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]
سرچينې
[سمول]- ↑ "The Philippines Campaign 20 October 1944 – 15 August 1945 – World War II Multimedia Database". خوندي شوی له the original on 15 May 2011. بياځلي په 22 April 2011.
- ↑ Werner Gruhl, Imperial Japan's World War Two, 1931–1945 Transaction 2007 ISBN 978-0-7658-0352-8 p. 143-144
- ↑ MacArthur General Staff (1994). "The Japanese Offensive in the Philippines". Report of General MacArthur: The Campaigns of MacArthur in the Pacific Volume I. GEN Harold Keith Johnson, BG Harold Nelson, Douglas MacArthur. United States Army. p. 6. LCCN 66-60005. خوندي شوی له the original on 12 February 2009. بياځلي په 24 March 2013.
- ↑ Astor, Gerald (2009). Crisis in the Pacific: The Battles for the Philippine Islands by the Men Who Fought Them. Random House Digital, Inc. pp. 52–240. ISBN 978-0-307-56565-5. بياځلي په 24 March 2013."Japanese Landings in the Philippines" (PDF). ADBC (American Defenders of Bataan and Corregidor) Museum. Morgantown Public Library System. خوندي شوی له the original (PDF) on 19 March 2014. بياځلي په 24 March 2013.
- ↑ "Douglas MacArthur". History.com. A&E Television Networks, LLC. بياځلي په 24 March 2013.
- ↑ Morton, Louis. "The First Days of War". In Greenfield, Kent Roberts (ed.). The Fall of the Philippines. United States Army in World War II. Orlando Ward. Washington, D.C.: United States Army. pp. 77–97. LCCN 53-63678. خوندي شوی له the original on 8 January 2012. بياځلي په 24 March 2013.
- ↑ Morton, Louis (1960). "The Decision To Withdraw to Bataan". In Greenfield, Kent Roberts (ed.). Command Decisions. Washington, D.C.: United States Army. pp. 151–172. LCCN 59-60007. خوندي شوی له the original on 30 December 2007. بياځلي په 24 March 2013.
- ↑ "Manila an Open City". Sunday Times. 28 December 1941. بياځلي په 25 March 2013.
- ↑ "Manila Occupied by Japanese Forces". Sunday Morning Herald. 3 January 1942. بياځلي په 24 March 2013."Timeline: World War II in the Philippines". American Experience. WGBH. 1999. خوندي شوی له the original on 24 February 2013. بياځلي په 24 March 2013.Kintanar, Thelma B.; Aquino, Clemen C. (2006). Kuwentong Bayan: Noong Panahon Ng Hapon : Everyday Life in a Time of War. UP Press. p. 564. ISBN 978-971-542-498-1. بياځلي په 24 March 2013.
- ↑ "Philippines Map". American Experience. WGBH. 1999. خوندي شوی له the original on 26 December 2013. بياځلي په 24 March 2013.Rottman, Gordon L. (2002). U.S. Marine Corps World War II Order of Battle: Ground and Air Units in the Pacific War, 1939–1945. Gale virtual reference library. Greenwood Publishing Group. p. 268. ISBN 978-0-313-31906-8. بياځلي په 24 March 2013.
- ↑ Hunt, Ray C.; Norling, Bernard (2000). Behind Japanese Lines: An American Guerilla in the Philippines. University Press of Kentucky. pp. 140–141. ISBN 978-0-8131-2755-2. بياځلي په 23 March 2013.Rogers, Paul P. (1990). The Good Years: MacArthur and Sutherland. Greenwood Publishing Group. pp. 160–169. ISBN 978-0-275-92918-3. بياځلي په 24 March 2013.
- ↑ Rogers, Paul P. (1990). The Good Years: MacArthur and Sutherland. Greenwood Publishing Group. p. 184. ISBN 978-0-275-92918-3. بياځلي په 24 March 2013."President Roosevelt to MacArthur: Get out of the Philippines". History.com. A&E Television Networks, LLC. بياځلي په 24 March 2013.Bennett, William J. (2007). America: The Last Best Hope, Volume 1: From the Age of Discovery to a World at War, 1492–1914. Thomas Nelson Inc. p. 198. ISBN 978-1-59555-111-5. بياځلي په 24 March 2013.[مړه لينکونه]
- ↑ "Aguinaldo, 1902–1964". Philippine-American War, 1899-1902. بياځلي په 2021-08-21.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Ara, Satoshi (2015). "Emilio Aguinaldo under American and Japanese Rule Submission for Independence?". Philippine Studies: Historical & Ethnographic Viewpoints. 63 (2): 161–192. doi:10.1353/phs.2015.0019. JSTOR 24672333. S2CID 128515904.
- ↑ "Aguinaldo, 1902–1964". Philippine-American War, 1899-1902
- ↑ "The Bataan Death March". Asian Pacific Americans in the United States Army. United States Army. خوندي شوی له the original on 31 March 2013. بياځلي په 24 March 2013."Bataan Death March". History.com. A&E Television Networks, LLC. بياځلي په 24 March 2013.Dyess, William E. (1944). Bataan Death March: A Survivor's Account. University of Nebraska Press. p. xxi. ISBN 978-0-8032-6656-8. بياځلي په 24 March 2013."New Mexico National Guard's involvement in the Bataan Death March". Bataan Memorial Museum Foundation, Inc. 2012. خوندي شوی له the original on 11 December 2020. بياځلي په 23 March 2013.
- ↑ "Philippines Map". American Experience. WGBH. 1999. خوندي شوی له the original on 26 December 2013. بياځلي په 24 March 2013.Rottman, Gordon L. (2002). U.S. Marine Corps World War II Order of Battle: Ground and Air Units in the Pacific War, 1939–1945. Gale virtual reference library. Greenwood Publishing Group. p. 268. ISBN 978-0-313-31906-8. بياځلي په 24 March 2013.
- ↑ Guillermo, Artemio R. (2012). Historical Dictionary of the Philippines. Historical Dictionaries of Asia, Oceania, and the Middle East Series. Scarecrow Press. p. 211. ISBN 978-0-8108-7246-2. بياځلي په 23 March 2013.
- ↑ Schirmer, Daniel B.; Shalom, Stephen Rosskamm, eds. (1897). "War Collaboration and Resistance". The Philippines Reader: A History of Colonialism, Neocolonialism, Dictatorship, and Resistance. International Studies. South End Press. p. 69. ISBN 978-0-89608-275-5. بياځلي په 23 March 2013.Ooi, Keat Gin, ed. (2004). Southeast Asia: A Historical Encyclopedia, from Angkor Wat to East Timor, Volume 1. ABC-CLIO. pp. 368–369. ISBN 978-1-57607-770-2. بياځلي په 23 March 2013.Riedinger, Jeffrey M. (1995). Agrarian Reform in the Philippines: Democratic Transitions and Redistributive Reform. Stanford University Press. p. 22. ISBN 978-0-8047-2530-9. بياځلي په 23 March 2013.
- ↑ Abinales, Patricio N.; Amoroso, Donna J. (2005). State And Society in the Philippines. State and Society in East Asia Series. Rowman & Littlefield. pp. 159–160. ISBN 978-0-7425-1024-1. بياځلي په 23 March 2013.
- ↑ Pomeroy, William J. (1992). The Philippines: Colonialism, Collaboration, and Resistance. International Publishers Co. pp. 116–118. ISBN 978-0-7178-0692-8. بياځلي په 23 March 2013.
motivations collaboration Japanese Philippines.
- ↑ Hunt, Ray C.; Norling, Bernard (2000). Behind Japanese Lines: An American Guerilla in the Philippines. University Press of Kentucky. p. 142. ISBN 978-0-8131-2755-2. بياځلي په 23 March 2013.
- ↑ Cyr, Arthur I.; Tucker, Spencer (2012). "Collaboration". In Roberts, Priscilla (ed.). World War II: The Essential Reference Guide. ABC-CLIO. p. 52. ISBN 978-1-61069-101-7. بياځلي په 23 March 2013.
- ↑ "People & Events: Japanese Atrocities in the Philippines". WGBH. PBS. 2003. خوندي شوی له the original on 27 July 2003. بياځلي په 30 June 2011.
- ↑ Dexter, Frank (3 April 1945). "Appalling Stories of Jap Atrocities". The Argus. بياځلي په 30 June 2011.AAP (24 March 1945). "Japs Murdered Spaniards in Manila". The Argus. بياځلي په 30 June 2011.Gordon L. Rottman (2002). World War 2 Pacific Island Guide. Greenwood Publishing Group. p. 318. ISBN 978-0-313-31395-0.
War crime trail affidavits list 131,028 Filipino civilians murdered in seventy-two large-scale massacres and remote incidents.
Werner Gruhl (31 December 2011). Imperial Japan's World War Two: 1931–1945. Transaction Publishers. p. 93. ISBN 978-1-4128-0926-9. - ↑ "Philippine Survivor Recounts Her Struggle As A 'Comfort Woman' For Wartime Japan". NPR.org. NPR. بياځلي په 15 August 2021.
- ↑ The Other Empire: Literary Views of Japan from the Philippines, Singapore, and Malaysia. The University of the Philippines Press. 2008. ISBN 9789715425629. بياځلي په 15 August 2021.
- ↑ "The mystery of the missing comfort woman statue". Vera Files. 27 August 2019. بياځلي په 15 August 2021.
- ↑ Mosbergen, Dominique (29 August 2017). "Harrowing Story Of Filipina Women Enslaved In Japan's Wartime Rape Camps". Huffington Post. New York, New York. بياځلي په 30 March 2018."Filipino 'comfort women' survivors stage rally in Manila". ABS CBN News. Kyodo News. 20 November 2015. بياځلي په 30 March 2018.Whaley, Floyd (29 January 2016). "In Philippines, World War II's Lesser-Known Sex Slaves Speak Out". The New York Times. بياځلي په 30 March 2018.
- ↑ Yap, DJ (29 January 2016). "PH comfort women remember the horror". Philippine Daily Inquirer. بياځلي په 30 March 2018.
- ↑ McMullen, Jane (17 June 2016). "The house where the Philippines' forgotten 'comfort women' were held". BBC Our World. BBC News. بياځلي په 30 March 2018.
- ↑ "The History of Bulacan's Bahay na Pula".
- ↑ Doyo, Ma. Ceres P. (28 January 2016). "Remembering the 'Bahay na Pula'". Human Face. Inquirer.net.
- ↑ Lacuata, Rose Carmelle (7 April 2023). "Gov't asked to declare 'Bahay na Pula' as official WWII memorial". ABS-CBN News.
- ↑ Shin, Heisoo (2021). "Voices of the "Comfort Women": The Power Politics Surrounding the UNESCO Documentary Heritage". The Asia-Pacific Journal. 19 (5). No. 8.
- ↑ Drogin, Bob (2 November 2018). "A forgotten World War II horror in the Philippines is revealed in 'Rampage'". Los Angeles Times.
- ↑ "Violence in the Philippines". USU Digital Exhibits.
- ↑ Gaerlan, Cecilia. War Crimes in the Philippines during WWII (PDF) – via thesimonscenter.org.
- ↑ Scott, James (2018). Rampage: MacArthur, Yamashita, and the battle of Manila. New York: W. W. Norton & Company.